(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په عرب نړى كښى ولسى پاڅون

په عرب نړى كښى ولسى پاڅون اود زورواكوگټي
    ليك:عبدالجباركاكړ
كله چى په ۱۹۷۹ء كښى د وخت دشوروى اتحاد (U.S.S.R)سرى لښكري و افغانستان ته دننه شوې نو ټولي نړى و دهغه عمل ته بدوويل پنگه واله نړى سره يو ځائى شوه د افغانستان د وخت دحكومت او دوخت دشورويپه ضدې جگړه پيل كړه او په دي جگړي كښى اسلامى ملكو په زياته  بياهغه اسلامى ملكو چى هر وخت ې دپنگه والي نړى په لارښودنه په پټوسترگو عمل كاوي په مخ كښى وواو داسلام اود جهاد دسپيڅلى ناره اوږغ ې پورته كړي وو اود نړى دگوټ گوټ څغه ې خلگه وپاكستان ته را ټولول او بياې وافغانستان ته ليږل ددي سره سره چى ټولو كه هغه اسلامى ملكونه ووكه غيراسلامي ودهغه راغلو او افغانانو ته جنگى روزنه وركوله او جهادته ليږل چى دشوروي اتحاد سره دلسو كلو په جگړه كښى بشپړه گوريلا پوځ تيار شو چى دنړى دهر لوري په زياته بياټولى اسلامي نړى وگړى پكښىووژل شول  اوتربيه شول چى داوږدي جگړي وروسته شوروي اودهغو سرولښكروماته وخوړله او ودي ته اړشول چى افغانستان روغى پښي سبكي كړي په خوارو افغانانو او په افغان وطن څه تير شوى اوس دتاريخ وپاڼوته اړتيارلري چاڅه وكړو  دا  پريكړه به هم تاريخ كوي.
دشوروي ماته دشوروي په ماتيدوبدله شوه او نړى هم په دي هيله كښى شوه چى اوس به  په يوه سوكاله او سوله ايزه نړى وي چى دبشر دحقوقوبه ساتنه به پكښى كيږي جمهوري ټولنه به وي نړي به پرمختياكوي او ټوله نړى به په سوله كښى ژوند كوي ولي چى پنگه والي نړى پخوانى شوروى داسي په نړى كښى پيژندلي ووچى ددهغه ناخوالو اوبديو مسؤل هم دهغه څوك دي چى ديوه بشري وياړ درناوي نه كوي خوچاته څرگنده وه چى داهسي هوائى خبري دي يادا چى نړى به ديوه بل ناورين سره مخامخ كيږي په زياته بياپښتانه افغانان چى دمولى واروبه قتل كيږي چى نه به ددهغه ناولي جگړي سرښكاره وي نه ې پائى عام وگړي به په ډله ايزه ډول وژل كيږي په جماتو جنازو جرگوپاتاوو او نورو غونډو كښى به په داسي غير بشري ډول وژل كيږي چى دمړوبه نه سرښكاره كيږي نه بى پنبىاو دبدن نوري برخي چى چيري چيري الوتي دي څوك به خوندي نه وي هرچيري چى ووژل  شو الته  ووژل  شو داسي گډو ډي  او اړ دوړ به وي چى څوك به يوځائى خوندي نه وي هم دهغه څه دا دموږې وينو دشوروي دماتيدوورسته چى څومره زيان واسلامي نړى ته ورسيدي دهغه اټكل كول آسانه كارنه دي خود څوكلو وروسته افغانستان او دي ته څرمه پښتنى سيمى يووار بياد نړى والو اود گاو نډي ملكو دجنگ ډگروگر ځېدي كله چى په امريكا كښى په ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ء