(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږکلي اوبانډې

حشر یا  مشترک کارونه
 (اومه  برخه)
حشر یا مشترککارونه په سیموکېد بیالوپه پاکولو د سر بندونو په  جوړولو ، د شولو د بزغلیوپه کرلو ، د سرکونو اولویو لارو  په جوړولو او همدا رنګه  په  کلیو او باندو کې  د  بامونو  د کاګلولو ،   د کروندېد محصولاتو په راټولولو، په مړي او ژوندي او ډیر نورو هغه کارونو کېچې  د کلیو د اوسیدونکو  په شر یکه همکاري  په یوټاکلي ورځ  اویومعلوم  پروګرام  سرته رسیږي،چې دا شریکې  مرستېیاحشر  د کلیو د اوسیدونکو اویا هم کله ددولتي اورګانونو په غوښتنه  ترسره  کیږي۰
په  لغمان کېد چاردهي  د سیمې لویه بیاله چې  د بي بي حاحب د زیارت په ساحه کې  د الیشنګ د سیند څخه سرچینه اخلي او د راه دار یا سخي پله څخه ورسته دچاردهي د سیمې  دمځکو د خړاوبه کولو او په ورځیني ژوند کېدخلکو دګټېپه اخستلو کېموهم اوحیاتي رول لري ۰
 ددېاونورولویو بیالو د اوبودعادلانه ویش او دګټېاخستلو په موخه هرکال نوی  میراو  یادبیالېمسول ټاکل  کیږي۰
  ټاکل شوی میراو دنده لرېچې  د بیالې، بندونواوسربندونو د جوړول اودهغو د فعالیت څـخه تل با خبره وي او د اوبو عادلانه ویش په نظر کېوساتي که نه نو د بېخبره اوبېانصافه  میراو  دکارپه پایله کېدکلو د اوسیدونکو دنفاق اوشخړولامل ګرځي چېداشخړېاو  ستونزېکله بیا په مرګ، ژوبلې  او د سرونو  په ماتیدوهم ختمیږي۰
 
