(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دستر لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ سره مرکه

Fazal Andaleb
ملګرو خان زمان کاکړ داسې ویښ نثر نګار او شاعر دی-چې به لیکنو کښې يې راته د خپل قامي مرام نخښې ځلیږي--نن به ترڅه وخته مونږ سره دیره کښې وي--او په قامي او ادبي مسیلو به ورسره خبرې کوو-تاسو ټول او زه به ترې بلها نوې خبرې واورو-خو اوس به ټول تبصرې نه کوۍ-او تر اخیره به خوند اخلۍ
Khan Zaman Kakar
ډېره مننه، خدای دي وکړي چي زه ستاسو پر هيلو پوره وخېژم
Fazal Andaleb
کاکړ صیب که په وړمبي سر کښې تاسو ملګرو ته خپل لنډ تعارف وکړۍ نو مناسب به وي
Khan Zaman Kakar
ياره د ځان په هکله ډېرې خبرې ګرانې وي، د پېژندګلو تر حده به دومره ووايم، چي نوم مي خان زمان کاکړ دی، د کوټې او ژوب تر منځ په پرته سيمه قلعه سېف الله کي زېږېدلی او هم هلته اوسم، عمر به مي ۲۳يا ۲۴کاله وي، له علم او ادب سره مي باقاعده تعلق نيژدې له لسو کلونو دی
Fazal Andaleb
مننه کاکړ صیب ښاد اوسۍ---د مرکې پیل به د یو څو قومي ستونزو نه کوو--ستاسو نثرونه د نوي کهول د زړونو اواز دی--نو نن راسره مخامخ دیره کښې ناست يۍ--نو خبرې به لکه د دیرې د ملګرو کوو-----ستاسو څنګ خو ښه ده؟
Khan Zaman Kakar
پر دواړو سترګو، موږ د قام خلک يو، بايد پر قامي ستونزو خبرې وکړو، قام رانه خپله لار غواړي، قام خپلې سترګې او خپله رڼا غواړي
Fazal Andaleb
ګرانه کاکړ صیب-چې به افغانستان کښې په حکومت بین المللي فشار راشي نو زور يې له پښتنو اوباسي-او چې په اسلام اباد هم بین لقوامي فشار راشي
نو زور يې له پښتونه اوځي-د بر پښتون د خبرې اوریدو څوک نشته او د لر پښتون د صوباي اسمبلۍ د متفقه قراردادونو هیڅ حیثیت نشته
نو په داسې حالاتو کښې پښتون څه کولی شي؟ او څه وکړي؟؟
Khan Zaman Kakar
عرض دا دی، چي ددې مسايلو زور اکثر ځکه تر پښتنو وځي، چي د پښتنو وطن په حالتِ جنګ کي دی، د شخړي بنسټيزه نکته د پښتنو په خاوره کي سرچينه نيسي. په داسي يو جنګ کي چي ټوله نړۍ پکي رول لري، پښتانه بې اغېزې نه شي پاته کېدی. د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کي فرق دی، پاکستان د پښتنو په هکله د اجرتي قاتل رول لري خو افغان حکومت ښايي د ځينو مصلحتونو په خاطر ځيني داسي کارونه کړي وي، چي د پښتنو د حساسيت باعث به ګرځېدلي وي، د افغانستان حکومت د پښتنو خپل حکومت دی، پښتانه بايد د خپل واک لپاره خپل يو مېکانيزم ولري او په يوه سوليزه او ډيموکراټيکه لار بايد خپل وطن ته کار وکړي، پاتې شو پاکستان، د پاکستان نه نيکې هيلې لرل به حماقت وي. پښتانه بايد خپل حثيت په يو ملي تناظر کي بحال کړي او رويې يې بايد له خپلې خاورې سرچينه واخلي
Fazal Andaleb
د پښتنو د وحدت په لاره کښې بلها خنډان دي-خود یو لوي خنډ تاسو ته کوم یو ښکاري؟؟که د ډیورنډ کرښه ورانوو نو ښکاره
د یو ایتمي طاقت سره د جنګ اعلان کوو-نو وروسته بیا مونږ دومره وسایل لرو چې د لر پښتون قتل عام به بند کړو-؟؟او د 
وحدت ذ مرام لاس ته راوړلو د پاره یو اوږد شعوري کوشش ته اړتیا نه لرو؟؟
Khan Zaman Kakar
يوه بنيادي خبره دا ده، چي اوسنۍ نړۍ هغه نړۍ نه ده، چي يو قام پکي بل قام په جبر تر خپل تسلط لاندي وساتي. دا د سرحدونو د ورانېدو نړۍ ده، د حقِ خود اراديت د بين المللي قانوني اساس نړۍ ده. د ډيورينډ کرښه د جبر يو وحشي علامت دی او دا لاين په روانو حالاتو کښې خپل وجود دغسې نه شي ساتلی
Fazal Andaleb
