(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هويت غلا، که اخلاقي جُرم

د سارا بياباني ليکنه
ځينې کسان د ټولنيزو اخلاقي معيارونو څخه داسې په څنګ تېرېږي چې ته به وايې سترګۍ (عينکې) يې هېرې کړې دي، په داسې حال کې چې قلم په لاس د ولس دردونه څيړي او د ولس سره په غمشريکۍ کې د خاين او خادم څرګندونې کوي. چې موږ ورته د تاييد په ژبه په حقيقت باندې د رڼا اچولو مبارکي ورکوو، خو دا هيله نه لرو چې خپل اصلي مخونه په پرده کې پټ وساتي او د بل په نوم څرګند شي يا د هېواد د پېژندل شوو کورنيو په نوم د مستعار نوم په حيث کار واخلي چې دغه کار زما په اند په رښتيا چې د ټولنې په سترګو کې د خاورو شيندلو ښوونه او روزنه ده چې ټولنه د اخلاقي فساد په لور غلا او درغلۍ ته راکاږي او په ډاګه د ټولنيز سمون سره جنګېدل دي، نه سمون راوستل. د بل د پېژندلګوۍ تر سيوري لاندې اوسېدلو ته شهرت نه وايي بلکه د ځان هېرول او ورک کول دي د بېلګې په توګه که احمد د محمود په نوم شهرت غواړي نه يوازې د احمد نوم ته صدمه رسېږي بلکه د احمد اصليت له منځه ځي او ټول نظريات او کردار يې د محمود په نوم تمامېږي او په ټولنه کې هغه وخت خپل اعتماد او باور له لاسه ورکوي کله چې محمود د احمد اصليت ولس ته ور وپېژني چې دی محمود نه دی بلکه احمد دی. د رښتيا او درواغو څرګندونه چا ته حيثيت ورکوي او له چا څخه حيثيت اخلي. د انسان لپاره په ټولنيزو اخلاقي معيارونو کې لوړترين معيار د ده اعتماد او باور دی چې له کورنۍ څخه نيولې بيا تر ټولنې پورې د انساني اخلاقو د فضايلو څخه شمېرل کېږي چې همدا د باور قوت انسان په هر حال کې د ټولنيزو حوادثو څخه پخپلو اخلاقو ژغوري او د دغه کردار تشخيص دی چې انسان ته اخلاقي معيارونه څرګندوي او په ټولنه کې د باور لرونکي عالي شخصيت تصديق لاسته راوړي. که چېرې موږ د عدالت لپار د بې عدالتۍ سره و نه جنګېږو د راستۍ لپاره د درغلۍ په وړاندې و نه جنګېږو او د نياو (انصاف) لپاره مبارزه و نه کړو د نړيوالو سره به څنګه په قانوني سيالۍ کې ځان عيار کړو؟ که د درواغو او رښتيا په څرګندونه کې بريالي هم نشو حد اقل د ځان په پېژندو کې خو به مو هڅه کړې وي او د خپل ضمير له محکوميت څخه به مو ولﺉ له درانه پېټي څخه خلاصوي. ولې احمد د محمود په نامه مکافات واخلي؟ يا ولې محمود د احمد په نوم مجازات شي؟ چې په تأسف سره يې هره ورځ په سترګو وينو او په غوږو يې اورو چې زموږ په غم لړلې او ناورين ځپلي هېواد کې د ناروزل شوو او ناسالمو بنيادمانو شمېر له حد څخه وتلی دی چې ۹۵٪ وګړي پدغې مرګونې ناروغۍ اخته شوي دي او د تشخيص ډاکټران چې د ټولنې ۵٪ برخه جوړوي څوک د وېرې او څوک د ځان ساتنې په محافظه کارۍ کې خپلې شپې او ورځې تېروي. څوک هم د احساس د نه درلودلو په اړوند په بهرني هېوادو کې د استراحت طلبۍ په عمل روږدی شوي دي ځينې بې وسه بيا د قلم په خولې د زړه بړاس باسي يو شمېر سالم ټولنيز غړي بيا عاجزه او مايوسه ځکه دي چې دغه د شهرت او قدرت ليوني ناروغان د راتلونکو لپاره هم يو ګړی سوچ نه کوي چې د علاج دارو خپل کړي د قدرت او شهرت لپاره نه يوازې په مادياتو قبضه کوي بلکه د انسانانو په معنوياتو باندې هم غواړي خپل زور وآزمويي ځکه چې نن سبا د زور او زرو ننګونه روانه ده. که يو ګوند درنه سر غلا کوي بل در څخه مال او درېيم درڅخه نوم.