په  لغمان کې  دګرمیو په موسم کېدلوړوغرونو واورېاوبه کیږي او په همدېموسم کېډیر ی       وختونه  ګلۍ  ،بارانونه  ، تالنده اوبریښنا د سیلابونودراوتلو لامل ګرځي چې په ځینو وختونو کې   د مالېاو ځانې  تاوانونو تر څنګ  د  فصلونو د خرابیدوسبب  هم ګرځي۰
داسیلابونه د دریابونو اصلي مسیرونه بد لوي ، لوې  لوېونېاو کمرونه  چپه کوي ،  کورونه او
څاروي له ځانه سره  په مخه  کوي ۰
  څرنګه  چې سیلابونه   دوچو دښتواو  خوړونو څخه   تیرږي  چې شګې ، خاورې او بوټي له ځانه سره  لیږ دوي چې دا خړ سیلابونه د دې سبب ګرځي چې دسیندنوپه استقامت لوی  سربندونه ویجاړ او بیالې د خاورواوخټو په کیناستلوسره  ډکې کړ ي چې د اوبو دبهیدو کمیت په  بیالو کې کموي، په  همدې د لیل  کلیوال هر کال  دبیالو دبیا پاکولو او دسر بندونو د بیاجوړولو په تکل شریک کار یا حشر تر سره کوی۰
څه وروسته کله چې دالیشنګ د سیند د اوبو سر چینې  یادغرونو د لوړو څوکو واورې د ګرمي  د زیاتیدو له امله اوبه شي نو د سینداوبه هم ورو  ورو کمیږي چې  ورو سته بیا په دې لوی سیندکې دیوې بیالې په اندازه هم اوبه نه وي ، په همدې دلیل د چاردهي دسیمې خلک مجبوردي  چې د خپل د اړ تیا وړ اوبه د الینګار د سیندڅخه چې همیشه یې اوبه ډیرې وي استفاده وکړي هغه د اسې چې د الینګار د سیند څخه یوه بیاله دالینګار دهمدې د رې په غربی برخه کې دغونډیو له پاسه چې ډیر له پخوا نه کیندل  شوې ده د چاردهي دسیمې  په شروع کی د الیشنګ دسیند سره یوځای کیږي  همدا بیاله هرکال د چـاردهی دسیمې اوسیدونکــي  د سر بند  څخه ترمیم اوپاکوي او د اوبو د نشتوالي ستونزه  په  اوړي کې د حشرونو په سرته رسولو سره حلوي۰
شفیع ماما یا دکلی نائي
زموږ دکلی نائي  محمد شفیع  نومیده ،هغه به د کلي داو سیدونکو او  هلکانو د سر ویښتان ور اصـــلاح کول۰
دکلي هلکانودلنډو ویښتانوسره دومره لیوالتیانه ښودله خومشران داوږدو اولویویښتانوطرفدار نه وه ، هلکان یېمجبورل  چې   د سر ویښتان  لنډ کړي خو سره له دېنائي  به د هلکانوویښته برابر او ښایسته جوړول، هغه به نه هلکان او نه مشران خپه کول۰
شفیع ماما به دکلیو هلکانواواوسیدونکـو خبر په میاشت کې یو ځل  اخيسته او دسر ویښتان به یې ورته اصلاح کول  چېپه اوجور ه کې به یې د فصلونو د  لوګډ په موسم کې په کروندو ګرځیده او خپله برخه د لو شويفصل  صدرۍ یا ګیډۍ تر لا سه کوله او وروســته بیا ددرمند دتللو په وخت کې هم نائي ته برخه بیلیدله۰
لکه څنګه چېمووویل شفیع ماما تنها زموږ دکلينائي نه  بلکه  دچاردهي  دنورو کلیو اوبانډو اوسیدونکـونائي هم وهچېد فصلونو د لوګډ په موسم کې به د ډیرو غلو دانو څخهبرخه مند وه، هغه  به تل په کلو او بانډو ګرځیده او په سیمه کې به د ټولو پیښو څخه با خبره وه نو  په کلیو کې چــې به کومه د خوښي،مړيیا ژوندی خبره  وه هغه دنده درلوده چــې خلک  خبرکړي۰
د روژی مبارکه میاشت
د روژی په مبارکه میاشت کېدکلي سپین ګیري،ځوانانواو هلکانو ټول د روژه  ماتېلپا ره دکلي  جومات ته  راتلل، روژ ه ماتی،خیر ات يانذر به یېله ځانه سر ه جومات ته راوړه ، دجومات  ومخې ته  دماښام دلـمانځه د اذان څخه  څو شیبېدمخه د کلي هلکان او مــاشومان را ټوليدل ،نوکله چې به ملا صاحب دالله اکبراوازپــورته کــړ، ټول ماشومان بــه دکلي په کوڅو کېپه لوړ اواز ویل ، روژه ماته کړی د روژه ماتېاذان  وشو چې  په  همدېډول به  ماشومانو او هلکانو د کــــورنیو روژه   دارانو تــــه  خبر ورکاوه تر څوهغوي  په اطمینان سره خپله روژه ماته کړی ۰
 د کلي اوسیدونکــي  د ماسختن  د تراویح لمونځونو ته  هرو مرو راتلل د تراویح لمونځ زموږ له پاره ډیـر په زړه پورېوه، هلکان به حتمي لمانځه ته راتلل خو تعامل دا وه چې  هلکان به دلمانځه
په وخت کېدجمعېپه ورستي صف  کېدریدل۰
 هلکان به روژه نیولو ته هوسیدلو چې    د جومات   ملا او د کلی سپین  ګیرو تشویقول  او ویل به  یېچې  په  دې  عمر کې  روژه نیول ډیر ثواب لري او خدای پاک یېتاسو ته  اجر درکوي۰

لغمانۍاوګره اودهغېډولونه  :
( اتمه  برخه)
لغمانۍ اوګرې ،د پخولو ترتيب او د هغه دډولونو په اړه ښاغلي نجم الدين سعيدي  په زړه پورې مطالب راټول کړي چېدسعیديصیب  لیکنېته بې له تصرفهپه دېبرخه کېځای ورکړ شوی دی ،هيله مندیم چېددرنولوستونکو  د پاملرنې وړوګرځي۰
 
دپخولو ترتیب :
اوګره او د هغه د پخولو ترتیب ډیر ساده او اسان  دی هغه داسې چې غټې  وریجې دګرمو اوبو سره پاکې  پریمنځيکله چې  وریجې بریمنځل شوې په ایشیدلو اوبو کې یې تر هغه ویشوي  چې  نرمې شيچې دغه نرمې شوې غټې وریجې داوګرې په نامه یادوي   چې په  لاندې  مختلفو ډولونو ترې ګټه اخیستل کیږي۰
 
