(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاڅون

لیک . انجنیر ارشد نور
په ټوله عربی نړ‌‌‌‌ی کی نن مونږ ګورو چی یو بدلون، یو تغیر یا یو انقلاب راروان دی . د مصر نه تر یمن، شام، لیبیا او حتی سعودی عرب ته راورسید، خلک د خپلو لیډرانو نه په تنګ شو او سړکونو ته راووتل، د شاهی نظامونو پر ضد یی لاریونونه پیل کړل، دیکتاتوران یی دی ته مجبوره کړل چې د اقتدار نه لاس په سر شی. هغه وایی کنه چې د ولس  زورسره د خدای (ج) زور مل وي . ولس چې کله راپاسیږی نو بیا خدای (ج) تور، تور او سپین ، سپین کړي، غل، غل شی او ظالم، ظالم بیا د هیڅ چا پر مخ هم د مکر نقاب پاتې نشي، لکه د قیامت د ورځې که څوک هرڅومره ووایی چه زه ظالم نه بلکی مظلوم یم مګر نه پټیږی، هر څوک په ډاګه شي .
عربانو خو په خپلو هیوادونو کی په تغیر راوړلو لاس پوری کړ او داسې ښکاري چی دا د بدلون اور صرف د عربی نړی پوری پاتې نشي، بلکي ټولو اسلامی هیوادونو ته خپور شي، په ټوله اسلامی نړی کښی همداسي حالت رامینځ ته شي، ځکه د اسلامی نړی لیډران یا سیاستدانان پریکړی د ولسونو په زړونو نکوی بلکی  خپلو او د خپلو بادارانو ګټو ته په کتو سره پریکړی کوي، مګر کله چی د رای اچونی وخت راشی نو بیا ملت ته مخه کړی او رایی ترینه وغواړی، او د افسوس خبره خو داده چی که ملت رایی  ورکړی او که نه خو هغوی خپل ځانونه د یوی نه یوی  لاری قدرت ته رسوی . همدا ډول حالت نن په افغانستان کی هم دی، زمونږ مشران هم صرف د رایی غوښتلو په وخت کی لیدل کیږی او کله چې یې داتمه نه وی نو بیا په میکروسکوپ کښی هم په نظر نه راځی، او که چیری ورسره څوک کتل غواړی نو لمړی خو باید ورته واسطه ولټوی ترڅو ترینه وخت ترینه واخلي او بیا کله چې ورسره وګوری نو ددي پرځای چه ته پری خپل کوم مشکل حل کړی هغه درته خپل مشکلات بیانول شروغ کړی او دستا نه خپل مشکل هیر کړی او ځان درته دنړی ترټولو بی وسه او بی کسه درمغرفی کړي .
نړی خو په راویښیدو ده مګر د افغانستان ولسونه لا هم ویده دی، د یوی خوانه که د بی سره بمباریو لکبله په لسګونه تنه مری نو د بلی خوا په دی نوم چي په افغانستان کی جهاد روان دی د وخت مجاهدین مو په ځان وژونکو حملو له مینځه وړی، یو راته یوه بهانه کوی او بل بله مګر ولس پری غوږ نه رپوی.
۳۵کاله وشو چه د جهاد پر نوم وژل کیږو کله روسان اوباسو له هیواده نو بیا کله د مجاهدینو سره جهاد کوو، کله طالبان راولو نو کله یی بیا بیرته اوباسو او بیا کله دناټو او امریکا سره جهاد کوو، لنډه دا چی په هر نوم وی خو مونږ به سره وژنو، مونږ به سره جنګیږو، او مونږ  به مړه کیږو، ځکه چې افغانستان کی  اقتدار ته د رسیدو صرف یوه لاره ده او هغه جنګ او وینه تویاونه . خو دې وینی تویاونې ته څوک د جهاد نوم ورکوی نو څوک د مقاومت او ځان ساتني.
د تیری میاشتی په دوه ونیو کی ۳۰۰ تنه بیګونا مظلوم انسانان چه ۴۵ تنه یی په جلالاباد ښار او نور یی په نورو ځایونو کی د جهاد په نوم شهیدان کړی شول او پړه یی د افغانستان د اسلامی امارت ویاند په غاړه واخسته، بیا له بلی خوا په کونړ ولایت کی ۶۰ تنه د نړیوالو ځواکونو لخوا د بمباری په واسطه په شهادت ورسولی شول، نو ټول ۳۶۰ تنه د اجل لقمه شو، او ددې مکاری نړی څخه یی سترګی پټی کړی لکه څرنګه چی د افغانستان ولسونو په دې ټولو حالاتو سترګی پټی کړی.
