(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سرمايه دارۍ د نظام بدې اغيزې

لیک: فضل حکيم عندليب دير تالاش
د هر انسان کوشش وی.چې ژوند په قلارۍ او ارام سره تير کړی.او د ژوند د بنيادی اسانتيا د لاس ته راوړو د پاره شخصی هسې کوی.کله چې د درې څلورو کسانو فکرونه يو شان والی لری.نو دغه تړون بيا اجتماعی شکل اختيار کړی.او دغه اجتماعی فکري تړون د ټولنې نور وګړي هم ځان ته راکش کړي.او دغسې دغه فکري تړون اولسی شی.
د سوړ جنګ نه وړاندې د دنيا انسانان په اقتصادی توګه په دوو برخو ويشلی وو.يوه ډله اشتراک خوښې وه چې سرخيلی ي سويت يونين کوله.او بله ډله د سرمايه دارو يا د سرماي د نظام د نظريي لرونکو وه چې مشری ي امريکې کوله.
کله چې روسيانو په افغانستان تيری وکړ.نو خپلې پښې ي پخپله په تبرګی اووهلې.سر مايه دارو خو دا ورځ له خدايه غوښتله.د افغانانو تاريخ خو هر چا ته معلوم وو.چې د خپلې خاورې دفاع به کوی.نو امريکې او ملګرو ته ي ښه موقعه په لاس ورغله.د ډالرو باران پيل شو.تنظيمونه جوړشول.د پښتون د ډيرې وينې بهيدو نه وروسته .روس مات شو .د روس په ماتيدو خلکو بلا خوشاليانې وکړې.په لارو او کوڅو کې جشنونه وشول.خو هوښياران که په دې خوشال وو.چې روس د افغانستانه شرميدلی اووتلو.نو په دې خبره خفه وو.چې نړۍ د امريکا په رحم و کرم پاتې شوه.روسيه په ملګرو ملتونو کې د ويټو حق لری.خو په اقتصادی توګه د افغانستان اوږدې جګړې او سياسی بدلونونو په ټپه کينولی دی.
د نړۍ په ګڼو ملکونو کې پراويټايزيشن پيل شو.قومی ادارې او کارخانې شته منو خلکو واخستلې.او د مزدور ځاي نوو نوو مشينانو ونيولو.اثر ي دا شو چې بې روزګاری عامه شوه.او د سرماي د نظام اثر دا وشو چې د هر چا سره د دولت جوړولو فکر پيدا شو.
هغه په اقتصادی توګه منځنۍ طبقه[مډل کلاس]چې يو تن به کار کولو او په يوه تنخا به ي پوره کوړمه ساتله.غم اوښاديانې به ي کولې.په بچو به ي ښه سبق هم ويلو.او څه نه څه بچت به ي هم کولو.نن د هغه ژوند په ارمان ښځې او نر[ټوله کوړمه] لګيا دی خو چې حساب وکړی نو قرضداری دی.دا خو ښکاره خبره ده چې د سرماي خو سر نه دی معلوم.او بدې اغيزې ي زمونږ په خوږ او د مساواتو نه ډک دين اسلام په اصولو د عمل کولو باندې هم وشوې.د حلال او حرام تصور ورو ورو له مينځه ځی.او د دولت ګټل د ژوند مقصد جوړ شو.غم او ښادی دومره ګرانه شوه.چې د غريب او درميانه طبقې د وسه اووته.پخوا به راشه درشه ډيره وه.ميلمه ته به سړی د خوشالۍ نه من من غټيدو.خو اوس د خلکو وختونه دومره خرڅ شويدی.او خوراکی توکی دومره ګران شويدی.چې رښتيا اوايم نو چا له ميلمستيا ورکول ډير ګران شوی دی.نو ددې نظام ناولی اثرات زمونږ په کلتور[کلچر]او نزدې رشته داريانو هم وشول.د غريبو او مډل کلاس خلکو د پاره ودونه او نوې رشتې کول ډير ګران شوی.ښکلې ښکلې پيغلې په کورونو ناستې دی.او ښايسته ښايسته ځوانان د ودونو په ارمان ناست دی.
