(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپوهاند عبدالشكور رشادطنزونه ۳،۲،۱ برخه

لیک: پوهنمل محمود نظری
استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د عبدالغفور خان زوى په ۱۳۰۰لمريز  كال د  لړم د مياشتې په ۲۳مه نېټه د كندهار  ښار د  بابړو د كوڅې په يوه بډايه كورنۍ كښې  زېږېدلى دى.
هغه دژبو، ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په بابپه هند کښېمطالعې او زده كړې ده او دكابل پوهنتون د  ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد اومشر هم و.
پوهاند عبدالشكور رشاد (٩٤ )اثره ليکلي چې(٤٣ ې چاپ او نور یې ناچاپه پاته دي.
رشاد صاحب له زلمیتوبه شعر ویل پيل کړي ،او له همغه وخته یې د شعرونو  محتوا ازادي، د وطن مينه، تاريخي پېښې، د طبيعت او ښكلا  ترسيم، انتقاد اوطنزیهغندنې، د پند او نصحيت خبرې، د ملي او بین المللی  شومو او ناروا موخو څخه د پردې پورته کولو چارې  وې او تر ژوند تر پایه يې په خپل وطن دوستي،  ملي احساس  اولیرلید سره  د وطن دننه او بهر ملي او بین المللی  ریاکاران او درواغجنان واکلرونکي څارلي او هغو  د پروړو لاندې اوبه  تیرول يې ولس ته افشا کړی او  غندولې دي .
 رشاد صاحب د اختناق په دورو کښې د زورواکو   د غچ  او بندي کیدو په خاطر دا طنزونه  د پر ویز په مستعار نوم په بهر کښې  خپاره کول او د قلم په څوکه يې دا د ریا پرده څیرل  او هغو څیرې  يې بې پردې کول.
رشاد صاحب وايي :
" بې سياسته خو سړى پاتې كېداى نه سي او كه وي ډېر لږ به له سياست نه ځان خلاصولى سي"
 
استاد(۱۳۸۵) کال د ليندۍ په يوولسمه وفات سو ی دی.
هغه په خپل یو طنز سره  په افغانستان کښې دا دپردیو او دهغو د لاسپوڅو لخوا د بې وزلو  افغانانو وژل په یو ډیر خوږ طنزی سره داسې بیانوي  چې په ظاهر ه څوک خندوي او به باطن کښې څوک د زړه له کومی ژړوي.  
هغه   دافغان شهید  د سر بیه د د پسه له کوټي ارزانه بولې
 چې په ډیره لږ شی ډير لوی واقعیت بیانوي
د کوټي بیه
وای چا پوښتنه وکړه له قصابه
دا کوټي چې د پسه پروت دی په څو دی؟
ده ول دوه زره یي بیه ده بل چا ته
ته سل کمی راکړه ما پر تا پیرزو دی
خریدار په تعجب ویل نولس سوه؟
رانیولی چا کوټي په دې روپو دی
قصاب  ووی دا خو سر دا انسان نه دی
چې په موږ کي اوس ارزانه تر اوبو دی
په یو غران به سل سرونه درکړم
وطن ډک د شهیدانو په سرو دی
 
رشاد صاحب هيڅ وخت د ظالمانو او استعمارګرانو پر ظلمونو او وحشتونو سترګېنه ديپټيکړي،او  له هغو سره يې د ځان په ګټه معامله نه ده کړې
رشاد صاحب د وخت نورو رڼاندو چې یوازې د ځان  او څوکۍپه غم کښې وه او سترګې یې نامردانه د ولس په غمونو ړندې کړي وې په طنز وايي :
چي حق په ووینو، هغه لېمه نسته
چې رښتیا ووایو، هغسي خوله نسته
توره تیاره ده. ښه او بد نه پېژنو
واک د تمیز نسته، رڼا د زړه نسته
رشاد صاحب دقلم جهاد د روسانو له تیري څخه مخکښې پيل کړی دی خو زه يې دلته  د روسانو د سپاهیانو اود هغو د لاسپوڅو افغانانو  د تلاشی یو طنز  راوړم چې هغوی د یو مجاهد پسې په کورونو کښې د ښځو بغچې او کولپ سندوکونه لټوي  او دهغو نوکرانو  افغانانو  د هغو لارښونه او ساتنه کول:
لومړی هغه  دروسو غلامانو ته وايي: 
چې بې ږغه په کورو راننوزی
څه مو جرم؟ څه ګناه؟ څه مو تاوان
د روسانو که نه دپت سته نه پرده سته
لږ خو وشرمېږئ تاسي افغانان
دا کوم دود دي؟ کوم دستور چي ننوزی
بې له اذنه په کهاله د مسلمان
بیا د روسانو تلاشی د یو  مجاهد پسې  داسې بیانوي:
د سره پوځ سپاهان په کور کښې ګرځیدله
چا کتل اشپز خانه او چا دیګدان
چا پردې د  دربندو پورته کولې
پلټلې چا بغچې چا بوغبندان
لټولې چا ګېڼې په سندخچوکي
ماتول چا په روپو پسې کلپان
رشاد صاحب  دا ټوله د روس دوره په لنډه بیان په طنز داسې بیانوي
په نامه که پر وطن ببرکشاهی ده
خو د روس د غلامانو پادشاهی ده
رشاد صاحب د روسو  دراتلوکیسه په طنز سره داسې بیانوي  
سره سپاهان هسی مشغوله په تالاسول
په رمه وږی لېوان تاوې لګیا سول
رشاد صاحب  په دې طنزی شعر سره ددې دورې ناتاورنه  او غوبلونه او د ړناندو ړوندوالی او دې کندې ته لوېدل داسي انځور وي
 
