(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د۲۷م داپریل پښتون آباد ننګیالي شهیدان

لیکنه: ارماني پښتون پشتونخواکویټه
د۲۷م اپریل ورځ په سهیلي پښتونخواکښي دپښتونخواملي عوامي ګوندترنظارت لاندي هرکال لمانځل کېږي.په روان کال کښي هم د۲۷م اپریل ورځ په داهسي حالاتوکښي لمانځل کېږي چي یوخواته تښ په نامه په پاکستان کښي دیموکریسي ده.اوبلي خواته داخبره دهرچاپه خوله ده چي په پاکستان کښي عدالتونه خپلواکه سوي دي.چي دابه لاڅومره دپښتون افغان ملت په ګټه تمامېږي اوکه یا.آیاجمهوري حکومت اوخپلواکه عدالتونه په افغانستان کښي داسلام آبادلاس وهنه بندولایسي اوکنه.وپښتنوته خپل حق ورکولایسي اوکه یا.؟په کراچي کښي دپښتون په ضدروان عملیات چي دیوترهګرګوندلخواروان دي.بې ګناپښتانه و‌ژل کېږي،دبلوڅانوپه سیموکښي روان دپښتنودقتل عام دپاکستان دقانون په چوکاټ کښي مخ نېوای کېدایسی اوکایا.؟داټولي هغه پوښتني دي چي ځواب یې پښتانه دپاکستان دواکمنوڅخه غواړي.په حقیقت کښي ددې پوښتنوځواب پکاردی چي دپاکستان وحکومت وپښتنوته دسیال په سترګه ګوري اوکه یا؟که چیري دپاکستان حکومت په کراچي،پنجاب اوپه بلوڅي سیموکښي دپښتودسراومال ژغورنه نه شي کولاي نوپکاردي چي پښتانه ځانته پخپله یوه جلاتګ لاره وټاکي.چي دوي ته څه کول پکاردی.که چيري پښتنوځانته یوګډه تګ لاره ونه ټاکله نوهره ورځ به لاکراچۍ اونوروسیموڅخه جنازې وپېښور،کويټه،مردان،پښین،سوات،ږوب اودپښتونخواوطن ونوروسیموته ځي اویتمان به له ژوندۍ پښتنوڅخه سوالونه کوې چي دوي دپښتنوپه وژنه ولي پټه خوله دي..؟
خبره داوویشتم اپریل روانه وه دپښتنوالۍ جذبې بلي لورته یوړم.۲۷م اپریل هغه تورورځ ده په کومه ورځ چي په پښتون آباددپاکستاني پوځ اونور وځواکوله خوادپښتونخواملي عوامي ګوندپه سرتېروملګروبریدوسوو.په کوم کښي چي دپښتونخواملي عوامي ګوندننګیالي سرتېري په شهادت ورسېدل اوپه لوي شمېرعام پښتانه وګړي ژوبل سوې. دغه برید د پوځیانو،ايف سي (ملیشا) پولیس، رینجر اونورو ځواکولخوادڅه دپاره وسوو.؟ددې حقیقت دلس کاله تېرېدواودیولس کال دپیل کېدوپوري دپښتونخوااوپاکستان ویوکس ته هم نه سوڅرګنده.چي دپښتون آباددوګړوګناه څه وه. چي دپښتون آبادپه جمهوري ،سیاسي اوپرامنه اولس بریدولي وسوو.؟
پښتون آباددسهیلي پښتونخواکوټه زړه او پښتونخوا ملي عوامي ګوندلوي مرکزدی.لکه څرنګه چې نوم یې پښتون آباددی هم دغه شان یواځي دپښتون اولس داستوګنی ځاي دی.دغه پښتون اولس په پښتنواوافغانستان مین اولس دﺉ اواړیکي یې دملت پاله پښتون ګوندپښتونخواملي عوامي ګوندسره دي. دپښتون آباداولس دپښتونخواملي عوامي ګوند ملاتړکوي.کوم چي دپاکستاني واکدارانو او د پاکستان دپټوښبکودخوښي په ضدکاردي.ځکه چي په واکمني اوپه څوکي مینواودافغانانودښمنانودانه ده خوښه چي پښتونخواملي عوامي ګوندترپارلیمانه ورسېږي اوهلته دآزادپښتونستان اولوي افغانستان دبیاودانی اودپاکستان دلاس وهني په ضددپاکستان په پارلیمان کښي څوک ږغ اوچت کړي.