كښىددوي په ژبه تهرورستى بريدوشو اوو افغانستان ته گوته پورته شوه چى دابريد هم ددي ځائي شوي دي ولي چى القائده اود هغه مشر اسامه بن لادن او ملگري هم په دهغه ملك كښى دي ونړى ته يو نوى جنگ دتهره گرى يا(WAR ON TERER) ورو پيژندل شو په افغانستان باندي بيا په لو يه كچه بمبار پيل شو چى ديوولس كلو څغه راروان افغانستان ته دناټو ملكو پوځي ځواكونه دملگر وملتو په اجازه بياننو تو ددي خبري سره سره چى دوي به دافغانستان بيا  رغونه كوي كه څه هم دبيا رغونى كارونه د تيرو يوولس كلو څغه روان دي او ډير څه ې كړي دي خودشاء دخواد دهغه دورانولو كار هم روان دي ولي چۍ دوي وچاته طالبان نوم وركوي هغه نه يواځي ددهغه باندنيانو وافغانستان ته ننوتل نه ځفمي بلكى دوي چى څه پرمختيائى كارونه كوي هغه هم نه غواړي اود ورانولو په هڅو كښى دي په دهغه جگړي بيا دپښتون افغان وگړو څومره وژنه وشوه څومره ورانى وشويا څومره ورانى شوي دى دابه هم وتاريخ پوهانوته پريږدو خو دا يوه خبره ارومرو دهر چاپه زړه كښې گرځى را گرځي چى دنړى ټول زورور دپرمنح تللو جنگى اكمالاتو سره و دهغه وړوكى افغانستان تهراغلي دي يو ولس كاله ې كيږي خودوي نه شې كولي چى د دوي په خوله ددهغه څوزرو تهره گرو اوو ران كارو مخ نوي وكړي كه څه هم دوي په  هر څه خبردي دتهره گري په نامه چى كومه جگړه دوې روانه كړي ده ددي مخه او هدف هم دادي چى په لويه كچه په دهغه هيواد او سيمه كښى وژني وشې دا ولي؟ ددي دپاره چى يوبل نور سره وڅوكر وي.
اوس په افغانستان كښې ددوي په ونياد تهره گري په ضدجگړه روانه وه چى دوي ديوه بل محاذد پيل كيدو پريكړه وكړه چى هغه عراق اود هغه ولسمشر صدام حسين وټاكل شو چى  نوموړي ويحاړونكي وسلي زيرمه كړي دي په كاردي چى وعراق ته هم پوځونه واستول شې چى دملگروملتو څغه هم اجازه ترلاسه كړه او په دي كار ې هم پيل وكړي دعراق يوزورور پوځ ې دړي وړي كړي صدام ې دنوروډ يرو سره وواژي څونه ويجاړ ونكى وسله ترلاسه شوه نه بل څۀ خود عراق وسله واله پوځ ې دړي وړي كول وو هغه ې وكړو ددي دمخه ې دافغانستان يو پياوړي پوځ په ډول ډول لارو دبل په زور رنگ كړى وو اوس عراق هفه عراق نه دي پاته چى دصدام حسين په وخت كښى وو يو موټي وو دي سره سره چى دو لسمشر صدام حسين دومره تيرو تني دي چى دخپل هيواد او ولس سره ې كړي وي چى بخښنه ې نه شې كيدى خود امريكا اروپا او ملگروملتو څغه نوري لاري چاري هم وي چى صدام ې گوښه كړي وي او جمهوري لارې ورته ټاكلي وي خولكه چى دوي په افغانستان كښى دتهره گري جگړه اوږ دول غواړي هم ډا ډول و دوي ته اړتيا وه چى دصدام دزورواكي اود ديجاړ ونكي وسلي دلرلو په پلمه عراق ته دننه شې.
