(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه بسلمانان !

طنز
 
د مازیګر له لمانځه وروسته د کلي سپين ږیري د ماجد څنګ ته د مازیګرې لمر د وړانګو تودوخي  ته په خرن ناست او د ښه بسلمان تعریفو نه يې کول  ،زه هم چې مسافر وم    ورسره ناست وم او مجبوره د هغو خبرو ته مې غوږنیولی و.
  یو سپین ږیری چې په خرن په دو ګوټو ناست وو او پرتوګاښ یې ځړېدی ویل:
میرزا للندر عجب بسلمان سړی دی  هر لمانځه ته  یې دوه ساعته لاس په پرتاګه کې وي  او اودس وچوي !
ما لږ جټکه  وخوړله.
ټولو د هغه دا ښه بسلماني تاييد کړه او ویل يي رښتیا چې ښه بسلمان سړی دی.
 یو بل  په سن پوخ سړي چې د نصوارو د ډبلي په هېنداره کښې يي خپل سپين غاښونه کتله نارې کړه :  ملا اختری عجب بسلمان سړی دی هر لمانځه ته  پنځه پنځه اودسه تازه کوي  !
ما بیا لږ جټکه وخوړله .
 ټولو د تایید په ډول سر وښوراوه او ویل يي : ارمان دی نه کوي نیک بخته!
بل کلیوال چې خاښه يي په غاښو کښې  وهله په خورا  خوند ویل :جانان اکا بیا تر ټولو ښه بسلمان دی  د  سهار په اودس د نیمي شپې تاجود (تهجد) لونځونه  لا کوي  !
ما بیا یو جټکه وخوړله .
خو نورو د هغه بسلماني تایید کړه  او ویل يي : جنتي دی جنتي !
زه په خبرو کښې ورولویدم:  د ښار کازي  زما له  ورورخداداد څخه د قوالی د لاسلیک لپاره لس زره ډالره رشوت واخیست بیا يې هغه ته ویل دا رابخښښ کړه چې زما روژه خرابه نسي ځکه د روژې میاشت وه.
ټولو په یو ږغ وویل : سبحان الله څومره بسلمان کازي دی  ارمان دی نه کوي !
  زما زړه ددوی  له دې خبرو  وپړسیده !
بیا مې ویل:
د ا لا څه کوئ،  د امنیې  کومندان  یو  تجار په ناحقه ونیوی   له هغه یې  لس لکه اوغانی وغوښتي او ورته یې ویل  که دا پیسې رانه کړې  د القاعدې ټاپه درباندې وهم.
دواړو په ماجد کښې وعده سره وکړه   هغه تجار وویل چې زه  ماجد ته ورغلم  دامنیه کومندان دفرضي لمانځه وروسته دومره نفلونه وکړه چې ماجد د خلکو خالی سو
یوه نارې کړه څوک وایی په ښار کښې ښه بسلمانان نسته
ټولو په یو ږغ ویل  :سبحان الله څوک وايي په ښار کې بسلماني نسته
 زه چې د شپې د تیرولو لپاره  ددې  کلي ماجد ته راغلی وم له ځان سره مې وویل : ددې خلکو ډوډۍ لا حرامه ده  ،ودریدم  او رهی سوم .
  یو کلیوال  را پسې ږغ کړ : چیری ځي مسافر اکا !
 ما مخ ورواړو او ورته و مي ویل :
هغه خلک چې ناروغان ښه بسلمانان بولي د هغو ډوډۍ حرامه ده .
دې کلی ته دی خدای خیر ورپیښ کړي.
یو را پسې نارې کړه  :
تاته دي هم خدای  د بل کلي  پورې د لارې دښرمښانو  له ګیره خیر در پیښ کړې!
 زه هک پک  ودریدم  چې اوس څه وکړم ؟!
  بیرته راوګرځیدم  په ساختګي خندا  مې ویل :
 هغوی هم ښه بسلمانان دی؟!
ټولو په یوه اواز ویل : د خدای ارمان دي نه کوي !!!
- بېرته شاته