(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بهرنیو چارو وزیر می نزدی خپلوان دی

د نړۍ پر سر چې څومره انسانان ژوند کوي، ټول يې خامخا په خپل ژوند کې خوږو او ترخو خاطرو لرونکي وي، او هر کله چې  يو څوک د خوږو خاطرو په اړه د نورو دوستانو سره یادونه کوي، د خبرو تر څنګ یې خوله هم له خنداء ډګه وي، د خوشحالۍ  لیکې يې پر مخ له ورایه ښکاري، مګر کله کله،  چې د خپلو ترخو خاطرو یادونه کوي د سوړ اسويلو تر څنګ يې پر مخ د قهر او غصې اثرات ښکاري،آفسوس کوي او وايي چې کاش  داسې صحنه مې نه وای لیدلای، خاطرې په هېڅ شکل د یاده نه وځي،  زه هم د هغو له جملې څخه يمه، چې د خوږو خاطرو تر څنګ ډېرې ترخې خاطرې هم لرمه، زما د ترخو خاطرو څخه يوه هم هغه ده چې ما په هندوستان کې ولېده او غواړم يې چې له تاسو سره یې شرېکه کړم. زه تېره میاشت هندوستان هېواد ته په سفر لاړمه، د هندوستان هواء پاکه، ځنګلونه یې ډېر زړه راښوونکي، شنه او ښایسته وه، ځنې مارکېټونه يې دومره ښایسته او پاک وه، چې پر هره خواء به دې نظر اچوه خپله څيره به درته ښکارېده، د امنيت له نګاه څخه هم نسبتاً ارام هېواد دی، مګر په هغه آرام او نسبتاً پرمختللي هېواد کې، چې زموږ هېوادوال څومره مشکلاتو او ستونزو سره مخ دی، دا هغه چا ته معلومېږي، چې یا يې خو هندوستان ليدلای وي او یا يې خپل، خپلوان  په  څه  مشکلاتو کې راګير وی، نه غواړم چې خپله کيسه اوږده کړم، راځم او هغه مشکلات تاسو سره شرېکول غواړم چې ما  په هندوستان کې په خپلو سترګو وليدل.
کله چې هندوستان ته ورسېدم، د ځينو افغانانو د ليدلو څخه بعد په هندوستان کې د   افغانستان د لوی سفارت  د محترم سفيرصاحب سره مې ملاقات وه، ماته ځينو محصلينو او پانګوالو شکایتونه کول، او د همدې شکاياتو د حقيقت معلومولو په خاطر هندوستان هېواد ته ولاړم، زه په هندوستان کې يوه مياشت پاتې وم، په ياده مياشت  کې چې ما د سفير صاحب  په وجود کې کومې ستونزې ليدلې هغه په لاندې درېيو برخو کې تاسو ته وړاندې کوم.
لمړۍپه هندوستان کې د افغان محصلينو ستونزې:   داچې فعلاً په هندوستان هېواد کې افغان محصلين څومره ستونزو سره لاس او ګريوان دي، تاسو ټول به پرې ښه خبریاست، ځکه د نن سبا په انټرنيټي دنيا کې وړه خبر هم په څو ثانيو کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېږي. هر کله، چې  افغان محصلين د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو لپاره په هندوستان کې د افغانستان لوی سفارت ته مراجعه کوي، له سفيرصیب سره څو دقيقي وخت نه وي، چې د محصلينو ستونزې واوري. او نه له محصلينو سره ګوري،  او غواړي هم نه ، چې له محصلينو سره وګوري، سوداګرو او پانګوالو ته يې هم وخت نه ورکوو، ځان ډېر مصروف ښکاره کوي.  