(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه

وامرهم شوري بینهم*
د قران ددې ایت مطلب دادی چې د مسلمانانو هر کار دې په مشوره سره وي/
که په تاریخ نظر واچوو-نو دا حقیقت به راته معلوم شي-چې د لویو لویو جنګونو او قامي لانجو اختتام اخر په خبرو کیږي-د یو پښتون شاعر د شعر یوه کرښه ده/که اسلام نه وی نو هم به مسلمان وم//که فکر وکړو نو پښتون کلتور مونږ ته په میراث کې د پیړو پیړو نه راروان دی-او ددې سپیځلي کلتور یوه بنیادي او مهمه برخه جرګه هم ده-چې انسانان چرته زوند کوي نو ښکاره خبره ده چې هلته به فکري او عملي اختلاف ضرور وي نو کله کله دغه اختلافات د شرونو شکل اختیار کړي-نو غوره ټولنه هغه ده چې د ژوند د پيښيدونکو ستونزو ممکن حل لري-که وګورو نو پښتون فطري ضدي هم دی-له دې کبله زمونږ هوښیارانو مشرانو او اتلانو د جرګې په ذریعهد قامي او خپل مینځي مسایلو او لانجو حل لټولو-مونږه تر صدو صدو خپلې ستونزې د جرګې ذ لارې حل کړي دي-خو د وخت تیریدو سره چې څومره د جرګې ضرورت ډیر شو-د بدبختۍ نه جرګې خپل کردار ادا نه کړی شو-وجوهات يې ګڼ دي خو غټه وجه يې د جرګې د غړو د انتخاب ذهني معیار ګڼم-هاغه جرګه چې فیصله به يې هر چاته منظوره وه-د خلکو په نظرونو کې له دې کبله سپکه شوه-چې دلته د جاګیر او سرمايې خاوندان په جرګه قابض شول-او عام سړي ته ځان پردی ښکاره شو-غریب او عام سړی که د ټولنې د ښیګړې د پاره هر څومره ذهني استعداد لري-د جرګې نه بهر پاتې شو-اوس که فکر وکړو نو ان پړ ملک او لوپر کروړ پتي د قام د مستقبل د پاره تر کومه حده ښه سوچ کولی شي؟ملک خو به وړومبی د خپل جاګیر تحفظ کوي او سرمایه دار به د دولت د ډیرولو په چکر کې وي-نو د قامي ستونزو حل به څه رنګ لټوو؟د پښتون قام وسني حالات زمونږ نه دا غوښتنه کوي چې جرګه شو-خو اوس چې د سرميې د نظام چرچه او بالادستي ده-نو د جرګې جوړول پخپله لویه ستونزه ده-مونږ له اوس د جرګې نه مخکې دا ستونزه حل کول پکار دي-چې کله مو په قام او خاوره یو څو سوچه میینان او هوښیاران ولټول-نو د جرګې جوړول او زمونږ د قامي او اجتماعي مسایلو حل کول ګران نه دي-نو راځۍ ملګرو چې په خپل چاپیرچل کې په پښتنو میین او قومي فکر والا کسان ولټوو-چې قومي مفادات د ذاتي مفاداتو نه مهم ګڼي-او دقام مینه يې په رګونو کې لکه د وینې ګرځي--نو منزل لرې نه دی

عندلیب دیر

- بېرته شاته