(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دایران دولت زموږ تاریخي دښمن دی

  بســـمل زموږ  دګران  هیوادافغانستان  جغرافعوي  موقعیت  په یوه داسې سیمه  پورې  تړاولري  چې  را نه  تاو ګاونډیان مو دحساب خلګ نه دي، یوشمېر  خورا خطرناک اوپه زړه سخت دي  اودانور بیاهرانساني او اخلاقي  مسؤلیت  ته ملا ماتي دي . زموږ له ګاونډیانو څخه  ځینو د خپل وس  په اندازه  زموږ په لمبوتېل  وشیندل  چې دالړۍ  یې لاهمداسې   جاري ساتلې  ده  خوځینې نوربیازموږ دکړاو نندارچیان  شول او دي .
زموږ ډېره ګیله له  دا نندارچیانو څخه کیږی  دوی  بایددا درک  کړای  وای اودرک یې کړي  چې دخپل ګاونډي  د اورلمبې که  د دوی کورته نه شي  رسېدای لوګي خو یې خامخا ور رسیږي .
دوی له انساني  اواخلاقي اړخه  موږ ته  پړه دي نسلونه به یوپه بل پسې پناه شي  ننني  اشغالګر به سیمه لوټ  یو وخت نه  یو وخت  به  له سیمې څخه  خپلې ناولې پښې سپکې او یاخو به په سیمه کې تباه شي خوتاریخ  به دا ټول  دروغ، ناخوالې  او دسیسې له ځان سره  ثبت  او د راتلونکو نسلونو قضاوت  ته کېږدي .
زموږ  راتلونکي نسلونه به له  هرڅه  لمړی  د خپلو ماضي مشرانو د وړتیا، تورې  اویا خودځینو تپل شوو کسانو لکه حامد کرزي  او یوشمېر نورو اجنټانو په  اړوندقضاوت  وکړي دابه داسې وخت وي چې نه خوبه کرزی شتون ولري او نه یې دریاکاري  برګه چپنه  موږ به  هم  په  هغه وخت کې نه یوخو حق  به حقدار ته  رسېدلی وي . زما منظور له حق او حقدار څخه دادی چې تل به د دروغو نغارې نه غربیږي  داهر څه به بدلون ومومي  دنړۍ څېره به بدله  شي  دبډایوسیمودچوراوچپاول  په اړوندبه  د راتلونکي نسل لاس  ته  ماثق، مستنداسناداواثارپه لاس  ورغلي  وي  د۲۰۰۱سپتمبر د یوولسمې  نېټې  شرموونکې او غولونکې دسیسې به  په  خپل ټول زورسره لوڅې  شوې وي   دا به  داسې وخت وي چې  نه به اوباما پاته وي او نه یې اسامه  دالقاعده  نوم  به  په  رسنیوکې سهار او ماښام  څوک نه  اوري  د شورانظار، جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي،  حزب وحدت ،دقاتل دوستم جنبش او یو شمېر نورو ګوندونو دکرغېړنواعمالو تابلوګانې به له  اثارو سره یوځای  په  موزیمونو کې را ځوړندې  شوې وي لنډه  دا چې  زموږ  نننی  ناورین  به  په  ماضي  پورې  تړلی وي .
پورتنۍ څو کرښې مې یوازې  دهغو کسانو لپاره ولیکلې  په کومو چې سترګې پټې او دیو څو ډالرو لپاره دپلار نیکه  هډونه  له ویاړونوسره یوځای  پلوري  په افغان  ټولنه کې له  دې  ډول کسانوڅخه  ځکه  دخلګوسخته کرکه کیږي   چې  دیادو بدو اعمالو ترڅنګ  دخپل ناموث  پروا هم  نه لري .
راځم اصلی خبرې ته  چې زموږ په  مکارو ګاونډیانو را څرخي هو!
له  بل هر ګاونډي  څخه  خطرناک ګاونډی  زموږ تاریخي دښمن ایران  دی  دایران  مکارو سیاستوالو او پوځیانو وکولای  شول  چې  د(طالب) په نوم  د هېواد په لویدیځوسیموکې  داسې لنډه غر رامینځ  ته کړي چې مستقیمأ د شمال له  ټلوالې سره تړاو لري .
