(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډۍ او روانه ګړیدنه

د لنډیو پواسطه سړی د روانی ګړیدنی توان ( بلاغت ) اندازه کولی شی د دغه توان خاوندان بې د ستونځو څخه ګړندۍ خبری او وینا کولی شی خو مخکې لدی څخه چې پدی موضوع ورګډ شو پکار ده چې خپله لنډیو ته یو ځغلنده کتنه وشي .
د لنډیو پیژندنه ( تعریف ) : لنډۍ یو بیته شعر دی چې لومړۍ مسری ئې نهه او دويمه مسری ئې دیارلس سیلابه ده او په پای کې هـ ( ه ) راځی . ( ۱ )
که څه هم ځینی لنډۍ د ځینو کسانو د نومونو سره تړلی دی لکه دا لنډۍ چې د پښتونخوا د ستر فیلسوف غنی خان د نوم سره تړلی ده .
 
څــانــګه به نــن سـبا کـې ګـل شــــــــی ما
ئې په سر کې سری غوټۍ لیدلی دينه
او یا دا لنډۍ چې د ملالۍ په نوم یادیږي .
کــه پـه مـیـونـد کې شـهـید نـه شوی
خدایګو لالیه بې ننګی ته دی ساتینه
خو خپله غنی خان او هیڅوک ددی دعوه نه کوی چې دغه یا هغه لنډۍ ئې جوړه کړی او دده معنوی تولید دی او که معنوی تولید ئې وی هم، نو پښتنی ټولنی ته ئې بخښلی او د پښتنی ټولنی ګډه پانګه ده . لدی کبله لنډۍ ته بې شاعر ه شعر ویل هم بی ځایه ندي، لنډۍ ځانله هم ویل کیږي، او په لوبو کې ( چې په ادبی پوهنیزه ژبه کې ورته سروکی وائی ) هم وراچول کیږي کله چې لنډۍ ځانله ویل کيږي نو د ټپی په نامه یادیږي او که د لوبی ( سروکی ) سره یو ځای شی نو بیاد ټکۍ په نامه یادیږي .
د لنډیو تاریخ : د پښتنی ټولنی منځ ته راتګ د لنډیو د پیدایښت نېټه ده دا چې پښتنه ټولنه کله منځ ته راغلی ده او پښتانه د څه وخت راهیسی د نړۍ په سر شته دی؟
د انسانی ټولنی دودی د تاریخ په نښتون کې د پښتنو د جرګی دسیستم په مرسته چې د پښتونولۍ بنسټ دی او اوس پری مونږ خپلی ربړی او چاری په پښتونخوا کې سموو، اټکل کیدلی شی .
که چیرته د نړی په سر د انسانی ټولنی دودی تاریخ ته نظر واچوو نو وبه وینو چې د جرګی سیستم د لومړنیو ( ابتدائی ) انسانی ټولنو یانې هډی ټولنو ( Gentil Society) چې طبقی پکې موجودی نه وی محصول دی ددی خبری په تائید کې انګلس ( Engels) د مارګن (Morgen) په حواله سره دایروکیزن (Irokesen) دسینیګاس ( Senekas) قبیله راپه ګوته کوی چې د جرګی سیستم ئې لرلو ( ۲ )دا ددی مانا لری ې پښتنه ټولنه او پدی توګه پښتون ولس د انسانی ټولنی د ودی د لومړنی پړاو راهیسی موجود ؤ، خو له بده مرغه د پښتنو لرغونی تاریخ ندی څیړل شوی .
داسی بریښی چې پښتونخوا د اسیا په زړه کې د مدنیتونو ( Civilization) ځانګو او ټاټوبی ؤ چې د نړۍ په نور و مدنیتونو او کولتورونو ئې اغیزه کړیده او هم ئې ورسره ټکر راغلی دی . پدی لړ کې د پښتنو د جرګی د سیستم دندی پراخی شوی او بشپړی شوی. او غیری مرکزی خوی ئې غوره کړی دی چې همدی دغه سیستم ته تر اوسه پوری ژوند وربخښلی او د طبقاتی ټولنو په منځ ته راتګ سره لکه د نورو هډی ټولنو د جرګی د سیستم په شان د منځه نه دی تللی او ځای ئې سټیټ (State) ندی نیولی د پښتنو په نوی تاریخ کې هم تاریخ پوهان په پښتونخوا کې لوی بډائی مدنیت راپه ګوته کوی. د اسلام څخه د مخه چې په پښتونخوا کې د پښتنو د کوشانی او یفتلی قبیلو باچاهی او دوران ؤ او پښتانه بودائی مذهبه ونو د پښتنی مدنیت او د پښتو ژبی پلوشی هم د ایران د بخستان ( بیستون ) پوری رسیدلی وی ، عبدالحی حبیبی ـ ( ۳ ) د معین په حواله سره لیکی چې د ایران د بخستان په غره باندی د میلاد څخه ۴۸۶کاله د مخه یو ډبر لیک کیندل شوی ؤ او په دغه ډبر لیک دا د پښتو شعر په میخی لیک لیکل شویدی .
