(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحمان بابا دشخصیت په هکله یو څوخبری

دستراونومیالي رحمان بابا د روحاني، تصوفي،عرفاني، ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله یو څوخبری      
زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې د پښتو ادب په تاریخ کې پوهان، لیکوالان او شاعران هغه درنې څیرې او روښانه مشالونه دي،چې زموږ دپښتو ادب یې دخپلو لیکنو او آثارو په وسیله خیرازه او ژوندی ساتلې دی. دپښتو ادب په ډګر کې د دغو علمي، ادبي اوفرهنګي شخصیتونوآثار به تل ژوندي وي. زموږ پوهانو لیکوالانو، ادیبانو،  فرهنکیانو او شاعرانو په خپلو آثارو کې دانساني او ټولنیز ژوند مختلف حالات او اړخونو په ډیر عالمانه او علمي څیړنیزو، تحلیلونو، تصویرونو او فکرونوکې دقلم په ژبه لیکلي او بیان کړي دي، چې د دوی دا لوړ علمي، څیړنیز، ادبي اوفرهنګي مقام اومنزلت زموږ دخلکو په زړونو کې دتل لپاره ژوندی او ددوی کارنامې دقدر او ستاینې وړ دي .
دا دعلم، ادب او فرهنګ دوستانو او د ټولو هغو خلکو، چې دعلم، پوهی، ادب او فرهنګ سره ځانګړې مینه لري  انساني دنده ده، چې د خپلو علمي، تاریخي، سیاسي، ادبي، فرهنګي او ملي شخصیتونو ویاړنې او کارنامې د دوی د آثارو په رڼا کې  دراتلونکو نسلونو دروزنې او پالنې او لارښوونې لپاره ژوندي وساتي . دا جوته ده، چې د دغو شخصیتونویادول او د دوی پرآثارو علمي او څیړنیزې کره کتنې او د غونډو،  سمینارونواو کنفرانسونو جوړول داوسنیو او راتلونکوځوانونسلونو د ودې اوپرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز لري .
یو له دغو روښانه او ځلانده ستوروڅخه،چې  دشعراوشاعرې پوسیله یې زموږ دپښتو ادب ډیوې بلې ساتلې دي دپښتو ژبې نامتو،عالم اومتفکر شاعرعبدالرحمان بابادی . زه باور لرم، چې زموږ  درنو لیکوالانو د رحمان بابا د هر اړخیز شخصیت په هکله ډیرې زیاتې لیکنې کړې دي، خو زه هم دې  ته وهڅیدم او ځان ته مې دا حق ورکړ، چې دده د علمي، روحاني او ادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .
خدای بخښلې عبدالرحمان بابا د ارواښادعبدالستارخان مومند زوی دی، چې په یوه علم پروره او غریبه کورنۍ کې په (۱۰۴۲) هجري قمري کال کې په(بهادر کلي)کې ، چې د پیښور ښار په جنوبي اړخ کې پروت دی نړۍ ته سترګې غړولې دي .
د عبدالرحمان بابا د دیوان  په یوه سریزه کې لیکل شوي دي، چې عبدالرحمان بابا د پښتو د سجره نسبت له مخې (سړبن) په سړبن کې (غوریاخیل) او په غوریاخیلو کې (مومند)په مومندو کې (دویزی)او په دویزو کې (ابراهیم خیل) دی .
