(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بنو مازيګر

نويد ګله! د مارچ د مياشتې مجله راورسيدۀ - دا ځل مې چې پرانسته نو اول نظر مې د غازي سيال په نظم د بنو مازيګر باندې پريوت- غازي سيال زموږ ددې وخت په هغه نامتو شاعرانو کې دی چې د فن نزاکت او ښکلا او د ژوندانه خواږه تراخۀ د شعر په رنګينو کې په مهارت سره بيانولی شي - او د خوږ آواز ، خپل مخصوص ترنم ، او د بنوه سر کې خپل کلام په ساحرانه انداز اورولو په لحاظ ممتاز مقام لري - د پير ګوهر د ښکلي آواز او ځانګړي وزن د کمال او د رحمت شاه د منفرد رنګين طرز او حسين انداز د اثر سره سره چې دده په خپل خوند او رنګ اشعار د پښتو مشاعرو نه په اولس کې خوريږي ، نو وينه کې ګرمي ، ذهن کې رڼا ، فکر کې جدت او ددې دور د ادب د پاره د فخر او از سرمايه پيدا کوي - او پښتون هر څوک هر ځايېې چې وي ، تل به پرې مست وي - درويشت کاله اوشول چې ما بنو نه دی ليدلی - په بنو تير شوی يم ، خو چې څنګه به ما ليدو هغه شان مې ليدلی نه دی - ځکه چې زه بر هيواد کې ووم - او چې بيا راغلی يم نو لا تر اوسه موقع په لاس نه ده راغلې - ګني نو که دلته يم ، که هلته پاس ووم ، بنو او د بنو ډير څه مې ياديدل او ياديږي - او بيا د سيال خبره چې مازيګر خو يې مازيګر دې - چې چا يو ځل سم په رښتيا ليدلی دی نو هيرولی يې نشي - که هير يی کړي نو ځان دې سوچه پښتون نه بولي - او که چا نه دی ليدلی نو د پښتنو ښار يې نه دی ليدلی - البته که چا قندهار ليدلی وي او د قندهار مازيګر يې ليدلی وي نو هغه ددی شرط نه باهر دی - زه چې هلته ووم او قندهار ته به لاړم نو بنو به راياد شو - يره! هغه مازيګر به د بنو د مازيګري نه ډير زيات مست وو - خو دا د هغه وخت خبره ده چې په کابل کې محمد ظاهر شاه خان وو ، يا سردار محمد داؤد خان- د هغوۍ نه پس يو بل دور شورو شو او بيا د پاسه پرې يو بل شان دور راغلو - چې د قندهار په نو ښار خو شته ، خدايی دې يې لري ، خو دا هغه قندهار نه دی کوم چې ؤ - خدايې پاکه بيا د ميرويس او احمد شاه قندهار ، د ميلو ، سيالو ، تماشو ، سيلونو ، رونقونو ، مستيو او پښتو قندهار ، قندهار کړه - او نوی قندهار د پښتو په پت او خوند رګ زوړ خو د نوې دنيا د جدت ، تعمير ، ترقۍ او اولس خوشالی نه وې - د دنيا په سيالو ښارونو کې سيال قندهار! سيال صيب خو د فن په ژبه ډير په استاذۍ سره د بنو د شوقيانو ، يارانو ، حسن او حسن پرستو ، ډلې ډلې بنوڅو هارونه په غاړه ګلانو ذکر داسې کړيدی چې هر څه يې ويلي هم دي او سيايلي هم لکه راغونډ د کلي کلي --- نازبين او نازولي --- زما د بنوښکلي لړۍ لړۍ ګلونه --- جدا جدا رنګونه --- پيرلي امبيلونه وغيره وغيره او د بنو په بازارونو کې د يو سر نه تر بله سره ، چوک کې ، دروازو کې ، پارک کې ، د پارک په لارو کې ، او د بنو د ښار په څنګ و څټ په سرکونو رنګينۍ ، ښکلا ، زندګۍ ، شوخۍ او مستۍ چې يې ليدلي وي نو تش يی دومره اوويل - دا څومره ښايسته يې راته مه شی نه نظره - د بنو مازيګره که د قندهار بازارونو ، سردې باغ ، ارغنداؤ ، بابايې ولي کې د درانو او غلجو پښتنو د غرور و مستۍ نه ډکو زلمو په خيال خيال ګرځيدل ، د ګلانو نزاکتونه ، ر رقيبانو ډلو يو بل پسې شپيلۍ وهل او ډول ډول آوازونه کول ، ميلې ، تماشې ، مستۍ ، او نخرې ليدلی وی نو د شعر قلم به يې غورزولی وی ، د تخيل د نيلي نه به راکوز شوی وی -د اختياط زنځيرونه به يې شلولی وی - يا به په بازار کې هک دک ولاړ وی چې کوم خوا چا ته اوګوري؟ يا به د باغونو په ميلو کې د کندهار د مستو ځوانانو په شوخۍ ليونی شوی وی او د شعر په ځايی به يی د قندهار قندهار چغی وهلی - د قندهار انار او انګور دي او د بنو وريشم (حلوا) ده - مقابله يې سره نه کيږي - چې هغه خورې نه وايې به چې که جنت کې دا نه وي نو نور به څه وي پکې؟ او چې دا خورې نو وايي به چې چا ژوند کې دا اوريشه يا حلوا نه وي ليدلې نو هغه به څه ليدلي وي - او بيا د بنوڅو لپاره خو هر مازيګر وريشه دې وي - موږ د بلوچستان د مچ خوني جيل کې قيد وو ، موږ سره دبنو شران لکه رحمزاد خان ، ميرداد خان او سالار يعقوب خان او نور هم وو - نو دوۍ به سړې ډوډۍ جمع کولې او د هغې نه به يې وريشه پخوله - بيا به يې خپله م خوړه او په موږ به يې هم خوروله - د بنو او قندهار به کومه کومه خبره ياده ووم - چې يو ياد يې رانيسم نو شل نور يې راته مخې ته ګډيږي - لکه دغه دی د بنو د بازار د مسالې دوکاندار راياد شو - هغه مساله چې د خوشال خان کاکاجي زوۍ ګل جنان خټک په کراچۍ کو د (مولانا کا مساله) په نوم خرڅوله - نو هغه پرې د کراچۍ د ناته خان ګوټ د خاورو کورکي (پښتو کور) نه د بنګلو مالک شو - زه يوه ورځ د بنو بازار کې د يو مسالې والا ملګري سره د هغه په دوکان کې ناست ووم - نو هغه د بنو د مسالې صفتونه شورو کړل - ويل يې - خټک صيب! د هوتي نواب ته به هره مياشت د هغه د خاص لنګر دپاره نارنګي (نارتګ چند سيټهـ) د دلته نه ددی مسالې بورۍ ليږله - ډاکټر خان صيب به سپيشل سړی د بنو مسالې پسې راليږلو - او د کالا باغ نواب به بله مساله خپله لنګر خانه کې نه پريښوه - بغير د بنو د مسالې نه - او خټک صيب! د هندوستان راجګانو او نوابانو ته به چا ګرانه تخفه وړل غوښتل نو د بنو مساله به يې ورته وړله - دوکاندار په يو ساه د بنو د مسالې دومره صفتونه اوکړل چې دومره به د لکنهؤ مرزاګانو د خپلو بلبلو او د ډاکې جولاګانو د خپل ململ نه کولو - چې يو به ويل چې ثابت تهان د ماچسو يو ډبلي کې راځي - او بل به ويل چې ثابت تهان د يوې ګوتې د ګوتۍ نه تيريدلی شي - خو چې ددی مقابله مې د قندهار د بازار د غمي دوکاندار نه د هغه د کرک (مړز) د جنګ صفتونو او د هغه د تور تارؤ د نعرو قصيدی او د تيتر (تنزري) د خاروګانو د ګوزار قيصې رايادې شي او دا مې راياد شي چې راته يې وييل - پشوريه! لالا جانه! قربان دې شم- زموږ خان ته د خيرپور نواب يو بانګي (چرګ) راليږلی وو هغه چې د شير سرخ د خان سره په جنګ واچولو ، نو درې ورځې دواړه مرغانو يو بل تيکه تيکه کړل - ولې اخر د هغه خان چرګ اوتښتيدو - او زموږ د خان چرګ ولاړ پاتې شو - خو لړه لحظه پس راپريوتو او د زخمونو نه مړ شو - مړ شو خو اونه تښتيدو- دا خبرې څومره رښتيا دي ، څومره مبالغه يا څومره دروغ دي؟ زموږ ددی سره کار نشته - خو په دې کې يوه خبره ښکاره ده - چې هغه د بنو او قندهار د خپل فخر او لويۍ په خوند خوند قيصې کولې - د پښتنو د سيالۍ د لويېۍ د روحيې او د تاريخي افتخاراتو د باو شوي نفسياتو اظهار کمی نه خوښول د خيرن پټکي شمله هم جګه ساتل ، خپل خړ سر د بل زرين تاج ته ټيټ نه برداشت کول ، د فريد خان (شيرشاه) د هندوستان د شهنشاه بهلول لودهي په دسترخوان د پښتني بې نيازۍ او نشې په غرور په غوښې پسې خنجر راويستل ، د ايران د شهنشاه دربار کې چې د سرو زرو د کمر بندونو ، د جواهراتو د بازوبندونو او د ريښمو د قباګانو زور وو ، او د پارس شهزادګانو او اميرانو سرونه ښکته او سترګې ټيټې وې ، د ميرويس ، په کورنۍ خامتا تړلې ملا ، سر پورته ، څټ نيغ او سترګې اوچتې وې - هو! دا د پښتني هوډ او ملي غرور ، د سرې سوچه وينې د جوش