(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کشمیرکې د هنداوپاکستان خونړۍ ...

لیکوال  :  سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 کشمیرکې د هنداوپاکستان خونړۍ جګړې افغانستان کې اغیزې  

سریزه  .

  د کشمیر  هیواد نوم   د توکمپوهنې  له پلوه د لرغوني سانسیکریت   له ژبي څخه اخیستل شوي  دی . په تاریخي  روایاتو کې   »که »، په مانا د  اوبه  او » شمیره » په مانا د وچېشوي ، دواړه  ټکې داسي مانا ورکوي ، په هغه  هیواد کې چې اوبه وچېشوي  دي . کشمیر د اسیا سویس  دی .کشمیر پخوا د نړۍ د سیلانیانو جنت بلل کیدو،دکشمیر  ښکلي سیمه ترنننه دنړۍ د طبعیت  تر ټولو له  ښایسته سیمو څخه شمیرل کیږي . د کشمیر سیمه  د همالیا د جګو غرو له جګو سیمو څخه ګڼل کیږي .

په وولسمه پیړۍ کې کله چې د هندوستان څخه  د مغلو ستر ټواک نورالدین سلیم جهانګیر د کشمیر له  درۍ څخه لیدنه کوله . هغه وویل ،که چیرته د ځمکي پرمخ جنت وي ، بیا نو هغه  دلته دی ، دلته دی ، دلته دی .               په ۱۶۲۷ کال د مغلو ستر ټواک  د شاه جهان  پلار کله چې  دی  په مرګ کې پروت وو، د ده نه د ورستي هیلي پوښتنه  وشوه ، هغه  د مرګ په ورستیوسلګیو کې وویل ،کشمیر، کشمیر .  انګریز ي کولونیالیستو نیواګرو  د کشمیر درۍ  ته د نیکمرغې دره ویلي وو. نن د کشمیر دره  د ویري ،وینې  او ترهګري دره ګرځیدلي ده . د کشمیر په یوه برخه کې هندي پوځ او په بله برخه کې ګوریلایې خوځښتونه او د پاکستان پوځ  دجګړي په حالت کې سره پراته  دي . دوي دغه دره د یوې اوږدي خونړۍ  جګړي  ډګر ګرځولي .کشمیر د څولسیزو څخه  په منځني اسیا کې یوه جګړه یزه  او د تاوتریخوالې  څخه ډګه سیمه ګرځیدلې  ده . د کشمیر کرکیچ  او په  سیمه کې  کړکیچونه له یوبل سره  مستقیم تړو لري . کشمیر له هند، چین ، پاکستان  او افغانستان سره ګډه پوله  لري . د کشمیر یو په دریمه برخه  د پاکستان په کنټرول کې د ازاد کشمیر  په نامه ده .  د کشمیر دوه په دریو برخه خاوره  د هندترولکې لاندې  ده ، دجمواو کشمیر ایالت  پلازمېنه سرینګر اکثریت وګړي  مسلمانان  دي .  د کشمیر  اکزي  سیمه  چې ۳۳۰۰۰ کیلومتر  مساحت لري  په ۱۹۶۰ کال کۍ دچینایانوله خوااشغال شوي ده . په همدې سیمه باندې بیا دچین او هند ترمنځ لانجه تر پوځې جګړو پوری هم رسیدلې  ده . له همدې یرغلګرو ځواکونو  له شتون سره د  کشمیر هیواد  لانجه  نوره پیچلې او اوږده  شوي ده .

د کشمیر دکړکیچ   ګډونوالو د برتانوي هند له خپلواکې  او ویش  څخه را په  دیخوادغه ښکلې هیواد یې له جنته  په  دوزخ  بدل کړي دی .دغه سیمه له پنځوسو کالو څخه را په دیخوا  په یوه دایمي جنګې حالت کې ده . نن  دغه سیمه دا ټومي  توغندیو، بمومواو وسلو سره نوره ګواښمنه شوي ده . د نړۍ پر بام یا  کشمیر کې له ډیره مودې څخه  د هند او پاکستان دولتي تروریزم  روان دی او بې ګناه کشمیریان یې  هره ورځ قربانیان دي  . دکشمیر  له کړکیچینې سیمې څخه هر ورځ د جګړیزو زړه بوګنوونکو خبرونه   پای نه لیدل کیږي . کشمیر کې د   کنټرول کرښې په دواړوغاړو کې د هند او پاکستان  نیواکګرو  ظالمانه او ناروا جګړې روانې دي  . د کشمیر  لانجه  او کړکیچ   د کشمیریانو ترمنځه د کنټرول  کرښې  په سرلکه د ډیورنډ کرښه  د پښتونو ترمنځه  دانګریزانو د کولونیالیستي   استعمار  د توري امپراتورۍ  زیږنده ده . کشميريان  هم د پښتنو  په څیر  د انګریزانو، هندوانو او پنجابیانو  د خونړۍ   تور استعمار لخوا په دوو برخو  وويشل شوي دي           