هر افغان محصل چې کله سفارت ته پدې هېله لاړ شي، چې ګواکې یو لړ ستونزو ته به د  حل لاره پیدا کړې، سفارت ته د رسېدو څخه وروسته، چې کله واوري سفيرصیب  بهر تللی له وزیر یا وزیراعظم سره ملاقات لري، او يا داسې واوري چې سفیرصیب وخت نه لري، نو بېرته نه هیلي د سفارت څخه روان شي،  سفيرصیب په دې نه دی خبر ، چې  محصلين د يو هېواد برښليک ټاکوونکی قشر دی، پانګوال او سوداګر د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري، او په بل هېواد کې سفارت په هماغه هېواد د خپلو مېشتو وګړو د مور او پلار حيثت لري، د هندوستان په شان يوه مهم  هېواد کې يوه داسې سفير ته اړتيا ده، چې د خلکو ستونزو او مشکلاتو د اورېدو، هغو ته د حل د لارې د پیداکولو او په آینده کې د مشکلاتو د پیداکېدو مخه نيونکی وي، نه داسې يو سفير چې فعلاً په هندوستان کې د خپلې درندې او سپيڅلې وظيفې پر ځای په عیاشيو او شراب خورۍ بوخت دی، د ډاکټر طرزي په شان کبرجن، مغرور او پخپل ځان مين انسان ته دسفارت پرځای يو وړوکی رياست هم زیات دی، مګر سفيرصیب ځان ډېر جيګ ښایي همېشه په خپلو خبرو او شخصي مجالسو کې دبهرنيو چارو د وزیر او ولسمشر د ليدنې څخه بغیر د بل چا نوم نه اخلي، کله وايي چې د بهرنيو چارو وزیر صاحب سره مې ولیدل او کله کله بیا وايي چې د ولسمشر صاحب سره مې ليدنه درلوده، سفيرصیب په خپلې وظيفي دومره متکي دی، او   وايي ماهېڅ څوک هم د دې دندې نه شي کوښه کولای ځکه زه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير خپل او له نږدې خپلوانو څخه يم، د هغه وزیر چې ولسمشر صاحب په خپلو لاسونو د بهرنيو چارو د وزارت په څوکۍ کېنولی، او د یاد وزیرصیب  له برکته نن کرزی د ولسمشرۍ په څوکۍ ناست دی وزيرصاحب د  ولسمشر قدرت ته په رسېدلو کې مهم رول لوبولی او همدا وجه ده، چې نن یې د الحضرت صاحب کورنۍ په شاتمبولې، د وزیرصیب څخه ډېر زیات خوښ او راضي ښکاريده او همېشه به يې په خپلو خبرو کې يادونه کوله، چې وزیرصاحب اکثره دیپلوماتان زما  په خوښه تعين او زما امتیازات يې هم د نورو سفیرانو څخه لوړ ټاکلي دي، که تاسو د وزیرصاحب ژوند وګورئ، چې څومره لوکس او عصري ژوند لري، فکر نه کوم چې د متحده عربي اماراتو او یا د کویټ سفير صاحبان  په نورو هېوادونو کې هم د طرزي صاحب غوندې عصري ژوند ولري، مګر په هماغه هېواد کې افغان محصلين او سوداګر څومره ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي، چې ټولې ستونزې او مشکلات يادول ډېر وخت ته اړتيا لري، هر کله چې محصلين د کومو ستونزو د حل لپاره سفارت ته مراجعه کوي، سفیرصیب  خپل سکرتر ورته ډېر لوړ او باصلاحيته معرفی کړی، چې خپلې ټولې ستونزې دې خوار او بدبخته محصلين زما د سکرتر سره مطرح کړي، د سفیرصیب په نظر محصلین بدبخته او پسمانده دی، سفیر صیب په دې نه پوهېږي، چې سبا ورځ زموږ دهېواد آینده د همدې محصلينو  د راتلونکی پورې اړه لري، واقعيت دی چې د محصلينو ژوند خوار وي مګر بدبخته نه ، محصلين خو داسې يوه سرمایه ده، چې قيمت يې د سرو او سپينو سره په تول برابر دی. دوهم: بهرنيو چارو پخواني وزير سفنتا پسې سپکې سپورې ويل
سفیرصیب په اکثره جلسو کې په دې ډېره خوشحالي ښودله، چې ډاکتر سفنتا د بهرنيوچارو وزارت څخه ليرې شوې، ویل به یې چې سفنتا صیب زموږ محمدزیو سره جوړ نه وه، محمدزيو ته د بدوردو ويلو تر څنګ يې هېڅ نه غوښتل چې په خپله اداره کې د یادې کورنۍ يوه مامور هم وویني، همدا وجه وه چې زه کله په سويس کې سفیروم راته يې د پيسو دوسیه جوړه  او د یادې وظیفې څخه يې په يو جوړشوې پلان له مخې ليرې کړم، بیا به په خنداء شو او به يې  ويل ،  مونږ هم  سفنتا داسې په ګنډو کړ، چې نور به هېڅ خپله څوکۍ تر لاسه نه کړي..
