(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غرض لاسونه

دا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تـــربګنۍ  وي طبعي ده چـــې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورورګلــوي وي هلته کامیابي اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کــــورنۍ نه راوخله بیا تــــر کلي کور ، ولسونو ، هیواداو دبشریت  په کچه  د منلووړ خبره ده ٠

خو کله کله د ځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نورو په ګته یا تاوان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي سیاستوال د خپلو خلکو په یووالي سره د نورو حقوق تر پښولاندې کړ ي  او د نور انسانانو حقوق یې غصب او د هغوی هستي  او شتمنۍیې تباه او   د هغه خلکو حیثت ته یې په سپکه کتلي چې د نــړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دي  ٠

اوس  که راشو او دخپلې ټولنې او خلکو تاریخ ته ځیر شو نو دا به ټولوته معلومه و ي چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریو او په وطن کې د ځان ځانــــی او تر  بګنیو پــــه نتیجه کې دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم او غیر مستقیم ډول  د منافع دخوندي  ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ  د خلکو سره  داسې جفاوې تر سره شوي  چې  دنوروټولنو  په  تاریخ  کې به داسې نارواوې  کمې  تر سترګو شوې وي٠

دا یوه طبیعي خبره ده چې زموږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخي مرحله کې زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړین ضرورت لري  او موږ داسې حرکت اوپوه لیډر ته اړتیا لرو چې د وطن خلک  او پرګنې کوم چې پدې څولسیزوکې په مختلفو ډلو تظیمونو  اوپارټیو تقسیم  کړل  شوي  د ملي مصلحت تر شعار لاندې سره یو کړي تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلو لپار عملي ګامونه اوچت کړو٠

اوس اوس ددې تر څنګ چې دیرش کلنې جګړې  ددې خلکو نه  هـر څه تباه کړي خو دخلکو سیاسي پوهاوی واقعا داحسا س  وړ دی ، او س د افغانستان خلک پــــدې پوهیږ ي چې یواځې د ولسونو یووالی دی چې کولای شي مشکلات حل اوپه وطن کې  دورورګلوي او ترقي اساس کیښودل  شي.  په ډیر تأسف باید وویل شي چې یو شمیر اجنبي  افغان نمامصنوعي لیډران چې  همدا اوس هم په ډیر هوښیاری زموږ په وطن کې د تجزیې  پلانو نه  طرحه او په  ډیره سپین  سترګی د پردو په اشاره  ،  مادی او معنوی ملاتړ  نورهم   دې تراژیدیو ته   د وام  ورکوي اودوی هغه خلک دي چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس  دیو واحد وطن د تجزیې خوبونه لیدل اواوس ظاهرا دافغانیت چيغې وهياو غواړي چې د افغانانو حاکمیت او سرنوشت  تر لاسه کړي ٠

دا یو څرګند حقیقت دی  کله چې زموږ په هیواد کې د ډیموکراسي ناری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورته کړه  او د خپل قـــدرت  او منافعو د خوندي ساتلو په مقصد د هر چا سره  د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل . شواهد داسېښکاره کويچېحتی داسېمعاملېهم روانېدي چې د ډیورن ګرغیړنې کرښې د رسمیت پیژندلو ته هم لاس اچوي.  همدغه کړیو بیا د روسې سره د پخواني شوروی د جنګی جنایتونو د غراماتو د بښولوتیاري ښودلې  او کله بیا د خپلو ځانيګټو  د ساتلــو په مقصد دایران او ....له  ګریبانــــه سر را پورته  کړي او د لوی خراسان او د هغوی دنورو شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نوروامتیازات تر لاسه   او د خپل د انتخاباتو په ناکام کمپاین کې په  ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس  مصرف کړل  ٠

زموږ هیواد وال  شاید دې ټکې  ته توجه کړې وي  چې یو تعداد مغرزه سیاست وا ل غواړي  زموږ هیواد نه د مختلفو پوچوسیاستونـودتطبیق لابــــراتوار  وګرزوي  او غــــواړي  چې پدې وطن کې  پداسې شرایطو کې چې باید ددېوطن د بچیانو او دټولو قومونو او پرګنو دیووالی  لارې  چارې  ولټول شي بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوي  چې په وطن کی د بې باوریو  او  اختلافاتو ته نور هم لمن ووهي تر څو پدې ملک کې دسولې  او وروری فضا همداسي کمرنګه وساتي ٠داسې شعارونه څه تصادفي خبرې  نـدي بلکه دا هغه منظم پلانو نه دي کــــوم چې دپردو څخه  تر لاسه کوی او غواړي  چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې زموږ په هیواد کې عملي کړي  ٠

زه د جمهوري ریاست ته د یو کاندید په یوې کړنلاری غواړم ستاسو توجه راو ګرځوم ٠هغوی په خپلو طرحو کې داسې وایی:

زه د صدارتی نظام طرفدار یم او والیان باید د انتخاباتو له لاری وټاکل شی٠٠٠٠

په اوله کی باید وویل شي چې صدارتی نظام داساسي قانون خلاف دی او یا که چیر ې یو با انصافه او په وطن مین شخص که د جمهور ریس په پست کې کار وکړي او یا د صدرات په هر پست کې چې

