(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل باباسره ديوملاقات احوال

دارواښاد اجمل بابا سره د يو ملاقات روداد د ليکوال مجلې مدير اعلي په غوښتنه د اجمل بابا راروان کليز نمبر لپاره

اجمل بابا سره زما د څو کلونو په وټ کښې څو کرته خصوصي ملاقاتونه شوي وو. زۀ به چې کال په کال په رخصتۍ وطن ته راتللم نو يوه ورځ به مې د اجمل بابا ملاقات د پاره مخصوصه کړه او د بابا د ليدلو په خاطر به په خصوصي توګه اکوړي ته لاړم بابا به په ډېر په مينه ما سره کله د خوشحال بابا مزار ته کله د اټک سيند ته او کله خېر ابادسره د کارتوس مقام ته لاړو هلته به مو څه وخت ناسته (نشت)وکړه ،او په خپلو ارزښتانکو ملغلرو خبرو به ئې مستفيد کړم.
دا هر څه د خير اباد د اباسين ادبي ټولنې( اوس ئې نوم اجمل بابا ټولنه ايخې دے ) د ملګرو په برکت چې په خصوصې توګه د ګران ماصل خان اتش، حاجي اياب خټک او ښاغلې هارون رشيد خټک صاحبانو او د هغه د ملګرو په وسيله به کيدل. بابا يو ځل زه په خصوصي دعوت خپل کور ته بللے ووم او بيا ما سره بنفس نفيس د خوشحال بابا مزار ايسوړو ته هم تللے وو او هلته ئې د خوشحال بابا د مزار په حقله د خوشحال خان د نمسو، د خټکو په سړو رويو (نفسا نفسئ)،او د خوشحال ادبي ټولڼې ملګرو په اړه هم خبرې کړې وې.
بابا ما ته د خوشحال خان بابا د شاعرې او علمې لور حليمې بي بي د قبر په حقله فرمائيلي وو چې د دغه بي بي د غه مخامخ قبر مونږ هغه وخت وپيژندو کله چې مونږ دغه قبرونه ډيره موده وړاندې بيا رغول نو د بي بي په قبر باندې د خاور په ډېري کښې د هغې د قبر کتبه(خازۀ( راوتلې وه چې بيا مونږ هم په دغه قبر بيرته خخه ودروله او دغۀ شان مو په دغه وسيله د بي بي قبر وپيژندو. زما د اخيري ملاقات نه يو کال وړاندې زه چې وطن ته راغلم نو د راتګ نه وړاندې مې د بابا سره د ليدلو کتلو او د ورتللو د پاره ټيليفون کړې وو ،چې راغلم نو خبر شوم چې بابا د کوره نه شي راوتلے ځکه چې ډير ضعيف شوې وو . هارون رشيد خټک او ماصل خان اتش صاحبانو راته اوئيل چې کور ته به دننه ورشو . په دې ورځو کښې وزير بادشاه جانان صيب هم وطن ته راغلې وو او ما ته ئې خواهش څرګند کړې وو چې ما هم اجمل بابا له بوځه. هغه ته مې اوئيل چې بس چې د شپي درته ټيلفون وکړم نو په سحر تيار اوسه چې بيا د بابا ديدن له ورشو. يوه شپه مې جانان صيب ته ټيلفون وکړو چې سبا تيار اوسه که ژوندي وو نو انشاالله سبا له به د بابا ديدن له اکوړي له ورځو. په سبا زه جانان صېب، او يوسف کاکا خېل د پښتون تاريخ د لوئے او عظيم ژوندي ليجنډ کور ته څه کم دولس بجې ورسيدو. هلته په حجره کښې د بابا خورئي او زوم راته په روڼ تندي ستړي مه شي ووئيل . هغه ته مونږ خپل غرض او غايت وښوو .او دا مو ورته هم ووئيل چې که بابا اودۀ وي نو چې تکليف ورنکړې. هغه ووئيل چې زه به په کور کښي وګورم او پوښتنه به وکړم ځکه چې تاسې د دومره لرې نه راغلي يئ نو ليدل کتل ئې خامخا وکړئ. لږه شيبه وروستو هغه راستون شو او په ډېره مينه ئې مونږ د بابا د کور په ډيوډۍ کښې جوړې شوې يوې کمرې ته ورسولو چرته چې بابا د مخکښې نه زمونږ په انتظار کښې په يوه صوفه کښې کښينولے شوے وو. زما نظر چې څنګه په اجمل خټک بابا پرېوتو نو په منډه د ټولو نه وړاندې د هغه خوا ته ورغلم د هغه لاسونه او تندے مې ښکل کړو. زما نه پس يوسف مياں او وزير بادشاه جانان صېب د اجمل بابا سره ستړي مه شي وکړل ،بيا اجمل بابا مونږ ته د ناستي اشاره وکړه. د بابا د صحت پوښتنه مو وکړه هغه راته ووئيل چې زما طبي ټيسټونه صحيح دي خو د کمزورتيا له وجې د کټ نه پاسيدے نشم.
