(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ايران دوه مخي سياست

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی
نيټه: ٢٨-١٠-١٣٨٩/١٨-١-٢٠١١
څه د پاسه دوي پيړي مخکي کله چې انګريزي پوځيان پر افغانانو د خپل برياليتوب څخه بي هيلي سول نو په يو شيطاني اوږد مهال پلان لاس پوري کړ چې په ١٨٩٣ کال د نومبر په مياشت کې د مارتيمر ډيورند په ذريعه د افغانستان په جغرافيه کې يولوې بدلون راوست چې زموږ هېواد ېي د اوبو دلاري څخه بي برخي کړ. افغانستان نور د آسيا په زړه کې د وچي جغرافي خاوند سو چې دغه کرغيړني کرښي نه يواځي د افغان لوي ملت اقوام په دوو برخو کې تقسيم کړل بلکي د هېواد د سوداګريز بهير ېي د ستونزو سره مخامخ کړ چې لا تر اوسه د ډيورند د کرغيړني کرښي تريخ اثر زموږ ولس ګالي. زموږ ګاونديان چې د اوبو سره لاره لري د نړيوال ترانزيتي قوانينو سره سم بايد زموږ د هېواد د خوړلو، اغوستلو، سوند موادو او نورو اړتياو چې د نړيوال مارکيتونو څخه پيرودل سوي وي، پر خپله خاوره د ترانزيت اجازه راکړي. خو په خواشيني سره بايد ووايو چې زموږ ګاونديان ايراني او پاکستاني حکومتونه کلونه، کلونه کيږي چې په مختلفو پلمو زموږ سوداګريزي توکي سمندري ټاپوګانو په انګرونو کې قيدوي چې نه يواځي په مليونو ډالر خرڅ ورباندي راځي بلکي په انګرونو کې خپل د کيفيت او ګټي اخستولو نيټه ختموي چې تاوان ېي زموږ مظلوم ولس کاږي چې ښه بيلګه ېي په تير څو لسيزو کې د پاکستان او ايران دولتونو عمل دي. څه د پاسه يوه مياشت کيږي چې د ايران اسلامي دولت د عراق او نور خليجي هېوادونو څخه پيرودل سوي د افغان سوداګرانو سوند مواد په دي پلمه چې د ناټو او امريکائي پوځونو لپاره کاريږي په خپله خاوره کې درولي چې په زرګونه د تيلو څخه ډک تانکرونه د اسلام قلعه په پولو کې ولاړ دي. که څه هم د دپلوماتيکو اورف د مخي بايد د بهرنيو چارو وزارت د سيمي د اړوند سياسي څانګي لخوا په کابل کې د ايران سفير را بلل سوي واي او هغه ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت احتجاج ليک سپارل سوي واي خو په خواشيني سره د دي پر ځاي زموږ د هېواد يو لوړپوړي هئيت د ولسمشر د لمړي مرستيال په مشري تهران ته ولاړ او د ايران د ولسمشر او لوړپوړو چارواکو سره ېي خبري او اتري وکړي چې په پايله کې اعلان سوه چې تر څو چې افغان لوړپوړي هئيت کابل ته رسيږي موږ به د سوند د موادو ټول تانکرانو ته اجازه ورکړو چې افغانستان ته واوړي خو بيا هم ځينو تړاو لرونکو تانکرونو ته اجازه ورکړل سوه خو ټولو ته نه "ږيره زما واک ېي د بابا" د سوند موادو په دريدلو سره د تيلو قيمت په يو ليټر کې تر () افغاني پورته سوي دي چې د ولس د زغم وړندي. د بلي خوا  ځيني بي انصاف او سود غوښتونکي تړاو لرونکي سوداګران چې ورته مافيائي کړي هم ويلاي سو د بنديز څخه په ګټه پورته کولو سره د خپلو پخوانيو زيرمو څخه په ګټه اخستولو سره پر بي وزلي ولس باندي ظلم کوي او پر يوه افغاني يوه افغاني ګټه کوي چې د اسلامي شرعيت د اصولو خلاف عمل دي. ولي د ايران اسلامي هېواد په دغه کرغيړن عمل لاس پوري کړي دي؟ د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د مياشتي ١١ نيټي په امريکا کې د ترهګريزو پيښو څخه وروسته د امريکا متحده ايالاتو حکومت د ملګرو ملتو د پريکړي سره سم افغانستان ته د سولي ساتونکي قوأ چې د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ماموريت تر سره کړي او د افغانستان د اسلامي اماراتو واکمني را وپرزوي، را وليږدول. د ايران اسلامي جمهوريت دولت هم د ملګرو ملتونو د پريکړي سره موافق وه خو د ايران د دوه ګوني سياست او لوبي په پايله کې ايران سخت دريزو اسلام پالانو او د القاعده اورپکو کوربه سو او د لوړپوړي ترهګرو پتن ځايونه ېي په ايران کې جوړ کړه او هاند د القاعده د مشر اسامه بن لادين دکورني غړو ته د ژوند امکان برابر کړ. څه موده وروسته ېي په افغانستان کې د دولت و مخالفينو ته مرسته پيل کړه ترڅو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د بهرنيانو پر خلاف د مخالفينو فعاليت پياوړي سي او د افغانستان