که چیری حالت همداسي دوام ومومي او په دوه ونیو کښی ۳۶۰ تنه شهیدان شي، نو مونږ به تر راروان ۲۰۱۲ کال پوری ۱۴۰۴۰ تنه شهیدان او ددې دوه برابره زخمیان  په هیواد کی ولرو. او شاید دا تعداد د دې څخه نور هم زیات شی ځکه چی د هیواد حالت ورځ تربله په خرابیدو دي، خو هیوادوال مو لا هم ویده دی .
مخکې به قومی سپین ږیرو یا قومی مشرانو یوڅه خوځښت خوده خو اوس قومی مشران په قومی ملکانو بدل شو چه ملک بیا تل په دی لټه کی وي چی څرنګه به خدای (ج) یوه لانجه راپیداکړی ترڅو پکی مچلغی کیږدی او په ملیمستیاوو کی یی برخه واخلی او خپله ګیډه ډکه کړی .
دا خو مو د مشرانو حال شو، ځوان نسل مو که له یوی خوا بېکاری راخستې نو له بلې خوا پری د نشه یی توکو بلا پرته ده، د رشوت او غفلت له کبله هرکال په سلګونه ځوانان د لوړو زده کړو څخه پاتې کیږی، ټول په یوی بدبختی اخته دی، هیڅ څوک هم دې ته ندی وزګار چه د یو تغیر خبره وکړی، د یو بدلون لپاره پاڅون وکړی، یو مثبت انقلاب راوړی، د عربی نړی د ځوانانو پشان د بدلون لپاره، د ژوند د ښه کولو لپاره له سره تیر شي.
مونږ چه کله د بدلون خبره کوو نو بیا دترکی ، امین او کارمل ناکام انقلابونه راته مخی ته راولاړ شي او له ویری خوله بنده کړو. خو دا ضروری نده چي تل دې د بدلون او تغیر انقلاب ناکام وي، تل دی د سرو، تورو او سپینو ګوډاګی د انقلاب څخه ګټه پورته کړی، او د انقلاب نوم دی وینه تویاونه کیږدي.
ای د افغان غیرتې بچیه ترڅو به ته ویده یی او نور به تا په یو نوم او بل نوم قتل کوی، راپاڅه نور د عربو او عجمو دګټو په خاطر ځان مه قربانې کوو، نور صرف د یو شي لپاره مبارزه وکړه هغه د افغانستان لپاره، د خپل ځان لپاره، دخپل راتلونکې لپاره، د خپل ملت لپاره، د خپل خوشحاله او سوکاله ژوند لپاره، پاڅه ترکومي به دا دوه طرفه ظلم برداشت کوی، تغیر راوړه، بدلون راوړه، ترڅو به د تورو او سپینو ترمینځ وژل کیږی، ځان وپیژانه، راځه چی لاسونه سره یو کړو او هیواد د دې بی ږیرو او ږیرورو د فتنی څخه پاک کړو، یو پاڅون وکړو، ولسی پاڅون، د ولس لپاره، د ځان لپاره، د خپلو بچیانو لپاره، لارو او کوڅو ته راووزو، لکه د عربو ځوانان چی راووتل د دیکتاتورانو پر ضد، پاڅه ته هم لارو او کوڅو ته راووزه د جنګسالارانو پر ضد، د تورو او سپینو د ګوډاګیانو پرضد، د فتنګرو پرضد، د غیری اسلامی مولایانو او د هغوی د غلتو فتوو پرضد، پاڅه د قلم انقلاب راوله، د بیان د ازادی انقلاب راوله، د صحیح اسلام انقلاب راوله، د سولی او ورورولی انقلاب راوله، ترڅو به د جنګسالارانو او د هغوی د اهل و نسل د خپو خاوری یی، ترڅو به د جهاد په نوم شهید کیږی، ترڅو به د کافر په نوم وژل کیږی، ترڅو به د نورو د ګټو لپاره قربانی کیږی؟
نور بس دی، نور ظلم مه برداشت کوه، نور دی ډیر خوبونه وکړل اوس وخت د بدلون دی، نړی ویښه شوه ته هم ویښ شه، نړی راپاڅیده ته هم راپاسیږه .
 
د تغیـــــــــــر او د بــــــــــــــدلون په نوم راپاڅه
د خــــــــپل نن او د پرون په نـــــــــــــوم راپاڅه
لا تــــــــرڅو به ته ویــــــده او نـــــــــــــړی ویښه
د لــــــــوی رب العالمیــــــــــــن په نـوم راپاڅه
 
نــــــور راپاڅیږه اشنا حالــــــــــــت بــــــدل دی
د مــــــــصریانو، یمنیانو لوی خـدای مل دی
که نــــن هــــــم د بدلون چــــــــــغه پورته نکړی
بـــــیا به تــل یی ته غـلام ابن غـلام ابن غـلام
 
په درناوی
انجنیر ارشد نور
[email protected]
بېرته شاته