(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځان پيژندنه ملت پيژندنه ده

 محمد نعيم كاكړ
د شاهنوازتني د كودتاه وروسته يو شمير ملګرى ې د كرښې ودي خواته راواوښتو چې زموږ به د دوى سره زياتره ليدنه كتنه كيدله او خبرى او ناستي به سره كيدلي اود دوي څخه به زياتره د ناكامي شوي كودتاه په اړه پوښتني رښتني كيدلي دا دافغانستان او د انقلاب څه غوندي پيژندلي څهري وي چي مناسبه نه ګڼم چي د دوي نومونه دلته راولم خو زياتره به ملګرو دا پوښتنه ځيني كوله چي تاسي او ستاسي مشر و پاكستان ته ولي راغلاست ځكه چي تاسو كله د انقلاب ساتنه كوله نو هم په دهغه ملك مو تور لګوي چي د دهغه ځائي څخه زموږ انقلاب تخريب كيږى خو ددوي سره ددي جواب نه وو هم هغه ګيلي به كولي چي فلانكى داوكړو او فلانكي دا وكړو وغيره وغيره ورځ په خبرو خبرو كښې دوي دا وويل چي و دوي ته دلته پاته كيدو خرڅ هم ددي ملك مخبرى شبكه وركوي موږ چي داواوريدو يو بل ته مو سره وكتل او داخبره ناشوني راته ښكاره شوه دهغه كسان څخه وخت دلته پاته وو خو بيا اروپا او امريكا يا نورو ځايو ته سره ولاړو چي بيا نه يو خبر چي چيري به وى.
                        رښتيا خبره داده چې كومو قومو او ولسونوخپل ځان نه وي پيژندلي دهغو سره هم داسي كيږى لكه د پښتون افغان سره چي ووشو او كيږى په زياته بيا د افغانانو سره د تيرو پنځه ديش كلو څخه په دهغه ولس او خاوره باندى چى څه روان دي چي د بربادي او وراني ساري ې نه ليدل كيږى نن هم دهغه خپل ځان نه دي پيژندلي دوي خو خبري د تاريخ او ننګياليتوب كوي خو عمل ې ددي په ضد دي دوي نه د تاريخ څخه څه زده كړه كوي نه دا ورته څرګنديږي چي دوست ې څوك دي او دښمن ې څوك دى..؟ ځكه چي نن د دوي و هيواد ته د هر چا لاس ورايله دي خو دوي په جواب كښې داخبره كوي چي زموږ جغراقيه داسي دي چي نړۍ وال به په موږ كښې خيږي راخيږي خو كله ې هم ځان ته ګوته نه د نيولي چي زه څه كوم..؟ كه د ثور د بدلون وروسته په دومره لويه كچه افغانان نه وي كډه شوي او خپل سنګرې و بل ته نه وي سپارلي او خپله ځانى دښمني او اختلاف ې قومي او ګوندي نه وي جوړ كړي دوست او دښمن ې پيژندلي وي هغه د چا خبره ده چي سر ې وركړي وي خو سنګر ې نه وي وركړي نن به نه افغانستان د داسي ورانيو تباهي او ورانيو سره مخامخ كيدي نه به دا خوار ولس د ميزو او ګډو وارو داسي وژل كيدي نه به دومره بې ننګه كيدلي څوك چي د افغان پښتون سره روان او سنې بهير ګوري نو بيله ددي چي په لوئى څښتن(ج) و ځړيږي نور څه نه شې كولي خو خدائى پاك پخپله وائى چي زه د هغه قام حال نه بدلوم تر كله چي دوي خپل حال پخپله بدل نه كړي خو بلې خواته هم دهغه څوك دي چي دا هم نه ګڼي چي څه شوي دي دوى خو لومړى دا تېروتنه وكړه چي د نورو په واليوې خپل غوږونه څيري كړو خو تراوسه ې دا سوچ ونه كړي چي دهغه ناورين تر كله..؟ بلې خواته يوه بله ډله ده چي خلګه په دي تير باسي چي د افغانستان دهغه جګړه به ترابده ابده روانه وي خو د سړو دنيستي څخه د هغه هر څه د دهغه قام او ولس سره روان دي په دا ټول ملت كښې په دا يوه سړى كښې څوك پيدا نه شو چي هغه دا سنجولي او خپل قام ته ورښوولي وي چي سره انګريز د دهغه قام او ددي خاوري په ضد كومه لويه لوبه سنجولي ده نه د دهغه هيواد حكمرانانو دا سوچ او فكر لرلي چي په را روان وخت كښې به دهغه ولس او خاوره د كوم ناورين څخه تيريږى چاچي داخبره ودي ولس ته ور په ګوته كوله هغه ته كافر او د هندوانو لاس پوڅي او ايجنټ وويل خو نن تاريخ دا وښووله چي د خاوري او ملت دوست څوك او د نورو لاس پوڅي او ايجنټ څوك ژوند قامونه او ملتونه د را روانو سلو كلو چاري تړي داسې نه دي لكه د هغه پښتانه اوافغانان چي په راتلونكي سباون نه دي خبر چي څه به ورسره كيږي خو هو د ګفتارغازيان او دورورو ميراث او د نورو وسوټو ته هر وخت تيار ناست دى.