لمړی- اوګره  دکرتو سره :
  کله چې  اوګره پخه شي  هغه په  نا شکن یا عادي غوري کــې  را باسي او د غوري په مینځکې ښکلی څرخنی ورته جوړوي او پدې څرخني کې سولول شوي کرت چې مخکې  یې په کرتمال کې
سولولي وي ځایوي    او بیا زیړ غوړي  ، واز ده  یاعادي غوړي په ارکاره کې ښه سره کوي او په څرخني کې دسولول شوو کروتوله پاسه اچوي ،ورسته بیاپه غوري کې د اوګرې له پاسه سابه، شلغم  ، پخه شوې وچه غوښه  د لوبیا سره په ښکلي   نظم   ځا یوي  او د دسترخوان په سر یې ګدي چې  د تعامل سره سم هرغوري  د دوو څخه تر درې کسانو لپاره او که د کورنیو اویا دمیلمنو شمیر ډیر وي  په همغه اندازه د غوریو شمیر  هم ورزیاتوي ۰
کله کله په اخر کېد اوګرېڅرخنی ورانوي  او کرت اواوګره  ګډوی چېهغه ګډه شوې کرت اواوګره  بیاځانله خونداوطعم  لري۰
 
دوم-اوګره دکنډ یا دغوا د عادي شیدو سره:
کنډ:هغه شـیــدې دي  چـې غوا یې نوی خوسکی زیږو لی وي، پدې ډول  اوګره کې  په څرخني کې کنډ یا شیدې  ځایوي اوکله کله سره شوي  غـوړي هم  دپاسه پرې اچوي ۰
 
دریم -اوګره د مستو یا شړمبو سر   :
  داهم دهمغې  اوګرې یوه بله نمونه ده چې په څرخني  کې یې مستې ځایوي۰
 
دشړومبو سره  اوګره په شړومبه کې  ګډوي  او د نوش پیاز یا عادي  پیاز سره تری استفاده کوي ۰
شړومبې اواوګره د لغمان په چارباغ کې ډیررواج لر ي ،  ددې سیمې  خلک د شپې له خوا  اوګره پخوي  او د شړومبو سره یې ښه ګډوي  ورسته د دې ګډې شوې  اوګرې  سر ور پټوي  او د بیالې تر غاړې یې د اوبوپه سرګدي  او دسهارله خوا ټـــوله کورنۍ په دسترخوان  سر راټولیږي اویوځای ترې استفاده کوي۰
 
څلورم - اوګره د لاونډ سره :
لاونډ یا (کړو )یو مخصوص  تعم  دی چې  د شړومبو څخه  یې جوړويهغه  داسې چې د مستو شړمبه  په یوظرف کې اچوي  او یو اندازه اوړه ورسره ګډويتر څو اوړه په شړومبه کې ښه حل شياوپه نغريیې ګديتر څو ښه وایشول شيپس له هغه په ارکاره کې څه میده شويپیاز په غوړیو کې سره کوي  او په ایشل شويشړمبه کې چې اوړه په کې حل شوې ورزیاتوياو د څمڅۍسره یې نور هم  خلتويچې  پـــس له یو معین حرارت څخه خوندورلاونډیا (کړو)ترې جوړیږيچې  دالاونډ د اوګرې په څرخنيکې ځایوي  اوکله کله دسـره شوي  غوړي هم  دپاسه پرېاچوياو په خوند او مزې  سره ترې استفاده کوي  ۰
 
پنځم -شوله :
شوله دغټو وریجوڅخه جوړیــږي، هغه داسې چې اول  په غوړیو  کې څه پیاز سره کوي  او ورسته څه اوبه  یا د پخې شوې غوښې ښوروا پکې  ور زیاتوي  کله چې  داښوروا وخوټیدله  پریمځل شوې غټې وریجې  پکې اچوي  چی   پس له معین حرارت څخه   ورته  دم ورکوياو پس له هغه وازده په ارکـــارۍکـــې سره کوياو د شولې د پاسه یی اضافه کويچی   خوندوره شوله تری جوړیږي۰
د اوګرې یو بل قسم  سبوناکه ده چې   په شوله کې سابه ورګډوياو د سبوناکې به نامه خوندوره  شوله  تری جوړیږيچې  د هغه دپاسه هم د وازدې یا غوړیو جغ باسي۰
 
