(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلي صدیق کاوون توفاني سره مرکه

دلوړو او سپیڅلوآرمانونوهوډمن،نوښتګر، مخکښ اومبارز شاعراولیکوال ښاغلي صدیق کاوون توفاني سره مرکه 

مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود  

یوستر پوخ او واقعي لیکوال هغه څوک دی، چې لوړه انساني عاطفه اودبشر پالنې احساس  ولري، او دلوی اوهدفمندانسان په توګه دلوړوآرمانونوخاوند وي،قوي اراده، لوړ همت او نیکې هیلې ولري ، پرخپله ژبه واکمن وي او دخپلې ژبې دپرمختګ اوودی په لاره کې کارنده اورغنده برخه واخلي،په خپله لیکنه کې د ډیر لوی صداقت او صمیمیت ښکارندوی وي، روښانه نړی لیداو اندیشه ولري اودخلکو د عقیدی دآزادۍ لپاره مبارزه وکړي، د پاک او سپیڅلي قلم خاوند وي اودقلم عفت او حیثیت وساتي، د آزادۍ، عدالت ، انصاف او صداقت اوحقیقت اودطبیعي اوټولنیزوحقوقو پلوې وي، د استبداد، ظلم او اجتماعي ناخوالواو دټولنې د بدو پدیدوسره نه پخلاکیدونکی وي، دژړیدلو اوکړیدلو خلکودردونواو روحي رنځونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، هغه ظلمونه اواستبداد، چې په خلکو کیږي وغندي اوټولنې ته یې په ډاګه کړي، د هیواد او هیوادوالو سره او دانسان او انساني کرامت سره ژوره مینه اوخواخوږي ولري، دخلکو دسوکالۍ او ددموکراسی اوآزادۍ لپاره مبارزه وکړي، د ظلم، ستم اوټولنیزو ناخوالو سره اودظالمو حکومتونودناروا کارونو سره نه پخلاکیدونکې وي، د یوزړه سواندي انسان په توګه دشهیدانواو یتیمانواو خوارانو سره وژاړي او اوښکې تویي کړي او د دوی د غمجنو حالاتو سره غمجن او دردمن وي . لنډه دا چې متواضع،بې کبره او د لوړو انساني اهدافواوصفاتوخاوند وي.
له نیکه مرغه زموږ زیاتره لیکوالانو، ژورنالیستانو، ادیبانو، شاعرانواوڅیړونکو ددغوپورتنیو څرګندونوپه پام کې نیولو سره په خپلو آثارواولیکنو کې خپل قلمونه اوچت ساتلي دي او خپل غږونه او فریادونه یې پورته کړي دي .
له دغو لیکوالانواو شاعرانو له ډلې څخه یو هم ښاغلی صدیق کاوون توفاني دی، چې زموږ دهیوادپه ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یوپیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی . دی دپښتو او دري ژبو دهغو
نوښتګرو،مخکښواونامتو لیکوالانو او شاعرانو څخه دی، چې دده په آثارو او شعرونو کېډیر لوړ علمي مفاهیم،انساني ،اجتماعي ، ملي او ادبي تصورات اوافکار په ډیره خوږه ،سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي.د ده په شعرونو کې  هنري ښکلا،خیالونه،سمبولونه،  تصویرونه او انځورونه ،تشبیهات ، کنایات،  پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په ډیر رنګین اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي .
 ښاغلي محمد اکبر کرګرچې زموږ دهیوادیو پیژندل شوې، مخکښ او تکړه لیکوال اوڅیړونکې دی،ده په خپلولیکنو کې دکاوون صاحب اودیو شمیرنورو لیکوالانو اوشاعرانو دشعرونو په هکله  علمي او ادبي تحقیقات او څیړنې کړې دي چې د قدر او ستاینې وړ دي .کرګرصاحب په خپله یوه لیکنه کې دکاوون صاحب دادبي شخصیت او د شعرونو په هکله داسې وایي :
(.....کاوون هنرمند اوشاعر دی، خو دزمان په ایرو او ګردونوکې پټ هغه دی. دی دشاعر زړه لري او دشاعرزړه یې په ټټر کې ټوپونه وهي . سره له دې چې دعقل او پوهې  اوعلم لیوال دی، خو په ماهیت کې داسې نه ده . هغه په ټولو چلندونواو برخوردونوکې صادق او رښتینی دی . لکه شعر داسې رښتینې دی ،لکه شعر داسې سپېڅلی اوشفاف یا روڼ دی، لکه دشاعر احساسات اوعواطف او لکه د کوچني ماشوم زړه او اوښکه داسې معصوم دی .
