(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فخر افغان پاچا خان د تلین په یاد

پاچاخان د بهرنیو پوهانو په نظر کې
د هغو بهرنیانو منځ کې چې نړۍ ته فخر افغان پاچاخان ورپيژني یو هم د امریکا اوسېدونکی ښاغلی ایکناټ سوارن دی . نوموړی موږ ته خپل یوه کتاب کې چې « حضرت باچا خان ژوند او فلسفه » نومیږي د پاچاخان د ژوند او مبارزې څو اړخونه را په ګوته کوي .

ریښتیا هم د پاچا خان ژوند چې نږدې ۲۰ مه پېړۍ ټوله په غیږ کې نیسې د لروبرو افغانانو لپاره د خپلواکۍ ، هویت او پرمختګ اوسیمې د نورو ولسونو لپاره د ازادۍ الهام د مفاهیمو سره تړلی دی

لوی افغانستان او سیمه اوس هم  د پاچاخان د عدم تشدد ، پرمختګ او سوله یزګډ ژوند اندونو او اندیښنو ته اړتیا لري . په پای کې د لویدیځو پوهانو تر څنګ دا په افغان او د سیمې نورو پوهانو پورې اړه لري چې د فخرافغان د ژوند بېلا بېل اړخونه تر پخوا زیات راوسپړې او د هغه د اندونو په رڼا او مرسته د افغانستان د روان کړکیچ  حللار او د سیمې د ناورین څخه وتونلار پيدا کړي .
دلته غواړم د ښاغلي ایکناټ له خولې چې موږ ته څنګه پاچاخان راپيژني یو څو خبرې د بېلګې پتوګه راواخلم :

ایکناټ موږ ته د پاچاخان ارمان داسې بیانوي « زه یو خوب وینم ، یو لوی ارمان لرم . زما د ولس حالت د صحرا د هغه ګلونو په څېر دی چې صحرا کې زرغون شي ، یو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا له خاورو سره خاورې شي . زه غواړم زما ولس یو بل سره غمونه او خوشحالۍ وویشي . زه غواړم د قوم د خوشحالۍ لپاره د برابرۍ په بنیاد یوبل سره اوږه په اوږه کار وکړي . زه غواړم دوی د قوم تقدیر بدلولو کې خپل قومي کردار ادا کړي او دوی د نړۍ له نورو قومونو سره سم شي او دوی د الله تعالي د مخلوق د خدمت کولو جوګه شي . حضرت باچا خان »
پاچاخان یو مهال ویلي و «  زموږ مجبوري دا ده ، زموږ صوبه د هندوستان لار ده او په دې وجه موږ تاوان کې شوو .

د ۱۸۹۷ کال د جولای په ۲۷ مه پښتونخوا څخه جنګي خبریال ولیکل « یو بد حواسه ټیلي ګراف اپریټر په منډو سر شو او نوښار چوڼۍ کې يي کسان رابیدار کړل باید دوی ته خبر ورکړو چې هله راپاڅۍ پر ملاکنډ په زرګونو قبایل ورختلي دي او ټول پوځیان به د ملاکنډ په لور سملاسي  ورروانیږي . دا جنګي خبریال وینسټن چرچل و ، دده عمر دا وخت ۲۱ کاله و . ده چې د ۱۸۹۷ کال د پښتونخوا په سیمه د جنګ د پيل کېدو احوال لیکه ، دغه مهال دی د هندوستان فورټ کې یو ځوان افسر و . نوموړی د جنرال بنډن بلډ لاندې ملاکنډ فیلډ فورس کې د جنګي خبریال په حیث شامل شوی و . دا فورس د جنګ میدان ته په دې غرض لیږل شوی وو چې باغي قبایلو څخه په زړه پورې بدل واخلي او سبق ورته ورکړي » ایکناټ وړاندې لیکي «  د چرچل د تحریر نه د تاج ( برتانوي هند ) د جنګونو د حکمت عملي ښه صفا وضاحت کیږي چې کوم وخت بدحاله قبایلو د ملکې ( د انګلیس د ملکې څخه مراد دی ) د توپو اور ته ځان وړاندې کړو ، دې زلمي افسر ( چرچل ) د لندن ټیلي ګراف لوستونکو ته د میړاني او مهم جويۍ قصي ورلیږلې » 

