(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چی د خدای مخلوق پری راج کوی ...

لیګ: خان زمان کاکړ
د تيونس عوامو يوه ډېره درنه تاريخي فريضه دا تر سره کړه، چي د محنت کش انسانيت اعتماد يې بحال کړ، په زمکه کي يې د امکان او ګنجايش څرک ولګاوه. چي ځپلي او ربړېدلي انسانان د خپل سرنوشت په ټاکلو کي توانا او طاقتور دي. په نيژدو وختونو کي به هر عوامي بغاوت د امېد او مزاحمت ددې سرچينې مقروض وي.
له تيونس نه پس نوبت مصر ته ورسېد، شهنشاهی د خلکو زور ته ټينګه نه شوه، بادشاه مبارک مات شو، دزين العابدين لار يې ونيوه. کيسه لا ختمه نه ده، تيونس او مصر لا هم د خلکو نه دي خو سفر دوام لري.لېبيا،. يمن،  بحرېن او.....................!!
د مصر نوبل انعام يافته ناول ليکونکي نجيب محفوظ به وئيل "زما په زياتو کيسو کي اتلان (heroes)  نه وي، زه خپلې ټولنې ته په تنقيدي نظر ګورم، کوم خلک چي وينم، غېر معمولي څه راته پکي نه ښکاري".
د نجيب محفوظ د کيسو دې عامو خلکو د کيسو جوړولو ذمه په غاړه واخيسته، خو ددې کيسې، د بغاوت د کيسې دا پېل دی، پلاټ، منظر کشي، سسپينس او کلايمکس ته يې وخت پاتې دی. يو انتظار او تلوسه ددې کیسې د پروټاګونيسټ (غريب اولس) بريالتوب ته متوجه ده. سوال دا مطرح دی، چي پروټاګونيسټ د خپل توان په استعمالولو او د خپلې ګټې په سنبهالولو کي د څومره بلوغت  او متانت مظاهره کولی شي او اوسني واقعات او جدوجهد له تاريخي دهار سره څنګه پېوند ساتلی شي، چي د خلکو د واکمينو تامين ته د حالاتو د يو بهترين تسلسل او پېوستون تشکيل وکړي.
ظلم او استبداد د خپل رفتار په يو خاص پړاؤ کي خپل رد تخليقوي، خپله د خپل ځان په ضد ماده تقويه کوي.
په تيونس او مصر کي د خلکو د زور تماشه وشوه، د زمکې تر ټولو زورآور قشر وپاڅېد، د خلکو له زوره امان..............!!
د انقلاب لفظ په دې مورد کي يو وار بيا خپلو اصلي معنو ته نيژدې شو، خو انقلاب دومره اسانه مرحله هم نه ده، البته بغاوت ضرور وشو، قابل تعريف او تاريخ ساز بغاوت!
هغه شېبه دلچسپه وي، چي کلونه کلونه د ټول هيواد د تقدير يوازينی مالک اخر په ټول هيواد کي د پناه ګنجايش ونه لري، د قبر د زمکې نېستي ....."دو گز  زمين بهی نه ملی کوئې يار مين".
يو ځانګری پړاؤ وي، ساعت وي، چي د مزاحمت خواره واره تصورات راشي او په يو ځای convergeشي، متحرک او روان شي  
زين العابدين پښې سپکې کړې، حسني مبارک لاس په سر کډه په شا........ او عبدالله صالح، معمر قذافي او سلمان بن حمادالخليفه ورپسې..........!!. يوازي دا نه،  ديکتاتوري هر  ځای و وېرېده. ان دا چي خوارځواکه جمهوريتونه هم ګبهراؤ شول.
شهنشاهيتونو ته پېغام ورکول شو، ظلِ الهی او ظلِ سبحاني ته د خلکو د قهر سګنل روښانه کړل شو.
ددې باور د پخولو هڅه وشوه، چي مورثيت به نور په صنعتي سماج کي ماته خوري، خاندان به له خپل حثيت نه بې برخې کېږي.
يو وار بيا ثابته کړل شوه، چي د طاقت اصل سرچينه (عوام) چي پورته شي بيا يې مخه د نيولو نه ده او د طاقت ددې اصل سرچينې د اصليت مسخ کوونکي به تښتي، د عوامو له غضبه به پناه غواړي.
د عربي نړۍ شريک ارزښت "امريت" ته ګواښ پېښ شو، ډېر ناوخته، ډېر په ځنډ خو اوس ددې د برياليتوب لپاره د نړۍ د ټولو روشن فکرو قوتونو فرض جوړېږي، چي د عوامي بغاوت د روح په توانمن کولو کي خپله برخه واچوي.
بغاوت يوازینۍ حربه ده خو د بغاوت ټهوس نتايج يو منظم تنظيم غواړي، ساينټفک فرېم ورک غواړي. بغاوت بايد د قيادت له فقدان سره مخامخ نه وي.