 دا بېلګه ولولۍ:
په ۱۳۶۳کال کې يې سر راڅخه يووړ. په ۱۳۷۱لمريز کال کې کډواله شوم له بر کلي څخه کوز کلي پېښور ته راوکوچېدم په ۱۹۹۷زېږدي کال کې د خپل کور د ليدو لپاره کابل ته لاړم. نو خبره شوم چې د خاد يوه منصبدار د رباني د واکمنۍ په مهال، په جعلي تذکرې باندې چې ځان ته يې د رحمت الله بياباني په نوم جوړه کړې وه، د بياباني مشر ځوی معرفي کړی و او زما کور يې په يوه جهادي پنجشېري قوماندان خرڅ کړی ؤ. زما لپاره د يوې بې سرپرستې ښځې په حيث چې ماشومان مې هم ډېر واړه وه په هغه شرايطو کې ګرانه وه چې وکيل ونيسم او له مياشتو څخه پيل تر يوه کاله پورې دا لانجه حل کړم. نو ناهيلې شوم او بېرته پېښور ته راغلم او هغه متل مې د ځان سره تکرار کړ چې چېرته چې مېړونه يي هلته کورونه يي. د حيرانۍ او خواشينۍ ځای خو دا دی چې د غله سره مل کس درته قواله راباسي چې دا کور اوس زما دی. تاسو وګورۍ چې زموږ نقاب پوشه ناسالمه وګړو ته د نوم بدلېدل او د بل په نوم غلا ته بډې وهل يا د بل تر نامه لاندې درغلي يا د نورو له پېژندګلوي څخه سرقت څومره اسانه کار ښکاري چې د يوه کس ۴۵کلنه پېژندګلوي هم اخيستی شي، خو د خپل ځان په پېژندو او د ضمير په ويښېدو کې يې ملا ماته او په غفلت کې پراته دي. آيا داسې انسانان د ولس چوپړ کولای شي؟ څوک چې د يوه منصبدار پنامه د وطن لپاره د سربازۍ د ملا بند وتړي او د ولس د دفاع لپاره د سرښندنې يونيفورم واغوندي آيا خپل ضمير دومره وژني چې د بې پلارو سرپناه په جعلي نوم خرڅوي؟ او د روڼ اندو پښتنو په نوم يې د تل لپاره په هجرت کې مجبوروي؟ هو دا هغه کسان دي چې د زورواکۍ په کرسۍ ناست او د اروپايي ديموکراسۍ په نامه د هر راز ګوندونو په نامه د شخصي ګټې لېونيان، تالي څټي جاسوسان دي چې نه د چا په مادي او نه د چا په معنوي شتمنيو ايله کوي چې دغو د ګوتو په شمېر کسانو د افغانستان د ولس لپاره هر اړخيزه غميزه او صدمه جوړه کړې ده، ټولنيز فسادونه يې زېږولي دي او د پردو په ملاتړ يې مافيايي ديموکراسۍ ته د هېواد ور پرانستی دی. هو دا هغه ناخوالې دي چې د ناسالمو حکومتونو د ناسالم قانون په برکت پلي شوي دي نو ځکه خو د سالميت څرک نه ښکاري نو ټولنيز تربيت به څنګه وده ومومي؟. په ځانګړې توګه د نومونو غلا دومره وده موندلې ده چې د امنيتي ارګانونو او وزارت تر څنګ د يوه هېواد ولسمشر هم غولولی شي.د ملا اختر محمد منصور په نامه يو ناپېژندل شوي شخص د کرزي سره د پروسږکال د جولای له مياشتې بيا تر اګسټ تر مياشتې پورې د کتنو او ملاقاتونو لړۍ جاري ساتي خو کرزی صاحب د فيل په غوږ کې ويده پاتې کېږي او په نومبر کې په ميليونونو ډالر د طالبانو د پلاوي په نامه اخلي. په پای کې خبرېږي چې دغه ناپېژندل شوی کس د پاکستان په کوټه کې يو دوکاندار دی چې د طالبانو سره هېڅ راز اړيکې نلري.