 ۱ . د کشمیر هیواد او د سیمې لنډ تاریخ

له  مسیحیت  څخه۳۰۰۰  کاله مخکې لومړنۍ تمدن چې ژبه یې سانسکریټ  وه،د هندیزم مذهب سره یوځاې په کشمیر کې ځاې  پر ځاې شو.
له مسیحیت څخه۱۵۰۰ کاله مخکې  کشمیر ته د اریایانو د ورتلو سره سم ډیر هندوان لمنځه ولاړل .
له مسیحیت څخه۲۰۰ کاله ورسته کشمیرکوشانیاني امپراتورۍ  لاندې کړواو دبوډیزم  مذهب یې په کې  خپورکړو .
په ۱۳۲۰ کال کې دکشمیر هیواد خپلواک دولت بنسټ کیښودل شو  .
په ۱۵۰۰ کال د اسلام  مبارک  دین د پښتنو  افغانانو او مغلو امپراتوريو له خوا په کشمیرکې  خپور شو .
د ۱۵۸۵ څخه تر ۱۵۸۷ د مغولو ستر ټواک جلال الدین محمد اکبر  کشمیر یې د خپل امپراتورۍ  تر کنټرول لاندې راوست 
په ۱۷۰۰ کال کې کشمیر ته  لومړني انګریزي  کورنې د سوداګري لپاره  راغلي  .
په ۱۷۰۷ کې سلطان اوررنګ  زیب د مغولو امپراتورۍ  ته نوره وسعت ورکړو . د اوررنګ زیب له مرګه ورسته دغه امپراتورۍ  د خپل پوځې او مالي  ځواک له ارزښت   سره سره لمنځه ولاړه .

 په ۱۷۵۲ کال کې کشمیر بیا د دوراني  پښتونو  افغانانو  د امپراتورۍ   یوه برخه وګرځیده . هم مهال ټول ننني پاکستان او هندوستان  د افغانستان  د ستري  اسلامي امپراتورۍ سیمه  ګرځیدلې وه .                                                       کشمیر تر ۱۸۰۹ کال د افغانستان یو ولایت وو. هندو او مسلمان  دمذهبي ټوپیر نو سره  سره  په  یوه اسلامي دولت کې  په سولیزه ډول د یوبل سره د زغم  په کولتور کې  ګد ژوند کاوه .

 په   ۱۸۱۹ کال  کې  کشمیر د رنجیټ سنګ له خوا اشغال شو . د رنجیټ سنګ خوري  ګلاب سنګ  د جمو او  کشمیر حکمراني د انګریزانو څخه د یونیم میلیونو امریکایې  ډالرو په بدل کې  ترلاسه کړه  .

 په ۱۸۴۵ کال کې  ګلاب سنګ  د کشمیر ګورنر په توګه  د پنجاب سیګانو دولت او د انګریزانو  ترمنځه په لومړۍ جګړه کې برخه وانخیسته ، دې بیا په دغه پوځې کړکیچ کې د انګریزي پوځونو مرکچن وټاکل شو .        په ۱۸۵۷ کال کې د ګلاب سنګ  زوي رنبیرسنګ   نوري سیمې لکه هنوز،ګیلګیټ ، ناګر او لادکه  د کشمیر سره یوځاې کړې ، د دغې نوي دولت نوم جمواو کشمیر  ونومول شو .

په ۱۹۰۶ کال کې سید احمد خان د مسلم لیګ بنسټ کیښود،ده د انګریزانو  څخه دیو اسلامي  خپلواک کشمیري  دولت غوښتنه وکړه .

له ۱۹۲۵ کال  څخه هري سنګ د  رنبیرسنګ  وراره  د کشمیر حکمران وو.    په ۱۹۳۱ کال کې د کشمیر مسلمانانو د شیخ عبدالله  په مشري پاڅون وکړ و. په۱۹۵۱   کال  کې دجمو او کشمیر  شاهزاده  دولت د انګریزې کشمیري ادارې  له خوا لمنځه لاړ  .

په ۱۹۴۷ کال کې په  پاکستان کې محمد علي جناح  او په هند کې جواهرلعل نهرو ولسمشران او د نوموړیو هیوادو بنسټ اښوودونکې ونومول   شول .

په  ۱۹۴۷کال کې  تر څو چې د کشمیر محاراجا پریکړه کوله،  چې د هند یا له پاکستان سره یوځاې شي ، پاکستانې جنګیالې کشمیر ته وننوتل . محاراجا  پرکړه وکړه، چې د هند سره یوځاې کیږي  او د هند پوځ څخه  یې مرسته وغوښتله  .له همدې سره د هند او پاکستان لومړۍ جګړه پیل شوه . په ۱۹۴۹ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د ملګروملتو په منځګړ توب دغه جګړه  کې اوربند وشو. د کشمیر یوه کوچنې  برخه د پاکستان په کنټرول کې او لویه برخه د هند په ولکه کې ولویده . دهنددهغه مهال لومړۍ وزیر جوهر لعل نهرو کشمیریانو ته وعده وکړه چې یوه ټولپوښتنه  به ددوی دراتلونکې  برخلیک  وټاکې، دغه ټولپوښتنه تر نننه نه ده تر سره شوي .

د هند او پاکستان ترمنځ  کړکیچ یو قومي او مذهبي کړکیچ دی . هند او پاکستان  له قومي او مذهبي پلوه دوه بیل کولتورونه دي ، دغه کړکیچ  د هند وستان څخه د انګریزي کولونیال ځواک له وتلو څخه ورسته رامنځته شوي دی .