تعليم به پخوا د ټولو خلکو د پاره يو رنګ وو.اوس تعليم پرايويټ شو.سکولونه ډير شول.خو د تعليم معيار ورځ په ورځ لويږی.او د تعليم نه کاروبار جوړ شو.دغه حال د صحت د شعبې دی.پخوا به په ضلع کې يو يا دوه لوي روغتونونه وو.غريب او مالدار له به يو شان علاج کيدلو.خو نن کوڅه په کوڅه کلينيکونه او هسپتالونه جوړ شول .خو د انسانانو د خدمت جذبه کمه وی او په کاروباری نيتونو علاجونه کيږی.او د علاج په معيار ي څه ليکل عبث دی.لنډه دا چې علاج کول د عام سړی د وس خبره نه ده
د سرماي د نظام اخلاقې اغيزې وګورۍ چې د کشر او مشر توپير ختم شو.د کور مشر هغه کس حسابيږی چې د چا سره دولت ډير وی.په جرګه کې د هغه سړی خبره غوره ګڼلی کيږی چې دولت ورسره ډير وی .د مور او پلار هم هغه بچی ډير خوښ وی چې پيسې ورکوی او د خوارانو په قسمت کې دعا هم نشته.د مقدسو رشتو قدرونه تالا ترغه شول.
که ډير ظلم او زياتی درسره اوشی.خو چې دولت نه لرې نو د انصاف تصور هم مه کوه.د وکيلانو فيسونه د اسمان سره خبرې کوی.
د سرماي د نظام د ودې سره مونږه خپل ټول اقدار بايلل.د ژوند نه خوند ورک شوی دی.سکون خو داسې ورک شوی دی.لکه د خر په سر کې چې ښکر نشته.هر دويم يا دريم سړی د فشارخون[بلډپرشر]بيمار دی.ناشنا ناشنا ذهنی او دماغی ناروغيانو زور وکړو.خوب متره شو.د نشې ګولۍ او کيپسول د بالختونو لاندې سرونو ته پراته وی.غلاګانې او شوکې دومره ډيرې شوې چې هره ورځپاڼه ترې ډکه وی.فحاشی زور شوه.او په خوراکی توکو کې د سرماي ډيرولو په غرض دومره ملاوټ کيږی چې د اصلی او ديسی څيز پيژندنه ګرانه شوه.ځکه خو شاعر واي[په خودکشۍ کې ځکه پاتې راغل/دلته کې زهر هم اصلی نشته دی]
د نړۍ په کچ روس پلوی ملکونه يواځې پاتې شول.دا خبره د يادولو وړ ګڼم.چې روس پلوه ملکونه ټول اشتراکيان نه وو.او ډير پکې هغه ملکونه وو.چې د امريکې نه خفه وو.د امريکې بدی شول يا امريکې زپلی وو .او يا ي د روس سره تجارتی او نور مفادات شريک وو.روسيي به په ملګرو ملتونو کې ددغو ملکونو دفاع کوله.مشران واي چې کاڼی په کاڼی ماتيږی.د زورور مقابله په زور کيدلی شی.که وګورۍ نو د روسيي د طاقت ختميدلو سره امريکه او ملګری ي څومره بد مسته شول.په بغداد ي تيری وکړ.خو دنيا او اسلامی نړۍ ي تماشه کوله.او امريکې له ي خپل هواي ډګرونه د خپل مسلمان ورور په خلاف ورکړل.او د عراق په کوڅو کې تر دې دمه د مومنانو وينې بهيږی.بيا په افغانستان يرغل وشو او تر دې دمه په زرګونو مسلمانان شهيدان شول.او امريکه سره د ملګرو په وجودی بڼه په پښتنه خاوره موجود ه ده.په خليج کې چې اسراييل څه وغواړی نو کوی ي.خو څوک ترې د تپوس نشته.اوس ايران ته ګواښونه کوی.او د نزدې راتلونکی هيڅ پته ن لګی چې څه به کيږی.او ورپسې د چا د غربولو وار دی.