د فورم له مخې یا دفورمالیزم له مخې دکاوون شعر د پښتو د اوسني ادبي بهیر د غرونوپه سرونو کې انعکاس کوي او له هغه ځایه اوریدل کیږي . کله چې هغه عاشقانه شعر وایي هغه د عشق له زور او قوت نه د خپل پیام له پاره کار اخلي . د هغه عاشقانه شعر په رښتینې توګه ځانګړې محتوی او بیل مضمون لري . شاعر په دې ډول فورم کې د زړه له تله په ټولو حواسو او ټول ځواک سره موضوع ته عشق وربخښي، ساه ورکوي او احساس په کې راپاروي .)
 په رښتیا سره چې کاوون صاحب د پښتو ادب په ډګر کې دیولوړ شاعر په توګه ډیر با ارزښته او دروند مقام لري . دی د سیاست پوهنی، ټولنیز پوهنی، اولس پوهنی اوادب پوهنی له معیارونوسره آشنا دی، دی له خپل هیواداو وطنوالو سره کلکه مینه او خواخوږي لري . کاوون صاحب یو متفکر انسان او د لوړواوانساني اهدافو، اوصافواو خصایلوخاوند شخصیت دی ، ده زموږ دهیوادپه ادبي، فرهنګي، اجتماعي اوسیاسي چارو کې په پر له پسی هڅو سره له پاکی،تقوا، اخلاص او صداقت سره خپلی خاوری ته، خپل اولس ته اوخپلی ژبې ته په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه کړي دي.
د ده چاپ شوي آثار دا دي :
* سپرغۍ :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۲) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
* د تیږو په ذهن کې :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۳) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
* شګې او ګلونه :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۶) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
* وروستی ټکی :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۷) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
* کله چې ونې مري :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۷۰) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده .
* دباد په کنډوالو کې :دشعرونو ټولګه، چې په (۱۳۸۱) کال کې په پیښورکې چاپ شوې ده .
د ده آثار،  ادبي او فرهنګي، سیاسي او اجتماعي شخصیت زموږ په ټولنه کې دقدر او ستاینی وړ دی .
د کاوون صاحب دپوره پیژندګلوی لپاره، ما د ده سره یوه مرکه نیولې ده چې د تاسو ادب دوستانواو د شعر مینانوپام ورته راګرځوم .
کاوون صاحب اجازه راکړی خپل سلامونه او نیکې هیلې د تاسودرنه حضور ته وړاندی کړم، او خپلی پوښتنی پیل کړم :
پوښتنه :
تاسو څه وخت په شعر ویلو پیل وکړ، او څه رنګه مو خپل استعداد ته پام شو ؟
ځواب :
ډېر کلونه پخوا، هغه مهال چې زه لا کوچنی هلک او د لومړنۍ ښوونځی زده کوونکی  وم،له شعر او شاعری سره مې مینه درلوده. کله ناکله به مې یو نیم نظم یا نظم ډوله څه ولیکل او له ځانه سره به مې بیا بیالوستل اوخوند مې ترې اخیست .خو یوه ورځ مې په کور کې دننه یوه لرګین صندوق ته پام شو. صندوق مې پرانیست ومې لیدل چې له کتابونو ډک دی .کتابونه مې یو یو له صندوق څخه راوایستل او ومې کتل .په هغه صندوق کې ډول ډول کتابونه وو، لکه د رحمان بابا دیوان ، د خوشالخان خټک بازنامه ، سکندر نامه ، بهاردانش ، مراسلات ، چهار دروېش او ځنې نور . د رحمان بابا دیوان مې ترې راواخیست او نور کتابونه مې بېرته په صندوق کې کېښودل .له هغه وروسته نو بیا زه وم او د رحمان بابا دیوان  آن تر دې چې د شپې به مې د رحمان بابا دیوان تر بالښت لاندې و . ددې تر څنګ باید یادونه وکړم چې په هغو کلونو کې مې ننګرهار ورځپاڼه او ننګرهار مجله هم لوستله . زما تره چې هغه مهال د لغمان د روښان ليسې زده کوونکی و د ننګرهار ورځپاڼې او ننګرهار مجلې ګډونوال و . کله به چې دغه خپرونې زما لاس ته راغلې، په ډېره خوشالۍ به مې لوستلې  خو باید ووایم چې په لومړي سرکې مې نورو لیکنو سره علاقه نه درلوده ، یوازې شعرونه به مې لوستل  . زه له همدې لارې هغه مهال د ښاغليو نصرالله حافظ ، قتیل خوږیاڼي ،ارواښاد شهید سېلاب صافي ،ارواښاد سید محمد طاهر بینا ، غلام دستګیر ړنګ او نورو له نومونو او شعرونو سره آشنا شوم او ډېر څه مې ترې زده کړل چې د هغو هر یو یې پر ما د استادۍ حق لري .