حسني مبارک فوځي وو، د عوامي بغاوت په نتيجه کي ټول واک د فوځ شو. دې ته به څومره پرمختګ وايو، صرف دومره چي د يو بل بغاوت د پارېدني امېد موجود دی. ددې بغاوت رنګ په خورېدو دی،يمن، بحرين او لېبيا  يې په ولقه کي دي. سعودي عربيه او انډيوالان يې په سخت ډار اخته کړي دي.
د مصر د فوځ په نس کي مذهبي انتهاء پسندي تاريخي واقعيت دی، هم دې فوځ په افغان جنګ کي خپله پراخه برخه اچولې او د امريکې په جديده وسله او وسيله نازول شوی وو. ددې تر څنګ له"اخوان المسلمون" سره ددې فوځ تعلق او ياري په يو ټينګ مزي تړلې پاتې شوې. خو ددې هر څه باوجود د مصر د عوامو سياسي شعور ته خوشبيني پکار ده.
د ځينو کيڼ لاسو مبصرينو دا خبره اهميت لري، چي د مصر ځوانانو او محنت کشانو د دېرشو کلونو تر عمومي ژوند په دې دريو اونيو  کي ډېر څه زده کړل. د زده کړې دا عمل لا دوام لري، دا په جغرافيو او سرحدونو کي بنديوان عمل نه دی بلکې د ټول انسانيت شريک قدر دی او مسلسل پروسه ده.   
ددې نوو بغاوتونو ځوان کېډر په جديدو علومو سنبهال او د انفارمېشن ټيکنالوجۍ په وسيله فعال دی. د بغاوتونو د پرورش لپاره اليکټرانک وسيلې په کار اچوي ګويا ساينټفک تګلارې په وړاندې لري. خو دا مشکل مراحل د يو پياوړي قيادت په مرسته تر سره کېدی شي، دا قيادتونه بايد ډېر زر د خلکو له منځه راوزېږي ګني چالاک او چاک و چوبند اشرافيه به ددې بغاوتونو ګټې هم په چټکۍ سره په خپلو لمنو کي راغونډي کړي.
اګرچې په پارېدلې خطه کي باغي اکثريت تر سخت رياستي عتاب او تشدد لاندي دی، خو دا تشدد د مزاحمت په پرورش کي د يو قوي محرک په توګه راڅرګندېږي. يو خوا ته که په دې مزاحمت کي محنت کشه طبقه خپله پراخه ونډه اچوي نو بل خوا نيژدې د ټولې دنيا محنت کشان د منځني ختيځ دې اوسني صورتحال متاثره کړي او متحرک کړي دي. دا خبره هم د واکمنې طبقې د سخت ذهني ډار پايله ده، چي ګويا د دوی حالات د مصر او تيونس په ډول نه دي. لېکن حقيقت ددې بالکل برعکس دی، لږ هم سترګي غړونکي خلک پوهېږي، چي د پاکستان غوندي ملکونو په نسبت د مصر او تيونس د خلکو ژوند په څو چنده بهتر وو. خو چونکې عوام باشعور وو، دا "بهتري" هم ورته د انساني شرف توهين ښکارېدو. په پاکستان غوندي چينجنو ډهانچو کي که اوس هم شورش نه پېدا کېږي، نو ددې مطلب به دا وي، چي په خلکو کي یې د مزاحمت ماده قتل کړې ده، انسانيت يې د خپل مقام نه دومره لاندي راغورځولی دی، چي د بيا پاڅېدلو چانس يې نه جوړېږي. خو داسي بېخي نه ده، ځکه چي انسانيت په هر ډول حالاتو کي خپل ځيني آپشنز له ځانه سره خوندي ساتي، چي يو پکي د مزاحمت آپشن دی.
د منځني ختيځ دې اوسنۍ منظرنامې ته په کتلو سره به اوس د هغې مغالطې څه جوړېږي، چي د انقلاب خبرې زړې او ورستې شوې. د هغو قبرکن تصوراتو سره به څه کېږي، چي د انقلاب لاش يې د سوويت يونين په قبر کي ښخه ګاڼه او هغه نجومي دانشوري به څه کوي، چي د اسيا په لاس کي ورته د انقلاب کرښه نه ښکاريده...........؟؟
د اين جي اويزم د عصر پرورده او اولاده دانشورانو ته به د خپلې يو قطبي نړۍ په خپل ټول پلوراليزم او پرېګمېټزم کي د څومره يقين ګنجايش پاته وي،آيا د عوامي مزاحمتونو په انکار کي به نور هم په وېډيو کېمره سمينارونو کي د بې جان اصطلاحاتي بهرمار تقريري ریهرسل کوي؟ د خلکو رښتيني فکري سرچينې به جهالت نوموي او د خلکو د رښتينو تحريکونو د نفي کولو بې ځايه هڅې به کوي؟  د خاورې د علم په رڼا کي نيژدې ده، چي د خپلې طبقې او خپلې سرچينې له ضميره د نااشنا ډګري يافته سکالرانو جهالت افشا کړل شي. نيژدې ده، چي د دوی د پاکستان په سخا ورسته ډهانچه کي ستومانه او سالنډی اشرف المخلوقات په بدمستيو اخته شي او ددې ډهانچې د ورانولو مقدسه فريضه په وړاندي ونيسي.
