(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شمشاد یواځینی پښتو تلویزونی چینل

په شمشاد نیوکه که د افغانانو سپکاوی
درنو لوستونکو خو ورڅی وړاندی می په ټول افغان کی یوه لیکنه  چی، په شمشاد تلویزونی چینل یی د حقایقو نه لری نیوکه کړی وه ولوستله خدای حاضر دی چی په اول کی می هیځ اهمیت ورنکړ، خو بیا کله چی می پری ژور فکر وکړو چی، دا خو نه یواڅی په شمشاد نیوکه ده، بلکی د ا د تولو افغانانو سپکاوی دی چی ګویا په شمشاد د -ای اس ای- فشار به وی چی دومره ډیری دینی خپرونی لری .یانی دا د دی مانا لری چی ای اس ای افغانان دی ته مجبوروی چی اسلامی خپرونی وکړی. هغه وطندار چی څان ناشنا شینواری معرفی کوی په دی باید پوه شی چی پنجابی جنرالانو ته زمونږ نیکونو اسلام ورښودلی دی .ناشنا شینواری لیکی چی ، يه نړی کی ډیر جوماتونه شته دی او پښتانه هم مسلمانان دی نو که کومه پوښتنه لری نو په جوماتونو کی یی د ملا ځخه وکړی یغنی آړتیا نشته چی په تلویزون کی دی دینی مسایل مطرح شی
نیکبخته ناشنا شینواری ته تر اوسه د ملا او دینی عالم توپیر نشی کولای
 
شمشاد یواځینی پښتو تلویزونی چینل
درنو زړه ته رانژدی افغانانو پښتنو ورونو!
د انترنیت د ټول افغان په پاڼه می د یو افغان ورور چی ،  د نااشنا شینواری په نوم یی ځان معرفی کړی وو داسی لیکلی وه چی  ګویا په شمشاد تلویزون کی اسلامی خپرونی ډیری دی او دا کیدای شی د ای اس ای په لمسه وی
زه په دی ورور کوم تور نه لګوم ممکن دنوموړی ورور احساسات ډیر پاک وی او کیدای شی تکړه او په قوم مین انسان وسی
خو په ډیر افسوس چی له حقایقویا پوره ناخبره او یا ممکن له چا ځخه یی ځه اوریدلی وی
ګرانه وروره ناشنا شینواری صاحب!
زه نه غواړم چی ډیر په ټولو مسایلو تم شم دومره ویلای شم چی نوموړی تلویزون یو افغانی او حتی یواڅنینی پښتو چینل دی چی په ملی او افغانی صبغه ولاړ دی مشر یی په افغانانو او په خاصه توکه پښتنو مین، متدین او سپیځلی مسلمان دی
شاید دغه تلویزون نیمکړتیاوی هم ولری ، دا باید ددی باعث نشی  چی موږ پری د غصی نه دکی لیکنی وکړو. د هرچا سلیقی فرق کوی  ځینی پری نیوکی کوی چی ګویا ډیر تفریحی او داسلام نه لری خپرونی کوی زما په فکر د نوموړی چینل مشران په هم حیران وی چی د  چا ومنی ، خو دومره وایم چی هغوی پوهږی چی ځه وکړی
محترمو وطندارانو ستاسو د مالوماتو په خاطر..
ماته چی تر کومه ځایه معا لومات دی د بهر افغانانو د شمشاد ځخه غوښتنه کړی چی که وکولی شی په نوموړی چینل کی د بهرنیو افغانی ماشومانو لپاره یو څه زیات اسلامی خبرونی ولری چی افغانان داسلامی مسلو خخه بی برخی نشی او په اسلامی عقایدو خبر شی. زه له تولو وطندارانو خخه دا هیله لرم چی څان د داسی بی مانا او تخریشامیزه لیکنو ځخه وژغوری او دی ته یی ځوک ونه هځوی چی هر هعه ځه چی اوس افغانانو ته ضرر رسوی ولیکی
ورونو،، که مونږ هر افغان یا هر تکړه د حساب پښتون ورور د نورو پسی وتړو نو ځوک به دی کړیدلی هیواد ته خدمت وکړی څوک به زعیم شی، څوک به د مشری جرت وکړی اتلان به ځنګه پيدا شی دا هیواد به په چا ابادوو، مونږ به دی ته ناست یو چی یو په یو نوم بدنام او بل په بل نوم بدنام ګړو لکه چی تر اوسه مو دا کار کړی دی او وهمدا وجه ده چی د افغانانو په تباهی تمامه ده چو راځی چی نور له دی تورونو ځخه لاس واخلو او په صداقت د خلکو هدمت وکړو او همداشان په هر ایمانداره سړی د بی ایمانی تور ونه لګوو
ومن الله توفیق   