د هندد نیمې وچې  زر کلن زوړ تاریخ له د ډول ډول کولتورنو او یرغلونوڅخه ډک تاریخ  دی . په هند کې له مسیحیت  څخه پنځمه پیړۍ  مخکې هندویزم او بودیزم  مذهبونو شتون درلود. په هند کې زموږ د اوسني تاریخ  په لومړۍ پیړۍ  کې دمسیحیت لومړني نښی نښانې  را څرګندي شوې .

د  دیارلسمي پیړۍ څخه را په دیخوا په  هندکې  د مغولو او افغان بادشاهانو امپراتوریو داسلام سپیڅلې دین  خپرو کړو . د هند په شمال لودیدیځ کې بیا د سیګانو دلږکیو مذهب د پام وړ  وو .د هند په نیمه وچه کې اروپایې کولونیال ځواکونه  د پورټګال،فرانسي،هالند او ورستي نړیوال  کولونیال ځواک انګریزانو شتون درلود . د ۱۸۸۰ کالونو څخه را په دیخوا په هندوستان کې ورو ورو د خپلواکې ِغورځنګ  را څرګند شو . دا غورځنګ  د هند د خپلواکې  ملي کانګرس او مسلم لیک له خوا رهبري کیده .

په ۱۹۱۶ کال کې د هند د خپلواکې  ملي کانګرس او مسلم لیک سره یوځاې شول ، دوی په پیل کې  د خپلواکه ادارې غوښتنه  د کامنوالټ  هیوادو په څیر   لکه کاناډا او استرالیا  وکړه او ورسره د لکنهو تړون  یې لاسلیک کړو . په ۱۹۱۹ کال کې افغانستان په سیمه  کې یواځینې هیوادوو،چې  خپله  خپلواکې  له انګریزانوڅخه ترلاسه کړه . په ۱۹۲۰ کې مهاتما  کرمچند ګاندي  دلوی روح په نامه یادیدو،له  سویلي افریقا څخه د خپلې ځانګړي سیاسي  فلسفی عدم تشدد  سره  هند  ته  راستون شو . دی  د هند د خپلواکې  دغورځنګ  مشر وټاکل شو . ګاندي د هند ملي ګانګرس مشر په توګه هېڅ مهال له خپلي موخې څخه  د یوخپلواک او څومذهبي  هندوستان چې په هغه کې هندو او مسلمان  په سولیزه ډول ژوند وکړي   وانوښت .

د مسلم لیک مشر ورسته د پاکستان د دولت بنسټ ایښودونکې علي جناح هم په پیل کې  د هندو او مسلمان دسیاسي یوالي  پلووي وو. جناح  د خپلی  موخې څخه هغه مهال په شا شو،کله چې د ده او  ګاندي  ترمنځ  اختلاف رامنځته شو.  په ۱۹۴۰ کال  کې مایوسه شوي ‌ علي جناح د دوو ملتونو تیوري اعلان کړه .په دغې تیوري  کې راغلې وو، چې  هندو او مسلمان   دوو ملتونه  دي ، له همدې امله  دوی باید  دوه  ملي دولتونو رامنځته کړي .انګریزانو ددغې ویش  ملاتړ وکړو او دعلي جناح تر شاو ودریدل . کله  چې انګریزانو سیمه پریښوده ،هغه مهال  د کشمیري شاهزاده  دولت  په اړه لکه د ډیورنډ کرښې په څیر دانګریزانولخواهیڅ ډول برخلیک ټاکوونکې پریکړه ونشوه .

په ۱۹۴۰ کال کې کله چې علي جناح د لاهور تړون  ولیکلو ،ده په لومړۍ ځل د هند وستان ویش یې  رسمآ د دوو ملتونو په تیوري  کې وړاندې  کړواود پاکستان د دولت نوم  ابېڅې یا الفبا له  پنڅو صوبوڅخه جوړاووټا کل  شو .پ پنجاب،الف دافغانستان ولایت یا افغانیه،ک کشمیر،س سنداو ورستي ستان دبلوچستان  دی  . ۱

په ۱۹۴۷ کال د جون په دریمه نېټه د انګریزانو  د ویسراي مرستیال   لورد مونت بتن په نامه د هندنیمې وچې  د ویش  پلان په دوو دولتونو کې  د انګلستان  د ولسي جرګې لخوا هم  تصویب  او  اعلان  شو .د هند ملي کانګرس او مسلم لیک د غه پلان ومانو . د مونت بتن په پلان کې د  پولو په اړه څه نه وو لیکل شوي . دامهال په هندوستان کې ۵۰۰ کوچنې  دشهزاده ګانو دولتونه یا کوچینې حکمرانې شتون درلود، د پلان له مخې  دوی په خپله کولای شول ،چې له هندوستان یاله پاکستان سره یوځاې شي او په ځینوخاصومواردوکې خپلواک پاتې کیداي هم شي . حیدرااباد، میسوره ، بوروده او کشمیر  د شاهزاده ګانو دولتونه یا کوچنیوحکمرانیو  د نویو دوو دولتونو هند او پاکستان  سره یوځاې کیدل ناشونې وو، دوی غوښتل چې  ازاد پاتي شي . د جمو او کشمیر مشرانو په پیل کې د یو خپلواک  کشمیري دولت د سویس  هیواد  ډول  ته  ډیرنږدي شوي وو. د کشمیر یواځني مسلمان اپوزیسیون د جمو او کشمیر ملي کانګرس هم د یو خپلواک کشمیر لپاره مبارزه کوله . د جمواو کشمیر ځانګړتوب په دي کې وو،چې  کشمیر دهنداوپاکستان  دخاورې په منځ کې نه بلکې ،کشمیر دافغانستان اوچین هیوادوسره هم په ګاونډکې دی .