پنځه کاله مخکې مې  دبي بي سي  رادیودتاسو غږ په  پروګرام کې  هم  دې خبرې ته اشاره کړې  وه او په  پروګرام کې مې برهان الدین رباني ته  مخامخ ووېل چې ته خودې ګډوډي  ته  ښه خوښ یې چې پښتون مېشتې سیمې  تل نا ارامي  او دښوونې او روزنې  ډېوې  پکې مړې  شي، دا دی  اوس خو ایران  دوسلوالومخالیفینو په  نوم  یو څو مشکوکو کسانو ته  ځمکني ماینونه ورکړي  اوپه پښتون مېشتو سیمو کې  ددې لپاره نا ارامي  رامینځ  ته کوي چې هم  امریکایانوته دبمباري  پلمه  برابره کړي  اوهم  هلته  دنا ارامیو له کبله  ښوونځي  وتړل  شي، ځوانان  دبې کاري  له سببه  یا وطن  پرېږدي او یا دوسلوالو مخالیفینو په نوم  جګړې ته  دوام  ورکړي .
دا داسې وخت و چې  ایران  له یوې خوا  په  پټه افغان خاورې ته  ماینونه  را لېږل  او له بلې خوا یې حامد کرزي ته  لا له هغه وخته دپیسو دکڅوړو لړۍ پیل کړې وه .
دې  دوه اړخېزې  او غیر انساني لوبې  ته  دوه جګړیزې  جبهې  هم وېلای  شو.
ایران  داناروا جګړه  په  پوره بریالیتوب  سره  په  مخ  بوتله  یو شمېر  وسلوال  کسان  یې  په   هرات، نیمروز، فراه او ځینو نورو ولایتونوکې  دومره  غښتلي  کړل چې  په  دا نږدې یوه لسیزه کې دکابل تش په نامه  حکومت په دې ونه  توانېد چې دسلمااوځینونورومهمو بندونو چارې سر ته ورسوي  زموږ  اوبه لا همداسې  مفتې ور رواني دي  په سلګونو ښوونځي  دایران  په  مداخله  تړل  شوي  دي  په کندهار کې دنجونو په مخ  دتېزابودسیسې هم دایران لخوا سازماندهي  شوې  وې  نفر  یې  ګرفتار هم  شو خو  حامد کرزي  کومه  سزأ  ور نه کړه  دا ځکه  چې  دایران  په دوهمه  جبهه کې  مانا دپیسو په کڅوړو کې  له  حامدکرزي څخه ماران  را تاو دي  داماران به هغه وخت  کرزي ته نېښ  ورکړي  چې دایران  ټولې نقشې دکرزي  په نوم او وسیله  سر ته ورسیږي .
آیا تاسوهم کوم بل ځای  اورېدلي یا لیدلي دي چې  دیوهیواد ولسمشر  دخپل دفترلګښتونه  له کوم بل  مملکت څخه وغواړي ؟
څرګنده  خبره  ده چې  داکارکوم  بل ځای نه  دی شوی  اوکه  شوی  هم  وي نو هغه به  غیر مغرضانه  وي  خو د ایران  لخوادپیسوکڅوړې  دزهرو هغه جام  ته ورته دي  چې څښونکي  به یې  په تدریجي  مرګي  ومري او خوراپه  ټیټو سترګو به ومري .
له ارګ  څخه  دیو تازه او کره مالومات له مخې  حامد کرزي  دایران  د پیسو کڅوړې  د دفتري  لګښتونو لپاره نه بلکې زیاتره برخه یې  په ځینونوروچارولګوي  دا به له خیره سره په بله لیکنه کې تاسوته وړاندې کړم خو اوس به یو ځل بیا دایران لمړۍ پوځي جبهې ته ورشو .
تاسوبه وړمه ورځ  د رسنیو له  لارې  لیدلي،لوستلي  اواورېدلی وي  چې  ایران په اصطلاح  وسلوالو مخالیفینو (طالبانو) ته  داسې  راکیټونه  ورکړي  دي  چې هم  یې لېږد اسانه  دی  اوهم په شل کیلو متري کې هدف له مینځه وړي  .
دا وسله په  داسې وخت کې نیوله کیږي  چې دایران  دکورنیو چارو وزیر کابل  ته  راځي او په  ډېره سپین سترګي سره وایي چې :
ایران دافغانستان  ثبات  او ارامي غواړي .
