(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپله پريكړه پخپله...

خپله پريكړه پخپله  كول د ژوندي قامو نخښه ده                     

   ليكونكى: عبدالجبار كاكړ

 زموږ يو ملګرى غلام جان چې د ډېر وخت څخه په كوئټه كښې ميشته دي خو په غزني كښې هم پلارنى مځكه او جائيداد شته خو د كله څخه چې په پاكستان كښې ګډوډى جوړه شوه نو د دوي په مځكه باندى هم چاقبضه  وكړه نو بيا غلام جان خان د طالبانو په واكمنى كښې و كابل ته ولاړشې چې غلام جان فرياد و طالبانو ته ورسوي خير خو دوى به خپله خبره تر طالبانو د عدالتي څانګي رسولي وي خو دوى وويل چي په دهغه ورځو كښې په كابل كښې څو ورځي پاته شوم چې يوه ورځ په ښار كښې روان وم چې د خلګو ګڼه ګوڼه مي وليده  چى   پوښتنه وكړه  نو راته وويل شوي چى   د افغان طالبانو جګړه د عربى طالبانو او پنجابى طالبانو تر مينځ وشوه چي افغان طالبان ې كلك وټكول او په وينوې ولړل دي وائي چې زه ورته حريان پاته شوم چې د پښتو هغه متل راياد شو چي باندنيان راغلو او كور وال ې وشړل هم دهغه څه په افغانستان كښې د افغان طالبانو سره وشول چي پورته د غلام جان بيان شوي د سترګو حال ې يوه لويه بيلګه ده دا بيله خبره ده چې زموږ سپيڅلي طالبانو په يوه نوم او بل نوم تير استل شوي وو ددي څخه علاوه نوري دومره رښتني پيښى د طالبانو په وخت كښې شوي دي چي د هغو دلته بيانولو ته اړتيا نشته خو يوه پوښتنه به پښتون افغان ولس د نورو ډېرو پوښتنو په سر كښې كوي چي ستاسو په واكمني كښې چې د افغانستان سلاو ديني علماو د يوي جرګى لاندي دا پريكړه او غوښتنه د ملامحمدعمر اخوند څخه وكړه چې اسامه بن لادن چي اوس مرحوم شوي دي هغه امريكا ته په لاس مه وركوي خو البته د افغانستان څخه ې رخصت كړي خو تاسي دا كارونه كړي د خدائى(ج) په نامه وو اياست چي تاسي په خپل وجدان دا پريكړه وكړه كه بل چا تاسو ودي ته اړكړل نن چي د اسامه بن لادن سره څه وشو هغه ستاسو او د ټولى نړۍ و مخ ته دى زه په دي نورې خبرى كول نه غواړم خو يواځي دومره وايم چي لوئى څښتن ويلي دي كه ماپيژني علم اوزده كړي وكړه چې دا د لوئى باري(ج) د پيژندنى او د لوئى والي تر ټولو لوئى ثبوت دي ما پخپله هم ددي لاري لوئى بادارپيژندلي دي چي تاسي د افغانستان د سلاو علماو غوښتنه ونه منله نو څه وشول د دهغه پريكړي د كبله افغانستان و يوه بل ناورين ته ورپوري وهل شو چي لومړى وارې ې هم په ناترسي  په تاسي په دشت ليلي كښى تاسي  شهيدان كړل شول چي موركيانى ادي ګياني خوندي پلرونه او وروڼه ې تراوسه په انتظار كښې ناست دي ددي جواب به وركول كيږي لوئى څښتن(ج)نه دده ستر پيغمبر(ص) دا لارښودنه كړي ده   د اسامه بن لادن د افغانستان څخه و بل ځائى ته د استولو څخه د ډه ډه كولو څخه كوم ناورين په ټول افغان پښتون ولس راغي او اوس هم دوام كوي هغه هم موږ او تاسو وينو يوه خواته باندني ملكو وراني دي بلې خواته ستاسي په نامه وژني وراني او ويره ده كله چي تاسو شمالى ائتلاف په يوه وړوكي سيمه كښې راګير كړي وو په نورو ملكو كښې په نخښو نښانونه كيدل چي اوس نو افغانستان بشپړه زموږ وغوځي ته رالويدلي دي خو دلته يوه خبره ده هغه و ګټو ته لاس رسول دي نو ځكه چې هر زورور دا هڅه كوي چي دده څخه دكمزوري د خولي ګوله واخلي د ګټو و مخ ته بشر بشر نه پاته كيږى بلكي ځناور جوړيږى و لكه هغه د هر مذهب دين يا سيمى څخه وي د بشر تاريخ د داسي پيښو څخه ډك دي كه ستاسي دا خيال دي چي افغانستان به موږ په ځان وژونكو بريدونو په چاودنو او د نورو په مرسته تر لاسو كړو او په كراري به حكومت باندي كوو دانه شي كيدي ځكه چي تر هغه وخته چي چا ځان نه وي پيژندلي په خپلو پښو نه وي دريدلي تر هغه وخته به هم دهغه حال وي چي يوه ورځ به سورانګريز ښكاره كيږى بله ورځ روسي وي بيا امر يكني وي يا بل څوك كه چيري دهغه اوسني راغلي باندنيانو ولاړهم شې نو به په ګاونډ كښې پراته شا ماران  سرونه راپورته كړي چي د دوى جواب وركول به نور ګران وي نو ځكه  چي په كراره موږ او تاسي سوچ نه وي كړى او دا څه چي مى روان كړى دى په دى مي د دين د سپيڅلي اسلام په چوكاټ كښې د بشر د غوښتنو په رڼا كښې او د خپل افغانيت په رڼا و نورو افغاني علماء په لارښودنه د نوي سره څخه لاره نه وي ټاكلي برياليتوب نه شې ترلاسه كيدى ځكه چي موږ هغه څوك يو چي په سپيڅلي اسلام كښې په فرقونه يو ويشل شوي او د هغه هر څه چې نن روان دي چي موږ په فرقو وويشي.

