(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لیوني صاحب سره دخبریال مرکه، څوک ضعیف دی

طنز
لیک. پوهنمل محمود نظری
خبریال :لیونی صاحب ستړی مشې  !
 لیونی  :اوس خوستړی شوی یم.
خبریال: څنګه شوه چې تاسو هم سیاست ته مخه وکړه؟
لیونی  : هو، یو زه پاته وم. چې له خدای څخه ویریدم او د خلکو شرمیدم.
خبریال :ستا په نظر اوس په افغانستان  کې غله  شته ،  که دی  څوک دی؟
لیونی  :  شکر غیر رسمی  غله خو بلکل نشته یوازې  لکه چې تاسو ته مالومه ده  خوشکر  ځیني دولتی اسمان ته ختلي  بزرګان او کورنۍ يې تر اوسه  دا ملی  پروسه  پرمخه بیایي ډاډه اوسه !
خبریال :دا څه وایاست دولتي لو ی بزرګان!
لیونی  : هو ! پخوا به یومسلکي  غله په توره  دربیله شپه کې د زرو اوغانیو زیات شیان غلا کولی  نشواي اوس شکر دابې روده غټ بزرګان په سپینه ورځ ، په عزت، په تورو موټرو کې یو قلم  دوسوه میلونه ډالره غلا کوي  یاني د اهنګر یو وار  د زرګر د لک واره سره برابر دی   ( د کابل  بانک انډوخر وګوره)
خبریال : لویدیځوالوايي په  افغانستان  کې شکر  تروریستان ډیر  دی ؟  ته څه وايي ؟
لیونی  : هغوی ښه وايي  شکر  شته، طالبی او ناتويي ؟
خبریال : دا څه واياست؟
 لیونی  :یو خوار طالب د شپي راځي د ځان  دوژلوپه بیهدخرپ اوترپ په  جګړه کې اخیر دوه – درې ټپيان یا مړه کوي
 شکر ناتویانپه  سپینه ورځ  سربسته کلې  په  ډزوغړپ د خاورو لاندې کوي  
اوبیا  دولت  یاخپله د یو بل په سینو مډالونه مښلوي
یانی  هغه  چي یووژنی هغه تروریست دی  هغه چې ډیر وژني هغه دیموکرات دی
خبریال: د یو دولت  بد صفت څه دی؟
 لیونی  :  چې په ګیلنه کې اوبه څښونکی کلینر یې  موټروانانو  ته موټر چلول ښيي
خبریال، د یو دولت بد مرغی څه شی کیدای شي؟
لیونی :د بزر ګانوریزیش
 خبریال : دا څه وايې؟
لیونی  : چې پاچا ریزیش وکړي وزیران یې ټوخی کوی
خبریال: په یو هیوا د  کې یو لوی ناورین څه وخت راځي؟
لیونی  :  هغه وخت چې پيريي الوتی نشی او مریدان يي الوزی
 او د مریدانوسره یې  توري سپیني  ونه شي.
 خبریال : دا سي مریدان د څه مالومیږی؟!
لیونی  : زړه ښځه لهتګهمالومیږی!
خبریال : ته له دولته  نه ویریږې ؟
 لیونی:دولتپه ليوني پوري خاندي ، ليونۍ په دولتپوري!
( لیونی لاس تربغل  لاندی کړ  :اهآ  ډر)
خبریال : آیا ستا په نظر داوسنې  اسمان ته  بی زینې ختلي بزرګان  وطندوسته دی ؟
لیونی : البته چې دی ، د  وطن مورته یې د ښو زامنو پرځای ښه میړونه پیدا کړي دي!
خبریال  آیا زموږ بزرګان  رښتیا سوله غواړې؟
 لیونی : خود يي غواړې   نوځکه یې  رباني د سولې د جلسې رییس کړی دی؟!
خبریال :دا وطن به اباد شي؟
 لیونی : خود آبادیږي ، ټولو غلو او مجرمانو بډي ورته نغښتی دی
خبریال: رښتیا چې لیونی يي!
لیونی :د تشویق څخه دی  مننه
خبریال : په اخیر کې خلکو ته څه ویل غواړې؟
لیونی  :خدای دی خلک  له دې کمیشن کارو څخه وساتي چې رشوت يې درې چنده لوړ کړی دی
خبریال :بل څه خو ویل نه غواړې ؟
لیونی  لاس تر بغل لاندې کړ : اهآ دړ، اهآ دړ ، اهآ دړ
 
طنز
محمود نظری
 څوک ضعیف دی ؟!
 
 
خبریال: تاسو دا ځانمرګې چاودنې څرنګه ارزیابي کوئ؟
 کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښیي، چې بې ګناه خلک وژني .
خبریال: دا د کندهاردامنیتې کومندان وژل  دننه په کومنداني کې څرنګه ارزیابي کوئ ؟
کرزی :دا د هغو ډیر ضعیفوالی ښيي چې ماشومان  جنرالان دننه  وژل کیږي
خبریال:دننه په دفاع وزارت  کې دا برید څنګه ارزیابي کوئ؟
 کرزی :داد هغو ډیر ضعیفولی ښيي چې په یو ډنګر وزیر برید کیږي
خبریال:ستاسو  د کندها رله  بندیخانې څخه د پنځه سوو بندیانو تښتیدل څرنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :دا دهغو ډیر ضعیفوالی ښيي، چې بندیان  لکه موږکان تر مځکه لاندې تښتي
خبریال:د ا د کندهار پر ښار برید چې دوې ورځي یې ونیولې څرنګه ارزیابي کوئ؟
کرزی :دا د هغو  ډیرضعیفوالی ښيي چې پر دولتی ځایونو بریدونه کیږي
 خبریال:دد اسمار نیول څرنګه ارزیابي کوئ ؟
 کرزی :د ا د هغو ډیر ضعفوالی ښيي چې یو  لوی ولایت نیول کیږی
خبریال:وبښه دا هغوی څوک دی  ؟!
کرزی یو وار وریت وریت وژړل او بیا يي کټ کټ وخندل
خبریال: صیب پوه نشوم ولي دی وژړل  او بیا دی   ولي وخندل ؟
کرزی: ژړا په دی راغله که زه نه وای په دي ملک کې به دی له چا  دا سوال پوښته
 او خاندم په دی چې زه هم نه پوهیږم چې دا هغوی څوک دي
- بېرته شاته