۲  .  دهند او پاکستان   د کشمیر د ویش په سر لومړۍ جګړه .                                                                                                                         په ۱۹۴۷ کال د اوګست په ۱۴ پاکستان او ۱۵ نېټه  هند دوه دولتونه اعلان شول . د اعلان څخه یوه ورځ ورسته  د دغو دوو هیوادو پټي ساتل شوي  پولې هم  رسمآ اعلان شوې  . ویش  ددواړو هیوادو د خلکو له شدید غبرګونو سره مخامخ شو . دبرتانوي هند ټول  مسلمان شمال لودیدیځ ولایات او ختیځ بنګله دېش پاکستان ته او نور ټول هندو اکثریت د  هند سره یو ځاي شي . د پولو له وستلو سره سم لس میلیونه خلک له یوهیواد څخه  بل هیواد ته  په ډیر بد حالت کې کډوال شول . ۲

د پاکستان واکدارانو  د جمو او  کشمیر په مشرانو باندې  ډیر فشار راوست ، چې له پاکستان سره یوځاې شي او وعده یې ورسره  وکړه، چې  له جنګیالیو سره به  د پاکستان پوځ  پوځې مرسته وکړي  تر څو درست کشمیر ته د جګړو لپاره ولیږ دول شي . کله چې جنګیالیو د کشمیر یوه ستره برخه لاندې کړه او پلازمېنې سریناګر ته نږدې کیدل ، هندې پوځ  سمدستي  په متقابل یرغلګرغبرګون لاس پوری کړو او یر غلګر یې د کشمیر له یوي برخې څخه په شا وتمبول . هندوستان  جمو او کشمیر ي دولت   یې د خپل  هندي اتحاد یوه برخه اعلان کړ ه . ۳

هم مهال پا کستان  په مظفراباد کې د ازاد کشمیر دولت اعلان وکړ و. هند دغه شخړه  دملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې کړه، دملګروملتو امنیت شورا  د هند او پاکستان په اړه د ۳۸ ،۳۹ او ۴۷ مصوبې   صادري کړي  . ۴                                                                                                                      په ۱۹۴۹ کال د  کراچې توافقلیک دغه نا اعلان شوي جګړه پای ته ورسوله . دغې توافقلیک  د اوربند کرښه تعریف کړه او ملګرو ملتو د  هند څخه غوښتنه وکړه چې د کشمیر د اوربند کرښې  په اړه یو ټولپوښتنه تر سره کړي . د هند او پاکستان  ترمنځه یو ځل بیا د همدي کرښې په سر شخړه رامنځته شوه .په ۱۹۵۳ کال د هند او پاکستان ترمنځ د سولې په اړه  لومړنۍ دوه اړخیزه  ناستي وشوي . ۵

۳  . د هند او پاکستان په کشمیر کې  دوهمه جګړه

په ۱۹۶۲ کال د اکتوبر په شلمه نېټه چینایې پوځ د کشمیر پر اکزي  سیمه یرغل وکړو . پاکستان د هند په کمزورتیا پوه  شو او د چین سره ملګري شو، تر څو چې د ګد دښمن سره یو ځاې وجنګیږي . هم مهاله  پاکستان  له امریکا څخه وسله تر لاسه کړه او غوښتل یې چې دغه کړکیچ د وسله والې  جګړي له لارې  د شوبلو  په  یو برید کې هوار کړي . چین  په دغه جګړه کې د پاکستان  ملګر تیا ونه کړه . په ۱۹۶۵ کال د سپتامبر په   شلمه د هند او پاکستان ترمنځ  دملګروملتو په فشار د اوربند تړون لاسلیک شو . په دې جګړه کې ایوب خان یوه سخته ماته ومنله . ۶                                                                                                                                                                                                                            په ۱۹۶۶ کال د جنوري په لسمه نېټه  پاکستاني او هندي هییتونو  د روسانو په منځګړوتوب  په تاشکند کې سره ولیدل . په پایله کې  په دی جوړه راغله، چې  هندي پوځونه  باید د پاکستاني کشمیر څخه ووځي او پاکستان  به بیا  داسي تیري نه کوي  .