د اوګرې نوراقسام زموږ د ګران هیو ادو په نــــور ولایاتو کې هم مروج دی لکه د پکتیا او خوست  په مناتقو کې چــــې د ډنډکيپه نامه یې یادوياو پخول یې د لغمانۍ  اوګرې سره فرق لـــــري۰همدارنګه  د کابل په شمال کې لکه ګلدره ، شکردره اوغوربند کــــې چې دشولې غوربنديپه نامه  یادیږي  په هغه کې کوفته ، لوبیااوترخه مرچ  ور ګډوي۰
 
باید وویل شيدغټو وریجو رواج دشرقيهند وچین څخه افغانستان ته انتقال شوی چې د پخولو ترتیب یېد نورو هیوادو سرهتوپیر لري۰
 
په لغمان کې داوګرې یا غټووریجو د استفادې ترڅنګ  دمینو وریجو څخه چې  دسرده دریدونۍ  او یا ګرمه وریجوپه نامه یې یادويهم استفاده کیږياو دلغمان په مختلفوسیمو کې لکه  د الیـشنګ  او الینګار په درو کې  ، د چاردهي، حیدر خاني، ماشه خیل  مندروړ ، قرغیو   او ډیرونورو ځایوکې کرل کیږي۰
 لغمانۍوریجې زموږ په وطن کې خاص شهرت لرياو د هغه  څـــخه  خوندور  پلو  ، دمپخت ، شکربټه او  قابليپلو پخـوي  چې زموږ د هیوادوالو دسترخوان ته ځانګړی خوند او رنګ ورکوي۰
 
تیر یادونه
 
خـــړ سیندونه سیلابونـــه مــې یادیږي
د وطن شنه شنـــه فصلونه مې یــادیږي
 
د ودونــــو او  دودونــــــــو  رواجــــونــــو
ها دیرې ها مــجـــلسونــــه مـــې یادیږي
 
سندریزخوږی نغمې دحـجرومینځ کې
ها ګــــیسونــــه او کــــټونــه مې یادیږي
 
د مــــرغیوګــــڼه ګـــــوڼــه او سیـــــلـونه
د چق مق ټوپـــک غږونه مــــې یادیږي
 
د قزلاقو اویارمخــــچو پــــه موسم کې
د دامان د غره دامــــونــــه مـــې یادیږي
 
په جوزا کــــې د تــوتانـــو په موسم کې
د فــــصــــلونو درمنــدونــه مې یادیږي
 
مصلــــی اوددرمند شاخۍ په  لاس کې
تورچنګړلوی لوی چجونه مې یادیږي
 
د دهقان په لاس چې تیګه دمیـزان شي
لپــــکۍاو خــــجورونــــه مې یادیــــږي
 
د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي
 
مــــړ  اوبــــل  داوربــــلـــکــــو  الــــوتــــنې
د بــــامــــو د ســــر خــــوبونه مې یادیږي
 
پــــه  اختر کـــې  د ځـــوانانو ډلـــې  ډلې
هــــا  میلې  او  اټــــنونــــه مـې  یادیـــږي
 
د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي
 
رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعـــذونه مې یادیږي
 
څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جــــوش دبـــازارونو مې یادیږي
 
یــــادول  یــــې زیــــاتــــوي  د زړه  دردونه
افغاني هـــا تیـــر وخــتونـــــه  مې یادیږي
 

 

(لسمه برخه)
 
د لغمان په کلواوبانډو کې  د اخترونو  رواجونه:
 
د لغمان په کلوکې د اخترونو دودنــه  او رواجونه ډیر په زړه پورې دي، کلي وال داختر په ورځو کې تفریحې پروګر امونه  لري ، هلکانو ته  یې مور او پلار نوې جامې رانیسي چې د اختر په سهار هر څوک خپلې نوې جامې اغوندي او دکور د مشرانو سره د اختر د لمانځه لپاره  جومات  ته ځي، کله چې داختر  لمونځ    وشو نو د اختر د مبارکۍ  لپاره  د خپلو خپلوانو او دوستانو کورنو   ته ځي ۰
 