درېيم: د سولې د عالي شوراء سره مخالفت.
سفيرصيب  د سولې د عالي شوراء د جوړېدو  سره هم سخت مخالفت  ښوده  او وايي چې د قاتلانو او وحشیانو سره روغ جوړه هېڅ مانا نه لري، قاتلانو او جګړه مارانو سره خبرې زموږ د هېواد ضعف ښايي، د طرزي په اند چې قاتلان سولې ته د راغوښتو پرځای يې وژل بهتره دي .
سفيرصیب په خپلو عياشيو بوخت دی په دې نه دی خبر چې سوله یوازیني او بنسټيزه لاره ده چې،یو هېواد د پرمختګ په لور بیايي. سوله ده چې زموږ جنګ ځپلي هېوادوال ورته د هر څه زیاته اړتیا لري، د سولې راوستو لپاره د هرې جمعې مبارکې په ورځ په جمعه لاسونه پورته کېږي او د لوی ذات(ج) څخه د سولې  د راوستلو غوښتونکي وي، سفيرصیب په دې نه دی اګاه چې نن دی په ارام او پرمختللي هېواد کې سفير دی هغه هېواد د پرمختګ او ارامتيا وجه یوازې سوله ده ، په هندوستان کې سوله موجود ده چې ورځ په ورځ پرمختګ کوي او د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ډېرپه  چټکۍ سره قدمونه اخلي، که په هندوستان زموږ پخوانيو مشرانو حکومتونه کړي، د خپل حکومت لمنۍ يې تر هندوستانه رسولې وي، او نن په خپل هېواد کې د ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي یوازینۍ خبر ده، چې سوله نه ده موجود، د ولسمشرۍ په دوهم دور انتخاباتو کې ښاغلي کرزي ټولو هېوادوالو سره ژمنه وکړه، چې د سولې د راوستلو لپاره به نه ستړې کېدوونکي هلې ځلې کوي، هماغه وه، چې د دوهم دور د انتخاباتو د ګټلو څخه بعد يې سمدستي د سولې په راوستلو کې کوټلي ګامونه واخېستل، لومړی یې د سولې ملي مشورتي جرګه جوړه او وروسته يې د سولې عالي شوراء منتځته راغله، هر افغان مکلف دی تر څو د خپل مشرتابه د دې نيک اقدام قدر وکړي او لبیک ورته ووايي، سوله یوازې  کرزی صاحب په  منډو ترړو نه راځي، د سولې په راوستو کې هر افغان بايد تر خپل وسه زیار وباسي او کوښښ وکړي، چې يادې پروسې ته په نيک نظر وګوري، سفیرصیب د خدای(ج) لپاره لږه خپله وظيفه وپيژنه، د خپل هېواد پاليسي وپيژنه او د قدر په سترګه ورته وګوره، جناب سفیرصیب که تاسو په خپلو خبرو کې په زغرده دا وايي چې زما امتیازات د نورو سفيرانو څخه لوړ دی، د هماغه امتیازات دی، چې تا ته د بیت المال څخه درکول کېږي، یوازې او یوازې په دې خاطر چې د افغانانو ستونزې واوري، حل کولو کې یې زیار وباسې او په آینده کې کوښښ وکړي، چې همېشه لکه د خپل ولسمشر په شان صادق او وفداره واوسئ.  