۴  . د هند او پاکستان  دریمه جګړه                                                                                                                                                          په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان د نوي  صدراعظم یحیی خان په راتلو سره د هند او پاکستان  اړیکې یوځل بیا ترینګلې  شوې  او د کشمیر دریمه جګړه پیل شوه . له همدي سره په ختیځ پاکستان کې دخلکو د خپلواکې هڅې ډیري شوې . په ۱۹۷۱ کال دمارچ په شپږویشتمه   شیخ موجیب الرحمان  د بنګلادېش خپلواکې اعلان کړه . د پاکستان حکومت  ډیره هڅه وکړه چې د بنګله دېش د خپلواکې مخه ونیسي، نږدي لس میلیونه  بنګا لي مسلمانان یې  دخپل پوځې ترهګري له لارې ووژل . په میلیونو بنګالیان  هند ته کدوال شول .                                          د هند دهغه مهال صدراعظمه  میرمن هندراګاندي دډیرو کدوالو د راتلو څخه په اندیښنه کې شوه او هڅه یې وکړه، دنړۍ او امریکا له اغیزو څخه کار واخلي،تر څو پاکستان   په بنګله دېش کې خپلو پوځې جنایاتو ته د پای ټکې کیږدي .کله چې دغوهڅو په پاکستان باندې کومه اغیزه ونه کړو. په ۱۹۷۱ کال د دسامبر په دولسمه هند مجبور شو چې غبرګون وښایي او پاکستان ته یې دجګړي اعلان وکړو . هندي پوځ  په یوه ضربتي جګړه کې  دپاکستان د سمندري ځواک په مرسته وکولای شول ،چې د پاکستان دهوایې ځواک څلورمه برخه او د وسله وال پوځ  دریمه برخه   لمنځه یوسي .۷                                                                                                                                         د ۱۹۷۲ کال په پیل کې بنګله دېش رسمآ د موجیب الرحمان په مشري  د ډیرو هیوادو له خوا په رسمیت وپیژندل  شو . هند ورسته ورو ورو خپل پوځونه له  نوي بنګله دېش څخه ویستل ، هند د بنګله دېش  له خپلواکې اود پاکستان څخه  د بنګله دېش  بیلتون  ملاتړ وکړو .                                                           د پاکستان او هند ترمنځه څلور  وسله والې جګړې شوي، چې دري یې د جمو او کشمیر او روستي  جګړه په ۱۹۹۹ کال کې د کارګیل  د سیمې په سر رامنځته شوي دي .                                                                                                                   

  کشمیر کې په دې ورستیو لسو کالونو کې   اټکل له ۳۰۰۰۰ څخه ډیر بې ګناه ملکیان  وژل شوي دي  او د ډیرو کشمیریانو  بشري حقوق یا وګړرښتې  د هندي او پاکستانې  پوځې بوټونو او ټوپونولاندې شوي دي .    

۵  . د پاکستان بهرنې سیاست د کشمیر او افغانستان په اړه                                                                                                                            دپاکستان  له  جوړیدو سره  تر نننه دغه هیوادد خپلو دواړو ګاوندیو هیوادنو هند اوافغا نستان سره ترینګلې، زهرجنې  اړیکې  لري . دا د خاوري نا حل شوي کړکېچ  د هند سره د کشمیر په سر له افغانستان سره د پښتون ولس  د یوالې یا  د پښتونستان  مسلي په  سر رامنځته شوي دی . افغانستان خپله پنځه زره کلنه خاوره له پاکستان څخه  بیرته غواړي ،چې انګریزي کولونیال ځواک له افغانستانه  د لویې لوبې په ترڅ  کې په زور او ناروا ټوګه بیله کړي وه . له همدي امله د پاکستان بهرنې سیاست له یو ستر کړکیچ سره مخامخ دی .                             د ۱۹۵۰ کالونو څخه را په دیخوا د پاکستان  پوځ  د پاکستان د ملت جوړونې  په پړوو نوکې یو مرکزي فکتور  او ځواک  ګرځیدلې دی  .له همدې امله د پاکستان بهرنې سیاست د پوځ له خوا ټاکل کیږي . پاکستاني پوځ  هند او افغانستان   دځان لپاره  یو ستر ګواښ ګڼی . پاکستان  ته ډیره ګرانه ده ،چې د خپلی بهرنې سیاسي  ټګلاري  دعملي کولو  او اغیزمنتوب لپاره  داورپکو  د پیاوړي  وسلې د استعمال څخه  لاس په سر شي .