   په اخترونو کېدلغمان ولایت په مختلفوسیموکېلکه د مهتر لام بابازیارت ، د ولایت په مرکز ، دتیر ګړو  په پخواني  بازار ، داستانېکلی  چېدچاردهيپه سیمه کېمـوقعت  لري، بيبيهاجره ، بيبيصيب،مندروړ ،قرغه یي،الیشنګ اوالینګار په ولسوالیوکېپه زړه پورېپروګرامونه  اومیلېجوړیږي۰
 دکلوهلکان  دخپلو مشرانوسره میلېته ځي، رنګ شوېهګۍ جنګوي   او دکور لپاره ماهي ،ځلوبۍ ،کجورې ، وچې  او تازه میوې  او نور خوندور خوراکيټوکې  داختر مبارکۍکور ته له ځانه سره  راوړي۰
مسلمانان په كال كې دوه مذهبي اخترونه لري چې يويې كوچنى اختر دى چې د روژې د مباركې مياشتې له تيريدو څخه وروسته راځي او بل لوى اختر دى چې د كوچني اختر  څخه دوه مياشتې   او لس ورځې وروسته راځي ۰
په اسلامي هېوادونو كې دغه دواړه اخترونه په ځانګړيو مذهبي او دوديزو مراسمو سره نمانځي چې په يادشوو  هېوادونو كې د اخترونو مذهبى مراسم يو ډول او په دوديزو برخو كې له يو بل سره تو پير لري۰
خلك د اختر له لمانځه وروسته خپل كورونو ته ځي  په كور كې كشران مشرانو ته د اختر مباركي وركوي او بيا نږدې ګاونډ كورونو ته  ورځي او  له يوه  كور څخه بل كور ته ورځياو د اختر مباركي له يوې مخې  پيل كيږي۰
كه څوك د قرباني  كولو نيت لري نو كوچنیحيوان لكه وزه او يا پسه په كور كې قرباني كوي او كه څوك په لوى څاروي كې شريك وي لكه غوا،غويي،اوښ،مېښه ،نو بيا په لوى څاروي كې اوه تنه شريك كيږي۰
 دشرعي اصولو له مخې د قربانۍ غوښه په درو برابرو برخو ويشي،يوه برخه يې ځان لپاره جلا كوي  او بله برخه دبيوزلو لپاره اودريمه برخه دخپلو خپلوانو لپاره جلا كوي چېبيوزلو اوخپلوانو  ته په تقسيم سره غوښه ورليږي۰
خو په ځينو سيمو كې بيا د قربانۍ غوښه په درو برخو نه ويشي. د خپلو او بيوزلو برخه د اختر په ورځو كې پخوي او هر څوك چې وركره ورځې هماغه غوښه ورته راوړي۰  د اختر په ورځو كېهغه  خلك چې  له يو بل نه خپه وي   د لاسه كيږي او كينې له منځه وړي۰
   ښځې اوپه ځانګړې توګه پېغلې نجونې د اختر په ورځو كې ډلې ډلې زيارتونو ته ځي چې له ډېرو ليرو ځايونو نه، مشهورو زيارتونو ته روانې وي او د ورځې ډېره برخه هلته تېروي۰
د اختر په شپو ورځو كې  دخواږو شيانو اخېستل زيات وي ، ډېرى سوداګر  كلچې، ميټايي، كيك او هګۍ راوړي او د روژې وروستۍ اوونۍ كې د همدې توكو د خرڅونې له امله بازارونه  له  ګڼې ګوڼې ډك شي
غواړم په دېبرخه کېســتاسو توجه  خپلېیوې  لنډېادبيټوټېته چېسر لیک یېدی کوم اختر؟ راوګرزوم  :
کوم اختر؟
زموږ دکلي دتروږمۍ مــــاښام څخه څوشيبې دمخه دکلي يوتنكې لس کــــلن هلک خــــوشحـــاله بريښيده،دهلک دخوشالۍ علت يو هم دا وه چې هغه د سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰هلک ته دهغه موراوپلارداخترلپاره نوي جامي،څپلي اوواســــکت رانيولــــي وه چې هغه په همــدي ماذيګرقضادسباورځې نوې جامې اودنــــږدي دوستـــانو داختر مبــاركــۍ تحـفې په خپل وجودكې تمثيلولې اوهمدا وجــــه وه چې هلــــک ته يـې خوشحاله بڼه ورکــــړې وه،په رښتيــــاسره کــــوم اختر چې ماشوم ته سبا راتلــــونكى وه، نه تنها هغه ته بلکې دکلي ټولــــواوسيدونکوته يې دخوشحالي زيــــرى ورکاوه.
هو،کوم اختر ؟  دکوراوکلي اختر،اوکه دمهاجرواختر،کوم چې دخپل کور،کلــــيواوبــــانډوڅخه لرې په پردي وطن كې لمانځي ؟ دايوڅــــرګنده خبره ده چې اختر هر چاتــــه هرچيرې او په هرځــــاې كې چې وي پوره اويانيمه خوله خندااوخوښي وربښي.
 
