(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو نړي وال كانفرس او دولس هيلي

ليكوال:  عبدالجبار خان كاكړ
سوله او كراري نن د هر پښتون په خوله ده ځكه موږ داويلى شو چى سوله نه يواځى دپښتانه غوښتنه ده بلكى دا د پښنون غوښتنه په كلكه غوښتنه اود پښتانه مرام هم دي څوك چى په داټوله نړى كښې دبشر اود بشر دحقوقو او ددي د درناوي خبره كوي په كاردي دټول بشر دخوا دهغه غوښتنه كيږي دوي هم داخپل شعار جوړ كړي وي ولي  چى     په يوه ملت اود هغه خاوره د۳۵كلو څخه جگړه روانه وي چى هغه ته كه دريمه نړى واله جگړه وويل شې هم به بيځايه خبره نه وي ځكه چى دهغه ۳۵ كلو  كښى دافغان پښتون په خاوره دنړى ټوله لوئي او دړوكونه يواځي خپلى ډول ډول لوئي او ويجاړ ونكى وسلى گاركړي بلكى هر يو نړى والو قدرتوخپل اود خپلو انډوالانو ځواكونه ي په خپل خپل وار دافغانستان ته راوستل اود خپلو ځواكو اود دخپلو وسلو ازمو يني ې دپښتون افغان په خاوره او په دي ولس وكړي چى په لكاؤ لكاؤ افغان وگړي ووژل تر دي زياته ې ژوبل او محذوره كړل دهغه نړي واله جگړه ې په بيلو بيلو پړاونو او ډولونو وكړه او كوې ې اوس يوه نوي بڼه خپله كړي ده چى هغه پخوا هم ډير ناوړه زړه  بزنونكي او خطرنا كه ده چى دافغان خاوره او پښتون افغان ې ورسرمخامخ كړي دي دا نوي بڼه جگړه چى نړي والوته ورپيژندل شوه هغه ځان وژنه او نوروژنه ده چى دتيرولس كلو څخه څومره ورانى وشو اود پښتون څومره سپين ږيري مخور پوهان رڼ انده او مشران ددهغه ځان وژونكو لخوا شهيدان شول څومره پښتني او افغانى اود څنگه ې اسلامى وياړونه وران شول لكه جمات جرگه حجهره جنازه دپښنو افغانانو پلارني دودو باندي بريدونه وكړو دايوه بږ نونكي داستان دي چى كتابونه غواړي خوڅرگنده خبره ده حي دلته ې ذكرنه شې كيدي خودا غوښتني هر پښتون افغان لري ولي نړي وال په زياته بيادبشر دحقوقو دعويداران د۳۵كلو څخه پټه خوله دي ولي دوي ږغ نه پورته كوي بله داخبره چى ولي دهغه ځان وژونكى دپښتنو افغانانو په هراړخيزه شخصياتو باندي اود دوي دوياړونو دمنځ څخه دوړلو دنده په غاړه اخستي ده چى تراوسه ددوي دوينوتږي دي؟او غواړي چى نور مشران او كشران ووژنى او  او هر څه وروران كړي. ددي ۳۵كلو اوږ دي جگړي او ورته وراني دپښتون افغان سوچ راپاروي چى چيري خودادپښتون افغان په ضددنسل كشى دسيسه ا توتيه خونه ده؟ چى هريو خپل خپل كردار پكښى لري؟ چى خپل هم او پريدي هم پكښىدي؟
ددي ليك مطب دا وو چى زه په پيښور كښى كيدونكى نړى والى پښتو كانفرنس باندي څه وليكم خو زموږ په ولس او خاوره باندي په دي ۳۵كلو جگړي دومره اغيزي كړي دي چى يو ليكوال او شاعر تر دهغه پيښو گام نه شي خورولي ددي سره سره چى څومره څه چى ودهغه ته اړتياوه هومره نه وليدل شول خو تاريخ به داپريكړه كوي چى چاڅومره زيارو استي خودا يوه په زړه پوري خبره ده چى نن او سباد(۲۹م ۳۰اپريل) باندي پښتنو ليكوالا نو شاعر انو رڼ اندويوه نړى واله غونډه پرانسل كيږى چى نه يواځي دلر او بر څخه بلكي هغه پښتانه افغانان چى په نړى كښى خواره واره دي هغه ودي نړى والى او  درندي دپښتو و غونډي ته رارسيدلي دي او غواړي چى دليك شحر اود نور رولارو سره گډي كړي اود دي د اوارولو اود دهغه ناورين څخه خپل ملت وباسي دهغه غونډي ته هر هغه پښتون افغان چى دخپل ولس او خاوري سره مينه لري سترگي په لاري دي چى دسولي په دهغه غونډه كښى چى رڼ انده ليكوالان او شاعر انو راغوښتى دي څه پريكړى به پكښى كيږي رښتياخبره دا ده چى كله ملتونه په داسي ناورين كښى راگير شوي دي زموږ دلراو برمخورو سپين ږيرواو مشرانو خپل ولس دداسي ناورينو څخه استل اود پښتون افغان په تاريخ كښي داسي بى شميره بيلگى شته خودبده مرغه چى كله دپښتانه او افغان دسپين ږير دمخورو او مشرانو دهغه دنده دنن ورځى سياست مدارانو ترلاسه كړي ده موږ دخوار يو سره مخامخ شوي يو په زياته بياكه دتيرولس كلو ناورين ته ځيرشو نو دابه راته څرگنده شې چى دهغه سياسي مشرانو دسولي امنيت او خپل ولس ددهغه ناورين څخه د  استلو دپاره هيڅ نه دي كړي كه دهغه سياسي مشرانو په خپل ولس ږغ كړي وي دوي  به بى  هيلى  نه وى ايله كړي نوځكه چى رڼ انده ليكوالان او شاعران چى دلراو براستاځى پكښى دي هم دهغه دوې ورځي غونډه راوغوښته او ددي غونډي يومسؤل وويل چى غونډه غير سياسي ده ښاغلى جان زيب نياز وويل چى دا غونډه ديوي سياسي ډلي او گوند سره اړيكىنه  لري خو زما په آن سياسي مشران به وينا پكښى كوي.
