(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکړدۍ


هغه لا وړه وه چې دَ کليمې او مونځ پۀ ځائے ئې دَ ګډا چل اېزده کولوـ هغې به ژړل
چې زۀ نۀ ګډېږم ـ زۀ ستړې کېږي ـ ما پۀ سکول کښې داخله کړئ ـ زۀ بهر دَ وړو سره لوبو له ځم ـ بهر مې ملګرې چيندرو، ميرګاټي ، ګاټه او پټ پټوني کوي ـ زۀ هم دَ هغوئ خواله ځم ـ پلار به ورله مخ له يو پړق ورکړو ، سم شړق به  ئې ترې تېر کړو چې نۀ چپ کېږې ، دا زما دَ پلار نيکه کسب دے چې دا زۀ پرېږدم نو څۀ به خورم ـ هغه دَ درې روڼو خور وه ، خو پۀ هغو کښې هم دا جرات نۀ وو چې دَ دومره ژړا فرياد نه پس ئې دَ هغې پۀ سر لاس اېښودے وے ـ سينې ته ئې رانزدې کړې وے ـ چې مونږ به خواري مزدوري کوؤ خو تا به لکه دَ ګلاب ساتو ـ دَ ژوندورځې شپې تېرېدې ـ اخر نګهت ځوانه شوه او مجلسونو ته ئې تلل شروع کړل ـ هره شپه کۀ نۀ وه نو پۀ درېمه څلورمه ورځ به خلقو مجلسونو له بوتله ولې چې خدائے ورله ډېر ښائست ورکړے وو ـ پلار ئې هم ډېر خوشحاله ؤ او هر وخت به ئې وې زما لور نۀ ده پېسو مشين دے ـ نګهت پېسې ګټلې او پلار او روڼو به ئې دَ هغې پۀ ګټلو پېسو عېشونه کول ـ هغې دَ ځوانۍ پۀ پوړۍ قدم اېښے ؤـ کله چې به دَ مجلس نۀ ستړي ستومانه راغله نو پۀ کټ کـښې به لوړي بوړي ، پرکاله پرېوتله او سوچ به ئې کولو چې زما هم کور وے ، خاوند وے ، بچي مې وے ـ دَ دې ظالمانو دَ ظلمونو نه مې لرې ژوند تېرولے ـ دا ظالمان خلق به پۀ ما پورې ترکومې ملنډې کوي ـ داسې ګډه شه ، پاسه ، کېنه ، اغه سندره اووايه ، دَ فلاني غزل اووايه ، لکه دَ ګوډاګي دا خلق پۀ ما لوبې کوي ـ بره آسمان ته به اوکتل چې يا لويه خدايه ، يا دَ جهانونو مالکه !زۀ پۀ داسې کور کښې ولې پېدا کېدم ـ دا خلق زما دَ آرمانونو قاتلان دي ـ زۀ نۀ غواړم خو داسې کارونه پۀ ما پۀ زور کېږي ـ زۀ حېرانه يم چې څۀ اوکړم ـ بل څۀ چل ماله نۀ راځي ـ کۀ دَ کوره تښتم نو هم به دا ظالم سماج ما پرې نږدي ـ ځکه چې هغوئ به بيا دا عېشونه څنګ کوي ـ اول خو څوک زما تپوس نۀ کوي ـ ځکه چې زۀ ډمه يم ـ کۀ څوک مې تپوس اوکړي هم نو پلار او روڼه ورله ما نۀ ورکوي او کۀ ما چاله ور هم کړي نو بيا هم زما ژوندبه دَ پېغورونو پۀ اور کښې تېريږي ـ څوک به راته وائ چې ته ډمه ئې ـ ستا پلار ډم دے ستا نيکه ډم ؤ ـ ته دَ ډمانو دَ خاندان ئې ـ کۀ بچي مې اوشي نو هغوئ ته به هم پۀ نه خبره خلق وائ چې دَ ډمې بچو ـ زۀ نۀ غواړم چې زما ژوند دي داسې دَ شرم وي ـ زما بچي دي زما پۀ وجه دَ سختو سره مخ شي ـ
سحر ئې مور کمرې ته راغله چې نګهت بچے پاسه لس بجې دې ، سره غرمه ده ، نمر دَ آسمان نيمې ته رسېدلے دے او ته لا اوده ئې ـ دَ درې څلورو اوازونو نه پس هغې حرکت اونه کړو نو مور ئې وارخطا خواله وراغله ـ خو هغې دَ زهرو پۀ ګوټ دَ ژوند خاتمه کړې وه ـ
               دا دَ دُنيـا دَ نـاکــــړدو دَ لاسـه
                پـۀ خپله نـۀ ګډېږي ډمـه ډمـه
- بېرته شاته