امريکې ته زمونږ د جهالت له کبله د بنسټ پالۍ او دهشتګردۍ داسې بهانه په لاس ورغلې ده چې چې کوم ځاي وغواړی.وړومبی د خپلو لاس پوسو په لاسونو هلته اړی ګړی رامنځ ته کړی .څو چاودنې او مرګونه وکړی او بيا ښه په اسانه هلته خپل غرضونه پوره کړی.
په دې حالاتو کې د پښتنو راتلونکی ماته ډير تياره ښکاری.مونږه که ډير ښه تاريخ لرو نو ورسره دا صفت هم لرو چې په پردو جالونو کې ډير زر نښلو.د روس د راتګ نه وړاندې د روس راتګ ته لار هم څه پښتنو هواره کړې وه او اوس د امريکې د راتګ نه وړاندې د امريکې راتګ ته لار هم پښتنو هواره کړي ده.هغه د سوات روغانی ښه سمه خبره کړې ده چې پښتون د کولال خټه ده هر څيز ترې جوړولی شې .چې بنيادی سبب ي په مونږ کې د قامی وحدت د سوچ او عمل نشتوالی دی.زمونږه سرونو له خود هله راشی.چې خلک مو لکه د ټشوپيپرو استعمال کړی او بيا مو کچرې ته ګوزار کړی.زه په دعوه سره وايم چې زمونږ نه ښه مسلمانان په ټوله نړۍ کې نشته.ځکه چې ددې نورو اسلامی ملکنو مسلمانيانې اوس د پښتنو لوستو ځوانانو وليدلې.چې کله زه وړوکی وم نو د فلسطين د اذادۍ جلسو او جلوسونو له به اکثر لرې لرې تلم.خو چې په عربو کې مې دا قوم د نزدې نه وليدلو نو حق حيران شوم.که دلته سروی وشی نو هر څوک به درته دا خبره وکړی چې په بد اخلاقۍ او لغړتوب کې دا فلسطينيان په اول نمبر دی.او بيا ورپسې د مصر نمبر راځی.که ددوۍ په اختيار کې شوې .او فلسطينی يا مصری درباندې د کار مشر شو نو د انسانيت طمع ترې عبث ده.او دا کوشش ي وی چې ذهنی اذيت درورسوی.دا تپوس تاسو ددې ځاي د هر پښتون او غير عرب نه کولی شۍ.
چې پښتنو ته څوک ايله د تاريخ خبره راواخلی.نو زر زر د نيکونو د ميړانې کارونه شميرل پيل کړی.خو دې ته نه ګوری چې د نن ورځ د سبا تاريخ دی.خداي خبر چې راتلونکی نسلونه به د نن د پښتون تاريخ ته په کومو سترګو ګوری.دومره بد الفاظ به ورسره وی چې مونږه به پرې ياد کړی؟مونږه په قامی توګه د سرمايه دارۍ د نظام نه ډيرمتاثره شوی ځکه يو خو ددغو دوه غټو نظامونو جنګ پښتون په خپل سر اخستی وو.او ددغو دوو هاتيانو جنګ زمونږ په خاوره شوی وو.او بل راله خلک د خپلې سوچه سنی مسلمانۍ سزا راکوی.
ايا په پښتنو کې به چرته يو داسې قامی مشر راپيدا شی چې پښتانه به د غفلت ددې ټينګ خوبه راويښ کړی .او د نړۍ د نورو پرمخ تللو قامونو سره ي سيال کړی.او د سوچه قامی وحدت د خوږو نه ي خبر کړی؟او نور د روسانو.امريکايانو.ايرانيانو.