دفرانس يوه رڼ انده او پوه ويلى دي چى كله سياست مداران دولس ناخوالي داوارولو په كار كښىپاته راشي بيا دولس رڼ انده او ليكوالان پوهان او شاعران راپورته شې دوي د درامخ شوي ناورين بيل بيل اړخونه وچيړي اود خپل ولس دځخورلو لاري چاري (لاځمه عمل) وټاكي او خپل ولس اوو سياست مدارانوته وړاندي كړي چى په هغه عمل وكول شې خو دا اوسنې غونډه به يواځي وړانديځونه وړاندي كوي كه به دهغه باندي دعمل كولو دنده به هم په غاړه اخلي ځكه چى پښتون افغان ولس دخپلو سياست مدارانو څخه بى هيلى شوي دي ځكه چى دكله څخه چى دهغه ناورين په ځانگړي ډول دتيرولسو كلو څخه چى لراو بركوم ناورين دځخمي هغه زموږ په تاريخ كښى ډير لږ ښكاره كيږي خو دبره مرغه زموږ د هغه كهول پټه خوله پاته شو او كه څه ويلى هم دي او څه كړي هم دي خوددي ناورين په اړه ې نه څه ويلى نه ې څه كړي دي ددي څخه علاوه ددوي ومخ ته يو شمير تاريخى پوښتنى دي چى دوي پټه خوله دي؟
دتير وڅو لسيځو څخه دولس سره سياست مدارانو سياست كړي دي دولس دپاره سياست نه دي كړى چى پايلي دا شوي چى نن زموږ ټول ملت په وړوكووړوكو ډلو ويشل شوي دي چى دهغه وړوكي وړوكى ډلي چى په بيلو بيلو نوموجوړيدي دمخالف لوري ومنگولوته لويدلي دي چى په بيلو بيلو چارو يود بل ومخ ته درول شوي دي چى دوي وكولي شي چى خپله لوبه ومخ ته يوشي دانه چى دهغه څوك دهغه لوبه كوي بلكى دسياسي گوندو اود هغه دمشرانوريښې هم ورسره وهى؟
درڼ اندوليكوالانو او شاعران غونډه چى مخه او شحارې په لراوبر كښى سوله راوستل دي كه څه هم زموږ دهغه كهول نه سياسي گونددي نه په دوي كښى سياسي مشرشته خودايوه خبره زما په اند داده چى زموږ شاعر ليكوال او رڼ ا نده  دڅوكلو په دهغه ناورين كښى په هر ځائى باندي ږغ پورته كړي دي زموږ دهغه كهول په ټول لربركښى او په نورو ملكو كښى په شاعرو او ودي ته ورته غونډو كښى خپل ږغ پورته كړى دي چى دهغه لويه بليگه ددي غونډه ده چى دملت ناخوالى دولس ترغوږ ورسولي دي ددي څخه علاوه رڼ انده ليكوالان هم تردوي پاته نه دي چى په لويه كچه په انټرنيټ باندي كتل كيدى شى چى په ورځپانو او مجلو او كتابو كښى هر څوك لوستلي شي خو دبده مرغه انټرنيټ باندي كتل كيدى شى دي چى زموږ دعام وگړي وارو ددي ناورين څخه بيگانه شوي دي ياد دوي نوري مجبوري دي چى زموږ په ټولنه كښى ليدل كيږي چى دوي دومره ناخبره دي چى په داڅو كلو كښى ددوي سره څه وشو؟
رښتياخبره دا ده چى وټولي نړى ټولي سيمى ته دسولي او امنيت ضرورت دي خو و پښتون افغان ته چى دسولي او كراري اشدضرورت دي وبل قام وبل ملت او خاوري ته دومره ضرورت نه دي ولي چى د درولسيځو څخه دهغه پښتون افغان دكوم ناورين سره مخامخ كړل شوي په دي باندي پورته لنډي خبري شوي دي خو اوس زموږ سترگي د۲۹م اپريل او ۳۰م اپريل دپيښور وغونډي ته او ښتي دي چى دوي په يوه داسي وخت داغونډه كوي چى ولس ې د اور په لمبو كښى سوځل كيږي دويمه داجبردي چى دوي وهغه څه ته اړشوي دي چى هغه ترسره كړي چى دا ددوي مسؤليت نه دي بلكى دنورودي خو د دوي دهغه ږغ او شحار چى دوي سوله او يواځى سوله غواړي كه دوي د دا  دپاره د عمل و  ډگرته  را ووځي نو دي ډاډه ولس به دوي نه بى هيلى كوي.
- بېرته شاته