                        د افغانستان په زياته بيا پښتون پخپله د دهغه اوسينو پيښو مسئول دي دوى د خپلي خاروي او د خپل ولس د ګټو په ځائي د نورو ګټو ته كار كړي دي ځكه چي نن د ماڼي شتمني تش په نامه عزت او د نورو لخوا وركول شوي معبتري خاوند دي خو دا هر څه د لږ وخت دپاره دي چي كله ې كار ځيني واخستي نو بيا دي ګوتي شميري داسي هم موږ ليدلي دي چي څوك هر څه خپله خاوره او خپل ولس ګڼي هغه د خواريو او سختو سره مخامخ وي ځكه چي ويل شوي دى.
                 ګله نه كيږى دوي خوا،          بانوكړى پريږده ياما
نن هم په افغانستان كښې په لويه كچه د نورو د ګټو دپاره كار كونكي د نورو لاس پوڅي موجود دي او ددي د څنګه يو شمير ناپوهان وجود لري چي چا سم كوپه هغه خوار روان دي آن دا چي په ځان پوري چاوديدونكي توكي تړي او خپل ورور او خپله خونه ورانوي دا ځكه چي په دي ټول پښتون افغان ملت كښې دومره څوك نشته چي د دهغه چا لارښود ترلاس او نيسي او دا پوښتنه ځيني وكړى چى دا هر څه كوي دا خو نه د بشر نه د اسلام نه د افغانيت لخوا سم كار بلل كيږي نو بيا ولي..؟ دا ځكه چې د هر افغان پښتون څخه هر څه ترلاسه كړي دي او دومره ې ويرولي او بزدل كړي دي چي د خبري كولو د مخه څو څو واره دلته الته ګوري چي څوك خو نشته او داخبره هم سمه ده چي په موږ كښې دومره لوئى شمير داسي كسان نيولي دي چي څوك ې پيژني هم نه ولي چي دا زموږ خپلو هر څه په دي دوى پلورلي دي د اپريل په ۱۹م د امريكا ږغ راډيو څخه د خبرواترو خپرونه روانه وه زما هم تر غوږ وشوه يو سړى چي په احمدزئي نومي دي او د امريكا ږغ راډيو سره د امريكا څخه ږغيدي چي وروسته د راډيو نتاق وښووي چي دا هغه احمدزئى دي چي د ولسمشر حامد كرزئى سره ودي څوكي ته په سيالي كښې وو ددي خبري چي ما واوريدي نوګوته په غاښ كښې ورته پاته شوم چي داسې هم د لوئى كچي كسان شته چي هغو خپله خپلواكي د نورو په غيږ كښې وراچولي ده خو دده سره چي كوم بل كس ميلمه وه هغه به په واروارويل چي افغانستان يوخپلواك هيواد او ناپيله هيواد دي چي د نړۍ د هر هيواد سره خپلې اړيكي ساتلى شي خو دهغه نوموړي چي هر وار بې داسې خبره وكړه چې سړي به ورته حريان ورته پاته شو داسي نه چي څوك دي د بل هيواد درناوي نه كوي خو هغه وخت ته د چا درناوي كوي شې چي لومړى څوك خپل درناوي وكړي زما په اند د پښتون افغان ملت هم د هغه ستونځه ده چي دوي د نورو په مخ كښې د خپل ځان نغي پخپله كړي ده او د سوچ ې نه دي كړي چي د زه څه كوم دا زموږ څوني په زيان او د نورو په ګټه د يا دا چي دوي خپل ځان خپل ملت خپل هيواد او خپل دښمن نه دى
- بېرته شاته