که څه هم رحمان بابا په قوم مومند دی خو دی ځان کومې قبیلې ته نه منسوبوي او ځان د خدای(ج)دپاکې مینې ریښتینې عاشق بولي او د خدای په مینه  کې ډوب دی . اود تعصب او ځان ستاینې څخه کرکه لري او د ورورولې،  انساني مناسباتو او دنیوي اوآخروي نیکمرغیو لارې چارې خلکو ته ور په ګوته کوي .  لکه چې وایي :
زه عاشق یم سرو کار مې دی له عشقه               نه خلیل نه  داودزې  یم  نه  مومند   اویاوایي:
دا دنیا خدای له عشقه پیدا کړې                         دجمله وو مخلوقاتوپلار دی دا   اویاوایي:
په هر دم  کې نوې نوې تماشې کړم                     زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم   اویاوایي:
هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه                     تل تر تله بر قرار دی رب زما   اویاوایي:
که محنت که مشقت دی خو د دین دی             په کار نه دی بل محنت په دا دنیا
بې له خدایه هر چي دي همه فاني دی               که لذت دی که زینت په دا دنیا   اویاوایي:
چې په ورځ د شیخۍ لافې کړې رحمانه!                    په شپه می له میفروشه غواړې ولې؟   اویاوایي:
بد په بدو پښیماني کاندي رحمانه!                            ته په خپلو بدو نه شوې پښیمان ولې؟  اویاوایي:
دوست دشمن د سړي واړه خپل عمل دی                هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شي   اویاوایي:
د اوبو اصل له خاورو پیدا کیږي                                 خاکساران دخاکسارانوآبروی شي   اویاوایي:
دوباره دې راتله نشته په دنیا                                  نن دې وخت دی که دروغ کړې که رښتیا    اویاوایي:   
دا دنیا ده بې وفا                                                            بې وفا ده بې بقا   اویاوایي:
نور عالم که د دنیا غمونه کاندي                        درحمان سره دې غم دآخرت وي
عبدالرحمان بابا یو تکړه ادیب،  دیني عالم او د روحاني دنیا مشر و. د رحمان بابا له نوم او روحاني شخصیت سره زموږ خلک او په تیره بیا ټول پښتانه آشنا دي .محمد هوټک په خپل یو مشهور اثر کې، چې پټه خزانه نومیږي د رحمان بابا د پیژندګلوی په هکله داسې لیکي :
(رحمان بابا د فقهي اوتصوف کتابونه پخپله سیمه پیښور کې له محمدیوسفزي څخه لوستي او بیا دلوړې زده کړې لپاره کوهاټ ته تللی دی، ډیر علوم او مروجه کتابونه یې هلته ولوستل پس له لوستلو څخه یو لوی عالم شو.)   وایي چې : رحمان بابا په کوهاټ کې د اسلامي او دیني تعلیماتوتر څنګ دارواښاد حاجي بهادر کوهاټي (رح) چې یو روحاني شخصیت و، طریقه او لاس نیوی کړې دی، رحمان بابا وروسته له زده کړې څخه بیرته خپلې سیمې پیښور ته راغی او په (هزار خانۍ) کې میشت شو او د ژوند تر پایه هلته اوسیدو.   هغه دکوچینوالي څخه لوړ ادبي استعداد درلود، او په څورلس کلنۍ کې یې په شعر ویلو پیل کړې دی. ویل کیږي : هغه وخت چې رحمان بابا ته د شعر الهام وشواودی په حقیقي عشق پوه شو، ده دنیا پریښوده او دنیایي کارونو ته یې شا کړه، د خلکو او ټولنې څخه لرې ګرځیدو. وايي چې : ده به تل ژړل او د ده ژړا د حقیقي عشق دسوز له عمله وه اوپه تل پاته توګه یې پر مخ د اوښکو ویالې روانې وې ، ملګرو او دوستانو به یې همیشه اوښکې تر سترګو جاري لیدلې.خوڅو موده وروسته یوشمیر عالمان،روحاني واعظان او د دین مرشدان ده ته ورغلل او د ده نه یې غوښتنه وکړه چې د خلوت څخه راووځي اودخلکواوټولنیزوخدمتونو لپاره  ځان تیار کړي .