ویلای نه سم چې مو لېمه نسته
لېمه مو سته خو، پکښي لیده نسته
بلاخو داسوه، تر اوسه پوه نه سوو
ویاړو او وایو، دلته ړانده نسته
 
دپوهاند عبدالشكور رشادطنزونه
۲
د رشاد صاحب طنزونه سیاسي  طنزونه دی  چې په افغانستان کښې د ګوتو په شمېر لیکوالو په خپل وخت داسې طنزونه ویلي یا لیکلي  دي  ځکه  دداسو طنزونو ویل  په خپل وخت  یو ټینګ او قوی  احساس ، عزم  او هوډ غواړي
دطنز ویل هغه هم  سیاسي طنز ویل  خوراګران کار دی ځکه د چارواکو د برید او غچ لامل ګرځي.  دا چې سیاسی طنزونه  د ژورنالیستکي طنز لاندې راځي نو عمر یې ډیر لږ وي ځکه د هغې پېښې یا سړي  چې نیوکه پرې کیږی  د هغه په له منځه تلو سره  د هغه طنز  عمر هم پای ته  رسیږي او د زمان په تیریدو  سره هغه هیریږي مګر رشاد بابا دا طنزونه  په  داسی هنری ډول  انځور کړي  چې هغه نه یوازې دا چې  ژر له مینځه نه  ځې بلکې ورځ په ورځ يې خوند لا زیاتیږي
هغه د خدای ( ج) غواړی چې قلم يي د ابراهیم  (ع) تبر سی چې دا سیاسی بتان مات کړی او خوار ولس يې له  شره وساتي.
جهل چی ډیر سی.قدرت چي زیادسی
بنده نمرود سی، خدای یې منات سی
قلم مي تبر، دابراهیم کړه
چي د بتانو ،مغزي په مات سی
دبت نوم دی پردی ګوډاکیو ته ډیر مناسب طنزی نوم دی چې په ویلو د ابراهیم (ع) د بتانو ماتولو قرانی کیسې ته اشاره ده   یانی ځینې مشران لکه هم هغه بتان ولاړ دی او چارې نور پر مخه بیايي.
هغه په دې امید دی ، چې ګوندي وطن جوړ سي، خبر نه وو چې د یوې بلا د پاسه بله بلا ده او یوم البدتر دی
سره دموکراتیکان  ولاړه  تور اسلامیان راغله .
رشاد صاحب بیا هم چوپه خوله نه کښیني  او  د هغو داړی او شوکې د قدرت لپاره د ولس وژل   په سترګو وینې  چې دا بلا بیا  بیله پیسو  او واک  څخه بل  هیڅ شی ته ارزښت نه ورکوي . رشاد صاحب وايي :
که پخوا وژولو روس او روس پالانو
اوس مو ناست دی مجاهد وروڼه مرګو ته
د اولس د خلکو خون دی د چوغکی
دسړیو وژل لوبې دی هغو ته
دوی لپاره د  د چورونو، چپاوونو
اچولي توپکونه دي اوږو ته
د هفتو نهر لېوان دي نور څه نه دی
دا دین ټېکه داران پردو مالوته
رهبران شیندي سکروټي پر باروتو
اخوندان پاشی پټرول د اور لمبو ته
پروا نه لری که قام که ملک تپېږی
خو ورلویږی دي روپۍ ددوی جیبو ته
د هغه  دا طنزونه زموږ د ولس  ژوندی تاریخ جوړوي هغوی چې ځانانو یې د دین ټیکه داران بلل د عالمه ماسوا کانې يې پر خوار ولس وکړې
چا ویل سادیو په موږ کښي غله نسته
بل واړه وېښ یو، دلته بیده نسته
خندا پرې راغله چي لږې سترګي وکړي
ویل ټول بدیو، په موږ کښي ښه نسته
دا بلا لا تیره نه وه د هغه بدتره بلا شوبلو او الوتکو او بمونو سره دسپینې دیموکراسی په نامه راغله او مخامخ د کالو سره د دنیا په سترګو ننوتله
هغوی  د نصرانیانو او یهودو په امر د مسلمانانو وژولوته د تروریزم په نامه او پلمه راغي
رشادصاحب د هغوی دا تروریزم په خورا ښه طنز سره بیانوي
تروريزم د اســـــــــــــــــــلام په ضد پلمه ده
دا پلمه د صليبي جنګ پيـــــــــــــــــــلامه ده
دا ټکي ده، دا برګي ده، دا نــــــــــــيرنګ دي
په وينا د مستر بوش صـــــــــــليبي جنګ دي
د سپين برج اهريمــــــــــنان د شر خدايي کا
د يزدان د پيروانو سر کـــــــــــــــــوبي کا
ايل شارون دي مقـــــــــتدي جارج بوش امام
غواړي ونغــــــــــــــــــــاړي کمبله د اسلام
توني بلير ددغه چرچ سياڼه کشــــــــــيش دي
د يهودو دترسا د ګـــــــــــــــــــــــتوويش دي
سيناګوګ او کلـــــــــــــيسا دي لاس يو کړي
خداى ومه کا  مســـــــــــــجد به کاږي زړى
نيت لري کښيږدي کعـــــــــــــــبي ته اټوم بم
ګړوبوي زموږ د مکي ښار چــــــــــم په چم
مدعي د انسانانو د حــــــــــــــــــــــــــــــقونو
ريښــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو
دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده
دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــتي ده
د ا دبشر د حقوقو په نامه دبشر ریښې ایستل دي؛  ددوستي په نامه خپله دښمني پوره کول دي
او ددیموکراسی په نامه د اسلام د ورکولو لپاره د نصرانیانو او یهودانو د پلانونو  عملي کول دی.
 