هم ددې ناري داوچتونکومخ نیوي دپاره دپوځي آمراودهغه دملاتړوله خوادیوه پلان رالاندي په پښتون آباد بر یدوسوو.پوځي آمرانوخپل پټ مرامونه ترسره کولودپاره ډیري هڅي وکړې خولوي څښتن دوي په دې کښي بریالي نه کړل.اودکانامی سره مخامخ سول.څه چي دوي کول غوښت هغه یې ونکړل ځکه چي ددوي ومخته ننګیالي پښتانه ولاړوو.نوهم له دې کبله یې ناببره دپښتون آباد دیو شمېر وګړو کورونه چورکړل.اویوځل یې بیاخپل د مشرانو رنجیت سنګ اونوروظالمانوتاریخ ژوندی کړیه. ځکه چي پاکستاني ځواکودپښتون آباددوګړوله کور وڅخه کالداري اونورشیان له ځانه سره یووړل. دوي چي دڅه مرام دپاره په پښتون آبادبریدوکړیه په هغه مرام کښي دبریالیتوب په ځاي دوي په خپل ځان دغلونومونه پاخه کړل.دغوځواکوپه پښتون آبادکښي یوغیرقانوني موادهم نه کړل ترلاسه.چي دوي اولس ته ښکاره کړي واي اوواولس ته یې ویلي واي چي په پښتون آبادکښي داغیرقانوني کارونه کېدل.هم له دې کبله پوځي حکومت په پښتون آبادبریدوکړیه.
دپښتون آباددبریدپه حقله حکومت تراوسه پوري اولس نه کړیه خبرچي بریددڅه دپاره وکړل سو. د پوځي واکمنوپکښي څه مرام وو.ترداځاي چي د پوځي آمرله خواڅخه رامخته کړل سوي دترهګري ځانګړي عدالت هم دپښتونخوامیپ غړي یې بری کړل اوددوي په ضدیې ټولي اریضې ختمي کړې.
په پښتون آبادبریدیواځي ددې دپاره وسووچي پښتو نخواملي عوامي ګوندکمزوره کړل سي.او پښتون قام دپنجادبي مريي وي. د پښتونخوا وطن په ښتمنیوباندي پنجابیانوواک اواختیاروي.اوپښتانه د راتلونکي وخت دپاره هم ددوي مرییان وي. خو د پښتون آبادننګیالي اوغیرت اولس دحکومت دغي ټولي هڅي په اېروورګډي کړې.اوخالي لاسونه یې له پښتون آبادپسې واخیستل.دپښتون آبادو ګړو د غلامۍ توک نه کړې په غاړه.داننګیالي شهیدان یواځي دپښتون آباددپاره نه وو.بلکې دوي دټول پښتون قام دسرلوړي دپاره خپل سرونه قربان کړل.ددې شهیدانوګناه داوه چي دوي پښتانه وو! د پښتون قامي غورځنګ پښتونخوا ملي عوامي ګوند سربازه غړي وو. او د پوځي آمرومخته لوي خنډ وو.ځکه چي دوي دمشرف دمارشل لاپه لومړي ورځ دګوندمشرښاغلي محمودخان اڅکزي وټولي نړۍ ته داورپه ګوته کړه چي پښتونخواملي عوامي ګوندپه پاکستان کښي دیوپوځي آمرآمریت نه مني. هم له دې کبله پوځي آمراودهغه تالي څټي د پښتونخواملي عوامي ګوندپه دښمنان سول. او د پښتونخواملي عوامي ګوندپه ضدیې بېلابېل پلان چمتوکړل چي په دغوکښي یوپه پښتون آباد برید وو.ګلستان کښي دډاکټرحنیف وروغتون ته نږدې دوسلې پټولولوبه اودغه شان نورپلانونه چي په ترڅ کښې پوځي حکومت په دې کښي بریالي سوو چي په پښتون آبادبریدوکړي.اوپه پښتون آبادکښي دغیرقانوني کارو،دغلودمرکزاوپه نوروپلموپه پښتون آبادبریدوکړیه.پښتون آباد د برید وروسته دپوځي حکومت ټولي خبري درواغ سوې. اوپوځي حکومت په داخبره کولو مجبوره سوچي پوځي حکومت غلط ځاي لاس واچوی.چيري چي هیڅ ډول غیرقانوني کارونه نه وو.دپښتون آباد شهیدان دټولي پښتونخوا او د ټولو پښتنوشهیدان دي.