ایکناټ موږ ته یو بل انګریز راپيژني چې هغه د پښتنو په اړه داسې وايي « دا د زمرو په څېر بهادران دي ، د پیشوګانو په څېر غصبناک دي او د ماشومانو په څېر فرمان برداره دي . دا د ویاړ او فخر خبره ده چې پښتون چاته پيرزوینې وړاندې کړي .  ایکناټ زیاتوي : کرزن چې څه د پښتنو په باب لیکلي وو هغه يي د زړه له تل څخه لیکلي وو . ده د پښتنو ستاینه کوله خو د دوی په اړه د غلط فهمیو ښکار هم نه و . په ۱۸۹۹ کال نوموړی ځکه د هند وایسرای ټاکل شوی و ، هغه علم چې ده ته د پښتنو په اړه حاصل وو بل هیچا ته حاصل نه وو . د کال ۱۸۹۷ دا بغاوت چې کله تیراه بیخي لوڅ لپړ شوې وه او د کال ۱۹۱۰ ترمنځه چې غفارخان خپل ړومبی سکول قایم کړ، پښتونخوا کې ډېرې تبدیلۍ راغلې وې . کال ۱۸۹۰ کې د پښتونخوا پر خاوره د غضبناکو جنګونو روسته انګلستان کې دا حقیقت ښکاره شوی و چې د پښتنو سیمه د دوی لپاره د باروتو ډېرۍ ده او دا د باروتو ډېرۍ هر کله چاودېدلای شي او پرنګې دا نه خوښوله چې د هندوستان په دروازه دې داسې چاودنې کیږي . د انګریزانو دا ویره وه چې څو پورې د یو ملا په لمسون د باروتو ډېرۍ چاودېدلای شي د روسانو لپاره به دلته د خپلو خځولو موقع په لاس ورځي . د فارډورډ پالیسۍ په برکت خو د بهرنیو خطرونو مخه نیول شوې وه ، ولې پښتونخوا دننه دننه غیر محفوظ وه ، د هندوستان سلامتیا په خطر کې وه . »

ایکناټ د پاچاخان یو بل ډېر مهم اړخ بیانوي او هغه د پښتون د قوم هنداره بولي .  د پاچاخان له قوله وايي « څوک وايي چې پښتون د میني ځواب په مینه نه ورکوي . څوک چې د پښتون سره مینه کوي له هغه سره دوزخ ته هم ځي ، ولې په زور او جبر جنت ته هم نه ځي . باچاخان »
د پاچاخان د عدم تشدد سیاست په اړه ښاغلی ایکناټ داسې څرګندوي « که یو مسلمان یا زما په څېر پښتون په عدم تشدد روان شي نو دا څه د تعجب او حیرانتیا خبر نه ده او دا څه نوې عقیده نه ده . څوارلس سوه کاله مخکې زموږ پيغمبر علیه السلام په دې اوصولو او عقیدې عمل کړی وو او له هغه نه روسته په دې هغه چا عمل کړی دی چې د ظالم د ظلم نه ځان خلاصوي . خو زموږ څخه دا اوصول هېر شوي او چې کله ګاندې جي په دې ( عدم تشدد ) عمل شروع کړ نو زموږ دا خیال وو ګنې هغه یو نوی کار کوي ، حضرت باچاخان »

په یادو شویو لنډو څرګندونو کې د پاچاخان د ژوند او مبارزې په اړه د یوه بهرنې د نظر څو بېلګې په دې موخه رااخیستل شوې چې ژمن افغانان د پاچاخان په اړه د نورو بهرنیانو لیکنې او څرګندونې راټولې کړي . همدارنګه ددغه کتاب لوستل خپلو افغاني وروڼو ته توصیه کوم .

موږ ټولوافغانانو ته ویاړ دي چې د پاچاخان غوندې یوه لویه هستې زموږ په منځ کې تېره شوې او د هغه اندونه او اندیښنې تل زموږ د ژوند لارښود دي .

اخځونه :
ــ د حضرت باچاخان ژوند او فلسفه د ایکناټ سوارن لیکنه
د ۲۰۱۱ کال د جنوري ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی  

- بېرته شاته