اوس هم په بړستن کښې پروت ووم چې راته چا ووئيل چې فېروز راغلے دے نو ما ورته ووئيل چې فيروز راله خامخا راوله. بابا مونږ په دغه ورځ خبر کړے نه وو ځکه چې مونږ په خپلو کښې دا مشوره کړې وه چې اکوړي له به ورشو که روغ وو نو انشالله ملاقات به وشي او که زيات بيمار وو يا اودۀ وو نو زمونږ ورله زحمت نه ورکوو بس زمونږ د ورتل په مونږ د هغه حق دے په دې به يو قسم د بيمار پرسئ هغه رسم وره شي. د اجمل بابا مينه او شفقت وو چې د دومره بيمارۍ او ضَغف په حالت کښې ئې هم مونږ و بللو او راسره ليدل کتل ئې وشول. اجمل بابا خپل نمسي ته ووئيل چې دوئ له فوراً چائے راوړه او بيا ئې زمونږ ه د قطر د ملګرو او پښتنو پوښتنې وکړې. بابا راته ووئيل چې د قطرد پښتنو پښتو ته چې ګورم نو دا خلک مو راباندې نور هم درانه کړل. بيا ئې راته ووئيل چې کوشش کوئ چې پخپلو کښې مو اتحاد او اتفاق وي. هغه وفرمائيل چې د بهرنو هيوادونو نه د پښتو په نوم پيسې رادرومي، د ناروے،جرمني،ډنمارک او نورو هيوادونو نه د پښتو ژبې او ادب په نوم پيسې راځي او بيا دلته خلک د يو ځايه دوه دوه او درې درې رسال ې او مجلې اوباسي.داسې قسم مقابلې د پښتنو تر منځ اتفاق نه راولي بلکې د دې نه نفاق او بې اتفاقي جوړيږي. لږه شېبه پس جانان ما ته اشاره وکړه چې زه بابا ته خپل نظم اورول غواړم زما نه وړاندې بابا د جانان په اشاره پوهه شو او ورته ئې ووئيل چې نظم واوروه. په دومره ضعف او پيرۍ کښې هم د بابا حواس لکه د زلمو په شان تېز وو. ما ته هغه ورځ راياده شوه چې درې څلور کاله وراندې د اجمل خټک صېب سره زما وړومبې ملاقات په تهکال کښې د سيدانو په حجره کښي چې اوس ئې پکښې انټينا لګولې ده او د حجرې تش بورډ پاتې شوې دے شوے وو .بابا به ماته بار بار وئيل چې نظم واوروه. ما به په ياده څو شعرونه واورول او هغه به بيا ووئيل چې بل ووايه..ما به بيا د بل نظم يا غزل څو شعرونه واورول او هغه به يو ځل بيا د داد سره سره فرمائيش وکړو . خدائے شته چې ما ته ګرانه ځکه وه چي يو خو ما سره دومره ډيره شاعري نشته،بله خبره دا ده چې راته ياده هم نه وه، او دريمۀ خبره دا چې د پښتو نظم بابا ته نظم اورول څه معمولي خبره نه ده.