په سياست کي د مايوسانه روش د خاتمې لپاره نيژدې ده چي نړېوال حالات بيا نوی پېوند ونيسي او مظلوم عوام يو ځل بيا خپل شعور پخپله دريافت کړي. د حق خوداراديت تحريکونو ته هم دا چانس په لاس ورځي، چي ځانونه په بېن الاقوامي تناظر کي ايډجسټ کاندي. دا عصر په رښتينې مانا د قوم پرستۍ د تجديدنو عصر دی، د پېداواري ذرايعو بدلون او د انساني علم اضافې نوي قدرونه او ساختونه معرفي کړي دي، قومي تحريکونو ته پر ساينسي بنيادونو باندې د خپل تشکيل نو د ضرورت سوال په سر پروت دی، چي د خپلو هدفونو په لور د يو نوي آغاز انرجي او توان ومومي
د پاکستان په شان ملکونو مېډيا کرپټ سهي، د چا دالخوره، دلداده او اولاده سهي، خو واقعات چي هر څومره پېچلي، شلېدلي او شوړېدلي بيان کړي، د نويو نسلونو په ذهنونو کي د جهان د مطالعې  کړکۍ ضرور پرانيزي، خصوصاً موبايل فون او انټرنېټ د منځني ختيځ د صورتحال په  کورېج سټوډنټ طبقې ته له يوې زړې دنيا د راوتلو چانس ورکوي او د پاکستان غوندي ملکونو دBanking System Of Educationد سرخوږۍ نه د يو ښه ساعت لپاره نجات مهېا کوي. امېد دی، چي  د سوچ او تجزيې عمل نوي رنګونه خپل کړي او تر حقايقو د رسايي کولو نوي زاويې متعارف کړي. په ټولنو کي دانشورانه روايت رېښې ونيسي، په اولسونو کي پر خپلو پښو د اودرېدلو توان راپېدا شي او هم د نړۍ د اخوت په زنځير کي د ځان د پېوندولو په ضرورت اګاه شي.
د لوږې، غربت، در په درۍ، بې روزګارۍ، ګرانۍ او لاقانونيت په دې دور کې، د ترهګريو په دې وران ماحول کې، انسانيت د خپلې بقاء لپاره د يو زبردست پاڅون پابند دی. نن ثابته شوې ده، چي د پاڅون خبره خوب، خيال او خرتوبي نه ده بلکې ټهوس حقيقت دی. تيونس، مصر، لېبيا، يمن،اردن، الجزاير او ......... يې ژوندوي مثالونه دي. خلکو خپلې ورکې متاع (پاڅون) ته بيا رسايي کړې ده، خلکو د يو نوي جهان د تعمير، د يو نوي نظام د تامين شعور بيا دريافت کړی دی، ځکه چي دا شعور په هم دې زمکه کي خوندي پروت وو، بلې خوا ته نه وو تللی. بېنا سترګې يې غوښتې، حالاتو له سترګو پردې لرې کړې، د بصيرت سرچينې ودانې شوې، د يو طوفان واقعې، د يو انهدام غميزي خلک له يو او بله ورک کړي وو، يو يو شوي  او پاشل شوي وو،  خو اوس بيا د لټون، تړون او پېوستون عمل روان شوی دی.
چونکې د عوامو د تحريک د تجديد پېلامه تيونس وګرځېد، ځکه هم دلته په آخر کي د تيونس د شلمي پېړۍ د اوايلو د يو ډېر مشهور شاعر  ابو القاسم الشابي د يو نظم  (د نړۍ آمرانو ته) ژباړه راوړل به ډېره زياته برمحل وي.
تاسو، تاسو ظالم آمران
د تورو شپو مئينان
تاسو د ژوند دښمنان
تاسو ملنډې وهۍ
په پرهرونو د معصومو خلکو
د دوی په وينو مو لاسونه ککړ
د دوی د ژوند ښکلا مو ولوټله
د دوی په خاوره کي مو وپاشلو
د تراژيديو او غميزو تخم
خو انتظار وکړئ د هغې شېبې
سپرلی دي نه وي خو سبا به راځي
دا شين اسمان به درنه لار ورکه کړي
ځکه چي اوس اسمان دا ستاسو په لور
رالېږي تالندي، تيارې او طوفان
پام کړئ، خبر اوسئ، په دې ايرو کي
په دې ايرو کي سره بڅري شته دي
څوک چي ازغي کري زخمونه به وړي
تاسو سرونه د اولس غوڅ کړي
او شوکولي مو د هيلو ګلان
په اوبه خور د وينو اوښکو مو
 مدهوش کړه خاوره
خو ګورئ وړي به مو د وينو سېلاب
زر به شئ غرق په اورني طوفان کي
[email protected]          
- بېرته شاته