اسلامي دولت کم زوري سي. د بلي خوا د افغانستان اسلامي دولت سره خپلي اړيکي ساتي او کوښښ کوي چې ځان ډېر نيږدي دوست او مرستندوي وښي. خو د ځينو ستونزمندو ټکو په نظر ليدو سره چې: د هلمند دسيند د اوبو د ويش موضوع د کمال خان او بخش آباد د اوبو د بندونو جوړيدلو سره مخالفت د افغانستان د لاري څخه د ترکمنستان د ګازو د نل ليکو ليږدول و پاکستان او هند تهد ايران د اټمي مرکزونو په اړوند د غربي هېوادونو د دريز غچ اخيستل د افغانستان څخه پر افغانستان باندي د ايران فرهنګي او مذهبي اغيزو خپرول ايراني چارواکو پر افغانستان د بنديزينو د کوښښ تر څنګ د هغه بي وزلي او زيانمند سوي څو افغانانو چې په کابل او نورو ولاياتو کې د ايران د دولت نا سالم چلند پر مخ د افغانستان د اساسي قانون (٣٦) مادي له مخي چې "د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تامين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي"قانوني حق په درولو سره د ايران د سفارت او قونسلګري د ودانيو په وړاندي لاريون کړي غبرګون ښودلي او په تهران کې د افغانستان سفير ډاکټر عبيدالله عبيد و بهرنيو چارو وزارت ته غوښتي او احتجاج ليک ورته ورکړ او ورنه غوښتنه سوي وه چې لاريون کوونکي بايد بنديان سي. ويل کيږي چې سفير صاحب د افغانانو د لاريونو په اړوند معذرت هم غوښتي دي که څه هم زموږ سفير ډاکټر عبيد د ديپلوماسي چارو سره نا بلد دي خو د يو علمي اکاډيمي (طبي پوهنتون) مشر په حيث د برحق ولس لاريون څخه بخښنه غوښتنه لويه تيروتنه او ګنا ده. افغانان د ډاکټر عبيد څخه غوښتنه کوي چې د ديپلوماتيکو قوانينو پر اساس د دومتساوي الحقوقو هېوادونو چې د يو بل په چارو کې مداخله نه کول، د ګاوندي توب حق ساتنه او د يو بل په چارو کې لاس نه وهل شامل دي تطبيق کړي او ښاغلي سفير د هغو معصومو افغانانو پوښتنه وکړي چې د ايران په زابل ولايت کې شهادت ته رسيدلي دي نو بايد: د ايران د سخت دريز نظام غير مشروع پريکړو په مقابل کې ټول افغان سوداګر د ايراني سوداګريز توکي واردول بند کړي ځکه پر ايران د نړيوالي ټولني لخوا بنديزونه لګيدلي دي نو غير د افغانستان او يو څه کم منځي ايشيا هېوادونو څخه بل چيري خپل محصولات نسي صادرولاي. ايران تير کال په حدود څه کم ١٠٠٠ مليون ډالرو په ارزش افغانستان ته صادرات درلود نو زموږ د سوداګرو په کلک تصميم سره ايران ١٠٠٠ مليون ډالره زيان مند کيدلاي سي که افغانستان د منځني ايشيا او د روسي د هېوادونو څخه سوند مواد او نور شيان ترلاسه کړي د بازار انحصاري شکل به پاي ته ورسيږي. دولت دي د يو يا څو کالو لپاره استراتيژيکي زيرمي جوړي کړي تر څو چې د ګاونديانو د ګواښني څخه خلاص سو. د سوداګري وزارت دي تيل او ګاز په ښارونو کې د خپلو پلورنځيو او پمپ اسټيشنونو د طريقه ولس ته توزيع کړي تر څو چې د تړاو لرونکي مافيائي کړي انحصار پاي ته ورسيږي. د کمال خان او بخش آباد د اوبو د بندونو کار بايد ژر تر ژره پيل سي تر څو چې په مليونونو هکتاره ځمکي (د مارګو او بکوا د دښتو) تر اوبو لاندي سي او د کرهنيزو محصولاتو د ترلاسه کولو تر څنګ به زرګونه ميګاواټ بريښنا د توليدولو سره د افغانستان جنوب ختيځ ولاياتو د صنايع د پراختيا لپاره اغيزمند ګام واخيستل سي. د ترکمنستان د ګاز د نل ليک په سروي اوليږدولو کې ټول افغانان په متحده توګه لاس پکار سي ترڅو چې دغه ګټه منده پروژه تر سره سي زموږ ګاونديان بايد پدي پوه سي چې افغانستان د پټو خزانو هېواد که څه هم د دري لسيز جګړو په نتيجه کې ډېر ويران سوي، ملي، سياسي او علمي شخصيتونه ېي د لاسه ورکړي خو هيځ کله د بل چا غلامي نه مني او د خپل ملي غرور او اسلامي جذبي په درلودلو سره خوار به وي خو مريي به نوي. زموږ ګاونديانو ته ښاي چې په ورورولي او پخلايني باندي د سيمي د ترقي لپاره کار وکړي نه د يو بل د نابودي.
د سر لوړيافغانستان د آبادي په هيله
الحاج غرزي خواخوږی
Gharanai Khwakhuzhi Head of Media Section and Foreign Relations Khwakhuzhi Literary and Cultural Association Cell: 0093 700 197765
235, Shar-e-Now
Kabul - Afghanistan
  - بېرته شاته