ما ته يو ځل ډاکټر راج ول شاه خټک صيب وئيلي وو چې اجمل خټک بابا به کله په کابل کښې په جشن استقلال کښې نظم اورولو نو پوره سټيډيم به داسې خاموش شو لکه چې يو کس هم په دې سټيډيم کښې نه وي، او خالي شوے وي. يو سحر به په سامعينو وشو او بېخې به خاموشه شول. جانان صېب شائيد د اجمل بابا د شعري عظمت نه خبر نه وو او که پخپله شاعري مطمئين ډېر وو خو چې بابا ورته اشاره وکړه نو جانان يو نظم واورولو چې يقيناً په نني حالاتو ډېر ښۀ کوشش شوے وو او اجمل بابا ئې ډېر زيات تعريف وکړو او بيا ئې د جانان صېب نه پوښتنه وکړه چې په قطر کښې نور شاعران هم دغسې شاعري کوي؟ ما او جانان ورته ووئيل چې ماشالله ټول ښه خواري کوي او شاعري ئې هم ښه ده. اجمل بابا ووئيل چې د قطر دا پښتانه په ما ډېر ګران دي. بيا ئې جانان صېب ته ووئيل چې تا خو پخپله خوښه نظم واورولو اوس زما په فرمائيش هم يو نظم واوروه . وزير بادشاه جانان يو بل معرىٰ نظم وړاندې کړو د بابا په سترګو کښې اوښکې وځليدې او ډېر په غريوژن او ژړغوني انداز کښې ئې جانان ته داد ورکولو. بيا ورپسې ئې د يو بل نظم فرمائيش هم ترې وکړو. جانان لکه زما غوندې بې پرواه خو نه وو د ځان سره ئې خپل پوره بياض راوړے وو او هم د دې ورځې په ارمان وو. دريم نظم او ورپسې يو غزل ئې هم واورولو. د جانان صيب نظمونه د اجمل بابا ډېر خوښ شول او ښۀ داد ئې ورکړو. لږه شيبه پس موسىٰ جان راغلو او بابا ته ئې ووئيل چې هارون الرشيد او ماصل خان اتش هم د بابا سره ليدل غواړي. بابا موسىٰ جان ته ووئيل چې هغوئ راوله. موسىٰ جان د هغوئ راوستلو د پاره حجرې ته لاړو. بابا سره زمونږ د ملاقات نه لږه شيبه وړاندې ما پخپله ماصل خان اتش صېب ته ټيليفون کړے وو چې مونږ د بابا ځائے ته رسيدلي يو او تاسو که مونږ سره ليدل غواړئ نو دلته راشئ. هارون او اتش صاحبان دواړه په مونږ پسې د اجمل بابا ځائے ته راغلل او بيا هغوئ موسىٰ جان د کور ډيوډئ سره لګيدلې کمرې ته رادننه کړل. هارون رشيد د اردو او پښتو بسيار نويس اديب او شاعر دے د پښتو ادب او تاريخ په حواله ئې په لږ وخت کښې ډېر کار کړے دے او زۀ چې کله هم پاکستان ته د رخصتۍ تېرولو د پاره ځم نو هارون او ګران ماصل خان اتش صېب په اټک کښې زما ميلمستيا کوي او يوه مشاعره هم راجوړوي. ماصل خان اتش يو ډېر ښه انسان دے د پښتو ژبې او ادب نامتواو ستر شاعردے.دوئ دواړه چې کله کيښناستل نو بابا ورته ووئيل چې تاسو دواړو نه ځکه ګيله نه کوم چې دواړه ډېر مصروفه ئې. بيا د چائي څښلو د پاره هغوئي ته اوئيل . دا درې واړه د داسې سيمې سره تعلق لري چې د پښتنو ګڼ شمېر جنګونه او انخښتې هم په دغه ځائے د مغلې لښکرو سره شوي دي. دا د داسې سيمې بچي دي چې د چا د نيکۀ خوشحال خان خټک او هغه د سرتېرو په بدرګه به د مغل لښکرې تېرېدلے شوې. اجمل بابا جانان صېب ته بيا ووئيل چې دوئي ته هم څه واوروه. جانان خو دغه د خدائے نه غوښتل او سم دستې ئې خپل بياض ته لاس کړو. جانان چې ما ته وکتل نو ما د بابا د ضعف په خاطر جانان صېب ته د ناخوښۍ تاثر ورکړو. جانان هم د زمانو مسافر دے او په معمولي اشاره هم پوهيږي بياض ئي ورو غوندې بند کړو او اجمل بابا ته ئې ووئيل چې بابا د دوئي سره خو زمونږ ليدل کتل کيږي او بيا به چرته خپل کلام ورته واوروم. زما خواهش دا وو چې د دې عصر د نظم پلار ته خپل يو نظم نيم واوروم او الله زما خواهش پوره کړو. ما جانان صېب ته ووئيل چې جانانه يقينا تا ډېر ستر جرات وکړو چې د نظم بابا ته د خپل کلام واورولو.