     داسې نه چي يواځي هغه طالبان چي د دوى په خوله په جهاد كښې بوخت دي هغه د بشپړه افغانانو او پښتنو استاځيوب كوي دا وخت هم په ډېر لوئى شمير ديني علماء طالبان په دين پوه لارښودان موجود دي چي دوي يوه خواته پخپل هيواد كښې ميشته دي بلكي په هيواد كښې د هر هغه چا مخالفت كوي چي هغه د اسلام او افغانيت په ضد وي د حزب اسلامي او نور د طالبانو پخواني چارواكي ځيني په حكومت كښې دى خو خپل نظر او خپله لاره ې نه د ايله كړي او كلكي نيوكي هم كوي د ګران هيواد د بياوداني او بيارغوني كښې هم بشپړه برخه هم لري په خلګو كښې ولاړه ناسته كوي او په وياړ ورته كتل كيږى دوى د افغانستان د نن او سبا د ښه او د بدو په اړه نه يواځي خبر دي بلكي دوى په هره پريكړه كښې برخه لري د بده مرغه طالبانو په ځان څه جوړ كړي دي لومړى هر افغان و دوي ته ګوري چي وشاته مو څوك ولاړدي؟ كوم وراني چي په افغانستان كښې كيږى يا وژني كيږى چي هغه نه يواځي په تاسو پوري تړل كيږى بلكي طالبان دي چي خپل هيواد ورانوي خلګه وژني ځكه چي دا خواښنونكي غوښتنه دځينو نورو لخوا رابرسيره شوي ده چي د طالبانو سره دي د روغي جوړي خبري نه كيږى داخبره زه نه كوم هر څوك په دي خبردى.

     دانه چي اسامه بن لادن ارواښاد شو لكه څنګه چي اسلام فرمائي چي د يوه بشر په ناحقه وژنه د ټول بشر وژنه ده موږ هم د هر هغه ناحقه وژني غندنه كوو او د اسامه بن لادن وژنه هم سمه نه ګڼو خو موږ چي څوني اټاله يو او يواځي افغانيت او د پښتنو خبره كوو د هغه په علت هر څوك خبر دي ۳۵ كلو څخه زموږ خاوره او ملت د وژنو او مرګونو او ورانيو سره مخامخ دي چي دومره اوږد جنګ د بشر په تاريخ كښې نه دي شوي په لكاو وګړي وژل شوي دي معذوره شوي دي و نورو ملكو ته كډه شوي دي چي په چوپړ كښې ژوند تيروي د سپي په سترګه ورته كتل كيږى ښځى او ماشومان و نورو ته لاسونه نيولي دي نور قامونه لوړي زده كړي كوي موږ خپل ښوونځي ورانو و خلګه د مشكل سره مخامخ كوو نور زورواكي ودي را غواړي چي راشي زموږ په خاوره سره ګوندي شې خو يو نه راپه كښې اوچت كيږى چي دا موږ څه روان كړي دي نور ملتونه مخ په وړاندي روان دي خو موږ تر پخوا هم وشاته تللي يو.

     وخت راغلې دي چي دا خوار ولس د دهغه ناخوالو څخه د را استلو غم پخپله و خورو د نورو د ګټو دپاره نه خپل ولس نه خپله خاوره ورانه كړو پخپل ګريوان كښې سردننه كړو چي زه څه كوم زما دلاسه وراني كيږى كه زه و چاته ګټه رسوم يا دا چي زه كوم عمل كوم هغه زما د دين زما د ولس زما د خاوري په ګټه دي د قرآن او د حديث شريف په رڼا كښې دي هري خبرى جواب پروت دي خو كه هغه په رښتني څوك په مخه واخلي دانه چي زه څه كوم هغه ټوله سم دي او نور چي دا كار كوي هغه كافران دي د خپلې خواڅخه فتوا وركول د لوئى څښتن(ج) په فضل نن هم په افغان پښتون وطن كښې ډېر لوئى لوئى ديني علماء ناست دي چي ساري نه لري د هغه څخه پوښتنه كيدي شي عقل كل بايد څوك نه شې يا داسې نه چي څوك د حق خبره وكړي هغه دي ووژل شې لكه د چارسدي خدائى بخښلي مولانا حسن جان يا لكه د مردان لوئى ديني عالم پوهاند ډاكټر فاروق او داسې نور چې د حق خبره ې كوله هغه ووژل شول كه په رښتيا هم موږ سپيڅلي مسلمانان يو او د اسلام ښيګڼي غواړونو ضرورى ده چي د خپلو علماو په لارښودنه او د اسلام په چوكاټ كښې لاره په مخه كړو هم داخبره ده چي د پاكستان د سينټ غړۍ او لوئى عالم مولانا محمد خان شيراني پرون داخبره كړي ده چي د فتوو وركولو څخه به ډه ډه كوو ولي چي ددي څخه په امت كښې ګډوډي او انتشار رابرسيره كيږى

- بېرته شاته