(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسوله ایز فشار اړتیا!

د ۲۰۰۱ میلادی کال را په دې خوا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مستقیم پوځی حضور  شته. په همدې وخت کې د نړۍ ګڼ شمیر دولتونو او مرستندویه ټولنو هم د افغانستان د بیا جوړونې  تر نامه لاندې په بیلیونونو ډالره مصرف کړل.

 سره له دې چې د بن د کنفرانس او د نړیوالې ټولنې لخوا له افغانستان سره د پوځي او بیا ودانولو په ډګر کې د عملی مستقیمو فعالیتونو  له پیله تر اوسه په هیواد کې ځینې مثبت کارونه شوی، خود امنیت، د موکراتیکو بدلونونو او د بیارغونې  بهیر  چې له اوله هم د ډاډ وړ نه ؤ ،  د څو وروستیو کالونو راهیسې په چټکۍ سره مخ په پڅېدو او خرابیدو دی. افغانی ټولنه په مجموعی توګه ورځ تر بلې د فناتیکو بنسټپالو د افکارو په غیږ کې لویږی، چې د تروریسم د ودې له پاره ښه شرایط برابروی.
افغانی دولت د خپلو نړیوالو متحدینو له غوڅ پوځي، سیاسی او اقتصادی ملاتړ سره - سره د ټاکل شویو موخو په تر سره کولو کې له لویو ستونځو او ناکامیو سره مخامخ دی .  د امنیت په راوستلو، د بیا رغونې د کارونو په ښه پرمخ بیولو، د مخدره توکو د کر، قاچاق او سوداګری د مخنیوی، د بشر د حقوقو او په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د فردی آزادیو د تأمین او په هيواد کې د ترورستانو پر ضد فعالیتونو کې یې د محاسبې وړ بری نه دی تر لاسه شوی.
د بهرنیو ځواکونو د پوځی عملیاتو په نتیجه کې واک ته رسیدلې او وروسته بیا د مکررو لاسوهنو او عوام غولوونکو تدبیرونو له لارې د هيواد په قدرت  کې  ساتل شوې ناکاره ډلې د افغان ولس د ارادې  تمثیل او استازیتوب ونه شوای کولای. دې ډلې  د لسو کالونو په تیریدو سره هم  د ملت  رښتینې غوښتنې ونه شوای پیژندلای او د هیواد د ملی ګټو په ساتلو کې ناکامه پاته شوه. د ملت غوښتنو ته د پام ور اړولو پر ځای یې ټول فکر او ذکر په دې کې دی چې څنګه وکولای شی د حلالې او حرامې لارې خپل شخصی جيبونه او بانکی حسابونه ډک کړی. په ويښه او ویدو کې د نورو د شخصی او همداراز د عامه دولتی شتمنیو د شوکولو او چور فکرونه کوی او چالونه یې سنجوی.  په هیواد کې د افغانانود تاریخی کلتوری بنسټونو له په نظر کې نیولو او د افغانی ټولنې د تاریخی ودې له اوسنۍ مرحلې سره مطابق د دموکراسۍ تأمین او د یوه اغیزمن، کارپوه، مسلکی او خدمتګار  او مشروع حاکمیت شته والی ورځ تر بلې ځنډیږی.  د اوسنی واړه حاکم ټيم د دایرې څخه د باندې افرادو او ګروپونو ته په اردو ، ملی امنیت، پولیسو اومجموعی توګه په دولت کې د برخې اخیستنې او لازم فعالیت لارې عملابندی دی.  په دولتی او نظامی ادارو او ارګانو کې وظیفوی دسپلین له منځه تللی. د اداری او مالی فسادپه وړاندې د حکومت هلې ځلې یا رښتینی نه دی او یا له جدی چلنجونو سره مخامخ او ناکامې دی.   د اوسنی نظام د وسله والو دښمنانوسره  د بریالۍنظری او عملی مبارزې امکان  او د هیواد ترمخ  دپرتو ستونځو د حل توان له اوسنۍ واکمنۍ سره نشته. د څو کالو عملی تجربو او د واکمنې ډلې د متشکلو اجزاوو بیوګرافی، تیر فعالیتونه او  مسلکی-کیفی تحلیل دا له ورایه په ډاګه کوی چې،  اوسنئ واکمن ګروپ د کابل د کنفرانس د پریکړو مطابق د ملی نوی کولو، د فساد له منځه وړلو، د دولت او حکومت دسمولو، د قانونیت د ټینګولو، د اتباعو د حقوقو د ساتنې، د دولتی ادارو د کارونو د اغیزمنتیادلوړولو، خلکوته د ضروری خدمتو نو د رسولو او د رڼه او شفافه حکومت کولو وس لاسته نه شی راوړای. په حقیقت کې همداډله د همدې ستونځو ، ناخوالو او نواقصو مور ده.
د امریکا او دهغو د مؤتلفو دولتو په پوځی زور  د دې ناکاره، په فساد ککړې او  له ولسه پردۍډلې  ځواک ته رسول  او بیا په مختلفو چلونو او بهانو د هغو ننګه او ساتنه دافغان ملت دډیرکیو پرګنو په وړاندې  ورځ تر بلې زیات  دا سوال  او شک را پورته کوی چې همدا وضعیت د ناتو د ځواکونو او په تیره بیا د امریکا د متحدو ایالتونو  لخوا په قصدی ډول پر افغانستان او افغانانو تحمیل شوی دی.  دا تفکر ورځ تر بلي زیات د ولس د پرګنو په زړو او مغزو کې ځای نیسی چې، نړیواله ټولنه اصلا  زموږ د هیواد  د سیاسی، نظامی، ټولنیز او اقتصادی وضعیت  د اصلاح او ښيګڼې نیت نلری. داسې انګیرل کیږی چې هغوی د افغانستان د جوړولو لپاره نه، بلکې د هغو د نیولو، ویشلو او بربادولو له پاره افغانستان ته راغلی وی.