اوس يوواربيا په عرب نړى كښى ولسي پاڅون سرراپورته كړي دي يوشمير عربى ملكونه كه هغه په منځنى ختيځ كښى دي ياكه په افريغه كښى دحكمرانانو په ضد ولسراپورته شوي دي دتيونس او دمصر ولسمشرانو خو ودي ولسى پاڅون ته ځان ټنيگ نه كړي خوا وس ليبيا شام يمن  بحرين كښى ولسونو دخپلو حكمرانانو په ضدراپورته شوي دي او داسي ورځ نشته چى دولسى مظاهر وڅغه مرگ ژوبله نه كيږي ولس چى په دهغه ملكو كښى كوم پاڅون كړي دي هغه په حق باندي دي ولي چى ددهغه ملكو حكمرانان د ديش څلويښت كلو څغه ولسمشران راروان دي آن داچى دوي خپل ځامن خپل ځائى ناستي او جانشين ټاكلى دي او دهغه حكمرانان دپخوانيو پاچاهانو هم ځانونه واكمن كړي وو اودي دخلگو په ناخوالوې ځان نه خبروي نه ې داسي جمهوري لاره خپله كړي چى دولس په خوښه واكمنان وټآكل شې په درغليو به دټولټاكنو په نامه په وار وارو خپل ځان او خپله حكمرانه ډله ټاكله چى ونړى والو ته داښكاره كړى چى خودوي په جمهوري لاره ټاكل شوي دي هم دهغه ملكو به و دوي ته امبار كي وركوله ولي چى د دوى په لارښـودنه به روان وو.
داړوند ملكو ولسونو چى كوم پاڅون كړي دي ټوله نړى ې ملاتړ كوي خو په كاردي چى نړى وال ددهغه ولسونو ملاتړ وكړي چى دوي وخپل هدف ته ورسيږي او كه و حكمران په خپل ولس زور زياتى كوي دهغه مخ نوي په داسي ډول باندي وكړي چى هغه دمنلو وړ وي دملگروملتو په لارښودنه بنديځونه باندي راولي خو داسي نه لكه په ليبيا كښى چى وشو چى نن ې دكورني جنگ بڼه خپله كړه دملگرو ملتو دايرپكړه سمه وه چى دقذافى ځواكوته دي اجازه نه وي چى دوي يه خپلو خلگو بمبار وكړي خودا هم سمه نه ده چى باندنيان دي دليبياپه يوځى مركزونو بريدو وكړي او په دولتى پوځ دي بمبار وكړي او د دولت مخالفينوته دي وسلي وركړي او دخپل پوځ سره دي په وجنگيږى چى ددي عمل به ډيري بدي پايلى وي او ليبيابه په كورنى جگړه كښى داسي گيرشى چى په كلو كلو به دوام وكړي چى بيابه دگوريلا جنگ بڼه خپله كړي لكه افغانستان چى دكلو كلو څغه په دهغهجگړه كښې راگيردي ددوي په گټۀ ده ولي كه په ليبيا كښى چى هر وگړي وژل كيږي هغه ددي ملك دي نور يو شمير لاري چاري شته چى قذافى اودده ډله ودي ته اركيږي چى دواك څغه لاس په سرشي په كاردي چى ولس په سولهايزه ډول خپل دهغه دكلو كلو څغه ناست واكمنان په خپل زور ليري كړى چى بيادوي وكولي شې چى وځان ته يوه جمهوري لاره غوره كړي چى نړى وال به هم مرسته ورسره كوي خو كه دجنگ اود زور دلاري دهغه حكمرانان دليري كيدوهڅه وشوه نو دهغه ولسى پاڅون ته لوئىزيان ورسيږي خو ددى سره ضروري ده چى د باندنى لاس وهنى پرته دا كاروشې دهغه ولسى ياڅون نور څومره زورواكه حكمرانان او ډلي په مخه كړي دابه هم خپل شوي ولسونه ژرپه خپلوستر گوو وينې خودځان سره به څه ناخوالي ولري دا پخپله دولسي پاڅون پورى اړه لري كه دوي خپله مخه او هدف په سپيڅلى ډول او دتشدد څغه خواپاكى مخ ته يوشې اوددي د څنگه د خپل ولس سوكالى سوله او پرمختيا په نظر كښى وساتي دانه چى يو آمرولاړشي دهغه په ځائى بل آمر كښينول شې چى بيرته هم دخپل ولس د گټو په ځائي دهغه چاگټى خوندي كړي چى دهغه څوك ې دوي ځائي ته رسولي وو خو د مصر خلگويو وار بيا ونړى والو ته داڅرگنده كړه چى هر څه به ددوي په خوښه كيږي خود نړى وزور واكوته به تر كومه دمنلو وړوي دابه وخت څرگنده وي.