  کله چې په ۱۹۵۸ کال کې جنرال ایو ب خان پوځې کودتا وکړه، پاکستان یو ګارنیزیوني دولت ته وده وکړه .  سره له دې چې په ۱۹۷۱ کال کې هندي پوځ  د پاکستان پوځ  ته  د جګړي په ډګر کې سخته ماته ورکړه ، دپاکستان  پوځ کورنې او وسله وال ځواک مات نشو . پاکستاني پوځ په پاکستان  کې د هند سره د کشمیر کړکیچ  په سر خپل بهرنې او کورنې امنیتي سیاست  برلاسي وساتله  .                                                                                              په ۱۹۷۷ کال کې جنرال ضیاوالحق د علي بوټهو په وړاندې پوځې کودتا وکړه . ضیا د خپل رژیم د مشروعیت خورولو او پراخولو  لپاره  د پاکستان اسلامیزشن ټګلاره غوره کړه .                                                                                               په همدې بهیرکې  په ۱۹۷۹ کال  پخوانې شوروي اتحاد په افغانستان باندې  پوځې یرغل وکړو،د  پاکستان  اې اس اې د امریکا څخه بې کچه پوځې مرستي ترلاسه کړي . تر څو افغان مجاهدین د شوروي اتحاد په وړاندې  جګړي ته تیار کړي . دغو مرستو د ضیاالحق اسلامیزشن  ته نوره وده ورکړه .  دپاکستان پوځ بهرنې ،کورنې او امنیتي سیاست خپلواکې په ډیرو برخو کې لیدل کیږي .  په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان د خپلې پوځې ماتي په غبرګون کې اتومي پروګرام ته وده ورکړه . دا پلان د پاکستان  پوځ یو خاص او  پټ پروګرام  وو.                                      په ۱۹۸۸ کال کې کله چې لومړي وزیرې بینظیر بوټهو حکومتي چاري ترلاسه کړي .بینظیربوټهودپاکستان د  اټومي پروګرام چاري مالومات له خپلو پوځې جنرالانو څخه نه بلکې د امریکایې چارواکو څخه ترلاسه کړل .  دهند سره  د کشمیر کړکیچ ډیره موده په پاکستانې ټولنه  کې د هویت یو خاص ځاې درلود . له همدي سره په پاکستاني  پوځ  باندې د حکومت ستر ه بودیجه  لګیږي ،چې دروغتیا ، ښوونې او روزنې ته دومره بودیجه نه ورکول کیږي  . د پاکستان پوځ په اقتصادي  اوسیاسي ډګر کې  په دولت کې یو دولت دی .                                                 د پاکستان پوځ په سیاسي، اقتصادي  او ټولیز ډګر کې خپل ځواک څرګند کړي دی . پوځ د پاکستاني  ټولنې په ټولو برخو کې  ځان نستلي دی . پوځ زرعتي ځمکې لري ، پوځ فابریکې لري، په دغه چار کې یو شمیر  پوځې افسرانو بوخت دي . د پاکستان  دبهرنې سیاست یوه خاصه ځانګړ تیا په دې کې ده ،چې  دهنداو افغانستان  سیاست  په وړاندې  دپاکستان پوځ  د نا دولتي  نیمه  پوځي ملیشو او وسله والو  ډلو څخه د نوموړو هیوادو په وړاندې  کار اخیستل کیږي  . په ۴۸،  ۱۹۴۷ کالونو کې دپاکستان پوځ افسرانو د کشمیریانو په جګړه کې برخه واخیسته .                                      په ۱۹۶۵ کال پاکستان وسله والې ملیشي دهندې کشمیر په پاڅون کې ورګدي کړي .  پنجابي  پوځ او اې اس اې  په دغه جګرو کې د ډیرو پښتونو ځوانانو د ژورې مذهبې احساساتو څخه ناوړه ګټه واخیسته  او د ډیرو پښتونو پاکې وینې  د خپلو تور پلانونو لپاره  په کشمیر کې بې ځایه  تویی کړي . ځکه کشمیریان اوس نه پاکستان  او نه هندوستان غواړي .                                                                                                                                                                            د ضیاوالحق  په اسلاميزیشن  ټګلاره کې پوځ او اې اس اې اسلامي ډلې  یې  په افغانستان کې د مجاهدینو مرستي ته واستولې،تر څو چې د خپل بهرني سیاست  پلان شوي موخې ترلاسه کړي .                                                        په ۱۹۹۰ کالونو کې په افغانستان کې پاکستاني  پوځیانو  د طالبانو په بري کې لاس درلود. پاکستاني پوځیان همداوس له طالبانو سره د خپلو سیاسي ګټو او سیاسي موخو  په وجه ملګرتیا لري .                                                              د وسله والو طالبانو د غورځنګ  سیاست  د پاکستان   او داې اس اې  تراغیزې  لاندې  سیاست  دی، په افغانانو او بهرنیانو کې ډیرې اندیښني رامنځته کړي دي . ورسره  دوسله والو طالبانو دمقاومت خپلواکې تر پوښتني لاندې  راغلي ده . پنجابي پوځ  او اې اس اې په خپل تور مخ باندې د اسلام دسپیڅلې دین سپین نقاب ایښودلې دی . د پاکستان پوځ  داسلام له سپڅلې دین څخه په خپل کورني سیاست  کې هم تل ناوړه ګټې واخیستي، تر څو له یوې خوا د خپل ناوړو دیکتاتوري  رژیمونو مشروعیت ځواک نوره پیاوړي کړي او له بلې خوا په بهرني سیاست کې د پښتونو،بلوڅو او کشمیریانو له نشنلیستي پاکو احساساتو او یوالې  مخه  یې نیولي وي  .                                                                                                                                                                                                                                  د یولسم دسپټمبر د پیښي سره  سم  د پاکستان بهرنې سیاست ستراتیجي د هند او افغانستان  په اړه یوې سختي ضربي سره مخامخ شوه . پاکستان د امریکا دګواښ له امله په څو ورځو کې د امریکا  د ملګري په توګه دنړیوالې  ترهګري په وړاندې  ټلواله کې ودرید . پاکستان  د نړیوالې ټرهګري په وړاندې ټلواله کې د امریکایو مهم ملګري شو . د ۲۰۰۱ کال په نوامبر کې پرویز مشرف وویل ، امریکا ته  د طالبانو په اړه د تسلیمیدو سره، د پاکستان   اصلي مرکزي انترس  او سیاسي موخې  د اټومي وسلو او د کشمیر کړکیچ   په اړه وژغورلې  شوې  . پاکستان له پيدايښته په نړۍ کې د جبهو او کړکيچونو دولت پيژندل شوی دی . د هند سره په پوله د کشمير لانجه له افغانستان سره د ډيورنډ لاين مسئله، چې تر اوسه پاکستان ونشوای کړی حل يې کړي . امريکايان د کشمير په لانجه کې د هند او پاکستان لخوا د اتومي وسلو د استعمال ګواښ هم ويني . سيمه  د اتومي جګړې  له ستر ګواښ  سره مخامخ ده .