یو څو ورڅی دمخه می د ټول افغان په ویب پاڼه کی د شمشاد تلویزون په هکله چی لیکوال یی ځان د ناشنا شینواری په نوم نوموی تر سترګو شوه. سره له دی چی څیننو په هیواد  او پښتنو مینو هیواد والو ورته خپل نظرونه لیکلی وه ، خو په هر حال ما د څان سره وپتیله چی د ریښتیا څخه  د دفاع په خاطر د څینو خود غرضو او متعصبو اصلی څیری څیری هیوادوالو ته بربنډی کړم.  ناشنا شینواری لکه څنګه چې یی له نوم نه مالومیږی نه یواڅی د اسلام او افغانستان  سره ناشنا دی، بلکی له قلم ، سواد او پښتو  سره هم ناشنا دی او همدا رنګه نه غواړم د ښاغلی ناشنا په املا انشا او هغو جملو وغږیږم ، کومی چی هغه لیکلی دی. دا د لمر نه یو روښان حقیقت دی چی نن د افغان /پښتون/ په وړاندی او هر هغه ځه چی د افغان /پښتون /  پوری اړه لری یوه سیمیزه او نړیواله دسیسه روانه ده،چی په ځه شکل هغوی  په فزیکی او معنوی لحاظ کمزوری او له مینڅه یوسی او توله لار یوه  قوم او یوی ژبی ته هواره کړی.چی بیلګی یی هره ورڅ مونږ اورو او په خبلو ستزګو یی وینو خو په هر حال اوس اصلی مطلب ته راڅم او هغه دا چی نه ناشنا صیب نه شینواری دی او نه د شینوارو د دروند ټبر سره کوم تړاو لریبلکی نوموړی د پښتنو په حامه کی له هغو افغانستانیانو له ډلی څخه دی  کومه چی له بهرنیو هیوادونو او په تیره بیا د ایران ، روسیی  فرانسی هند او حتی د ډیریو ورسته پاتی هیواد تاحیکستان او د هغی په رنګه هیوادونو په دربارونو کی په تغظیم او چابلوسی ولاړ دی او د افغان و افغانستان او په څانګړب توګه له پښتو ژبی خاص نفرت لری او د افغان پښتون په ضد د یهودو او نصارو سره لاسونه یو کړی او د بښنو د تباهی لپاره لاس پکار دی. تاسی پخپله فکر وکړی نن په افغانسان کی د بهڅویشتو نه زیاتی تلویزونی شبکی شتون لری چی مالی لګښتونه یی هم له بهر ځخه ورکول کیږی او داسی خبرونی لیدونکو ته وړاندی کوی چی انسان او وجدان پری شرمیږی او  د نفرت تعصب نفاق او دسیمی د ستر او غیور ملت =له سپکاوی نه پرته بل ځه نشته، خو له بده مرغه هغوی ته ګوته نه نیول کیږی داو ددی برغکس چی شمشاد یو ملی او افغانی چینل دی د داسی  اشخاصو د نوکو لاندی تل راځی. ګرانو افغانانو دا ولی ؟ دا څکه چی داسی عناصر د نورو په لمسه داسی خبری کوی. مګر شمشاد چی یو ریښتینی افغانی د ټولنی ممثل تلویرونی چینل دیچی مشری ییی په دین هیواداو ملت مین شخص الحاح فضل کریم فضل کوی چی د نورو په شان د بهرنیو په چوپړ کی نه دی او نه به هم کله د هغوی په چوپړ کی ووسیږی نو پدی بنیاد دا متغصیبین په شمشاد کی نوری نیمګړتیاوی نشی موندلی څکه چی شمشاد د ملت اکثریت ته د پوهاوید او منلو وړ دی او خبلو هیوادوالو ته د خبل هیواد په ژبه خپرونی وړاندی کوی     ګرانو وطنوالو شمشاد ډیر په زړه پوری او رنګین پروګرامونه لری لکه په پښتو ژبه کارتونی د ماشومانو لپاره دول دول پروګرامونه تفریحی روزنیز اسلامی  او داسی نور او له بله پلوه مونږ الحمدالله مسلمانان یو او زمونږ بچیان په بهر کی اسلامی بروګرامونو ته هم اړین ضرورت لری پدی خاطر چی زمونږ بچیان له اسلام نه محروم نشی. د خدای لپاره شمشاد د تعصب له زاویی ځخه مه ګوری په شمشاد کی به ډیری نیمګړتیاوی وی ،خو راڅئ چی د دغه نیمګړنیاوی  د سالمو نیوکو په ترځ کی لری کړو او نه دا چی تبلیغی جنبه او یا پارونکی  نیوکی وکړو څکه چی شمشاد یو ځه د وړو او اوبو پزه پښتنو لپاره ایښودی هسی نه چی خدای مکه په سیند یی لاهو کړو او یا داچی مشران یی رمونږنه  د خوشال بابا غوندی ناهیلی نشی او په دی حساس وخت کی د پښتو له خدمت نه لاس واخلی څکه چی تشویق نه وی نو سړی ناهیلی شی دا چی مادی ملا یی نشو تړلی نو راڅی چی مغنوی ملا یی وروتړو او د شمشاد مشران تشویق  او دی ته وهځو چی له  دی نه پسی لاښه کارونه د پښتو او پښتنو لپاره وکری او په لوی لاس زړونه د خدمت نه ورله مات نه کړو. کړیدلو افغانانو نور د خدای لپاره د پارونکو لیکنو نه تیر شی.
مطیع الله روفی
- بېرته شاته