(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا چا مادر رندان کړه؟!

طنز
محمود نظری
 په لندن کښې یوه  نمنځ غونډه وه بهر او دننه  داتل احمدشاه مسعود غټ مټ انځورونه  ځوړند سوی وه ښه ډیر نکتايي والا راټول سوې وه  په پيل کښې د ملی سرود پر ځای یوپارسي بدله خپره سوه ټوله ورته  ودریدله
څو نفرو یو بل  کرارپه څنګل ووهله  او وروځې  یې یو بل ته د تعجب په ډول  پورته وغورځولې خو د هیچا د خولې سوڼ  هم ونه وت
 ټوله کښېناستله، یو بد وربوزی ولاړ سو ناری یې کړل:  دا فغانستان د ازادی اتل حبیب الله خادم دین رسول الله دی، هغه د آزادي اتل دی، هغه ملي پاڅون وکړ او افغانستان يې ازاد کړ...
 ټولو خوشامندګرو پرله پسې چکچکو هغه لا جدی کړ، خو ډیرو ته دا تعجب نه ایسیده  بیا څو یو بل په څنګل ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي.
 بیا یو بوچ پزې ته بلنه ورکړه  سوه چې خپله  وینا واوروي،  هغه  پورته سو او ویل یي:
 امان الله یو ملي خايين و، هغه  پښتانه په شمال کښې میښته کړه ...
بیا هم  ټولو چکچکی وکړې ، څو هم  یو بل په څنګلو ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولې.
 بیا یو لیړن ته بلنه ورکړ سوه هغه  خپلي ډسکې داسې وویشتې :  شهیداحمد شا ه  مسعود  ازاد  په خراسان کښې دنیا ته  راغلی او مظلومانه ولاړ ...
د خراسان په اوریدو څو تنو تعجب وکړ ولي چکچکی په خپل واک پاته وې
 دچکچکو وروسته  بیاهم څو په څنګلو سره ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي
  بیا یو وچکي ته چې په  لاره سم نسوای تلای ته بلنه  ورکړه سوه
 ما  ویل  دی هرومرو سمی خبرې کوي پخواني سړی دی   پښه يې هم  د ګور په غاړه ده
خو هغه  هم  ډرتی وویشتی او  ویل يي :
زه افغانستان  نه پيژنم  ،دې وطن ته  خراسان  ووایاست ما خو دا  ا رمان یو وړ نه چې تاسو هم ...
ټولو چکچکې وکړې  بیاهم څو په څنګلو سره ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي
 جلسه  په  چکچکو پای ته ورسیده.
***
بله ورځ بیا  د نوی کال غونډه وه  هلته بیا  د امان الله خان  انځور ځړېدی
 د غونډې په پيل کښې ملی سرود خپور سو خو څو تنه ان  له ځایه هم ولاړ نسول د هغو په لیدو
 څو نفرو یو بل په څنګل ووهله او له تعجبه يې وروځې پورته وغورځولي
 داسې برېښیده  دې غوڼدې ته  هم  یو کام  راغلی دی
دوه تنه پښتو نطاقان  ناست وه او د پسرلني شعرونو  بنډار  يې پر مخه بیوه  غونډه  لا پيل سوې نه وه یو تاتورک لکه   پوڅکۍ له مځکې راشین سو، که له اسمانه را ولوید، د غونډې د پتنګ تا ر ته يې چیلک واچوی   او د دري ژبې استازی سو او د ژبې د انډولتیا  لپاره یې  له  خپله بغل جیبه خپله  زړه  خیرنه کتابچه  راویستله او د هر پښتون شاعر وروسته به  یې له  خپلې کتابچې یو دري شعر بې خطکشه   او زاويې وایه.
 ټولو یو بل ته کتله او یو بل يي په څنګل سره وهل او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي
 د شعر ویلو وروسته هغه لکه د شلمبو مچ په یوازې سر یې په هر شی کې سرغوټه کاوه .
د شعرونو وروسته ټنګ اوتکور پیل سو
 سندرغاړی د اټن نغمه ونیوله ځوانان پورته سوه  خو هغو لا یو دوه تاوه  نه وه خوړلي ،  چې د شلمبو مچ  لکه پاکستانی ملیشوپه مهاجرو   په اتڼ چیانو څاپه ووهله او هغو ته يي ویل :
 د تالاره بهر ووځي او هلته اټن وکړئ!
بیاهم څو ناستو خلکو یو بل  په څنګلو سره ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي خو د چا له خولې سوڼ هم ونه وت
 اتڼچیان  هم بېله دې چې څه ووايي په چکچکو بهر ووتل دا چې بهر توره دربیله وه او سازهم نه اوریده کیده بیرته په تراټ تالار ته په چینګه خوله راغله
 اتڼچیان هم شوقانه را ولاړ سول او مظلومانو له تالاره ویستل سوه!
  ناستوخلکو لا په دې ملنډو پوه سوې نه وه  چي هغه بیا لینګته واچوله او ویل يې هرڅوک کولی سي ځای پر ځای ډانس وکړي نو د اټن میدان د ډانس په میدان واوښت
دا تارتوک چي د پښتنو په بنداړ کښې یوازینی  دري ژبې و په هر کار کښې یې   د ژبې انډولتیا غوښتله
ټول چوپ وه  او مړې سترګې يې هغه ته کتله بیاهم څو په څنګلو سره ووهله او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي
 ټولو لکه جادو سوی  دیو بل سره په دري خبري کولې  هغه یو دری ژبې په یوازې سر د پښتنو دا نمنځ غونډه په ګوته نڅوله
ټولو ناستو  یو بل په څنګلو وهل  او او یو بل ته يې  وروځې پورته وغورځولي خو د چا له خولې سوڼ هم نه وت
ما خپل انډول په څنګل ووهی د وروځو په اشاره مې  هغه پوه کړه    چې  مخکښې له دې چې څه راڅخه  په پښتو وویل سی زه چې تښتو.
- بېرته شاته