له  بلې خوا دشمال  ټلوالې لوړ رتبه  غل  او داړه  مار دکورنیو چارو اوسنی  وزیر بسم الله   محمدي  وايي  :
ایران  زموږ داسې ګاونډی  دی  چې تل یې دافغانستان په بیا رغونه او امنیت کې برخه اخیستې ده .
قدرمنو لوستونکو!
قضاوت  به تاسو ته پرېږدم محمدي کومه بیا رغونه او امنیت ښيي ؟
ایران  کوم ظلم په موږ ونه لوراوه؟
څومره بېګناه افغانان یې  غر غره او بې عزته کړل؟
زموږ  دهیواد په فرهنګي برخه کې کومه  جفا وه  چې ایران ونه کړه؟
آیادا اوسنی ددروغو پارلمان  دایران  په  دسیسه  نه  دی  را مینځ ته شوی؟
آیا زموږ  یو شمېر پلورل  شوي  روڼ انده  او ژورنالستان  دایراني  فارسي  د ترویج  او زموږ  د دري  ژبې  د ورکې لپاره کار نه کوي؟
آیا دا پرون  پرون  دکندهار په ژړۍ ولسوالي کې  له څلوروګارګرانو څخه  دغوږونودغوڅولو پېښه  دایران لخوا نه بولئ ؟
وروستۍ پوښتنې  ته به  راشم هغه  داچې ایران  اویادانورغلیم ګاونډیان  چې هرڅه کوي  خو د خپلو ناروا موخو  لپاره به  یې کوي  موږ افغانانو ته  څه کول  په کار دي چې  دا ناخوالې  له مینځه یوسو ؟
خبرې  ډېري  خوسر یې یو دی او هغه  داچې  د وروڼو قومونو دیووالي  اوملي  پخلاینې  په  رڼا کې  دکابل  دلاس  پوڅي، پوډري، فاسد،  شرمېدلي او تش  په نامه  حکومت  بدیل ولټوو اوبس .
یادونـــــــــــــــــــه :
په دانږدې لسو کلونو کې  د حامدکرزي مصلحتبازیوما ته دا فکر را پیدا کاوه چې داله ناچارې ورځې  له جنګي جنایتکارانو سره سازش  او مصلحت کوي  خو نن  چې  دکرزي دکورنۍ  شچره بربنډه شوه  نور نو حامد کرزی په رښتیا هم یو دشرم وړ  کس دی  دحامد کرزي  دکورنۍ دلا ښې پېژندنې لپاره   دا لاندې لینک کښېباسئ :
http://larawbar.org/details.php?id=25534&date=2011-03-11

همدا راز دایران  د دسیسو یوه بله بېلګه هم په دې لاندې لینک کې لیدلای شئ :
http://www.khabaryal.com/fullstory.php?id=11038&CatID=59
په روحي ویبپاڼه کې  دا لاندې مطلب هم په لوستلو ارزي  خو
ايران او انګلستان يو بل طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورنوي
د ايران حکومتي رسنۍ د رېپوټونو له مخې ، انګلستان له  طالبانو سره د څو ځله پټو خبرو اترو وروسته  دوی ته نيمه درنې وسلې ورکړي دي. د ايران رسنيو دغه خبر د باخبره سرچينو له قوله ښودلی خو نوم يې نه دی ياد شوی او کره توب يې هم ناڅرګند دی.
له بلې خوا بهرنيو ځواکونو د افغانستان په نيمروز وﻻيت کې هغې وسلې ونيولې، چې د ايران لخوا طالبانو ته ليږدول کيدې. په دې اړه د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وويل، چې د ايران لخوا طالبانو ته د وسلو ليږل د زغمولو وړ نه دي. هيګ همدا راز ويلي، چې دوی ته ثابته شوې، چې دغه وسله د ايران له خوا طالبانو ته په دې موخه راليږل شوې وه، چې د بهرنيو ځواکونو او د هېواد دننه يې د خلکو پر ضد وکاروي او دا د هغه څه خلاف دي، چې ايران يې ژمنه کړې.
سپينتمان
له لر اوبر ، روحي او خبریال ویبپاڼو څخه په مننه 

- بېرته شاته