او مستۍ رنګ دی - هو ، هو ، هو پښتنې هوډ ، ملي غرور آه ، آه ، آه پښتنی هوډ او ملي غرور - واي چې دا د تاريخ مست ليوني داسې په خپل هوډ غاوره وو چې د زور او زر خاوند به که خپل ورور وو که پردی ، ده پرې چرت نه وهلو - قندهار کې مشهوره تاريخي خيره ده - وايي چې احمدشاه بابا ډيلی فتح کړو - او واپس راتلو - نو چې قندهار ته ډير په شان او شوکت ، فاتخانه رعب داب ، خوشالۍ اومستۍ ، د ډولونو په ګډا ، د سرناګانو په سازونو کې په زور شور راننوتلو او د قندهار چوک ته را رسيدلو نو دغه وخت دلته څو پښتانۀ زلمي ناست وو - لوبې يې کولې - بيجلۍ يا مردکي (بلورۍ) يې کولې - او په هغې کې مشعول وو - چا اوويل چې داسې مست ډول غږيږي - دا څه چل دی؟ هغويې ورته اوول چې څه چل دی ، خو وايي چې د زرغونې زوۍ راراوان دی - څه يې کړي دي -چې داسې په ډولونو مست راروان دی - خو ايله يې ډيلی فتح کړی دی- نور يې څه کړي دي؟ کوۍ خپې بيچلۍ کوۍ - کوي به هغه خپل کار- دې ته چې څوک هر څه وايي ، اويي دې - خو حقه خبره داده چې دا هم هغه ملي روحيه ده چې خپله پښتونخوا راياده شي نو د ډيلي تخت ته لته ورکوي - او ترې راروانيږي - دا هغه ملي روحيه ده چې د کور نه په غريبۍ پسې ورک سور سپين پښتون ته يو تور تپلی بابو پښه په جولۍ کې ايښې وي او دا د خيبر د جولۍ او تاترې د سر بچی لګيا وي ، هغه ته بوټ پالش کوي - په دې مزدورۍ نه شرميږي او نه غصه کيږي - خو چې چا معتبر نه معتبر سړي دده پښتو خو پريږده ، ننګ خو پريږده ، مشر کشر هم خير دی پريږده ، هغه خو لويه خيره ده ، په هغې خو سر ورکوي ، خو که دده د نسوارو ډبي ته چا سپک اوکتل نو که دی ځوان وي نو سترګې او مټې به ورته اوښايي او که کشر هلک وي نو لکه د مچۍ به ورپورې اونخلي - خو دا هم واوره! يو وخت چې مولانا عبدالحميد بهاشاني د نني بنګله ديش او پخواني مشرقي پاکستان اوسيدونکی او د نيشنل عوامي پارټۍ پاکستان صدر وو ، د خپلو ديرشو ملګرو ليډرانو سره پښتونخوا ته راغلی وو - باچا خان هغوۍ بنو ته روان کړل - د بنو نه باهر د دوۍ مخې (استقبال) ته لوۍ جلوس راوتلی وو - په هغې کې د بې شميره پښتنو د بهير په سر کې څه دولس درانۀ درانۀ ډولونه غږيدل - او لښتۍ (هلکان) ګډيدلې - ښاغلو بنوڅو ځوانانو ډول ډول چغې وهلې او د غربين ډزونه يې کول - يو بې مثال عوامي جذبه ، زور ، شور ، قوت او ولوله وه - که زوړ وو که ځوان وو ، هر يو ببر لښکر وو - بهاشاني چې دا پر څه اوليدل نو هغه هم را اولړزيدو - او ملګري يې هم مست شول - دوۍ هم کله لاسونه وهل او کله شورول شورو کړل - په دې دوران کې مولانا صاحب بابا ته ويل چې ته دا قوت لرې او ون يونټ درباندې لا قايم دی؟ بابا هغه ته مسکی شو ، ځواب يې ورنکړو - ځکه چې دا د ځواب وخت نه وو - د جوش جذبې او قوت د نندارې وخت وو ګني نو هغه ورته ويلې شول چې تاته خو ددې پښتنو يو صفت ښکاري خو هغه بل صفت دې نه دی ليدلی چې هغه تربورولي او تې اتفاقي هم ده - هم ددی جلوس دوه مشران وو - يو صدر رحمزاد خان ، بل سالار يعقوب خان - دواړه په دی جلوس کې يو ځايې راراوان وو - خو د يو بل مخالف وو د يو بل په غزت خپه کيدل ، د يو بل پښې به يې وهلې - تر دې چې دواړه لاړل وفات شول -خو بې اتفاقي ترې اونه وتله - نو پښتانۀ به هر څه هر څه وي او هر څه به کولی شي ، که د بنو دی او که د قندهار ، خو تر هغې پورې هيڅ نه دي او هيڅ نشي کولی تر څو چې پکې ملي اتفاق پيدا نشي - اتفاق په پښتانۀ کې پيدا نه شو ---- ګني ما به د مغل ګريبان پاره کړ (خوشال بابا) Ajmal Khatak - بېرته شاته