 د ده دا بیتونه ګورو چې  وایي :
زه رحمان دیار په غم کې هسې ډوب یم                  چې هیڅ نه وینم په سترګو مګر دی   اویاوایي:
زه یې وینم درست جهان په تا مین دی                   که بادشاه دی د دې دور که ګدا   اویاوایي:
اې رحمانه لکه ته چې په خدای ګرم یې                بل به نه وي په جهان کې هسې ګرم   اویاوایي:
زه رحمان دخپل صاحب په رضا زیست کړم         څه پکار دی بنده بې خپله صاحبه    اویاوایي:
رحمان هسې ګوښه خوند له خلقه بیا موند         چې هرګز نه دی دا خوند موندلی خلق   اویاوایي:
زه رحمان  کناره خوښ وم له عالمه                           بارې ستا سترګو رسوا کړم په عالم کې   اویاوایي:
اوښکې نه لري حساب زما د سترګو                      بې حسابه شو سیلاب زما دسترکو   اویاوایي:
د رحمان اوښکې به څرنګ په قرار وي                 چا لیدلی دی دریاب په قرارۍ کې
هومره اوښکې مې بهیږي په رخسار                       چې غرقاب مې هم ګریوان دی هم رخسار   اویاوایي:
یو عاشق دې څوک راوښیي په عشق کې                چې یې رود په مخ د اوښکو روان نه دی
هومره اوښکې د عاشق په ګریوان ووري             ته به وایې چې یو سیند دی ګریوان نه دی   اویاوایي:
ستا له غمه مې په مخ باندې  ولې دي                   لږ مې  وپوښته له حاله چې ولې دي   اویاوایي:
یار د یار له سترګو اوښکې پاکیزه کا                   تا دریاب کړې زما اوښکې په یارۍ کې  اویاوایي:
چې په وصال کې یې اوښکې نه وچیږي                ترو به حال  درحمان څه وي په هجران کې    اویاوایي: 
یاره ستا په جدایۍ او په ډیر غم کې                       سیند داوښکو درومي په رخسار زما   اویاوایي:
ترخې اوښکې دعاشق آب ونمک دي                    خدای دې نه کاڅوک بې آبه بې نمکه   اویاوایي:
دا څه اوښکې نه دي چې بهیږي له چشمانو                وینې دي بهیږي د زړګوټي له پرهاره   اویاوایي:
 
ای رحمانه اوښکې هم له تخمه دباران دي
کښت د هغه شین شوچې ګریانې لري سترګې   اویاوایي:
هیڅ اثر د رحمان اوښکې په یار نه کا                     خدای دې اوښکې دچا نه کا بې اثره  اویاوایي:
ستا د مینې ګوهر نشته په هر آب کې                     مګر بیا موندشي د اوښکو په دریاب کې
له دغو بیتوڅخه داسې جوتیږي چې دی یو دیني او روحاني عالم و، او دخدای(ج) په عبادت او ریاضت بوخت و.ده داسلامي تعلیماتو اونظریاتو څراغ تل بل ساتلې و.دی د تقوا اوپرهیزګارې روښانه سمبول وه . ده د خدای(ج) په مینه اومحبت کې ډیر خوندور شعرونه ویلي دي، همدا وجه ده چې ټولو خلکو په تیره بیا  پښتنو دهغه په درویشي اوفقیري اوروانې طبع هوکړې ده، او دده په هرنصیحت، پند، قول اوقرار اعتقادلري .    دی دپښتنو په منځ کې د عزت، درناوې اود قدراوستاینې وړ شخصیت په توګه پیژندل شوی دی، اود(بابا)په درانه لقب منلې شوې دی .
دی په خپلو شعرونو کې دالله (ج) سره خپله مینه داسې بیانوي :
        ګوره هسې کردګار دی رب زما                                 چې صاحب دکل اختیار دی رب زما
 همګي بزرګواران چې څوک یې وایي                            تر همه و بزرګوار دی رب زما
نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی                   نه د هیچا منت بار دی رب زما
له نیستېۍ یې دهستۍ صورت پیدا کا                       هسې رنګ پروردیګار دی رب زما
او یا وایي :
په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی                            چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی
هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو                              هم د هر یوه سلطان په سر سلطان دی
هغه کار چې و هر چا وته مشکل وي                         هغه کار واړه و ده  و ته آسان وي
څوک آفتاب شي په آسمان راخیږولی                       ده آفتاب راخیږولی په آسمان دی
څوک دنمر په مخ حجاب شي غوړولی                      ده پټ کړی نمر په ابر کې پنهان دی
څوک په شپه کې شي مهتاب پیدا کولی                ده په شپه کې پیدا کړی ماه تابان دی
څوک یو څاڅکی پریستی شي له آسمانه                نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی
څوک شي روح ننویستی په یوه ماشي                           ژوندی کړی ده په روح تمام جهان دی
رحمان بابا یو لوی زاهد، عابد، عالم اود دین مرشد و.دی یوپاک اوسپیڅلې مسلمان و، اود خپل روحاني ژوند سره بوخت و. ارواښاد ګل پاچا الفت، چې زموږ دهیوادیو وتلې، تکړه دروند اوپیاوړې شاعر اولیکوال دی د رحمان بابا د شاعرې اوشخصیت په هکله داسې وایي :
(دخیبر او تیرا له غرونوهغه خوا دپیښور په بهادر کلي کې یو پښتون فقیر اوسیده چې خبرې یې شعر او شعر یې حکمت و. رحمان بابا هغه څوک و چې دغفلت له خوبه د بلبلو په آواز راویښ شو او د زړه مراقبه یې د ګلو له غونچو او غوټیو زده کړه. په زړه کې یې دپاک خدای دمقدس عشق لمبې بلې دي او له ژبې یې سوزان شعرونه را وتل .)   رحمان بابا یو روحاني، ادبي اوټولنیز شهرت لري او دی دیو صوفي مشر  په توګه دخلکوپه ذهن او روان کې خپل ځای او مقام تر لاسه کړې دی . د ده زیاتره شعرونه  د خدای(ج)  په ستاینه کې او دحقیقي عشق په هکله ویل شوي دي .