او بيا ستا لويه خوش بختي دا ده چې د بابا نه د د خوښئ او ستائينې سند هم واخست. جانان صيب په خندا شو او ماصل خان ته ئې ووئيل چې فيروز ته ګوره چې په ما ئې د بابا تعريف نه پيرزو کيږي.اخير تربور دے کنه. څه لږه شيبه پس ما ملګرو ته ووئيل چې بابا بيمار دے او ضعيف دے نو که ستاسو خوښه وي چې ترې رخصت واخلو. بابا په ډېره مينه مونږ رخصت کړو چې بهر راووتو نو ما ماصل خان اتش صېب او د هغه ملګري هارون الرشيد ته ووئيل چې تېر کال زۀ د ستاسو او د اجمل بابا په جلب کښې د لوئے پښتون قهرمان خوشحال بابا زيارت له تللے ووم خو دا جانان صېب لا تر اوسه د هغه د مزار د زيارت نه محروم دے نو که مو خوښه وي چې ايسوړو ته لاړ شو. مونږ ۵ کسان د اتش صېب په ګاډي کښې د اکوړي په جنوب کښې پرتو غرونو طرف ته روان شو چرته چې د دنيا لويه هستي پښتون شناس شاعر حضرت خوشحال خان بابا د مغلو د اسپو د پښو د ګردونو نه ډېر لرې په ايسوړو کښې په ابدي خوب ويده دے دا علاقه د مياګانو ده چې کله د بابا مرقد ته ورسيدو نو يو ځل بيا د غم وريځي راخورې شوې. د بابا د مرقد حالت ناګفته به وو. (اوس ئې مزار جوړ شوې دے) ګډې بيزې ئې په مزار کښې ګرځيدې.نامکمل مزار ئې هم هغسې وران ويجاړ پروت وو،ورسره جوړو کمرو نه خلکو د بجلي تارونه دروازې او کهړکۍ ويستلې وې. د ټول کلي ګډې بيزې پکښې ګرځيدې.ورسره نور قبرونه هم په بد حال وو ورسره نزدې د کلي د خلکو عدم دلچسپي د حيرانۍ منظر وړاندې کولو. مونږ يو ځل بيا سوړ اسويلے وويستو او د پښتون قام د خپلو اسلافو سره په دغه بې قدرۍ راته ډېر افسو س راغلو څه لږه شيبه پس د فاتحې نه وروستو مونږ د اکوړي طرف روان شو چې اکوړي ته راروان شو نو د خوشحال بابا د شخصيت يو رعب او ژور اثر راباندې حاوي وو. د افسوس او ملامتۍ يو احساس راباندې هم سکونډارې لګولې.د پښتون قام په ، بې وسۍ او بې حسۍ هم راته ژړا راتله،زمونږ نه ملنګان او تارک الدنيا خلک هم تکړه دي.چې په مزارونو ئې عرسونه کيږي او يو جم عفير په جوړ وي. خو افسوس چې د پښتون قام ملي او قامي غيرت مړ دے ځکه خو ورته خپل اتلان سپک دي. په په دغه کشمکش او سوچ او فکر کښې د ايسوړو نه بيا اکوړي ته راورسيدو.د مانځه وخت وو او د عربو په لامحدوده دولت جوړ يو ښکلي جماعت ته وردننه شو. دا جماعت دومره پلن،لوئے او ښکلے جوړ شوے وو چې ورته حيران پاتې شوم. د عربو د سويدي فيملي د يو کس په نفقه د شير علي باچا په لاس جوړ شوے جماعت او مدرسه يقينا چې د دارلعلوم حقانيه په مقابله کښې وهابي مسلک لرونکو هلي ځلي د سړک په غاره ښه په ښکاره د مسلمانو په مينځ کښې د تفرقې او مسلک پرستۍ ثبوت پيش کولو. اوس دغه ته ضرورت وو او که نه وو نو اهل علم و دانش په دې خبره ښه پوهيږي. زما ذهن يو کس طرف ته لاړو چې زۀ ګمان کووم او کيدے شي چې هم دغه شيرعلي باچا وې چا چې ټول عمر د قطر په محکمه شريعه کښې تېر کړے وو او سره د بال بچ سلفي شوے وو. سلفيان ښۀ دي که بد،دا زما د تشريح وړ مسئله نه ده خو دا حقيقت دے چې دا کس په ټول قطر کښې هيچا هم د پښتون په نوم نۀ پيژندو او نه ئې د يوې آنې کار کوم پښتون له د پښتو په نوم کړے دے. الله پاک به په دينې اعمالو بخښلے وي خو که پښتني اعمال هم د بخشش يوه ذريعه جوړېدے نو والله که چرته د جنت بوئي هم پرې لګيدلے وے. فيروز افريدي قطر - بېرته شاته