(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لندن کې د ډیورند د جرګې د...

بسم الله الرحمن الرحیم

اِنّ اللهَ لایغیروا ما بِقومٍ حتی یغیروا ما بانفُسِهِم – آلایه

خـــدای هـــم نه بـدلـوي حال د هغه قوم – څو چې خپل حالت بدل نه کړي په خپله

-------------------------------------------------------------------------
په لندن کې د ډیورند د کرښې د جرګې د جوړیدو په ویــاړ

د حق دلارې د کلتوري مرکز او دافغان ستراتیژیکو څـیــړنو د مرکز

 د پیوستون او ملاتړ اعلامیه

(۲۳/۰۴/۲۰۱۱)

سږ کال د نوامبر دمیاشتې ۱۲ نیټه د ”ډیورند لاین “ د فرضي کرښې  د یو سل اتلسم تلین سره برابر دی.

دا د استعمار په لاس کاږل شوې کرښه زمونږ په هیواد کې د افغان ولس په زړه کې د جدائی او بیلوالي کرښه ده چې  په حقوقي لحاظ او واقعیت کې  له سره د اتبار وړ  نه  وه  او نه به وي.

دا یوه  منل شوې خبره  ده  چې اوبه په ډانګ نه بـیلیـږي اوپه داسې کرښو پښتانه اوافغان  ملت  سره  څوک نه شي بیلاولی. 

همدارنګه مونږ په دې باور یو چې د ملې مقاومتونو، د پرګنو او خلکو د برحقه مبارزو او غوښتنو په لار کې د لسګونو کلونو هڅې نه ستړي کیدونکي دي. دا کاروان روان دی او روان به وي.  

کله کله کاروانونه په خپلو لارو او مزلونو  کې د غرونو، دښتو او تپو په سر  او کله کله بیا د تپو او دښتو په  درو،  ژورو او ورشوګانو  کې روان وي چې کیدای شي په لمړي نظر او  ظاهره کې و نه لیدل شي، خو په واقعیت کې هغه وجود لري او په مخه درومي.

مونږ په خپل لنډ ژوند کې  ولیدل چې  ویتنام،  آلمان، هانګکانګ او داسې نور هیوادونه  دمشروع او غیر مشروع اصولو او  د پردیو په لاس بیل شوو هیوادونه  سر یوځای شول او دا لړۍ لا هم روانه  ده.

په اصل کې  د ډیورنډ یادداشت  او سند ترسخت رواني فشار لاندې دبرتانوي هند له بند نه د یو خوشې کړل  شوي  کس چې په انګلیسي ژبه هم بلد نه وه  د  فزیکي، او نظامي تأثیراتو لاندې، یواځې په انګلیسي ژبه لیکل شوي سند باندې لاسلیک شوی دی. په دغه ډول لاسلیک شوي سندحتی د دوه کسو ترمنځ لازم  حقوقي اتبار نه شي لرلای.

په واقعیت کې د "ډيورندلاين" په نامه دا یادداشت د هغه وخت د برتانوي هند او د افغاني !؟  سلطنت تر منځ د نفوذ د ساحې د توضیح او پوهاوی یو یادداشت ګڼل کیدای  شي.

ددی سند او یادداشت په بنسټ  په ناروا معاملې د افغانستان يوه  برخه د پیسو او مال په مقابل او بدل کې مقابل لوري ته پريښودل شوې ده. دداسی سند د معمول اتبار ۹۹ کاله په ۱۹۹۲ کال کې هم پوره شوي  او دادی اوس اوس ۱۱۸ کاله پرې تیریږي.

د ”ډیورند لاین “  نه هغه او دغه خوا افغانستان په تاریخي، قومي، اوژبنیز لحاظ سره یو هیواد وه، دی او وي به.

افغانې لوري د نړیوالو  اصولو سره سم هیڅ کله  دا سند ندي منلی  او د داخلې مشروع مراجعو له خوا  نه  دی تصویب شوی، قانوني مراحل او د راتیفیکیشن پروسه يې هم هیڅکله نه ده تیره کړی.

واقعیت دادې چې د هغه وخت د هند څخه د برتانويان د وتلو په موقه باید د افغانستان د ټولې خاورې واګې باید افغان ولس او چارواکو ته په مکمله توګه سپارل شوی وای.  خو دا کار و نشو او د”ډیورند لاین“   د مصنوعی کرښو د ترسیم په بنیاد هڅه وشوه  زمونږ په هیواد کې بیلتون او شکلې جدايې راولي.

په دې توګه د حقوقي له لحاظه هم د "ډيورندلاين" ایجاد اود هغه په نورو برخوکې حقوقي بنسټـیـزې تیروتنې، کړکیچونه اوناسمۍ شته چې له دې کبله مشروعیت نه لري  اود منلو وړ نه دي.

د پاکستان اصلي پالیسي جوړونکو او حاکمانو  په اوسني پاکستان، پښتونستان او د بلوڅو په سیمو  کې  په بري او موفقیت سره په تیرو دیرشو کلو او په عمده ډول په امریکې کې د ۲۰۰۱کال د سپتامیر د یوولسمی نیټې د تروریستي عملیاتو نه وروسته د تروریزم او اکستریمیزم سره د مبارزې ترنامه لاندې  هر هغه آواز او غـږ چې د پښتنو او

 

 

 

بلوڅو د برحقه مطالبې  او د ډیورند د تقلبي کرښې او خط   نه د انکار او له منځه وړنې په لیکه کې قرار لرل او یا ییآواز پورته کاوه په پوره بی رحمۍ ترور او له منځه ویوړل او دغه سلسله لا هم دوام او جریان لري.