دپاکستان جوړېدوڅخه ترنن ورځي پښتون قام په پاکستان کښي دیوغلام قام په حیث ژوندکوي. کوم ته چي په ټېټه سترګه کتل کېږي.دپښتون آباد شهیدانوساقي خان،وزېراکا،رمضان،امان الله، پېروان،اونوروخپل سرونه دپښتون قام دآزادي دپاره قربان کړل.ټوله پښتون اولس دپښتون آباد شهیدانوته عقیدت پېرزویني وړاندي کوي.ځکه چي دوي دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي په لاره شهیدان سوي دي.خان شهیددپښتنودآزادي لپاره د انګرېزي ښکېلاکو،پنجابي ښکېلاکوپه ضدپه ځان ډیرمصیبتونه ګاللي دي.اوپه کال۱۹۷۳عیسوي کښي په بمبونوشهیدکړل سو.
دادپښتون آبادبریدلومړی بریدنه دی تردې وړاندي هم دپښتونخواګوندپه ملګروپاکستاني واکدارانو ډیر ظلمونه کړی دي.پاکستاني واکمن په دې هڅه کښي دي چي دپښتونخواملي عوامي ګوندملګري له منځه یوسي اودوي پښتانه خپل غلامان کړی.اوګران افغانستان دپاکستان پینځم ایالت وګرځوي. د پاکستاني واکمنوویناده چي په پاکستان کښی جمهوري حکومت دی.دپاکستان عدالتونه خپلواکه دي.اوس به ګوروچي دپاکستان جمهوري حکومت دپاکستان وپخواني پوځي آمرپرویزمشرف ته کومه سزاورکوي؟آیاداسزابه وپرویزمشرف ته جمهوري حکومت ورکوي اوکه دپاکستان خپلواکه عدالتونه؟ پښتانه خودافغانانودوژلوپه افغانستان کښي دلاس وهنی اوپه سهیلي پښتونخوا،خېبر پښتونخوااوپه کراچۍ کښي دبې ګناه وژل سوي پښتنودویني حساب غواړي داحساب به څه ورکوي.؟دپاکستان جمهوري حکومت که پوځي آمر؟
نن یوېښتمه پېړي ده پکاردي چي ټول پښتون قام یومټي سي ځانته خپله کړن لاره وټاکي اوخپل وطن دي آزادکړي.بیاکه هرڅوک په هرګوندکښي ځي هیڅ پروانه کوي.خوترڅوپوري چي پښتون قام سیال نه وي اوخپله آزادي یې نه وي موندلې تر هغه ساعته پوري دي پښتانه یومټي سي اوتریوه بېراغ لاندي راغونډسي ځکه چي اوس هم وخت دي.ځکه چي پښتونخواوطن کښي دمحمودخان غوندي پوهه اوسپېڅلي مشراونورعلماء لاشته.کنې بیابه ارمان کوو.ځکه چي پښتانه متل کوي چي؛ تېروخت بیانه راځي؛اوس هم وخت دي بایدچي پښتانه دپښتونخوادخپل واکي لپاره غورځنګ پېل کړي کنې بیابه ارمان کوي...!!!
- بېرته شاته