پدې ډول و چې دشعر «سیاه مشق » مې پیل کړ او تر اوسه په دغه «سیاه مشق » اخته یم. پوښتنه :
مهرباني وکړۍ ووایاست تاسو هر وخت چې وغواړۍ شعر لیکلای شۍاو که په ځانګړو حالاتو کې باید شعر ولیکۍ؟
ځواب :
نه ، زه هر وخت شعر نشم لیکلای . شعر د یوه ځانګړي حالت زېږنده دی ، او تر څو پورې چې دغه ځانګړی حالت حضور ونه لري ، د شعر لیکل ناشوني دي . داسې نشي کېدای چې سړی دې د شپې تصمیم ونیسي چې سبا سهار د سبایی تر چایو وروسته د مېز تر شااو یا پر کومه پوله کښېنم او شعر لیکم .او همدا راز سړی نشي کولای مخکې له مخکې دځان لپاره د شعر ډول او چوکاټ وټاکي ، کله چې شعر راغی ځان ته پخپله خپل ډول او چوکاټ ټاکي او شاعر مجبور دی چې په هماغه چوکاټ کې خپل احساسات بیان کړي . ځنې دوستان عقیده لري چې که شعر په تا پسې نه راځي ، ته پخپله په شعر پسې ورشه . خو زه دا کار نشم کولای ،که  شعر په ماپسي را نشي که کلونه هم تېر شي زه په شعر پسې نه ورځم او دشعر دروازه نه ټکوم .
مخکې مې د شعر لیکلو لپاره د یوه ځانګړي حالت یادونه وکړه . دغه ځانګړی حالت هماغه څه دی چې ځنې خلک یې الهام هم بولي . الهام څه شی دی؟سور ریالیستانو عقیده درلوده چې الهام د ژبې په عرصه کې د روح ناڅاپي چاودنه ده. افلاتون شعري خلاقیت له بشري روح څخه بهر یانې د شعر په الهې پورې اړوند باله او ویل یې چې دا دشعر الاهه ده چې شاعر ته وایی چې ولیکه او د شعر الاهه یو مافوقبشري  پدیده ده. خو اوسني فیلسوفان ، ارواپېژندونکي او د شعر منتقدین لدې نظر سره توافق نلري او وایی چې الهام یوه روحي بشري پدیده ده چې پخپله د شاعر په دننه کې شتون لري . آرتور رمبو ویل چې « زه » بل څوک دی . یانې دا چې شاعر د شعر ویلو په وخت کې خپل « زه » له لاسه ورکوي او له خپل شخصیت څخه بهر راوځي او په « بل چا » بدليږي . مانا دا چې کله چې شاعر له کومې روحي ناڅاپي پېښې سره مخامخ کیږي او دغه پېښه د هغه روحي او احساسي حالت ته ټکان ورکوي او هغه د شعر ویلو ته رابولي . خو لوتره آمون چې د رمبو هم عصره و عقیده درلوده چې که « زه » شتون لرم نو زه پخپله یم او په هېڅ حالت کې په بل چا نه اوړم بلکې غواړم له خپله « ځانه » پرته بهرنۍ نړۍ او هر څه چې زماپه شاوخوا کې وجود لري هېراوځان په خپله روحي نړۍ کې ډوب کړم .
ژاک ماریتن عقیده درلوده چې شاعر د الهام په حالت کې د خپل روح مرکز ته ستنیږي ، له بهرنۍ نړۍ سره خپلې اړیکې شلوي او له خپل ځان او خپلې اروا سره یوازې کیږي،نو هلته ده چې د شعر په ویلو پیل کوي .
ستر فلسطیني شاعر نزار قباني باور درلود چې  شعر یوه ناخودآګاه او الهامي پدیده ده چې شاعر ته د لیکلو توان ورکوي . قباني په خپل یوه شعر کې دغې نکتې ته دا ډول اشاره کوي : « ... شعر یو شین څراغ دی چې د خدای ګوتو زموږپه دننه کې ځړولی دی » .
لکه چې و مو لیدل ، د شعر د هستونې لپاره، « الهام »یو بنسټیز ضرورت دی او له الهامه پرته لیکنې د تصنع  رنګ خپلوي او له صمیمیته وزي . هغه لیکنې به هر څه وي خو شعر ورته نشو ویلای .
البته د الهام لپاره د شاعر له روح څخه بهر مادي او فیزیکي حالاتو او شرایطو ته هم اړتیا شته . ددغو ټولوروحي او مادي پدیدو د یو ځای کېدوپه نتیجه کې پر شاعر الهام کیږي چې شعر ولیکي . کېدای شي چې شاعر د یوه خبر په اورېدلو ، د یوې حادثې پر پېښدلو ، د یو چا یا یو څه په لیدلو، دیو چا،یوڅه اویوې خاطرې په بیا رایادېدلو ... له دغسې یو حالت سره مخامخ شي او په دننه کې یې «شین څراغ » و لګیږي .