دوی وکولای شول په افغانستان کې داسې ځواکونه تـقـویه او وروزي چې د منحطو قومي او تبعیضې تأثیراتو او تعصب پر بنسټ  دډیورند د نامشروعی  کرښې د رسمي کیدو او دپاکستان په ګټه د هغه نهايي کول غواړي.

همدارنګه پاکستان  په سپین سترګۍداسېعملياقدامات کويچې د چا خبره ”زه پور غواړم او هغه نور“.   

پاکستان په افغانستان کې کافي کدري او عملي امکانات لري او دافغانستان د اوسنیوډیرو مطرحو شخصیتونواو څیرو  قوت،زور او عملي امکانات ورته داسېمعلوم ديچې پوهیږي  ددوی سره څه برخورداو معامله  وکړياو څنګه ددوی په وجود کې خپل اهداف ترسره کړي. 

مونږ په دې هم باور لرو چې  افغانې لوري ته په همدې نامناسبه موقه کې  پاکستان د ډیورند د کړغیړنی کرښېپه خپله ګټهنهایي کونې باندې په تمام قوت کار کوي.

همدارنګه پاکستان به په بې رحمی سره د افغانانو او د نړیوالۍ ټولنې د بچیانو د وژنۍ،  سولې او نړیوالې همکاری  ته د  خطر په سیاسیت د خپل هدف ته درسیدو په لارکې یعنی دډیورند لاین د نهايي کولو لپاره تر هغه وخته کار وکړي چې دا هدف په هر قیمت  ترلاسه کړي.  پاکستان په دې توګه د نړۍ غولول غواړي او وايي که چیری دا مسأله د پاکستان په ګټه حل شوه نو ګواکې په سیمه کې به سوله راولي. خو تاریخي او حقوقي شواهد دا  په ګوته کوي چې د آمو د سیند نه د اټک ترپله پورې دغه سیمه یو هیواد افغانستان وه او دې او بله هره لار به  په سیمه کې د عدم ستقرار بې ثباتی او د جګړې ددوام سبب وی. 

نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې فعاله برخه واخلې او د حقوقي او تاریخي اسنادو او اصولو پربنسټ عملي اقدام وکړي، د ډیورند لاین د کړغیږنې کرښی د  بې اتبارې  اعلان وکړي او په دې توګه مرسته وکړي چې د دوی او دافغانانو د بچیانو د نورو وینو تویدو مخه ونیسي.

مونږ ته په  کار ده چې  فعال سیاست غوره کړو او هغه حرکات او حلقات چې په دې برخه کې خیانت کوي ملت ته افشا، تجرید او داسی دسایسو ته ولسونه بیدار او بسیج کړای شي. 

په زړونو او نیت الله تعالی خبر دی خو مونږ ته په دې برخه کې د هرچا  هوډ، تعهد، کړنه او عمل باید اصلی معیار وي. حوادث زمونږ له غوښتنو نه بهر جریان لري او مونږ يی په مقابل کې د دریدو او خپله سینه ورته د سپرولو په سیاسیت او کړنلارېد خاینانه کړنو مخه  په پوره استقامت او درایت ونیسو.  ددې حوادثو او جریاناتو په  نه لیدلو  ځان غولول نه دي په کار. غیر فعال برخورد  به زمونږ  د سولۍ او ددې برحقی داعېپه ګټه نه وي.

په کار ده چې لمړې بحث نهایي کړو هغه داچې د ډیورنډ کرښه غیر مشروع او د اتبار وړ کرښه نه ده.  بیا که څوک افغانستان او دا وطن تجزیه کول غواړي  اویا نور پلانونه لري  نو  دا بحثبههم سره جدا کوو چې څوک چیرې او د چا سره ژوند کول غواړي.

مونږ دا اوسنې بحث ددې پرتمینې  او تاریخي ناستې جرګې آواز  او فعالیتونه ددې واقعیتونو او مشروعه مطالبې او غوښتنې د عامولو، پوهولو او را پوهولو مهم تاریخي اقدام، پروسه اوددې مرحلې نوی پیل ګڼو.

په دې توګه تأکید کوو چې دا خط ”ډیورند لاین“ په حقوقي لحاظ فزيکي اویا مشروع حقوقي (دِيفَکْتو او دِيـوره) اتبارنه لري. خیرخواه، عادله نړیواله ټولنه اوافغان ملت ته ددې خط د بطلان اوعدم اتبار داعلانولوغوښتنه کوي.

په دی لیار کې دسمې او ښی ارادېسره سره، سیاسيمشروعیت، او د مسلکيپوهی نه کار اخیستلو ته اړتیا شته.

د وطن هر بچي  ته په کار ده چې خپل رسالت اداء او د دې وطن د تراژیدی لـــــړی د ختمیدو لپاره نه ستړی کیدونکي  او دوامداره کار،  فعالیت او هلې ځلې وکړي.

په دغه امید او هیلې زمونږ د ټولو نیکو او ښو هڅو برې او کامیابي د الله تعالی له درباره غواړو. تعهد کوو او ایمان لرو چې د ملت آرزو او آرمان کامیابیدونکې دی.  

و من الله التوفیق

     Contact Address:اړیکې

 -  Aminuddin Saidi – Said Afghani, E- mail: [email protected],

 -  Dr. Salahuddin Sayedi-Said Afghani, Phone: +447886 474 638, e-mail: [email protected]

- بېرته شاته