(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی واکمن رښتیا وایي

ویاند
د ارواښاد فرهاد بابا او مظلومو مېړنیو شهیدانو د سپيڅلو ارواحو په یاد!
ما هم د زرګونو افغان ملتیانو په څېر د افغان ملت ګوند د افتخاري رییس جناب واکمن پیغام تر لاسه او په غور وکوت. لکه څنګه چې هیله کېده ښاغلي واکمن د افغان ملت د هیلو ترجماني کړی او ټول دردونه او تشې یې را برسېره کړي.
په رښتیا هم د افغان ملت د ګوند سره هر ډول زیاتی د ملت او ملي ګټو سره جفا او تېری دی، دا ځکه چې ددغه ملي ګوند د جوړښت اساسي موخې د سرلوړي افغان ملت د غوښتنو او ارمانونو سره د روح او جسم په شان تړاو لري.
هو! ټول ملي اسلامي ګوندونه په عام ډول او د افغان ملت ملي اسلامي ګوند په خاص ډول د ټاکلي تګلارې او کړنلارې له مخې خپل پیغامونه ملت ته رسوي. کوم ګوند چې دا اساسي اصول له نظره وغورزوي او د ګوندي ارمانونو نه د یوې لنډ مهالې وسیلې په توګه کار واخلي او اهداف یې د استبداد او استعمار له موخو لوګي کړي دا به یوه نه بخښونکې تاریخي جفا وي چې نه به یې ګوندونه وبخښي او نه هم ملتونه.
د افغان ملت ګوند په برخلیک د تپل شوی مشري ستره تېروتنه او خطا داوه چې د کرزي صیب د حاکمیت د پیل نه تر دې دمه یې په وار وار د اساسنامې او مرامنامې چې د اعتبار وړ ګوندي قوانین بلل کېږي سپکاوی کړی ( ډیر ګوندي او لازم ملي چارې او دریځونه د اساسنامې او مرامنامې د احکامو په اساس نه دي تر سره شوي). اصیلو ګوندي کدرونو ته د یو شمېر ګمارل شویو او پردیو عناصرو په پرتله په ګوند کې دننه په ډېره ټیټه سترګه کتل شوي او د ګوندي اصولي مبارزې پر ځای یې د خپل منځي ګټو لوبه غوره ګڼلې. لنډه دا چې د والیبال یو ناکام ټیم د افغان ملت ګوند په برخلیک منګولې ښخې کړي او خپل ځاني ګټې یې د مقدسو ګوندي او ملي اهدافو نه مقدمې بللي.
دا توره او خواشینونکئ لړۍ پاکستان ته د هجرت له شېبو پیل او تر دې دمه ادامه لري. د ګوندي تاریخ په دې اوږد پړاو کې د امتیاز په وخت کې دا ټیم په لومړۍ کرښه کې درېدلي اما د سرښندنې ډګر او د اعدام تختې د مېړنیو مبارزینو په وینو سرې شوي.
مکافات د معامله ګرو په برخه شوې او درد، ستونزي د انقلابي ګوندي صفوفو او مظلومو مبارزینو. د ګوند د ځلانده تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې زړه ور او مسلمانو ګوندي شخصیتونو د محرومو ګوندي کتلو په ملتیا راپورته شوي او ګوند یې د انحراف نه بچ ساتلی.
د ختیځ استعمار د شرمېدلي ماتې نه وروسته دا دی دا ځل لوېدیز استعمار په یوه بله پلمه، دغه ملي سنګر ته خپل روزل شوي څېرې د نوي استعمار په نظریاتو سمبال را دننه کړي او غواړي د ګوند ملي او اسلامي تګلوری په غربي لیبرالیزم او سیکیولاریزم وپلوري او پردي نظریات د ملي اساساتو، وطنپالنې، ټولنپالنې، ټولنیز عدالت او تاریخي افغانستان د فلسفې پر ځای نصب کړي او د هېواد برم د پردیو او استعمارګرو تر ناولو قدمونو او اهدافو لاندې نذرانه کړي.
بلې!
له نېکه مرغه، د افغان ټولنپال ولسواک ګوند د پورتنیو افسوسناکو تېریو سره سره د تاریخ د ډېرو سترو آزموینو نه بریالی راوتلی دی.
دا ګوند د خپل پیاوړي تاریخي حافظې په مرسته کولای شي د ملي او نړیوالو شرایطو د څېړنې پر بنا د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او خپلواکۍ  د دفاع لار د تل په څېر ټینګه وساتي او د یو پراخ ګوندي پوهاوي په رڼا کې چې بنسټونه یې لا پخوا اېښودل شوي خپل کدرونه او ملي شخصیتونه په ملي اسلامي هوډ راټول او په ګوند کې د داخلي ارتجاع او د ګوند نه د باندې د بهرني تاړاک مخه په خورا تدبیر او سیاسي هوښیارۍ ونیسي.
همدا وجه ده چې اوس په ګرد افغانستان کې د ګوندي لیکو سره اړیکې لا هم پیاوړي شوي او د ګوند د انسجام له پاره ورته پیغامونه او لارښونې په پرله پسې ډول رسېږي.
ګوندي کرښې د خپلې سیاسي زیرکۍ او د خدای، وطن او ملت سره د کړي میثاق په رڼا کې له دغه خوځښت سره خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي او هغو ګوته په شمار عناصرو ته چې د ګوند د ملي اسلامي بهیر د سپکاوۍ او بدنامۍ باعث ګرزېدلي توصیه کوي تر څو د ګوند نه د معذرت په غوښتلو سره خپل ځای هغو مبارزو او زړه ورو ګوندیانو ته وسپاري کوم چې د هېواد په دې ویرجنو حالاتو کې د خلکو سره په غم کې شریک او د ګوندي لارښوونو په رڼا کې د تصمیم نیونې صلاحیت لري.
په پای کې د ګوند او هېواد د بې شمېره شهیدانو، یتیمانو، کونډو، ټپیانو، مهاجرو او لادرکه خویندو او وروڼو مقام ته د درناوي په ترڅ کې ټولو ګوندي قهرمانانو ته زیری ورکوم چې افغان ملتیان لکه څنګه چې د سره استعمار سره د مقابلې په ډګر کې د تورې او قلم اتلان پېژندل شوي دا ځل به د لوېدیز استعمار سره چې لر او بر افغان ملت یې د غم او ماتم په ټغر کښېنولی د قلم، تورې او منطق په ژبه بې امانه مبارزه وکړي او په یوه فرهادي چیغه به د منصور د دار رسۍ وشلوي او د یوه با وقاره افغان ملت له پاره به د افغاني ټولنپالنې او ولسواکۍ په اساساتو د اسلام تر سیوري او لارښونې لاندې د پت او عزت نه ډک نظام ور په برخه کړي.
انشآ الله
- بېرته شاته