پوښتنه :
د تاسو په اند زموږ لیکوالانو او شاعرانو زیاتره شعر ته پاملرنه کړې ده او که نثر ته ؟ تاسو په پښتو ادبیاتو کې نثر څه ډول څېړی ؟
ځواب :
پښتو ادبیات عمدتن شعري ادبیات دي . هغومره چې زموږ شعر رنګین ، هراړخیز او شتمن دی ، نژدې په همغه کچه زموږ نثر ، په ځانګړي ډول هنري نثر د څومره والي او څرنګوالي له پلوه خوار او کمرنګه دی .
راځه خبره به په بل ډول لږ وڅېړو. زموږ د هېواد نومیالی لیکوال او څېړونکی ښاغلی زلمی هېوادمل په خپل اثر « دپښتو ادبیاتو تاریخ »کې پښتو ادبیات په دریوادبي دورو وېشي :
لومړۍ دوره ، چې له دوهمې لېږدیزې پېړۍ څخه پیلېږي او تر یوولسمې لېږديزې پېړۍ پورې دوام مومي .په دغه دوره کې د دوو نثري آثارو یادونه کیږي . لومړی یې د سالو وږمه ده چې د پټې خزانې په قول د ابومحمدهاشم ابن الزیدالسرواني په قلم په پښتو لیکل شوی دی ، خو له  بده مرغه دغه اثر اوس په واک کې نشته . او دوهم یې تذکرةالاولیا د سلیمان ماکو اثر دي چې د پښتنو ویناوالو آثار او احوال یې پکې راټول کړي او یوازې څو پاڼې یې د علامه استاد عبدالحی حبیبي د کار او زیار په نتیجه کې لاس ته راغلي دي .
د پښتو ادبیاتو په دغه دوره کې نور پاتې ، ټول شعري او نظمي آثار دي او د نثري لیکنو پته نه لګیږي .
دوهمه ادبي دوره د لسمې لېږديزې پېړۍ له نیمایي څخه پیلیږي او د څوارلسمې پېړۍ د پیل تر دوو ، دریو لسیزو پورې دوام کوي .په دغه ادبي دوره کې ده چې پښتو نثر ورو ورو پراختیا مومي او زیات شمېر نثري آثار هستول کیږي . پښتو نثر د موضوع او مضمون له پلوه بډاینه مومي اود شکل په لحاظ هم رنګارنګي پیدا کوي . ژبه یې صیقلیږي ،ساده کیږي او رواني مومي .
په همدغه دوره کې ده چې د هنري نثر لیکنې ته لاره پرانیستل کیږي .
دریمه دوره یا د پښتو ادبیاتو اوسنۍ دوره د شلمې عیسوي پېړۍ له لومړیو لسیزو څخه پیليږي او دادی په پوره زور دوام لري . په معاصره دوره کې موږ په ټولیز ډول د پښتو نثر او هنري نثر د غوړېدنې او بډاینې شاهدان یو . اوس اوس موږ په پښتو کې د یو زیات شمېر مستقلو نثري آثارو لوستونکي یو چې په وروستیو درې څلورو لسیزو کې کښل شوي او خپاره شوي دي .
اوس زموږ د یو شمېر لیکوالو او شاعرانو په مټ د نړ يوالو ادبیاتو ځنې په زړه پورې آثار هم په پښتو ژباړل شوي دي چې زموږ د ادبیاتو له رنګینۍ او بډاینې سره مرسته کوي .
خو که پوښتنه داسې مطرح شي چې شعر که نثر؟ او آیا رښتیا هم د شعر عمر پای ته رسېدلی اواوس دنثر وخت دی ؟ زموږ شاعران بایدشعرپرېږدي اونثر ته مخه کړي ! نو بیا زما ځواب بل ډول دی . زه وایم راځۍ دا هر څه خپل طبیعي بهیر ته پرېږدو .
ددې پر ځای چې د شعر پر ضد کمپاین وکړو ، د نثر د لیکلو پر ضرورت تاکید وکړو . زه دا سمه نه بولم چې ووایو شعر بند او نثر پیل . موږ په هغه اندازه چې نثر ته او ښه نثر ته اړتیا لرو ، په همغه کچه شعر ته او ښه شعر ته ضرورت لرو . که څوک د شعر لیکلو استعداد لري شعر دې ولیکي او که څوک د نثر د لیکلو استعداد او مهارت ولري نثر ته دې مخه کړي او که څوک شعر او نثر دواړه لیکلای شي نو بیا دې شعر او نثر دواړه ولیکي ، زه پدې برخه کې کومه ستونزه نه وینم .
زه لازمه نه بولم چې چاته دې وویل شي چې نور شعر مه لیکه او پرځای یې نثر ولیکه او که چاته وویل هم شي باور نه کوم چې شاعر دې له شعره لاس پرسر شي او له یوې مخې دي نثر ته مخ واړوي .مثلن تر کومه ځایه چې زه د پښتو ژبې وتلی او خوږژبی شاعر ښاغلی پيرمحمد کاروان پېژنم  شعر لکه وینه د هغه په رګونو کې چلیږي او آن خدای هم په شعر یادوي . « شاعران یو په نغمو یادوو خدای » نو اوس ته راځه او ورته وایه چې کاروان صیب نور نو شعر مه لیکه او یوازې نثر ته مخه کړه . زه فکر نه کوم چې هغه دې دې ډول خبرو ته اهمیت هم ورکړي . دلته باید زیاته کړم چې ښاغلی کاروان په نثر لیکلو کې هم د ښه قلم خاوند دی .