همداراز بله بېلګه:
د عبدالله احسان په نامه يو کس چې له ايران نه راستون شوی و، د ميدان د والي سره چې اوس د خوست والي دی ليده کاته کوي او ځان ورته د ډېر با مسؤليته انسان په توګه چې د لر او بر وېبپاڼه چلوي ورپېژني، درې مياشتې وروسته پخپله د خوست والي چې کله نېدرلنډ ته په سفر راځي، عبدالله احسان وايي: زه خپلو ملګرو له ځان سره د خوست د والي ليدو ته وروستلم، د دې لپاره چې د خوست په اړه ترې څه نا څه مالومات ترلاسه کړو. موږ ورغلو، زما ملګري وروسته د روغبړ څخه ورته ووييل چې والي صيب عبدالله احسان خو به پېژنې؟ د لر او بر وېبپاڼه خو به کله کله ګورې؟ والي صيب ورته ووييل هو ولې نه، زه هغه ډېر ښه پېژنم، کله چې زه په ميدان ښار کې وه نو ما ته آن د ايران څخه راغلی وه. وېبپاڼه يې هم د لر او بر په نامه د ايران څخه خپرېږي. په دې وخت کې ځينې کسانو ما ته په شک شک کې وکتل چې ګنې زه درواغ وايم، سمدستي زما ملګري ورته ووييل نه نه والي صيب دغه عبدالله احسان دی او د لر او بر وېبپاڼې مسؤل هم دﺉ پخپله دی. او دغه وېبپاڼه د نېدرلنډ څخه خپرېږي نه د ايران څخه. د عبدالله احسان د غلاکولو په کيسه کې مې د رودکي د زمانې متل را په ياد شو چې: شعر دز را ديده بودم ولی شاعر دز را نی.
ښه ګرانو لوستونکو اوس تاسې پخپله قضاوت وکړی چې زموږ ټولنه ښوونې او روزنې ته ضرورت لري که ډيموکراسۍ ته؟ تر دې حده زموږ په ټولنه کې زيات شمېر افغانان د درغلۍ سره د ځان په ګټې روږدي شوي دي چې سالم او پېژندل شوي انسانان زغملی نه شي. آيا تاسو د قلم او نظر خاوندان څه فکر کوی چې سالمه ټولنه په سالمو انسانانو جوړېږي که په دغو ناسالمو بنيادمانو؟ آيا يوه ټولنه د اخلاقي معيارونو روزنې ته اړمنه ده که ډيموکراسۍ ته؟ آيا يوه ټولنه د سالميت لپاره سالمه قانون او امن ته ضرورت لري که د ډيموکراسۍ آزاده مافيايي بازار ته؟ اکثره بنيادمان د ناسالمه تقليدونو ښکار شوي دي چې د مادياتو لپاره دا نوي ځوانان آن د هويت غلا او اخلاقي جرمونو ته هڅوي او د پيسو پيدا کولو په ننګونه کې يې اچوي. نه د روزنې ننګونه. راځۍ چې دا ومنو چې موږ پخپله که پلار يو او که مور تر څو د سالم نظر او عمل خاوندان نه شو سالم نسل نه شو روزلی او نه سالمه ټولنه جوړولای شو او چې ټولنه په سالمو انسانانو ښکلې نه شي هېڅکله به له دغه ناورين څخه خلاص نه شو او نه به هم په هېواد کې امن راشي، ډيموکراسي خو لا ډېره ليرې ده، ځکه چې د يوه هېواد ترقي او پرمختګ په تذويري جامو، لوکسو ودانيو او لوړپوړو عمارتونو کې نه ده، بلکه د هغو ښکلو انسانانو په عالي تربيت او فاضلو اخلاقو کې ده چې د حقيقي قدرت او عظمت واقعي بېلګه پخپل کردار کې وړاندې کوي. نو ځکه خو امرسون وايي: چې د اخلاقي فضايلو خاوندان د يوې ټولنې د روح مانا لري.
- بېرته شاته