عربانو.او پنجابيانو شرونه د پښتون لوي کور افغانستان ته نه راوړی.او وړومبۍ ترجيح ي پښتو او پښتانه وی؟
Fazal Andaleb
 
انسانیت د بربادۍ په لور

فضل عندلیب دیر تالاش
که فکر وکړو نو ساینس د وسنۍ زمانې د انسان په ژوند کې ګڼ بدلونونه راوستي دي-هغه سفرونه چې میاشتې او کلونه به پرې لګیدل اوس په منټونو او ورځو کې ترسره کیږي-پخوا به خلک پیدل یاپه اسونو اوښانو او خرو تلل-اوس ګاډي جازونه او نور وسایلو فاصلې ‌ډیرې لنډې کړې-د کمپيوټر په ذریعه په دقیقه کې سړی ل نړۍ د یو ګټ نه تر بله ګټه رابطه کولی شي-د ګڼو مرضونو علاجونه اوس په اسانه کیدی شي-پخوا په په سړي د اپيینډکس درد راغی او خلکو به وییل په فلاني شکمدړ راغلی او ساه به يې ورکړه-د هیضې وبا به په خلکو هدبرې ډکې کړې-نانکو او ټي بي به هر کال په کروړونو انسانان وژل-د معولي تبې علاج هم نه وو او خلک به په باباګانو او پيرانو ګرڅیدل-خو اوس د ساینسي پرمختګ سره هغه ناقابل علاج مرضونه د علاج قابل شول-او د طبي تخلیقاتو او اسانتیاو نه هر انسان تر خپله ضرورته ګټه اخستی شي-هرانسان د ساینسي علم د ارزښته خبر شو او ژوند ډیر اسان شو-خو ددې پرمختګ منفي اړخ ډیر خطرناک او د انسانیت د بربادۍ لوي لامل جوړ شو-او دغه منفي اړخ ددې ساینسي پرمختګ په مخ نه ورانیدونکي داغونه ولګول-او انسان د ژوند د اسانتیاو د لاس ته راوړو د پاره د نورو انسانانو د وژلو او ختمولو د پاره داسې شیان جوړ کړل چې انسان وس د هغه زړې زمانې ارمان کوي-که پخوا به چرته په یوه سیمه کې د دانګي او ټوپک جنګ وو نود نړۍ یوه سیمه به ناکراره وه او د مرګ شرحه به دومره نه وه لکه نن سبا چې ساینس نننۍ نړۍ د بارودو او ایټمي وسلو نه ډکه کړې ده-زهریله غازونه/ګیسونه/جوړ کړی شول چې په سیکنډونو کې په کروړونو انسانان د مرګ په خوب ویده کولی شي-داسې بمونه جوړ کړی شول چې روغ روغ کلي پاستروي-ماینونه جوړ کړی شول چې یو ناخبره انسان په دقیقه کې وژلی شي-د الوتکو نه په نورو انسانانو د بمونو بارانونه ورولی شي-او د انسان سکون تالا ترغه شو-دلته راته یوه خپله هایکو رایاده شي چې
د جهالت د کندې اووتمه
خو د بارودو غر ته وختمه
وایه ما څومره ترقي وکړله
نو ای د نړۍ انسانانو مونږ ولې یو بل وژنو؟؟او دا خیر مو ولې په شر بدل کړ؟؟ایا زمونږ خپل وسایل زمونږ د مسایلو سبب جوړ نه شول؟؟مونږ ولې د خپلو راروانو نسلونو د ودانۍ د پاره د نورو وسني نسلونه بربادوو؟؟او دا دومره ایټمي وسلې او غټ عټ بمونه مونږ د چا خلاف جوړ کړي دي؟؟مونږ ولې د بل انسان په بربادۍ کې خپل خیر لټوو؟؟ددومره زهریله وسلو د شتون څه معني؟؟ایا انسان پخپله د ځان د ښمن نه دی؟؟او د راروانې بربادۍ له اثارو به ددې خطرناکو وسلو جوړونکي محفوظ پاتې شي؟؟مونږ چرته په دې خبر سوچ کړی دی؟
- بېرته شاته