دپوهاند عبدالشكور رشادطنزونه
۳
 
رشاد صاحب نه لکه  ځینې لیکوالان چې  د غنمو د یو  وږی په ساتنه یې ځان بوخت کړی دی ځان نه شرموي هغه له اوره  د ټول درمن ساتنه  غواړي  هغه د چا نه ډاریږی دهغه پوهی هغه ته دا جرت ورکړی،  هغهد ولس په سر  دچا سره معامله نه کوي  او قلم نه پلوري هغه دقلم په څوکه د غدارانو  کړه رسوا کوي.
 رشاد بابا د لویدیځوالو د شومو موخې په هکله وايي:
 
په لويديځ او امريکا کي چي مسلم دي
د يهود او نصارى په خيال مجـــــــــــــــــــــــــــــــــرم دي
په نظر د شک او کرکي ورته ګوري
د خطــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر بيره يي سته، دده له لوري
دا اثر د صليبي جنګ د اعلان دي
صليـــــــــــبي جنګ د جـــارج بوش  د خولي بيان  دي
ايوبي صلاح الدين به خداى پيدا کړي
چي لښکر د مســــــــــــــلم کشــــــــــــــو ژر تر شا کړي
هغه خپل دا  دردمن اوله  احساسه ډک شعر داسېختموی:
چې جورج بوش د اتيلا پرپله روان شو
 د تودو وينو حــــــــمام افغانســـتان شو
رشاد بابا خطاب ولس ته وايي : په  ډبرینو سینو  کښې زړه  سوی نسته پکښې له هغو څخه  زړه سوی مه غواړه .
اشي سینې دی پکښي زړګی نسته
که وایو سته بیا مړه دی ژوندی نسته
څه رحم غواړئ، دلته بېوزلو
د کاڼو زړونه دي، پکښي  زړسوی نسته
رشاد بابا  د افغانانو د نفاق په هکله په طنز سره وايي :
لاس مو ماتیږی، خوله مو خندا کوي
زړه له ښادۍ چیوي، لېمه ژړا کوي
اعصاب موپرې سول، احساس مونسته
یو ساندي وايي، بل مو نڅاه کوی
 ټول افغانان  د ملګرو ملیتو  ته سترګي په لار دی چې هغو به یو څه وکړی
رشاد صیب د ولس غوږونه  ورخلاصوی او د ملګرو ملتونو د راز پرده پورته کوي او په طنز وايي :
د ملګرو ملتو له ظلمه دایم
دققنس په ځېر اور اچوم کالو ته
د بشر د حق دعوې دي خوشی پوچي
شعبدې دي .و دسپېدلو تېرایستلو ته
او  بیاد بشری حقوقو په هکله وايي:
                                            مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو
                               ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو
                                              دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده
                            دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده
رشاد بابا  دا ټوله ناخوالې د ولس د غریبی او بی وزلی او نفاق   اغیزه  ګڼې  او وایي :
هلته منګوړان، ورږي و رازې دی او شپږی دی
 ټولو ددې ژوو د بدن د وینو ته تږي دي
هلته خزندې پرې ما سلان د حاکمانو سی
ټنډي یې په وینو لکه ځېټي د قاضیانو سی
پوهنمل محمود نظري
نوربیا

 

- بېرته شاته