نی اړی کوومNe a ri kdd hum
نی دروه جنه اومNe drau ja na a hum
نی ځور کاره اوم Ne zura ka rahum
که چیرته د پښتونخوا غرونو رغو کې پراته تاریخی اثار ټول وڅیړل شی نو کیدای شی چې د پښتنو د لرغونی تاریخ په هکله ډیر ثبوتونه په لاس راشي.
او د پښتنو لرغونی تاریخ به رابرسیره شی . او پدی توګه به د لنډیو تاریخ چې د پښتنی ټولنی د تاریخ سره تړلی دی هم روښانه شي .
لنډۍ دروانی ګړیدنی (Fluency) د تلی په توګه : روانه ګریدنه دسړیتوب (Personality) یو لړ دی چې په ساپوهنه (Psychology) کې داسی اندازه او تلل کیدلی شی چې سړی په ټاکلی وخت کې ټول هغه مانا لرونکی لغاتونه چې په ټاکلی توری، د مثال په توګه په « ن » پیل کیږی لیکی لکه ننګ ، نور ، نوی ، نوم ، نر ، او داسی نور هر څومره چې سړی زیات لغاتونه ولیکی یا ئې ووائې هغومره ئې دروانی ګړیدنی توان زیات دی او هر څومره زیات چې سړی دروانی ګړیدنی توان ( بلاغت ) لری هغومره ئې د روښانی ګړیدنی توان ( فصاحت ) هم زیات دی په ۱۹۷۶کال کې مونږ د بری پښتونخوا د کونړ د صوبی په ښوونځیو کې د هوښیارتیا (Intellgence) د یوی څیړنی (Research) خوا کې د زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې ټول هغه لغاتونه چې مانا ولری او په « ک » پیل کیږي ولیکی او لس دقیقی وخت مو ورته ورکړ . د څیړنی په بله ورځ مو بیا د زده کوونکو څخه د ټولو هغه لنډیو د لیکلو غوښتنه وکړه چې دوئ ته یا دی وی او لس دقیقی وخت مو ورته ورکړ. د څیړنی په نتیجه کې ثابته شوه چې د لنډیو شمیر او د لغاتونو د شمیر په منځ کې چې په « ک » پیل کیږی دوه اړخیز مثبت اړیکی شته دی، یانې هر څومره چې چا ډیر لغاتونه لیکلی ؤ هغومره ئې ډیری لنډۍ هم لیکلی وی، دا ددی مانا لری چې د لنډیو د شمیر په واسطه سړی په پښتنی ټولنه کی د روانی ګړیدنی توان اندازه کولی شی ، خو لنډۍ یوازی دورانی ګړیدنی د توان د اندازه کولو تله نده بلکه د پښتنی کولتور او دود دستور سره د سمون اندازه هم راپه ګوته کوی .
هر څومره چې د چا زیاتی لنډۍ یادی وي هغومره د پښتنی کلتور په دننه کې پاتی شوی دی او هر څومره چې د چا لږی لنډۍ یادی وی او یا ئې هډو یادی نه وی هغومره د پښتنی کلتور څخه لری پاتی شوی او پردی شوی دی، دا ګڼڼه ( فرضیه) د هغو پښتنو په کتنه ولاړه ده چې د پښتنی کلتور څخه لری د پښتونخوا نه بهر ځیږیدلی دی او په پښتو خبری کولی شی خو لنډۍ ئې یادی ندی.
سربیره پردی د یوتن د لنډیو متن د هغه د سړیتوب ( Personality) هنداره ده .
اخستونځی :
ستوری په پښتونخوا کې : لومړ ټوک ، خپرونکی ستوری خپل چاپ ، جرمنی ۱۳۵۶، لومړ ټوک ، مخ ۱۱۸
Riedrich Engels : Derursprung der Familie desPrivateigentnun und des Staat , Dietz verlag Berlin 1974, S 96 - 113
عبدالحی حببی ، د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهم ټوک ، پښتو ټولنه ۱۳۴۲، مخ ۲ـ ۸
پښتونخوا/څلورمه ګڼه /دريم ټوک / نومبر: ۱۹۸۹
Pakhtoonkhwa magazine :Jahrgang (Volume): 3 / Nummer (Number): 4/ November 1989
Author of this article: Late Dr. Kabir Stori:   ډاکتر کبیر ستوری  
Source: khost-web.net - بېرته شاته