.................
موږ خپلى پښي په خپله په تبروهو دنورو دپاره        .      
                                                                                                     ليك :عبدالجباركاكړ
                          درې كاكړى غاړو  څغه  زه خپل ليك پيل كوم
۱.جهازي تو پنچه وړي. ترمړو زياتي بخت نامي
 ۲. سكهه دي مړكى سور زخمي. بخت نامې ځان دي كې غازي
۳.ښه  ده  داتر اوس مړه. بخت نامي سره كولاسونه.
د هغه ملى مبارزه چى دباندنيانو په ضدوه ويل كيږي چى بخت نامي ته يوسكهه ډاكټر په مخه ورغلي لومړي ي ددهغه سكهه ډاكټر دوژ لونيت وكړي خوبخت بى بى هغه بيرته په دي خاطر پريښودي چى دهغه سكهه ډاكټر دخدائى دمخلوق خدمت كوي ځكه ې مرگ نه دي په كار تردي وروسته يوبل سكهه او انگريز په مخه ورغلوبخت  نامي بىبى په دي ټكان او ډزي وكړي سكهه په هغه ځائى ووژل شو او انگريز فرنگي مړنه شو خو ژوبل داد يوي ميرمني پوه وه چى سكهه ډاكټر ې ددي كبله ونه واژي چى دخلگو خدمت كوي او ددي په پرتله نن په ټول افغان پښتون وطن كښى څه روان دي څو مره پوهان ډاكټران انجنران مخور اوسپين ږيري او هغه څوك چى د روغى جوړي هڅى كوي چى ولس باندي راټول شې هغه دوي  وژني چى دوي ولي د دولت سره ولاړ دي په دي بحث كښى موږ نه ځوخودومره خبره كوو چى نن خبره دانه ده خبره داده چى نن دهغه خوارولس ددهغه بدمرغي څغه وباسو دلته خبره دگټو ده څوك ې په يوه نامه كوي  وبل نامه ودهغه گټو ته ځان ورسوي او د دوست او دښمن هم ددهغه گټو په رڼا كښى توپيز كيږي هڅيوك دبل غم نه دي اخستي په دهغه خبره هغه څوك پوهيږي څوك چى دنړى سره تړلي وي او بس خوز موز ملي مبارزه ډيرپخوا په دي پوه وه.