تاسو پوهېږئ د سفيرصیب د اظهاراتو څخه داسې ښکاري چې دی د افغانستان د حکومت نه بلکه د کوم بل هېواد مامور  وي، د خپل سپيڅلي قانون پرځای د بل هېواد قانون ته ډېر قايل دی،  یو چا ته چاپلوسې هم حد لري مګر فعلاً چې داکترصیب بهرنيانو ته  کومه چاپلوسې شروع کړې، روان ده  او د حد اندازه یې نه ده معلومه، د افغان حکومت پاليسې د نه مراعت کولو تر څنګ د خپلې وظیفې څخه هم نا خبره دی، زه د يو با احساسه افغانې په توګه تاسو ټولو څخه خواهش کوم چې، د داکتر صیب په سويس کې د وظيفي باندې لږ نظر واچوئ، چې داکترصیب د خپل ماموريت په دوران کې د سويس په هېواد کې څه وکړل، همېشه يې لکه د اوس په شان وخت په عیاشۍ او مردارخورۍ کې تېرکړی، که څه هم ښاغلی طرزي متقاعد دی مګر بيايې هم د سفارت يوه مهمه څوکۍ اشغال کړې، نه خو د چاسره کومک او مرسته کولای شي او نه هم د خپل هېواد قانون ته وفاداره دی، په خپله شراب خورۍ هم اقرار کوي او وايي، چې په داسې يوه موقف کې یم چې باید شراب لکه د اوبو په شان وڅکم،  او د کومې ورځې څخه چې هندوستان هېواد ته د سفير په توګه معرفي شوي، په هندوستان کې افغان محصلينو، سوداګرو او په هندوستان کې نورو افغانانو ستونزې څو چنده زیاتې شوې دي، د دې وجهه هم همدا ده، چې سفيرصیب په خپلو عیاشۍ،  کباب خورۍ او شراب خورۍ بوخت دی، نه خو د افغانانو د آرامتیا او خوشحالتیا کوم کلک هوډ او اراده لري او نه هم داسې فکر کوي، چې زه د يو مشر په توګه څومره مسئوليتونه لرم.
سفير صیب يوه يادونه درته کومه، هغه دا چې هندوستان زموږ د نږدې دوست هېواد څخه شمېرل کېږي، هېمشه د هندوستان هېواد کوښښ کړی، چې افغانانو سره څومره چې یې وس وشي کومک وکړي، مګر د ډاکترصیب ستاسو په وجود کې د هندوستان د کومک لاس صفر خواته او مشکلات اوج نقطې خواته روان دی، هم تاسو وئ چې په هندوستان کې څه موده وړاندې مو د افغان محصلينو  د  هندوستان هېواد څخه وتلو دسيسه کې لوی لاس درلود او اوس هم د هندوستان د حکومت څخه غوښتنې کوې، چې په افغانانو دې تحصلي بورسونه بندکړي، او کوشش دې وکړي چې په نورو برخو کې هم خپلې مرستې او همکارئ راکمې کړي.
ډاکټر صیب کله چې د ولسمشرصیب کلک هوډ او ارادې واورو خوشحاله شوه، او تمه مو پیدا شي، چې انشاءالله که خدای(ج) کول نو هېواد به مو ډېر ژر جوړ شي، خو کله کله چې ستاسو په شان مشران په اوسنۍ اداره کې وينو نو د هېواد د جوړېدو طمعه مو قطعه شي، محترم سفيرصاحب لږ د خپلې سپيڅلې وظیفې مسئوليت وپيژنه او کوښښ وکړه، چې د سولې او سوله ېیز ژوند ته د ګرځيدو ملاتړ شي، زموږ هېواد تېرو ۳ لسيزو همدې خبرو لوټه، لوټ کړ چې په یو نوم د چا او په بل نوم د چا پورې وه، نن ملک جوړېدل غواړي او کوشش وکړه چې د نفاق اچولو څخه لاس واخلي. او د خپل ماموريت په دروان کې خپل نوم د تور ليست څخه بچ او په طلايي رنګ يې وليکي، ځکه نه به ته همېشه ژوندی يې او نه به دې همېشه دا ماموريت وی.
په هېوادنۍ مينه
ليما – نوی ډهلی
[email protected]
- بېرته شاته