(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مصرغورځنګ نړئ ولړزوله

د مصرغورځنګ او د خلکو خپلواک زورد ټولو نړۍ خلکوته د عبرت او پند درس.....

               لیکوال: ولی محمد نورزی                                                

 اتلس ورځی کیږی چه د مصر د خلکو غریبه، روشنفکره،او ځوانه طبقه د بیکاری او وزګاری له کبله د خپلو پا کو غو ښتنو په هیله  د مصر د ستر سپهسالار ا و ظالم دیکتاتور پر ضد  د قاهری ، اسکندریه ، سویز کانال او نورو ښاروکی کلکی مظا هری پکار واچولی ، تر څود مصر د خلکو په اجتماعی، اقتصادی اوضروری ژوندون کی تغیر راشی. ولی د مصر حکومت او دهغه په سر کی حسنی مبارک د خلکو د غو ښتنو د حق څخه ځان  بی خبره ګڼی او دخپلی زور واکی، شوکت، او حکومت داری څخه لاس نه اخلی ، یواځي په حکومت کی د ډیروکو چنیو اوکمو تغیراتو په را وستلو سره ځان ته برائت ورکوي، چه دغه تغیر د شطرنج د لوبی په شان د حکومت په اداره کي هیڅ کوم تغیر او بدلون نه دی راوړی، او یواځی اشخاص یو او بل ځای ته په دندو ګما رل شوی دي .      ..               ..........                                                   

 د  مصر د خلکو اوځوانانو د مظاهری زور دومره پیاوړۍ وو .چه په میلیوننه خلک یی د قاهری د تحریر ډګرته را وبلل او نړۍ یی حیرانه کړه. دخلکو دا حرکت د نړۍ د ټولو هیوادو خلک په فکر او سوچ کی واچول. او د لمړي ځل لپاره د مصر په تاریخ کی دغه غورځنګ دیوه بر یالی خو ځښت  په توګه  د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیدی. د اتلسو ور ځو مظاهرو په اړودور کی د مصر یانو ۳۰۰ بی ګناه ځوانانو  خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی. او د خپلو پاکو هیلو سره دخپلو ګرانو کورنۍ، ملګرو او نژدی دوستانو څخه د تل لپاره ددی پانی نړۍ نه کوچ شول.ولی نوم به یی د تاریخ په ځلاندو پاڼو کی د یادګار په توګه تل پاته شي. او دمصر یانود حق په لاره کی دعزت او پت شهیدان ګڼل کیږ ی.

نن چه د نړۍ ټولو معتبرو تلویزیونو او نشراتی رسنیو دا اټکل کاوه چه مبارک به د خپلی استعفا وړاندیز اعلان کړي  ولی داسی ونه شول. مبارک  بیا خپلی زړی سندری ویلی چه ددی کال د جمهوری ریاست د مودی تر پایه یعنی تر سپتمبر تر میاشتی پوری به په قدرت کی پا ته شی.په تلویزیون کی د مبارک دا اعلان د مظاهره چیانو احسا سات نور هم را وپارول او سبا به د مصر د قاهری د تحریر ډګر یو ځل بیا د ګواښونو او اعترا ضونو مرکز جوړ شي.

 که چیری مونږ د تاریخ په اوږدوکی د زور واکانو او دیکتاتورانو تیر ژوند ته پاملرنه وکړو ، همیشه دغه ظالمان او دقدرت تږي لیونیان د خپل ژوند تر اخیره پوری د خپل زوال او نا کامی نوم نه مني. او تر مرګه پوری د قدرت واک نه لاس نه اخلي.یو شعرمی په فکر کی راغلي چه دزور او قدرت ننګه کوی :                              .

زور لرم،قدرت لرم ، نامی د زمانو یمه ***دیرش کاله سرداریم ځکه مست د میخانو یمه

زر لرم ، جایداد لرم څښتن د میلیاردو ډالر ***څنګه به زه ولاړ شم، چه مشهور په دا پيسو یمه

 وکړی ننداری، مظاهری د مصر خلکو نن *** وایم مبارک یم ،که زور راشی په ځغا ستویمه   

 بلی دغه دیکتاتور نور هم دخپل زور او قدرت په څپو کی بی هوښه غرق دی. او دخپلی ۸۲ کلنی په درشل کی بیا هم غواړي امپرا تور وي. د نړي مطبو عاتو د حسنی مبارک د کورني پانګی په مختلفو هیوادو کي نشر کړی دی. چه په لاندی ډول سره ورته ګورو:                     ..................................................................................

  حسنی مبارک ، دهغه میر من سوزانه ، دهغه دوه زامن جمال او اله د نړۍ په ګوټ ګوټ کی خپلی منقولی پانګی او غیر منقولی پانګۍ پکار اچولی دي. ددی کورنۍ د پانګوالی حد او اندزه نه  ده معلومه ،ولی ځنی مصر یان وایی چه  د حسنی مبارک د کورنی پانګه په نړۍ کی میلیاردونو ډالرو ته رسیږی. د الجزیری الاخبار ورځپاڼه لیکی چه ددی کورنۍ د پا نګی اندازه (۷۰)میلیاردو ډالرو ته رسیږي. دا ورځپاڼه لیکی که چیری دا حقیقت وی نو د مبارک کورني د نړی تر ټَولو غټه پانګواله او شتمنه کورنی ده، چه سر ما یه یی په نړۍ لمړی مقام لری.ځکه د مکسیکو پانګه وال کارلوس سلیم چه (۶۵) میلیا رده ډالره سر ما یه لری په دوهم مقام کی را ځی. دامریکا د پانګوالی دڅیړنی د څانګی څیړن پوه او متخصص فوربیس د الاخبار د ورځپاڼی نظر تا ییدوی او وایی چه د مبارک کورنۍ د نړي د سترو سرما یه دار په ډله کی را ځي. د شنونکو په نظر مبارک او دهغه کورني د نړۍ په غټو ښاروکی لکه: لندن ،پاریس ،نیو یارک ،واشنګتن ،لوس انجلس ، فرانکفورت ،مادرید ، زیوریخ، دوبی، ممبیی،قاهره او شرم الشیخ کی ډیر جایدادونه، هوټلونه مغازی او بانکونه لری .    