نوري دوي كاكړي غاړي
۱. قام دي پرې شې پرنيمي. بخت نامه مچ له وړي پيكي
قام دي پري شې په نيمي. چى بخت نامه هتكړي وړي
كله چى دهغه كاكړي غاره جوړيدله يواځي يوه بخت نامه وه چى دخپلى خاوري او وطن په خاطرې داكا ركړي وو او نورو خوندكيودهغه غاړي په جوړي كړي وي چى په داقام كښى يو هم دومره سرتيري نشته چى بخت نامه دمچ وجيل ته دوړلو څغه را وگرځوي اوداپيخور ارومرويوي بلى مبرمنى ودهغه بشپړه قام ته  وركړي وو خودبده مرغه نه دهغه ناورين دټول پښتون افغان قام سره د دري لسيځو څغه را روان دي خويو داسي څوك تشته چى ددهغه بشپره پښتون افغان غم وخوري نه څوك شتنه چى نشته چى ودهغه ولس ته دا ور په گوته كړي چى دوي ولي په داناورين كښى راگير كړل شوي دي اود دي ناورين پايلي به څه وي؟ خوهر څوك په دي پوه دي چى دبښتون افغان نوروراني نوروراني؟ خو پوښتنه دا ده چي دهغه  ورانى ته به هم رډواو سپنو سترگو گوروا  خپل گټي څه چى ولس او خپله  خاوره به  دنوروگڼو دپاره داسي ورانوو لكه دتيرو ديش پنځه ديش كلو څغه چى ورانيږي نه به يومشر راڅرگند يږي نه يوه بخت نامه را ولاړ يږي نه به دبخت نامي يوه خوندكى دمشراو كشر په دي بى حسي يوه كاكړي غاړه او پيخورودي بشپړه قام ته وركوي هو هم داسي به وي چى هر قام دخپله خاوري او دخپل ولس گټي ترپښولاندي كوي اود نورو دگټو دپاره خپل هر څه ورانوي د هغه قامونو او ولسو سره هم داسي چل كيږي لكه دپښتون افغان سره چى كيږي دكوم قام چى لوئى اووړ وكي سياسي او غير سياسي لوستى او نالوستى ملا او حامى سوداگروي نو هغه قامونه هم د داسي ناخوالو سره مخ كيږي لكه موږ چى يو خبرې دسپڅلي اسلام كووخو عمل د اسلام په ضدكوو خبري دوطن ولي كوو خوعمل دوطن دورانى كوو دخپلو سپيڅلو خلگو وژنه كوو موږ  به هم داسي يو دبل وژنه كوو چي پخپله  ځانونه ختم كړو او نورو خپلو گټوته ورسوو.
تيره ورځ په يوې ورځپانى كښى دجنرل (ر) اسلم بيگ چى ځان د اسلامي سپه سالارا نو څغه يوگڼي په يوليك كښى دپښتون پاور اود شيحه پاور خبره كړي وه دهغه ليك ماڅو واره ولوستي خونه په پوهيدم چى دپاكستان دوسله والو ځواكو دهغه پخواني سرلښكر مطلب څه دي؟ چى لومړي موږ په اسلام كښى فرقي نه منو او كوم مذهب چى موږته دقرآن او دحديث دلاري اود كلي دملا په لارښودنه راښوول شوي دي بس هغه زموږ دپاره كافي دي فرقي كه نور جوړه وي هغه دي جوړه وي موږته ددي اړتيانشته خوخير دهغه ليك په وارووار ودلوستلو وروسته داخبره په سوچ كښى راغله چى دلته ته دپښتون پاور څه ضرورت دي؟ كه شيحه پاور دوي ليكى بيا په كار وو چى دهغه پخواني سرلښكر سني پاور ليكلى وي ولي چى هر وخت دشيحه خبره كيږي نومخ ته سني ياديږي دهغه سړي په دومره سپن سترگي پښتون پاور چى په لومړي ځل ماد داسي چا په ليك كښى وليدي چى هغه دټولي اسلامي نړي يا لويه اسلامي نړى(PAN.ISLAMIG) ملا تړي دي  لومړي په اسلام كښى د توپيرنه كوي چى شيحه او سني خونوموړي دومره لاندي تللي دي چى پښتون ې د شيحه ومخ ته درولي دي او بياد ټول پښتون جخرافيه ددوي دوگړو شمير وركړي دي چى دوي دومره زوروراو عښـتلي دي.