یانې که مونږ پښتانه یو موټی او یو اواز شو نو دا هرڅه اسان دي-خو چې په کومه پیمانه شعوري کوشش ته اړتیا لرو---د اوسني پښتون ځلمي په شکل کښې تاسو ته د یو انقلابي ځلمي عکس ښکاري--ایا مونږ دومره شعور لرو؟؟؟
Khan Zaman Kakar
دې غلامۍ خو څه ستونزې پېدا کړي دي، خصوصاً په پاکستان کي يې د پښتنو ذهني نړۍ ډېره زياته ورانه کړې ده، د يوه منظم پلان تحت د وحدت د شعور د شنډولو هڅه کېږي، دروېش درانی وايي :::ددې پردي دېوال سايې داسي پردي کړو چي اوس نه د پلار سېوری يادو نه د ورور څنګ دروېشه،:: د خو بيا هم د وحدت شعور په دې خاوره کي ژوندی دی، ضرورت ددې دی چي دا شعور په سياسي توګه منظم کړل شي، د وحدت ادبيات دي خواره کړل شي او په دې حواله دي اکېډ‌مک کارونه پېل کړل شي
Fazal Andaleb
لوګی دې شم کاکړ صیب----ستاسو توجو یوې بلې خبرې ته راړوم--او ستاسو نظر پرې غواړم---په بلوچستان کښې چې دا نوې د /کاکړستان/نعرې وهلی کیږي--په دې حقله مو څه نظر دی؟؟
Khan Zaman Kakar
ډېره مهمه پوښتنه ده، دا نوې کيسې نه دي، مدام هڅه شوې ده، چي د پښتنو قامي نعره په دې ډول قبايلي نعرو کي ورکه کړي، پښتنو ته قبيلوي تقسيم ډېر زيات زيان رسولی دی، موږ بايد د لوی افغانستان نعره ورکړو، دا نورې نعرې ټولې د زيان نعرې دي، که کاکړستان دي که هر څه دي، زه شخصاُ له دې ډول نعرو سخته کرکه محسوسوم
Fazal Andaleb
کاکړ صیب د سوچه پښتون سوچ نه مو لوګی شم---دا راته اوايۍ-چې که فرض که-امریکه له افعانستانه په شا شي---نو مونږ پښتنو له بیا څه کول پکار وي؟؟او په اوسني مقاومت کښې درته د پښتون مقاومت رنګ محسوسیږي کنه؟؟
2 hours ago · Like · 9 people
Khan Zaman Kakar
په پېل کي يوه خبره بايد واضحه وکړم، چي په مقاومت کي راته پښتون رنګ بېخي نه ښکاري. پاتې شوه دا خبره چي که امريکا له افغانستان څخه په شا شي، نو موږ پښتنو له څه کول پکار دي. دلته کي دا خبره ياد ساتل دي، چي د وطن د جوړولو ګام به په خپله له وطن څخه اخيستل کېږي، پښتانه بايد خپل وطن پر خپلو پښو ودروي، بيا دي امريکا او هر څوک په شا شي خو شرط دا دی، چي اول دي خپلې پښې ولرو، مطلب د خپلو ادارو، اردو،پارليمان، رسنيو او مشينريو خاوندان دي شو
Fazal Andaleb
کاکړ صیب کور مو ودان---مونږ پښتانه له کتابه لرې یو-نو ګڼ شمیر پټ سترګي مقلدین یو--په پردو نعرو غولیږو--نو د ترهه ګرۍ په ولقه کښې یو--نو څه داسې کولی شو چې ددې عذابه خلاس شو؟؟
Khan Zaman Kakar
دا يو ډېر خطرناک دور دی، پښتانه د تاريخ پر يو حساس پړاؤ ولاړ دي، په دې حالاتو کي ټولنه د ړوند تقليد په مرض اخته ساتل مرګ ته بلنه ورکول دي، ددې حالاتو نه نجات په يوه رڼه او پراخه نظره ټولنه کي دی، داسي يوه ټولنه چي پر عقل، دليل او ساينس ولاړه وي، ددې د عامولو او دود کولو لپاره مبارزه پکار ده، سياسي تحريکونه او کتاب به سره ګنډل غواړي، دا قام سياسي روزنه غواړي او له نوې نړۍ سره پېوندېدل غواړي
Fazal Andaleb
کاکړ صیب--که د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې په حقله راته څه اوايۍ
Khan Zaman Kakar
د جلال پوښتني ته به ځواب وايم، خو لومړی بايد د باچاخان د عدم تشدد په هکله لنډ نظر ورکړم، د باچاخان ظهور د پښتنو په تاريخ کي يوه ډېره لويه پېښه ده، يوه داسي پېښه چي د پښتنو د تاريخ مخ او رخ يې بدل کړ، د پښتنو د نفسياتو او انفراسټرکچر د نوي تشکيل هڅه يې وکړه، عدم تشدد بېخي د حالاتو غوښتنه او د نوي نړۍ روح وو، باچاخان ددې غوښتني او روح ادراک وکړ، پښتانه يې په دې لار له خپل منځي شخړو راوګرځول او له علم او ادب سره يې پېوند کړل. عدم تشدد په نننۍ نړۍ کي د پښتنو د سالم شناخت بنيادي حواله ده