ښاغلي محمداکبر کرګر زموږ دهیواد،پیاوړې او وتلی لیکوال اوڅیړنیزپوه شخصیت دی په خپله یوه لیکنه کې(درحمان بابا عشق یعنی څه ؟) ترسر لیک لاندی داسې وایي:  (درحمان بابا په انګلیسي ژباړل شوي دیوان کې سریزه لیکونکې داسې  باور لري، چې هغه څه چې د رحمان بابا په دیوان کې ډیر برجسته او څرګند دي هغه عشق دی . موږ درحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلیمه تکرار شویده؟ خو دا عشق یوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دی . دا یوه  اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده : په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی -  چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی . په دې شعر کې رحمان بابا دخدای توصیف کوي، دخدای صفات بیانوي چې له یوې خوا شریعت ته نږدې اوله بلې خوا دخالص تصوف او عرفان څخه واټن نیسي . په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالي او ترانسیندینتال حالت کې صوفي له ځانه بهر کیږي او ځان یا مادی وجود نفي بولي .)
که چیرې د رحمان بابا شعري دیوان ته مراجعه وشي د ده په شعرونو کې  دنورو شاعرانو په پرتله زیاتره مذهبي او اخلاقي رنګونه، تصویرونه، خیالونه اوژور فکرونه چې د ټولنې له روان سره برابر دي لیدل کیږي . د ده مینه دپاک الله (ج) او دانسان لوړ مقام ته او دانساني ظرافتونواو اخلاقو سره په ډیر عالي شکل کې څرګنده شوې ده . دی دنصیحت، پند او عبرت په توګه خلکو ته دښو او بدې لارې لارښوونه کوي .خپل پیغام،هدف او مقصد دانسانانوپه راویښولو کې دشعر په ژبه بیانوي .همدا وجه ده چې د دخلکو په منځ کې  ستر شهرت پیدا کړې دی . دبیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:
دنیا کښت دآخرت دی                                                     دا خبره ده رښتیا
ولې مرد پکې هغه وي                                                    چې سخي وي هم پارسا
په دنیا کې بدي نشته                                                     که بدي نه وي له تا
په دنیا کې خطا نشته                                                     که له تا نه وي خطا
دنیا بحر دی بهیږي                                                          آینې غوندې صفا    اویاوایي:
دنیا بده دهغو ده                                                            چې یې کسب وي ریا
یا یې کسب دریا وي                                                     یا یې وګټي په غلا
یا یې ټوله کا په ظلم                                                      یا دخمر په سودا
حق باطل کا، باطل حق کا                                         په سبب دروې ریا
ګوش او هوش یې هرګز نه وي                                دمظلومو په ژړا
بتخانې و ته یې مخ وي                                              و مسجد وته یې شا
اختلاط کا له بدانو                                                      له نیکانو وي جدا
و رحمان ته پېښه مه کړه                                           خدایه هسې رنګ بلا   اویاوایي:
د ځوانۍ عمر دې تیر کړ په غفلت کې                په پیرۍ کې به څه زیرمه دمحشر کړې  اویاوایي:
راشه مه کوه له چاسره جفا                                         لږ ژوندون دی ضایع کیږي بیوفا
په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوني              واړه تلوني دي که نن دي که سبا   اویاوایي:
که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې                     په قیامت به سر بلند شې تر هر چا
بازار دادی که څوک سود او سودا کاندي            په هغه جهان نه سود شته نه سودا
آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی           چې ځاریږي یو آشنا تر بل آشنا