وی خدمت کولای شي او که شخص ونه غواړي خدمت وکړي د هغه لپاره به ریاست او یا د صدارت مقام دواړه یو شان وي ، زه پدې باور یم چــــې افراد په هر سیستم کې چې وي که وغواړي د خدمت مصدر ګرزیدالی شي ٠

دوهمه مسأله هغه د والیانو د ا نتخابيکیدلو  مسأله ده ٠دا چېزموږ په هیواد کې  څوک، ولېاو دڅه لپاره دېحساسېمسألېتـــه کارکول غواړی دا هم ځانله بحث غواړيچېدا  نظرکوم تصادفيشعارنه بلکه زموږ په هیواد کېد خود سریو بنسټیزه اساس ګنل کیدای شي  کوم چې  ذیدخله هیوادونه وکولای شيدخپل د نفوذ امکانات په ولایاتو کې  بلخصوص په سر حديولایاتو کې  د والیانو د تعینولو او دخپلېخـــوښې  والی ته دکمپاین کولو او د کامیابيپه صورت کېد هغوی  دمنافعوو خــوندي کــــولو ډیر مناسب  امکان دی چېطبعيده  دداسی والی  په  راتګ به د هغه کړ نلا ر ه به د مرکزيدولت  سره په تچ کېويځکه  چېوالی   به د هغه چا منافعېته کار کوی کوم چا چېورته کمپاین کړی او دی یېصحنی ته راوستی دی  ٠

بله موهمه او اساسيخبره داده چېپه اداره یا دولت داری په کارونو کېد ښه سړيتوب تر څنګ ښه کادر ته کوم چېپه اداريبرخېکېپو ه او د دولت   موضوعګیري   عملياو  د مرکزي  دولت کارمندانو  سره  شناخت  اومناسبات وساتلی شيچېدا هغه خبرېدی کوم چېدیو مناسب والی  په نصبولو کېحتمی او  ضرورګنل کیږ ي ٠

خلک دا حق لريچېپه پارلمان کېخپل نماینده ولــريتر څود دوی آواز او ستونزې  پارلمان ته ورسويتر څو ددوی د ستونزوپه نظر کېنیولوسره داسېقوانین تصویب شيکوم  چېد خلکو مشکلات او منافعې  په نظر کېونیول شي٠

خلک دا حق لريچېپه ولایتی شورا ګانو کېخپل نماینده ولري تر څو د ولایت په سطحه ددوی مشکلات حل اودوالیانو نژدېمشوره ورکونکی وي  ٠ولېدولتيمناسب کدردمرکزيدولت او دانتخابيجمهور  او د هغه د ادارېوظیفه او مسؤلیت ګڼل کیږي٠

بله موهمه مسأله داده که چیرېیو اعتماديشخص د ولایت دخلکو لخوا تعین شيډیــــره اوږ ده  موقعه پکار ده ترڅودکار او مسایلو سره آشنا شياوترڅوچېآشنا کیږي دا کار دموقع اوفرصت  له لاسه ورکولو نه بله هیڅ کومه ګټه نلري٠پدی ترتیب  دوالیانو انتخابيکیدل په اوسنیوشرایطوکی لاندېستونزېراوستلی شي٠

دمرکزيدولت مناسبات د انتخابيوالیانو سره او دهغه کمرنګي
د عدم شناخت په دلیل ٠
- د انتخابي والیانو کــــدري پوهاوی  ــــتر شک لاندې راتلل ٠
  - د ذیدخله هیوادونو نفوذ بلخصوص په سرحديولایاتو کې٠- دمرکزی دولت صلا حیت سلبول د مناسبو کدرنو په  نصبولوکې ٠
   - د وقت یا د موقعه له لاسه ورکول د اداريچارو پــــه بلدیلو کې٠
 -د خود سریو ایجادیدل او عدم اطاعت د مرکزي دولت څخه ځکه چې والي له خلکو له خو انتخاب  شوی او هغه د  تخلف په  وخت کې څوک نشی لری کولی حتی هغه  چــا چې  تعین کړی هم وی ځکه  بل انتخاب ته بله بودجهاو کمپاین ته  ضرورت لري  ٠په هر صورت په لسهاو نور دلایل شته چېپه ولایاتو کېد والایانو انتحاب په اوسنیوشرایطوکې  هغه طرحه شويدسیسېدی کوم چېیو شمیر لاسپوڅــــی  غواړي  دا وطن نــــور هم د خــــود سریو میدان وګرزوياو دوی پکې زیات مادياومعنوی امتیازات تر لاسه کړي٠ 
زما په اند اونظر د وطن د هر اصیل بچيدا ملياو وطنيدنده ده چــــېد وطن مليمصالحو په پام کېنیولو سره د داسېغیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کېخپله وطنياو ایمانيمسو لیتونه  تر سره کړياو اجازه ور نه کړيچېد وطن  دښمنان  زموږ  دپرګنو اوولسونو مليیو والی  زیانمن  کړياو د غرض  لا سونه  نور هم زموږ دبېګناه ولسونو او خلکو پــــه وینو ســـره   او هره  ورځ  په وطن کېد افغان وژنېسلسله او تراژیدیوته  دوام  ورکړ ي  ٠


 ومن الله التوفیق

په وطن کېد  سولېاو ورورګلوۍپه هیله

 

- بېرته شاته