Fazal Andaleb
کاکړ صیب یوه نړۍ مننه--تاسو که څه نو ر چاته وییل غواړۍ نو اوایۍ بیا به ادب ته ځم--ولط چې ستاسو شاعري مې هم بلها خوښه ده
Fazal Andaleb
جلال صیب دژ دیره کښې نوی دی زمونږ د اصولو نه نه دی خبر--نو بې وخته يې راودانګل---کاکړ صیب جلال واي چې تاسو اوس هم کمیونیزم په خپلو لیکنو کښې ستایۍ-دا ولې؟روس خو مات شوی دی
Khan Zaman Kakar
د جلال د پوښتني په ځواب کي به دومره ووايم چي په شوروي اتحاد کي يو حکومت او حکمت عملي ناکامه شوه خو کميونيزم د يوې سياسي نظريې، معاشي نظام په توګه اوس هم موجود دی، د شوروي اتحاد ړنګېدل د کميونيزم په مرګ تعبيرول به لويه فکري تېروتنه وي، په کميونيسټ سسټم کي کمۍ شته، د نوي نړۍ په تناظر کي بايد د کميونيزم نوې تشريح وشي، نن هم دا د نړۍ يوه لويه برخه په ذهني لحاظ احاطه کوي. تر کومه ځايه چي زما د حمايت تعلق دی، نو زه تر دې حده ملاتړ کوم، چېري چي کميونيزم پر ساينسي بنيادونو او فطري اصولونو ولاړ دی، په علمي دنيا کي يې خپل يو رول دی، موږ دا رول نه شو نظر انداز کولی
Fazal Andaleb
کاکړ صیب که یوه ادبي پوښتنه وکړم نو وخت به ولرۍ؟؟؟
Khan Zaman Kakar
پر دواړو سترګو
Fazal Andaleb
کاکړ صیب ښاد اوسۍ--نن سبا که فکر وکړۍ-نو د پښتو کتابونه دړادړ چاپ کیږي--او معیار يې بریوتی وي---که د کتاب مخکتنې له ورشې نو د کتاب په ځاي د لیکوال مخکتنه کیږي--یعنې-فلانی ډیر میلمه دوست دی-خوږ اږاز يې دی--او که تنقید کیږي نو هم قافيې او ردیفونه سمولی کیږي--د فکري تنقید نه شتون-د ادبي جمود سبب نه دی چوړ شوی؟؟؟؟
Khan Zaman Kakar
ستا له خبرې سره زه بېخي موافق يم. په پښتو ادب کي د اکېډمک تنقيد يوه لويه خلا موجوده ده، يو فکري جمود دی، په موږ کي لا تر اوسه تنقيدي اصولونو رېښې نه دي نيولي، تر څو چي علمي تنقيد دود نه شي، په علمي دنيا کي مو د پرمختګ هيله لېونتوب دی، تنقيد ته به د علم د روح په سترګه کتل وي، ددې روح درناوی پکار دی، له دې سره انصاف پکار دی، ګني په علمي بې انصافيو کي به ډېر خوار شو. پخوا په پښتو ادب کي د تنقيد يو نيم کس وو خو اوس هغه هم پکي نشته، هسي ورکشاپونه او ګپ روان دی، اوسنۍ نړۍ دا معيارونه نه شي زغملی. موږ بايد له نويو علمي معيارونو سره خپل ادب اشنا کړو، په دې توګه کولی شو چي د ادب يو نوی رخ وټاکو
Fazal Andaleb
کاکړ صیب یوه نړۍ مننه--که پښتنو ملګرو ته خپل څه پيغام ورکول غواړۍ نو ورکړۍ
Khan Zaman Kakar
له تاسو هم يو جهان مننه، چي زما د خبرو د لوستلو حوصله مو ولرله، پېغام به دومره ووايم، چي ځوان کهول دي د خپلو پټو صلاحيتونو په پېدا کولو او روزولو بوخت شي، د خپل ذات دننه پراخه نړۍ دي کشف کړي او ددې نړۍ خصلتونه دي په خپل وطن کي په استعمال راولي، له کتاب سره دي تعلق پېدا شي، د سوچ دايره دي پراخه شي، د انسانيت او افغانيت سوچ دي وده وکړي او هر ډول کرکه دي ورکه شي
Fazal Andaleb
کاکړ صیب کور مو ودان---چې مونږ له مو د خپل قیمتي وخته وخت اویستو--او د پښتنو ملګرو دا دیره مو توده وساتله--ستاسو د خبرو نه مو یلها څه یاد کړل-او هیله کوو-چې بیا به هم راځۍ-----زه ددې دیرې د خادم په هیڅ ستاسو د احسان دا غر نه شم وړی---خو دومره به اوایم-چې ستاسو نثرونو ته مونږ تږي ناست یو--د پښتنو د وحدت په ارمان درته ایجازه کوم--او سور سلام مو اومنۍ
Khan Zaman Kakar
ډېره ډېره مننه، کور مو ودان
 
- بېرته شاته