که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې               چې له چا سره تیریږي په خندا    اویاوایي:                    
که مقصود لرې تلوار کړه وخت کوتاه دی           غره مه شه د دې عمر په بقا  اویاوایي:
سر دننه په ګریوان کړه سترګې روڼې                     ډیر په پورته پورته مه ځه سرهوا    اویاوایي:
سر هوا سرهوا مه ځه و آسمان ته                              ته په اصل کې له ځمکې یې پیدا   اویاوایي:
انسانیت په ډیردولت نه دی رحمانه                   بت که جوړ شي دسرو زروانسان نه دی   اویاوایي:
عالمان دي روښنایي د دې دنیا                            عالمان دي د تمام جهان پیشوا   اویاوایي:
که څوک لار غواړي خدای هم ورسول ته          عالمان دي د دې لارې رهنما    اویاوایي:
ریاضت په  قیامت نه شي مرد هغه دی               چې یې وکړ ریاضت په دا دنیا    اویاوایي:
زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم                       چې له دینه له مذهبه وي سیوا    اویاوایي:
که نظر کا څوک په کار د درویشانو                   خود به ویني وقار د درویشانو   اویاوایي:
چې مدام د بل وعیبو ته نظر کړې                        خدای د خپله عیبه ولې بې خبر کړې   اویاوایي:
ضدیت د سړي عمر په عذاب کا                          په کار نه دی ضدیت په دا دنیا   اویاوایي:
که بلنده مرتبه دچا په کار وي                                  لوی مقام دی عدالت په دا دنیا   اویاوایي:
چې تقوا دیانت نه لري رحمانه                                د دې هسې همنیشین مه شه   اویاوایي:
په هر غم کې خاموش اوسه او که نه وي               د بد خواه خاطر به ښاد دوست به آزارکړې   اویاوایي:
صبر ونیسه په مخ کې مراد غواړه                           په تلوار به هیڅ ونه کړې که تلوار کړې   اویاوایي:
د بې دردو همدمي به دې بې درد کا                       د نامردو همدمي به دې نامرد کا   اویاوایي:
چې دشمن یې وي له دوسته اړولی                         د هغو احتیاط بویه له کومکه   اویاوایي:
چې یکسان ګوري هم شاه وهم ګداته                    هسې یار دی د رحمان غریب نواز   اویاوایي:
بل ارمان به له جهانه یوړ نه شي                                مګر مهر محبت په دا دنیا   اویاوایي:
نیک کردار هم نیک عمل خویونه                          هم جنت دی، هم راحت دی په دا دنیا   اویاوایي:
آدم زار په معني واړه یو صورت دي                       څوک چې بل آزاروي هغه آزار شي   اویاوایي:
که ته نکړې په بل چا باندې غرض                           بل به هم نه کا په تا باندې غرض
او داسې نور نصیحتونه،عبرتونه او پندونه .............................
ارواښاد پوهاندصدیق الله رشتین چې یو نومیالې، دروند، او مخکښ لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د رحمان بابا د شاعرې په هکله داسې وایي :
(رحمان بابا د پښتو شعر او ادب هغه ځلانده ستوری دی چې د لرې او برې پښتونخوا په آسمان کې یو شان ځلیږي . د ده خوږ نوم یا دده دلوړې شاعرې احترام دده روحاني او ملکوتي غږد ټولوپښتنوپه زړونوکې یو رنګ موجود دی .)
د رحمان بابا کلام رنګین، عام فهمه، سلیس، روان اونازک خیاله دی . د ده په کلام او شاعرې کې هر ډول شعرونه موجود دي اود هر چا په ذوق برابر مطالب لري . دده په شعرونو کې دیني، علمي ، ادبي ، اخلاقي او ټولنیز مسایل، بشري مناسبات ، انساني  صفتونه لکه : لوړ اخلاص، رښتیا اوصداقت،عدالت،  علم اوپوهه ، تقوا اوعبادت، صبر او زغم، قناعت، نیکې ښیګڼې، متانت،سخاوت، زحمت اوریاضت، عزت،  میړانه  او لوړ همت،ننګ اوغیرت،  ځان غوښتنه اوتنګ نظري،کبر اوغرور،  کینه، غیبت ، حسادت اوکرکه ،اتحاداو اتفاق، ورورولي، آزادي اوخپلواکي، ظلم اوستم  او داسې  نور خصایل، په ډیر انساني اواسلامي فکرونو،  تصورانو اوخیالونو کې په ډیره خوندوره او ساده ژبه او په ډیر عالي مفاهیمو اومعناګانو کې بیان شوي دي .
 دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:
ګوره څه بلند مقام دی داخلاص                                     چې جهان واړه غلام دی داخلاص  
پس له مرګه به دا مهرواخلاص نه وي                        که اخلاص کړې نن هنګام دی داخلاص   
څه عجب دی که مستان ترې چاپیر ناست وي          هر ساقي څخه چې جام دی داخلاص   
د رحمان کلام په دا سبب شیرین دی                            چې یې هر کلام، کلام دی داخلاص   اویاوایي:
که څوک فخر کا په ننګ او په ناموس                        دا په عشق کې نه ارزیږي یو فلوس   اویاوایي:
معنوي صورت پیدا کړه که میړه یې                            فایده څه ده د بتانو له اشخاص    اویاوایي:
که د ونې په څیر ګل او میوه غواړې                        ځان په نمر کړه سایه بان د هر خاکسار شه   اویاوایي:
که هوا دې د جنت په خاطر ګرځي                                 خاک نشین په آستانه د هغه یار شه     اویاوایي:
هغه زړه چې عرش الله دی ګوره کوم دی                څو دې توان شي د جمله زړونوخدمت کړه   اویاوایي:
که دلمر په څیر څرګند شې په جهان کې                   څو په زړونوپسندیده نه شې لا ورک یې
بزرګي په دلجویۍ کې ده دخلکو                                 ته چې خلک ډوبوې څرنګ بزرګ یې
په لویي کې لویي چیرې ده لایقه                                    کمینۍ وته مټ کړه که سالک یې     اویاوایي:
په ساحل کشتۍ د هیچا نه ډوبیږي                            که څوک نه کا په دریا باندې غرض   اویاوایي:
خلوتیان په خپل خلوت کې فراغت دي                     درسوا دی په رسوا باندې غرض  اویاوایي:
که له خپله عیبه ځان ژغورې رحمانه                          دهیچا له عیبه مه کوه پوښتنه   اویاوایي:
که یوه جودانه عیب وینې په بل کښې                      هغه یو جودانه عیب یې لوی غر کړې   اویاوایي:
کوهی مه کنه دبل سړي په لار کښې                           چیرې ستا به دکوهی په غاړه لار شي   اویاوایي:
ته نا حق په ما کینه کړې کینه ناکه                               په کینه به آیینه نه کړې ته پاکه
اویاوایي:
که نعمت دی خو طاعت او عبادت دی                      ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا
اویاوایي:
بل ارمان به له جهانه یووړ نه شي                                   مګر مهر ومحبت په دا دنیا
اویاوایي:
په آزار دچا راضي مه شه رحمان!                                  که خلاصی په قیامت غواړې له عذابه       اویاوایي:
چې نیکي بدي په تله کې تلل شي                             خود پخپله تله واخله عدالت کړه  اویاوایي:
دظالم د آشنایي  توبه توبه                                                د خود بین له بینایي توبه توبه   اویاوایي:
که دې ویره شي له ظلم له ستمه                                     ته هم مکړه په هیچا باندې ستم   اویاوایي:
له اغیار سره خندا څه په کار نه ده                               له اغیار سره سودا څه پکار نه ده
سل یارۍ دیوه یار دپاره کړی شي                              آشنایی د هرآشنا څه پکار نه ده
بد له بدو سره بویه نیک له نیکو                                 دجفا په ځای وفا څه پکار نه ده
هر بلبل به دې ثنا کړي که ته ګل شی                           په خپل ځان خپله ثنا څه پکار نه ده
آشنایان که څوک پوهیږي نن یې وخت دی             چې ځاریږي یوآشنا تر بل آشنا
زهر ښه دي که په صلح اوصلاح وي                            نه شکرې په فتنه او غوغا
چې د ورور اوعزیز زړه پرې آزار شي                         حاصل مه شه هغه خپله مدعا
- بېرته شاته