زموږ په هیواد کې ډیر وطنپاله، په خپلواکۍ مین، متمدن ، تخصصی او په دولتي- سیاسی چارو پوه ظرفیتونه شته. په نظامی ډګرکې د مسلکی تحصیل او عملی تجربو لرونکی کادرونه موجود دی، خو د تاءسف او خواشینۍ ځای دادی، چې داسې واکمنه مستعده اداره نشته چې د هغو وړتیاوې او موجود ظرفیتونه له تعصبه پرته په مناسبه توګه د عامو ملی ګټو د ساتلو په خاطر په کارو اچولای شی.  په پایله کې ډیر روڼ اندی،  تخصصی کادرونه او ولسی پرګنې له دولته ناراضی دی. څرنګه چې دولت بیا د بهرنیو ځواکونو له خوا حمایه کیږی او ناراضی کسان  او ولسی کتلې کوم خارجی ملاتړ نه لری، نو دهیواد د وضعیت د اصلاح لپاره هم جدی او اغیزمن اقدام نه شی کولای. په آخری نتیجه کې  له مایوسۍ سره مخامخ کیږی، له دولت او خارجیانو زړه بدی کیږی  او طبیعی ده چې ډیر یې د دولت د وسله والودښمنانو سره يوځای کیږی.  که دولتی واکمنان له دې ځواکونو سره چې اساسی قانون ته يې غاړه ایښې او دا اوسنئ سیاسی سیستم ئې منلای دی، د زغم او تحمل څخه کار نه شی اخیستلای، د هغوی په وړاندې يې عملا په دولتی او حکومتی چارو کې د اشتراک  لوی موانع ایجاد کړی دی، نو څنګه به وکولای شی چې د اوسنی نظام له وسله والو دښمنانو سره د پخلاینې لار ومومی او د هغوی  معقولو شرطونو ته غاړه کیږدی؟
که نړیواله ټولنه په رښتیاهم له افغانانو سره د همکارۍ او د هیواد د بیا جوړولو، دموکراسۍ او سولې سوکالۍ په لار کې هومانیستی هدفونه ولری ، نو دوی باید دا هدفونه په څرګنده توګه د افغانستان ولسی پرګنو ته ورسوی. د ولس مشروع غوښتنو ته غاړه کیږدی، افغانستان د خپلې قدرت ته رسولې ډلې په څیره کې ونه ګوری. ټولو ټولنیزو ګروپونو ته د هیواد په ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی او نظامی برخو کې د فعال او مساوی ګډون د شرایطو په برابرولو کې هاند او هڅې وکړی. د وطنی ولسواکه ځواکونو څخه ملاتړ وکړی او هغوی ته د فعالیت پراخه زمینه برابره کړی. دا څرګنده خبره ده چې د نړیوالی ټولنې او په تیره بیا د «نړیوالو سوله ساتو ځواکونو» هومانیستی هدفونه ولسونو ته د افغانی دود او دستور او د همدې افغانی ټولنې د غوښتنو او پوهې د سويې سره سم نه دی  توضیح شوی او د هغوی راتلونکی ستراتیژۍ او سیاستونه په دوړو کې پټ دی.
ددې لپاره چې په هیواد کې سوله، دموکراسی، امنیت  او  متقابل باور رامنځته او د بیا رغونې پروسه سمه او اغیزمنه پر مخ ولاړه شی،  د نړیوالو سره د ښه سلوک او ارتباط لرونکی سیاسی حاکمیت رامنځته شی، داسې چې له یوې خوا د افغانی ټولنې د بیلا بیلوپرګنو مرسته او ننګه له ځانه سره ولری او له بلې خوا د نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو او ځواکونو سره د روغې جوړې او ديپلوماسۍ له لارې د مناسب چلند جوګه شی، نو لازمه ده چې د افغانی ټولنې د مختلفو توکمیزو، ژبنیو، مذهبی، محلی او سیاسی ګروپونو تر منځ د عامو ملی اهدافو د تأمین او د هیواد دبیا جوړونې په منظور د اتحاد او اتفاق په لار کې چټک کار پرمخ یووړل شی.  په دې  لار کې  تر هر څه لومړۍ د هیواد دهغو روشنفکرانو د نظر او عمل یووالی ته اړتیا ده، چې د توکمیزو، ژبنیو، مذهبی او سمتی پولو څخه پراخه فکر کوی او ټول افغانستان  خپل کور بولی.
که د هیواد ملی او ولسواک روڼ اندی په نظر او عمل کې سره متحد او متفق، یو له بله سره په همغږۍ کې په مدنی سوله ایزه ولسواکه مبارزه او د نارواوو په وړاندې په روا مقاومت لاس پورې کړی،کیدای شی چې له کښته لوری او د دموکراتیکو حقوقوڅخه د ګټې اخیستلو له لارې هم په دولت او بهرنیو ځواکونو سوله ایز فشار  واچول شی، تر څوچې د وطن او افغانیټولنې د اصلاح په لور ګام پورته  کولو ته مجبور کړل شی.
Noor M. Ghafury; Tel.: 0707415040; e- Mail: [email protected]
نورمحمدغفوری
- بېرته شاته