نواختر کوم اختر؟

دادځـــوانـــانـــودخـــوښیو اختر
د پیغـــلو نجـــنو دټــــــالیو اختر

دکـــــور او کــــــــلـــياخــــــتـــر
چــــــيلــوړ دودونــــــــــــه لـــري

د ســــپـــوراو پــــــــــــــلياخـــتر
ښـــه  رواجـــــــــونـــــــه لـــــــري

دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو اختر
دا دخوشحاله ســـرودونـــواختر

دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډواختر
د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر

د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر
د مسلمـــانودینــــــــدارانو اختر

ويمبارک دېپه تمـاموخلکو
ويبرکــت دېپه تمامو خلکو

ښه افغانيدود او رسمــونه لري
خدایګوچېښکليرواجونه لري
 
زموږکلي اوبانډې
( یوولسمه  برخه )
 
دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې
 مبارز مولوي عبدالمجید
 
لمړی
خدای بښلی  دکتور محمد سعید  ( سعیدافغاني  ) چې دلغمان  د ولایت  دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند)  کې  د هغه په هکله لیکي:
زما پلار مرحوم  عبدالمجیدد لغمــــان ولایــــت  دعمرزیو د قریې د خیراباد په کلي کې هستوګنه درلوده او دمولوي سید امیرځوی وه ، مــولوي سید امیر چې دخپل   وخت کره عالم   او د ښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په کله کوټ کې چې دعمرزیو دقریې څخه په  جنوب کې تقریبا شپږ میله لرې موقعت لري اوسیده چــــې د خپلو شــــاګردانودرسي حلقه یې درلوده او د خپل عمر زیاتره  مده یې هلته تیره کړې ده  او پـــه هغه  ځــــای کې علاوه   د تدریس  څخه د خلکود مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کې د زیات  ولسي قدرت او اعتبار خاونـد وه ۰  مولوي سید امیر هلته  کله  کوټ  ته  نژدې  د علي خیلو پـه کلي کې چې  دکـــوزې  ډوپۍ په نامه یادیږي د یو مشهورعالم چې  په صوفي صاحب مشهور وه دهغه د لورسره نکاح   وکړه ، صوفي صاحب په  منطقه کې دبا نفوذو اشــخاصو څخه وه چې په ډوپۍ کې یې  د څلوښت جریبو په شا او خوا مځکه درلوده ۰
 
مرحوم   مولانا سید امیر  ډیر شاګردان  روزلي دي چې د هغې جملې څخه د تګاب ملا صاحب فضل  او مرحوم د هدې صاحب نجم الدین اخونزاده چې  په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دي۰
مولوي عبدالمجید صاحب بـــه قصه کوله هغه وخت چـــې  زه شاګرد وم امیر عبدالرحمن خــان  نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهورو ماذونانو  سره د تندور خانې پـــه سیمه کې بندي کړی وه ځکه  چې هغه د ولسي اعتبار  او شهرت څخه برخورداره وه، ملابزرګ چې  دخپل وخت  دیر متقي او مشهور عالم وه  زه  هغه وخت د هغه  تپوس  ته  جیلخانې ته لاړم  او خبر مې ورکړ چې   زه  د مولوي سید امیر ځوی  یم  او ستاسو لیدو ته راغلی یم  ۰همغه وه چې   زه یې  په ډیر شوق وغوښتلم  او په زیاد اعزاز یې  روغبړ  را سره  وکړ او شکر یې  وویست چې   د مـولانا سید امیر صاحب ځــــوی دومره شوی دی چې  زما پوښتنې ته راځي او له ما سره یې ډیر لطف وکړ۰زما یادیږي  کله چې  زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کې تګاب  ته  لاړم  زما پلار د ملا بزرګ  صاحب د مقبرې پوښتنه  وکړه  دهغه  قبر یې  پیدا کړ او د  اخـلاص  فاتحه یې پرې ولوستله ، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده ولاړه وه ۰
 