. د بزګر زوی حسنی مبارک په ۱۹۷۵  کال کی لا میلیونر وو، کوم وخت چه د هوایی ځواکونو جنرالی ته ورسیدی. دهغه وخت په فوځی جنرالانو کی مبارک تر ټولو شتمن سړی وو.  د شنونکو  په نظر د مصر د فقید جمهور رئیس جمال عبد الناصر د مړنی وروسته دهغه ډیره پانګه  د مصریوه  بل رئیس جمهور انورالسادات ته پا ته شوه ، او د انورالسادات تر مرګ وروسته  د هغه ټوله پانګه بیا حسنی مبارک ته په لاس ورغله .چه په  ۱۹۸۱ کال کی د انورالسادات تر مرګ وروسته حسنی مبارک د مصر دجمهور رئیس د واک چاری په لاس کی واخیستي او تر ننه پوری د مصر قانونی جمهو رئیس او لمړي درجه شخص دي. ددی کورني پانګه د نړۍ په ډیرو قیمتی ښارونو کی پکار لویدلی دي. زیا تره پیسی یی د سویس او انګلستان په بانکو کی ذخیره کړی دی. اود نړۍ تر ټولو ګران بیه کورونه یی را نیولی دي. د مثال په توګه: په لندن نیو یارک ،پاریس او لوس انجلس په زړه کی یی ډیر ګران بیه کورونه، هو ټلونه د خپل شخصی ملکیت په تصرف کی  را وستی دی.  لکه:

  او داسی نور  چه نمونه یی له ورایه ښکاری............Manhattn,Beverly Hills, Rodeo,Driveا

او هم دارنګه د مبارک د مشر زوی اله په نا مه د مصر په دننه کی د نړۍ د مشهورو کمپنیو ملکیت پخپل شخصی  تصرف  او ملکیت دی ،چه دا یوه بله دغلا  اودر غلی بیلګه ده .Vodafone,MacDonald,s Chili,

د مصر د خوار او مظلوم اولس  د بیت المال څخه دغه بوډا دیکتاتور دیرش کاله د خلکو په سترګو کی خاوری  پاشلی وی.او ددیموکراسی او مسلمانی تر چتر لاندی یی خپله نا ړوه څیره د خلکو نه پټه سا تلی وه.چه نن  ور سره مخا مخ شو.او د خلا صون لاره ځنی ورکه ده .                                                                        ..

دعربی نړۍ ډیر نور ظالم واکداران اوس هم همدغه لیونی دیکتاتور ته مشوری ور کوی، چه په قدرت کی پا ته شی. او دمصر د خلکو دا سپیڅلی غورزنګ د نا کامی سره مخا مخ شی.سعودی پاچا ملک عبد الله پرون د اوباما سره په تیلفونی خبرو کی ټینګار وکړی، چه سعودی تیار دي د مبارک سره د هغو مرستو پیټي په غاړه واخلی کوم چه امریکا پخواه د مصر سره کولی، او ددی مرستو اندازه په کال کی څه کم دری میلیارده ډالره ده.د لیبیا مشر  قذافی بیا حسنی مبارک ډیر غریب سړی وګاڼه او وویل چه مبارک دخپلو جامو او کا لیو د را نیولو پیسی هم نلری او زه یی ورته را نیسم. قذافی زیا ته کړه که چیری په لیبیا کی دغسی ورته پیښه را منځته شی نو دی به یی سخت و ځپی او له منځه به یوسی. ځکه دی دخلکو لاریون ته مو قع نه ور کوی........................................................................

د اسرائیلو جمهور رئیس شمین پیریس په یوه تلویزیونی وینا کی د مصر جمهور رئیس یو ستر قهرمان او په منځنی ختیځ کی د سولی غټ سمبول وګاڼی. او له هغه نه یی سخته دفاع وکړه. د اردن پا چا دوهم  ملک عبد الله د مصر جمهور رییس مبارک سره هره ورځ اړیکی نیسي او د نه استعفا ګوا ښونه ور ته کوي. داسی معلومیږی چه دعربی نړۍ ظالم او خون خواره واکداران د مصر د خلکو غورزنګ سخت په ترس او ویره کی اچولی دي. د مبارک نا کامی به د ډیرو عربی هیوادو د خلکو  په عینی او فکری ذهنیتونو کی تغیر را ولی. او دوی به د خپلو خلکو د حق څخه ملا تړ ته راوبولی. داچه بیا به څه کیږی راتلونکی ورځی به  د ګوتو په شمارد حسنی مبارک د قدرت زوال او پای وی.

- بېرته شاته