پوښتنه : تاسو شعر څه ډول تعریفوۍ او په شعر کې حماسه څه ډول څېړۍ ؟
ځواب :
زه فکر کوم تاسو دوه بېلې بېلې پوښتنې چې هره یوه یې اوږده او پراخ بحث ته اړتیا لري یو ځای مطرح کړي دي .زه به کوښښ وکړم د خپل توان په حدودو کې هغو ته ځواب ووایم . لومړی د شعر د تعریف خبره . که رښتیا ووایم زه د شعر له تعریفولو سره جوړ نه یم . زما په اند شعر یوه داسې پدیده ده چې تل د تغییر او تکامل په حال کې ده . موږ نه شو کولای يوه پدیده چې په پرله پسې ډول خپل شکل او منځپاګې ته تغییر ورکوي په یوه معین چوکاټ کې بنده کړو او حدود او ثغور ورته وټاکو . یو وخت هر موزون او مقفی کلام شعر بلل کېده او اوس ویل کیږي چې شعر په آهنګ لرونکي لنډ ژبني بیان کې د فکر او تخیل عاطفي غوټه کېدل دي . ارسطو شعر د طبیعت تقلید یا تمثيل باله او افلاطون په شعر کې پر تخیل تاکید کاوه او ویل یې چې شاعر دوه ځله له حقیقت څخه لیرې کیږي . شمس قیس رازي عقیده درلوده چې شعر یو سنجول شوی ، مرتب ، معنوي ، موزون ، متکرر  او متساوي کلام دی چې وروستي توري یې یو بل ته ورته وي یانې واحده قافیه ولري . ارواښاد محمد صدیق روهي په خپل اثر « شعر پېژندنه » کې د ترکي نامتو شاعر ناظم حکمت له خولې لیکي چې : « شعر هغه خوش آوازه مرغۍ ته ورته دی چې باید غوږ ورته ونیول شي او له آواز څخه یې خوند واخيستل شي . هغه کسان چې غواړي شعر تعریف او تحلیل کړي په واقعیت کې د مرغۍ له غوښو سره علاقه لري نه د هغې له آواز سره » .   خو راځه چې د شاعرانو د خان ، د پښتو د ستر سنت ماتوونکي شاعر عبدالغني خان غني تعریف وګورو . غني خان د شعر ښکلې او نازکه مرغۍ د تعریف په وسپنيز لنډ تنګ قفس کې نه بندوي بلکې هغې ته د الوتلوپراخه فضا برابروي .غني خان وايي :
لږ خیال کړه ، لږ تال کړه ، لږ شان د جانان                                                                                                       لږ رنګ کړه ، غورځنګ کړه ، یو آه د ارمان                                                                                                      لږ نور کړه ، لږ نار کړه ، لږ سوز کړه ، لږ ساز                                                                                                   لږ یار د سپوږمۍ شه ، دستورو همراز
لږ ګوټ د کعبې کې ،لږ ګل د شېراز                                                                                                                   لږ باغ ، لږ باغچه شه ، لږ تور بیابان
لږ خیال کړه ، لږ تال کړه ، لږ شان د جانان
  اسپانوي شاعر فدریکوګارسیالورکا، ددې پوښتنې په ځواب کې چې شعر څه شی دی ؟ داسې ویلي و : شعر هغه څه دی چې پر واټ د تلو راتلو په حال کې دی ، یانې  .
هغه څه چې خوځيږي او زموږ تر څنګ پر لاره ځي . هر څه خپل رمزوراز لري او شعر هغه رمزو راز دی چې ټول شیان یې لري . اوږه په اوږه د یوه سړي له څنګه تېرېږې ، یوې ښځې ته ګورې ، د یوه سپي د زیرکانه منډې وهلو په هکله ګومان کوې . ددغو شیانو په هر یوه کې چې انساني جنبه لري شعر پټ دی .
لکه څنګه چې وینو د شعر لپاره د یوه جامع او مانع او زمانشموله او مکانشموله تعریف پیدا کول څه اسانه کار ندي . ښه به وي چې سملاسي په همدومره بسنه وکړو او ددې بحث له دوامه تېر شو .