 وایي  چې  د مولانا سید امیر تر مړینې  وروسته  دهغه  ځوی  مولانا  عبدالمجید ډیر وړوکی وه  چې   د خپل  مورنی نیکه  صوفي صاحب     په کور کې پاته شوی  وه ،څرنګه چې  مور یې هم  په وړکتوب کې مړه شوې وه نو دده تربیه دهغه دمورنۍ نیا په ذمه واخستله ،چې هغه یوه ډیره پرهیز ګاره ښځه   وه اواولادیې نه درلود نودمولوي صاحب عبدالمجیدپه روزنه کې یې پوره پاملرنه او اهتمام کوه ۰
څه مده نه  وه  تیره شوې چې  د مولوی صاحب مورنی نیکه  صوفي صاحب هم وفات شو  او صوفي صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران یې دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یې چور اومځکه یې ترې ونیوله ۰
مولوی صاحب  عبدالمجید به  ویل ۰زموږ  په  کورنۍ  کې  زموږ د پوښتنې څوک نه  وه او زموږ دپلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان هم د خپل پلار  فتح محمدخان څخه  وړوکـــی پاته  شوی وه  نو همدا دلیل وه چې د تربورانو د ناروا په مقابل کې موږ بې وسې وو ۰
څه مده ورسته زما مادري نیاپه ما باندې تعلیم  شروع کړ ،دهیریدو نه ده چې د لغمان د صبر اباد مولوي سیدعالم د ډوپۍ کلي ته   زموږ پوښتنې ته راغلی وه په ما یې ډیره مهرباني وکـــړه  او د نصیحت په طرز یې راته وویل ۰پلار دې مشهورعالـم وه ۰ته ضرور باید دپلار ځای ونیسې ، ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه او صرف او نحوه او نور کتابونه ولوله کوشش وکړه چې وخت درنه عبث تیرنه شي ترڅو ښه عالم درنه جوړ شي۰
هغه ویل چې د مولوی صاحب  سید عالم  نصیحت په ما زیاد تاثیر واچوه او دده دلارښونې سره سم  مې په زدکړې پیل وکړ  په یو ځای او بل ځای کې مې  پـــه لږه مده کې  صرف نحوه او بیا نور کتابونه ولوستل او بیا مې دمنطق اوحکمت دکتابونو په لوستلوشروع وکړه او د وخت د مشهوروعالمانوڅخه مې زدکړه وکړه چې پوره په دې کتابونو کې لایق  شوم  چې  زیادتره  شاګردان به  ماته  دتدریس لپاره راتلل ۰ما پدې تحصیل اکتفا ونکړه او د تحصیل او زدکړې په مقصد  په ښیوه ، د لغمای په چهارباغ ، قرغیو او مزینه کې دیره شوم  او وروسته لدې څخه دتحصیل په مقصدپیښور ته لاړم ،هلته په  پیښور ارغشتواو اشنغرکې مې دمعنوي ، لوی منطق  ، حکمت ، تفسیر ، احادیث ،  فقه اصول ،میراث ،ریاضي ،تجوید او نور دوخت  مشهورعلوم دښو پیاوړو استادانوڅخه ولوستل ۰
وایی چې  پـــه هغه وخت کې  چـــا چې  به مروج علـــوم ولـــوستل د وخت د مشهورو علماو بـــه ورته  تصدیق   ورکاوه  چې  د استادی وړ دی نو هغه ته به بیامـــولوي صاحب ویـل کیده او د مولویتوب پګړی به دده په سر  باندې  مشهورو علماو په  ول تړله ، چې  مولوی عبدالمجیدهلته دا افتخار تر لاسه  کړی وه ۰
د مولوي صاحب عبدالمجید  د سفر ملګري په دې باور وه چې  هغه په ملګرتوب کې دپوره اخلاص خاوند وه  ، د ه له ملګرو او ملګرو لدې سره پوره وفا کوله ۰زما مرحــوم پلار مــــولانا محمد سعید  سعید افغاني لیکې چـــې زما نه يادیږي چـــې زما دمـــرحـــوم پلار مـولوي عبدالمجید څخه دې چا شکایت  کړی وي ،ده به خپل ملګري ډیر په احترام یادول  او په غیاب کې به یې ستاینه کوله  همدا وجه وه چې  دده ملګروزما سره زماپه ژوندکې  دهغه په خاطر ښه رویه درلوده ،ده به د خپلو ملګرو څخه خوږې  قصې کولې او دخپل سفر ملګري به یې ډیریادول اوپـــه دې جمله کې دمولوي محمد ابراهیم کامه وال  ، مولوي الهام الدین   چــې   د لغمان   په کــــڅ کې دکجور  ملا په نامه یې شهرت درلــود ،  دچهارباغ مولـــوي عبیدالله  ، مـــولوي محمد عالــم ،  او قـــاضي عبدالقدوس د لغمان د چهارباغ  څخه  ډیرې ښې خاطرې  حکایت کولې ، همدارنګه مولــوي  عبیدالله او مــــولوي محمد عالم صاحب چې    په  اول کې دهغه  د سفر شاګردان وه  چې   په نتیجه کې ډیر ښه عالمان شول ۰
 