۶  . د کشمیر د لانجمن   او ګواښمن کړکیچ  د حل لار                                                                                                                                   د پاکستان او هند ترمنځ دښمنې او سیالې دومره زړه ده لکه د دغو دوو دولتونو عمر   .په ۱۹۷۲ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ  د سیمله تړون لاسلیک شو، په تړون کې  جوت  لیکلې شوي ، چې د کشمیر کړکیچ   یواځې د دواړو هیوادو ترمنځه باید حل شي . پاکستان دیره موده  هڅه کوله  چې دکشمیرکړکیچ د نړیوالو په  منځګړتوب  حل کړي .                                                                                                                                                                                                    هند او پاکستان درې  ځله   دکشمیر په سرجګړې کړي دي او بیا مجبور شوي دي  دسولې خبرواترو ته کینې . ځکه دواړه هیوادونه اټومي وسلې لري ، د دواړو هیوادو ترمنځ  یوه اوږده جګړه به سیمه او نړۍ  له اټومي جګړي سره مخامخ کړي . دهند او پاکستان اټومي ځواکونو ترمنځه د  کشمیر کړکیچ  په اړه  ملګروملتو ، اروپايي ټولنې،عربې ټولنې،د امریکاحکومتونو،د  روس بهرنیوچارو وزیرانو اود اسیا ډیرو هیوادو د یو سولیز ډیپلوماټیک حل وړاندیز نه  اومنځګړتوب  کړي دی . سربیره پر دې هند او پاکستان  د کشمیر لانجې دحل  په اړه  دجګپوړو چارواکو ډیري خبرې اترې، غوندي او ناستي سره کړي دي  .                                                                  د ۱۹۹۸ کال  د مارچ په  میاشت کې هند او پاکستان په ناڅاپي توګه ټولې نړۍ ته د اټوم بومونو  په  ټسټکولو  (Comprehensive Test Ban Treaty - CTBT)شوک ورکړو . ډواړو هیوادو د نوکلیار یا اټومي وسلو  د ټسټ نه  ترسره کولو  نړیوال تړون  لا تر اوسه  لاسلیک کړي نه دی . د کنټرول کرښې په دواړو خواو کې دهند او پاکستان  دیو میلیون څخه ډیر  سرتیري او سمندري جنګې بیړې چې د درندوسلو،ان  په  اټومي وسلو سمبال  توغندې  تیارسۍ ولاړل دي . پاکستان دهند په پرتله په پوځې ، اقتصادي  اوستراتیجکه برخه کې  د پام وړکمزوتیا  لري . د اسلام اباد، کراچې او لاهورښاورونه  په میلیونو وګړي لري او دغه ښارونه د هند پولې ته نږدي پراته دي ،د هند پوځې غبرګون به دغه سیمې ډیر سختي زیانمنې  کړي . له همدې امله  پاکستان  به د جګړي په صورت کې لومړۍ  هیواد وي ،چې  له اټومي  وسلې  څخه کار واخلي او د هند د اټومي وسلې غبرګون به پاکستان ته  نور سخت ځیانونه  ور واړوي .                                      د هند وړاندیز  د کشمیر لانجې دحل  په اړه داسي دی ،په کشمیر کې باید دکنټرول کرښه د یوې نړیوالې پولې په څیر وپیژندل  شي، پاکستان  یې رد وي  او د پاکستان وړاندیز  دا دی، چې کشمیر  باید له سره په همدغو سرحدي پولو کې  وویشل  شي،د هند حکومت یې رد وي .

پاکستان  اوس له خپل پخوانې دریځ څخه  په شا شوي دی ،په بله وینا پاکستان  د کشمیر لانجه   حل نوره په نړیواله کچه یا دیو بهرني  هیواد منځګړي حل  نه غواړي . اسلام اباد اوس  د هند دریځ  ته نږدي شوي ،پاکستان اوس  د هند په څیر د  کشمیر لانجه ته  د یو دوه اړخیز  کړکیچ  په توګه ګوري . ۸ د هند او پاکستان ترمنځ دکشمیر لانجې په  اړه  د خبرو اترو فضا  او لړۍ تاریخ  ته په کتو سره ویلې شو، دوی   تل پر یو بل دبې باوري  تورونولګولي  او دوی  یې  د سیاسي اختلافاتو له خنډ او ځند سره مخامخ کړي دي .         همدا اوس چې دغه کرښې لیکل کیږي  د هند او پاکستان  ترمنځ په بوټان کې د سولې په اړه د لوړې  کچې  خپلمنځې  خبرې  اترې بیا پیل   شوي دي .