خو دحماسې په هکله چې ستاسو د پوښتنې په دوهمه برخه کې ورته اشاره شوې ده په ډېره لنډه توګه څو خبرې کوم :                                                                                                                   حماسه  د زړورتیا او شجاعت په معنا ده اوهغه ډول شعرته ویل کیږي چې داستاني جنبه ولري او د یو قوم ، یو ملت ،او یا یو شخص ملي جذبات ، رزمي احساسات ملي ویاړونه اواتلتوب پکې بیان شوی وي . په حماسه کې په عمومي ډول پېښېدونکي حوادث خارق العاده او په ځنې مواردو کې تر انساني باوره لوړ دي .     د ساري په ډول ، د پخواني یونان د ستر شاعر هومر « ایلیاد او اودېسه » یوه تلپاتې حماسه ده ، د ابوالقاسم فردوسي « شاهنامه » یوه حماسه ده .
 په پښتو ادبیاتو کې هم حماسه اوږد تاریخ لري خو له بده مرغه هغه حماسې چې پښتنو شاعرانو د بېلابېلو رزمي ـ تاریخي پېښو تر اغېزې لاندې کښلي دي یا خو د حوادثو توفانونو له ځانه سره وړي او یا نا چاپه دي او د ځنو فرهنګیانو په شخصي کتابتونونو کې د چاپ او خپرېدو د انتظار کلونه تېروي .                                                           ښاغلی زلمی هېوادمل« د پښتو ادبیاتو تاریخ » کې د نورو تر څنګ د دغو لاندنیو حماسو یادونه کوي :
د صاحب دین خټک « فیروزنامه » چې د فیروزخان خټک او رنجیت سنګه  د جګړو بیان لري ، د سپينې  حماسه چې پر هرات د پارس د لښکرو د یرغل او زموږ د هراتي وطنوالودمقاومت، دفاع او مېړانې پېښوته ځانګړ ې شوې ده . د امیرعبدالرحمان  « شاهنامه » چې احمد ګل کښلې ده ، د دلاور طالب عمرخېل « د مغل خان جنګنامه » چې دافغان ـ انګلیس په دوهمه جګړه کې دمغل خان په مشرۍ د افغانانواو انګرېزي لښکروتر منځ د جګړې بیان پکې شوی دی .« احمد شاهي شاهنامه » د پښتوادبیاتو یوه تاریخي حماسه ده چې د حافظ ګل محمد مرغزي په قلم لیکل شوې او پر هند باندې د احمدشاه بابا په مشرۍ د افغاني لښکرو د یرغل او د هغوۍ د رزمي اتلولیو په هکله ده .                                                                                                                                               
خو که ستاسو مقصد حماسي شعرونه وي نو بیا خو ډېر پراخ مفهوم احتوا کوي، پدې معناچې ټول هغه شعرونه چې په هغوکې رزمي او مبارزاتي روحیه منعکسه شوې وي ، حماسي شعرونه دي ، که د شعر په هر ډول کې وي مثلن د میوند د ډګر داتلې ملالې دا لنډۍ چې وايي :                                                                                                                                                     
که په میوند کې شهید نه شوې                                                                                                                        خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه .
 یوه حماسي لنډۍ ده .او هغه شعرونه چې د هېواد د آزادۍ غوښتنې دبېلابېلو جګړو په دوران کې ویل شوي او یا نورو ملي او وطنپالوغورځنګونو ته ځانګړي شوي دي      حماسي شعرونه دي چې فکر کوم پدې برخه کې به د نور بحث اړتیا نه وي .                             
                                                                                 
  پوښتنه :
مهرباني وکړۍ خپل مالومات مو د لنډیو په هکله راسره شریک کړۍ .
ځواب :
پښتو لنډۍ زموږ د شتمن فلکلور یا ولسي ادب یوه ډېره بډایه اومهمه برخه جوړوي او ټول پښتانه ورسره نه یوازې آشنايي لري ، بلکې زده یې هم وي .خو لنډۍ څه شی دي ؟
لنډۍ چې  ټپه ، مسرې اوټيکۍ یې هم بولي هغه ښکلي او په زړه پورې دوه مسره ییز شعرونه دي چې لومړۍ مسرۍ یې نه سېلابه او دوهمه یې دیارلس سېلابه ده .