دې  ویل دکجورو  ملا صاحب په سفرکې دجمعې په شپوکې دیرښه او خواږه  اشعار او نعتونه  ویل  او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور وه چې هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم وه ،هغه په وعظ کې  ژړل  په مخ او ګیره به یې اوښکې روانې وې  ، دې قصه کوله  یو وار داسې  پیښه  شوه چې  د کجورو ملا صاحب  دغه ورور  په وعظ  کې  ډیر  وژړل  خوکله  چــــې  د وعظ څــــخه خلاص شــــو نـــو په يو خاص مجلس کې ورته وویل:وروره دا څومره زیــــات ژاړې  ، ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان رسو ي  او که نــه زه هم کولی شم  چې خپل مړ پلار یاخپله مړه مور را یاده کړم  او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
مولو ي   عبدالمجید په  ټولو مروجو علومـــوکې تدریس  کاوه خوپه  منطق او  حکمت کې یې  ډیر شهرت درلودخو دعمر په اخر کې  ددې د تصوف جذبه زیاته  شوه  نویې   د تفسیر،حدیث ، فقه ، او   تصوف   علومو  مطالعه  زیاته کوله همداوجه  وه چې تګاب مشهور متصوف اخونزاده  صاحب  څخه یې د قادرې طــــریقه وکړه ، ددې طریقې  په  ټولو اذکارو  او اورادو  کې   د  مازونۍ   مرتبې  ته   رسیدلی    وه  او  د زیاتو مریدانو او مخلصانو خاوند وه٠
څرنګه   چې  د ښه   تقوا او علم  خاوند وه نو خلکودی مجبورکړ چې  د لغمان ولایت د تیرګړو مشهور  او  جامع مسجد  د خطابت وظیفه هم په غاړه واخلی  ، پدې مسجد کې  دی  ډیر عمر دجمعې په ورځو کې  موثرې خطابې ایرادې کړی دی  چې  دده  شهرت  د شاګردانو او  مرید انو له لیارې نه   تنها په   لغمان  او  ننګرهار  کې   بلکه  په  ټول افغانستان کې زیات  شو،هغه ډیر ښه  اواز او د ژبې فصاحت  درلود  او د ښه اخلاص اوګذارې خاوند وه ۰نو همدا وجه  وه چې هره ورځ  له  هرې  خوا  نه  ورباندې  د روحي  او  معنوي  اســتفادې  په  منظور هجوم   وه  او دده  په  دیره  کې به  لنګر چلیده  چې  تراوسه  پورې  په لغمان کې زیات خلک دده د وعذ،معقولې اونمونې روایتونه کوي۰
مولوی عبدالمجید دامیر عبدالرحمن د پادشاهي د وختونو قصې کولې چې په دې هکله یې داسې ویل :امیرعبدالرحمن په  خلکو باندې  زیات  رغبت  اچولی وه اویواځې دنوم څخه یې خلک بیریدل حتی هغه وخت  چې  هغه مړشوخلکو د ډارې ډیروخت دده د مرګ روایت قدرې هم نشو کولای ۰
--------------------
نو ربیا
سمیع الدین افغانی
- بېرته شاته