دهند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د لانجې د هواري لپاره چې د د واړو هیوادو د کړکیچ  مرکزي ټکې دی ، دوی د سولې په اړه د رسمي خبرو اترو بیا پیلیدو هوکړه کړي ده . د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په اړه  د خبرو لړۍ هغه مهال وشکیده، کله چې د هند په ممبي ښار کې ټرهګریزه بریدونه ترسره شول اوس بیا داسي نښی نښاني څرګندې شوي دي،چې د هند او پاکستان ترمنځه د کشمیر د لانجې د حل په اړه د خبرو لړي به بیا پیل شي .  دوی په خپلو کې  یو بل ته شنه چراغونه بل کړي دي .                                                                   دهند او پاکستان ترمنځ د کشمیر لانجه  د دواړو هیوادو د  خونړیو جګړو لامل  ګرځیدلې ده  د یوي سروي له مخه  د نیمایې څخه ډیر کشمیریان د یوخپلواک کشمیر هیواد غوښتوونکې دي . تر هغه چې دوی  دهندوستان او یا پاکستان سره یوځاې شي . دیوملي خپلواک  کشمیري دولت  د رامنځته کیدلو سره  دغه  خونړۍ کړکیچ  د تل لپاره  حل  کیدې شي . که فرض وکړو، چې ټول کشمیر د پاکستان او یا هندوستان سره یوځاې شي ،بل هیواد به د کمښت احساس وکړي  او بلې جګړي ته به لاره خلاصه شي .                                                           دهند او پاکستان  دوښمنې او د افغانستان او پاکستان  ترمنځ ډیورنډ کرښې کړکیچ اصلې ریښې د برتانوي هند له ویش سره تړو لري . د سیمې څخه د انګریزي کولونیالیزم  له وتلو سره سم   د کشمیر لانجه د اسلام اباد او نوي دهلې  اود ډیورنډ کرښې کړکیچ  دکابل او اسلام اباد اړیکې ډیرې ترینګلې او زیانمنې کړي دي .

نن  د هند او پاکستان سیاست  په سیمه کې بدل شوي دی . هند ورو ورو ځان د نړۍ ستر اقتصادي ځواک په لور چمتو کوي . هند  له پاکستان  او دچین سره  د کشمیر کړکیچ   په لرولو سره  ځانه ته په دغه لاره کې یو خنډ وینې . داسیا لویه ولسواکې هندد کشمیر  اشغال ته نوره اړتیا نه لري .  هندپه خپل ګاونډ کې  هم یو دښمن پاکستان  نوره نه غواړي ، ځکه پاکستان  دهند  د نړیوالو اقتصادي  پلانونو ته خنډ ګرځیدلې . نړیوال نه شي  کولې په هند کې د جګړو د  ګواښه  له امله ستري پانګونه وکړي . ناټو او امریکا دغه دواړه هیوادنه تر سخت فشار لاندې راوستي ،چې په خپلو کې اوږد مهاله کړکیچ ته  د خبرو اترو له لارې د پای ټکې کیږدي . پاکستان  دکشمیر جګړه نوره د خپلو اقتصادي ستونزو له امله تمویلولې  نشي . د هند او پاکستان سیالې په افغانستان کې د سولې بهیر  ټکنې  او پڅ کړي او دوی   په افغانستان کې د جګړو  داوږ دوالې لامل ګرځیدلې دي .

د ۱۹۸۹ کال څخه راهېسه  د پاکستان اې اس اې  په هندي کشمیر کې یوه  وسله وال جګړه د پیسو، وسلو او دازادو جنګیالیو له لارې په مخ بیایې . د پاکستان ددغې جهادي سیاست او ستراتیجي په وړاندې  د هند له خوا تل غبرګون ښودل شوي دی . د امریکا د سیاسي فشارونو له امله پاکستان حکومت  د لشکرطیبه او جهش محمدي ترهګري ډلې فعالیتونه منع کړې دي،ځکه دغو ډلود پاکستان له خاوري  څخه په هندې کشمیر کې پوځې عملیات تر سره  کول  . ۹په کشمیر کې د سولیز حل لپاره  باید پاکستان او هند خپل ټول وسله وال عملیات فورآ ودروي . د هند او پاکستان لخوا د کشمیري ولس وژل ، شکنجکول  اوجنایات باید فورآ ودرول شي .د بندیانو خلاصول او تبادله تر سره شي او په ټول کشمیر کې باید یوه ولسواکه  ټولپوښتنه تر سره شي .   

پاکستان د کشمیر اوبو ته ډیره اړتیا لري . د ټوپوګرافیک له اړخه دپاکستان   اوبو د کشمیر له دروڅخه ، چې ډیرې د هند  تر ولکې لاندې کشمیر له غرو د پنجاب د دښتو پلور رابهیږي ،دغه اوبه د پاکستان د سند او پنجاب سیندونواتیا سلنې اوبو جوړوي . دغه حالت به هند ته هر مهال دا موکه په لاس کې ورکړي، چې د پاکستان په وړاندې د اوبو بندولو له وسلې څخه کار واخلې .

په هند کې اوس  د سولې  خبرو اترو لپاره شرایطو وده کړي ، ځکه هند نه غواړي د نړیوال اقتصادي  ځواک په درشل  کیدو کې د کشمیر د کړکیچ له لارې ورته ګواښ پیښ شي .                                                                                                                                         

- بېرته شاته