د لنډیو تر ټولو مهمه ځانګړنه  د هغو شکلي لنډوالی او د منځپانګي بډاینه او پراخوالی دی ، داسې چې د یوې لنډۍ په همدغه دوه مسریو کې یوه دونیا مانا او مفهوم ځاییږي آن تر دې چې سړی نشي کولای د یوه اوږده شعر په لمنه کې هم هغومره لوی مفهوم راونغاړي . لنډۍ معین ویونکی نه لري او شاعریې زموږ عام ولس دی . زموږ عام ولس : زموږ د هېواد بزګر ، کارګر ،شپون ، کاسب ، ښځه او نارینه . په لنډیو کې د ولس ښادۍ او غمونه ، ماتې او بریاوې ، ناهیلۍاوامیدونه ، مینه او کرکه او رزمي او بزمي مفاهیم منعکس شوي دي . کله چې موږ یوه اصیله لنډۍ اورو یایې لولو ، سمدستي زموږ په ذهن کې یوه نړۍ مفاهیم ، حالات او حوادث را ژوندي کیږي اولکه یورنګه سینمایي فلم زموږ دذهن پر پرده غوړیږي لنډۍ دپېړیو په اوږدو کې له یوې سینې څخه بلې ته اوله یوه نسل څخه بل ته لېږدول کیږي . پر دغه شتمنه ادبي پانګه د ژوند په هره پوړۍ کې زیاتونې کیږي او تازه ساتل کیږي .                                                  دغه ادبي مرغلرې په ټولو پښتني سیمو کې په نالیکل شوي یا شفاهي ډول شته چې د نړۍ په نورو ژبو او ولسونو کې یې ساری نه لیدل کیږي .البته د یادولو وړ ده چې په پنجابي ژبه کې د « ماهیا » په نو م او په جاپاني ژبه کې د « هایکو » په نامه لنډیوته ورته  لنډه کي شعرونه شته چې خپله ښکلا لري خو له لنډیوسره د ډېرو شکلي او ماهوي تفاوتونو لرونکي دي .  لکه چې د مخه مې وویل پښتو لنډۍ یا دغه اصیلې مرغلرې په ټول ولس کې تیتې دي او خلکو د خپلو سینو په ارشیفونو کې خوندي ساتلي دي . له نېکه مرغه زموږ پر ولس او ادب  مینو ځنو شخصیتونو د ستر زیار په ګاللو یو شمېر لنډۍ  له کلیو او بانډو څخه را ټولې کړي او د کتابونو په بڼه یې چاپ او خپرې کړي دي چې دلته یوڅونومونه یادوم لکه ارواښادعبدالرووف بېنوا،ارواښاد محمد ګل نوري ارواښادمحمددین ژواک ،ارواښاد مصطفی جهاد،ښاغلي عبدالکریم پتنګ مېرمن سلما شاهین  ... او ځنې نور .  ښاغلی سلیمان لایق هم له ډېرو کلونو راهیسې پر پښتو لنډیو کار کوي او د لنډیو د راټولولو تر څنګ د لنډیو پر تحلیل او پېژندنې لیکنې کوي چې ددغې سلسلې ځنې لیکنې یې پخواخپرې شوي دي .   
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي                      لمن مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
پوښتنه :                                                                                                                                                            
      په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور موجود وي ، د تاسو په آند په یو شاعر او لیکوال  باندې څه اغېز لري ؟ شاعر او لیکوال څرنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي ؟                                                                                             
ځواب :                                                                                                                                                                             دمخه تر دې چې په یوه ټولنه کې د ادبیاتو د هستونې پر بهیر د سانسور د اغیزې په هکله و غږیږو لومړی باید وګورو چې سانسور څه شی دی؟  سانسور د لاتينې
کلمې سینسوس یا سینسیر څخه چې د ارزونې په مانا ده اخیستل  شوی او اصطلاحي مفهوم یې د دولت یا ټولنیزو او مذهبي کړیوله لوري پر بېلابېلو سمعي او بصري خپرونو لکه ورځپاڼې ، جریدې ، کتاب ، رادیوـ تلوېزیون ،تیاتر ، انترنت  او ...نورو ،نظارت ، کنترول اومراقبت ته ویل کیږي . د پخواني روم په دولتي نظام کې د سانسور مامورینو یو ځانګړی مقام او دریځ درلود .هغه مهال د سانسورچیانو دنده داوه چې د خلکو سرشمېرنه وکړي ، د مالیې کچه وټاکي او د اوسېدونکو اخلاقي کړه وړه وڅاري .  خو کله چې په پنځلسمه زېږدې پېړۍ کې د چاپ ماشین اختراع شو او د لیکل شویو آثاروچاپ او خپراوي پراختیا وموندله د سانسور مفهوم هم تغییر وموند او د اغېزې ساحه یې پراخه شوه . لومړی کلیسا او مذهبي اورګانونو د دیني او جنسي مسایلو په برخه کې سانسور ته مخه کړه او ورسره جوخت دکتاتوري اواستبدادي دولتونو هم د ټولنې د نظم د ساتنې او اخلاقي فساد د مخنیوي په پلمه خو په اصل کې د مخالفو غږونو د خاموشه کولو په مقصدسانسور پیل کړ . د سانسور شوم عمل چې له هم هغو پخوا زمانو راهیسې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونوکې عملي کیږي ، نړیوال فرهنګ ته ستر زیانونه اړولي دي . د سانسور په نتیجه کې که له یوې خوا د ادبي او فرهنګي آثارو د پراخې هستونې مخه نیول شوې له بله پلوه ډېر ارزښتمن آثار له منځه وړل شوي او سوزول شوي دي .                                                                                                           