پښتانه وائي هغه دهغو څغه بدوړل دوي نور وراچولى پښتانه من حيث القوم سپيڅلى مسلمانان دي دهغه وخت څغه په فرقو او مذهبى ډلونه دي ويشل شوي په سوله او امنيت مېن دي همسايه گاونډي د خپل ځان اوو جود برخه بولي كله هم فرقه ايزه جگړه نه دكړي ډير لښر ښگش او توري پښتانه چى شيحه گان دي په كورمه او كوهاټ كښى ميشته دي كله كله دسني او دشيحه په نامه ددوي جگړي دگاونډياتر منځ كيږي خو هغه هم پخوانه وي دڅه وخته څغه دهغه جگړي ليدل كيږي يا په افغانستان كښى هزاره قوم دي چى دشيحه او سني جگړه موږنه د اور يدلي خودمځكو او ورښو په سر باندي كله كله ناخوالي رامخ ته كيږي نور نود اخبره چى پښتون پاور او شيحه پاور دا عقل ومنلوته تيار نه دي نوموړي چى داناښولټه او انكشاف كړي دي په كار دي چى نه يواځى پښتون پاور په دي خبره غور وكړي بلكى شيحه پاور هم په دي سوچ وكړي.
                      دا خبره اوس په بشپړه ډول څرگنده شوي ده چى يوه نړى واله توتيه دسيسه سازش د ډيره وخته څخه راروان دي چى دهغه پښتون افغان ولس داسي وكوټي چى بيا سر راپورته نه كړي د شوروي لښكر وو دافغانستان ته د راننوتو  او بيا تر اوسه دهغه توتيې توده بڼه خپله كړي ده ولي چى وسپينه سره ده او دوي وار ژر ژر باندي كوي نوځكه ې د نوونوو پيښو او چيلنجونو سره مخامخ كوي اوس دا زموږ كاردي چى د دهغه د سيسو څخه موږ څنگه ځان استلى شو ددي سره سره چى وخپل كورته راڅرمه گاونډي هم زموږ په ضددي يا دا چى موږ يو دوست نه لرو كه هر څو دوي دموږ سره دخپلوي دا وه كوي خو موږ ټولوته دا فكر كول په كاردي چى دا ولس او دهغه قام او دهغه دنيكه گانو څخه راپاته شوي خاوره او خپل مذهبى او قومي دود څنگه خوندي وساتو هيڅوك نه لرو چى څوك موږ  ددي شخړو او ناخوالو څغه را وباسي خپل ځان به پخپله د دهغه ناورين څغه رابا سو اود نورو د گټو دپاره چى زموږ په ولس او خاوره اور بل دىهغه په پخپله وژنو په دا ديش پنځه  ديش كلو كښى دسولي او روغي جوړي په نامه چى د موږ سره كومى لوبي وشوي هغه دهرچا و مخ ته دي گټي نور خوري خو ولس او ننگياليان پوهان او علماء زموږ د دمنځ څخه وړل كيږي اوراه څوك شول د نورو وطنو خاوري څوك شول بهنگيان او ميتران څوك شول معذوره څوك شول دا دومره ناخولي دي چى په دي ليك كښى ځائي نه شوو وركولو.
دا چى دښمن څومره توطيې جوړي كړي دي او زموږ دوراني او ډې كړي دي ددوي څخه هر څه ځغورل دومره آسانه دي...؟
          زه وايم هو ولي چى پښتون افغان يو ننگيالي تاريخ نبوولي دي د تاريخ اوږ دوكښى په وار ووا رود داسي بدمرغيو سره مخامخ شوي دي خوبيا چى ځان سره راټول كړي دي دښمن ي تركوره نه يواځي رسولي دي بلكى تر خپلو گو ډوي هم لاندي كړي دي نو ددي دپاره په كاردي چى څه وشي...؟ ددي دمخه چى څه وړانديځونه وكړم دايوه خبره سپينول غواړم چى ډير څوك به دا خبره كوي چى ليكوال يواځي د پښتانه خبره كوي د اسلام او مسلمانى خبره نه كوي د پښتانه خبره ځكه دهر څه ومخه راځي چى د۳۵كلو څغه د پښتون افغان په خاوره او ولس د اور خوړي پورته كيږي خو نه يوه اسلامي هيوادي غير اسلامي هيواد ددي اور د وژلوته نه دي را دانگلي بلكي دخپلومالي گټو دپاره ي په دي اور تيل اچولى دي.
- بېرته شاته