د سانسور تر ټولو منفي او خطرناکه پایله داده چې شاعر ، لیکوال  او هنرمند مجبوروي چې خپل ځان پخپله سانسور کړي ( خود سانسوري ). ددې لپاره چې آثار یې د سانسور له فلتر څخه په آسانۍ تېر شي یا له خپلو یو شمېر اندېښنو او فکرونو څخه تېرېږي او یا هم خپل افکار په داسې پېچلې بڼه مطرح کوي او د پېچلتیا په داسې پردو کې یې نغاړي چې ډېرو لوستونکو ، اورېدونکو او لیدونکو ته د پوهېدو وړ نه وي او یا خو هم مجبوریږي خپل هېواد پرېږدي او په بهر کې خپل آثار خپاره کړي . سانسور هم د استعدادونو د ودې مخه نیسي او هم نه پرېږدي چې ولس ته لازم اطلاعات ورسیږي . سانسور د بیان د آزادۍ مخالفه پدیده ده چې د« فکر او بیان » د ودې بهیر پڅوي .             خو له دې ټولو سره سره باید ووایم چې سانسور او سانسورچیان نشي کولای په بشپړ ډول د ادبي ، هنري او ژورنالیستي آثارو د ایجاداو خپرېدو مخه ونیسي.  ډېر ځله داسې پېښ شوي دي کله چې په یوه هېواد کې  کوم اثر د سانسور په نتیجه کې له چاپه لوېدلی او یا له چاپه وروسته یې پر وېشل کېدو بندیز لګېدلی و د اثر اهمیت او جذابیت لاهم پسې زیات شوی او لاس په لاس ګرځېدلی دی .یو وخت په پخواني شوروي اتحاد کې د سولژینیتڅین ، بوریس پاسترناک اوځنو نورو لیکوالو او شاعرانو پر آثارو بندیز لګېدلی وو .نتیجه داشوه چې ددغو لیکوالو لوستونکي تر پخوا څو ځلي زیات شول او کتابونه یې بیا بیا په ډېر لوړ تیراژ په بهر کې چاپ او خپاره شول او د شوروی د وخت له وسپنیز کنترول سره سره هغو آثارو په پټه دننه هېواد ته لاره پیدا کړه او  دلوستونکو لاس ته ورسېدل . د بوریس پاسترناک د «ډاکتر ژیواګو »کتاب نه یوازې دا چې په روسي ژبه څو څو ځله چاپ او خپور شو بلکې په زیات شمېر نړیوالو ژبو وژباړل شو او فلمونه یې هم جوړ شول . او یا همدا اوس د امریکايي ـ انګلیسي مقاماتو له خوا څخه  د ویکي لیکس دانترنیتي پلاتفورم د بنسټ ایښودونکي او چلوونکي ښاغلي جولیان آسانژ تعقیب او زورونه او دهغه د انترنیتي پلاتفورم د بندولو ناکامه هڅې په یوويشتمې پېړۍ کې د سانسور یوزړه بوږنوونکی او کرغېړن ساری کېدلای شي . ویکي لیکس په خپله انترنېتي پاڼه کې د نورو ترڅنګ په افغانستان او عراق کې د غربي هېوادونو،په ځانګړي ډول د امریکاد متحدو ایالتونو له بې شرمانه جنایتونوڅخه پرده پورته کړې ده او دهغودجنایتونوپټ اسنادیې خپاره کړي دي .
پوښتنه :                                                                                                                                                                         یوشاعر او لیکوال دیو ولس په ویښولو او د ملي احساساتو په راپارولو کې څه رول لري ؟ مهرباني وکړۍ په دې هکله په لنډه توګه مالومات راکړۍ .
ځواب :                                                                                                                                                                             شاعر او لیکوال د ملت د ویښ وجدان حیثیت لري .یو ریښتينی شاعر او لیکوال چې خپل رسالت یې په ټولنه کې درک کړی وي ، کولای شي د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې د خپل ولس د ویښولوپه چاره کې ستره ونډه واخلي .هغه څه چې شاعر او لیکوال یې د لیدلو توان لري ، عام ولس یې نشي لیدای . دا شاعر او لیکوال دی چې د ملي ناخوالو ، ټولنیزو بې عدالتیو ،ستم او استبداد په وړاندې خپل د اعتراض غږ وچتوي او د خلکو پام ورته رااړوي . بشري تاریخ په نړیواله کچه ډېر داسې شاعران او د قلم خاوندان پېژني چې د خپلو هېوادونو ولسونه یې د آزادۍ او خپلواکۍ د لاس ته راوړلو او د استبدادي او دکتاتوري نظامونو د راپرزولو لپاره تشویق کړي او یا یې د ټولنیزو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره هڅولي دي . برنارد دوفونتنل یو وخت ویلې وو چې « کله داسې شي چې یو سړی په یوازې ځان د یوې پېړۍ چیغه پورته کړي » . هو ، ریښتینی شاعر او لیکوال همدغه سړی دی چې په یوازې ځان د یوې پېړۍ او یو ولس فریاد پورته کوي او د ولسونو د ویښېدلو لامل ګرځي .
- بېرته شاته