(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وحيدي په تېروتنه نه په خدمت تورن دی

Waheedi is arrested for his services not mistakes لیک: ډاکتر لمر افغان تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلی اسدالله وحیدي له ډېرې مودې راهیسې پيژنم. د ده مینې هېواد او پښتو ژبې ته وهڅولم ترڅو کلک ملګری یې پاتې شم. تېره ورځ مې له ځینو رسنیو واورېدل چې هغه د رسنیزو تېروتنو په تور د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او سیدمخدوم رهین په امر د لویې څارنوالی له خوا پلټنو ته وربلل شوی و چې وروسته له پلټنو توقیف شوی دی. ښاغلی وحیدي د سرنوشت ورځپاڼې مسؤل مدیر دی چې تاسو ته معلومه ده دغه ورځپاڼه یوازینۍ ملي ورځپاڼه ده چې هر کله یې د حقیقت د هېندارې په توګه خپل ایماني او وجداني دین په ځای کړی او هغه تورې او منحوثې څېرې چې د افغانستان د ملي یووالي او امنیت لپاره ګواښ وو په ریښتني توګه یې یو په بله پسې بربنډې کړي. ښاغلی سپنتا معترض دی چې د سرنوشت ورځپاڼې په هغه راپور کې چې د ده د ورور په اړه و ولې د ده نوم راغلی دی، دی په دې ټینګار کوي چې جرم فردي دی او په کار نه وه چې زما د نامه یادونه ورسره وشي. سرنوشت ورځپاڼې څه موده مخکې د سپنتا د ورور طاهري په اړه یو راپور خپور کړی و چې پکې راغلی د ده ورور ښاغلی طاهري په هرات ولایت کې غیر مسؤله وسله والې ډلې جوړوي. او ورسره مل قوي سرچینې هم یادې شوې وې چې د دغه راپور پخلی یې کولو. د رسنیز مسؤلیت له لحاظه یو ژورنالیست ته په کار ده چې د یوه راپور په اړه ټول جزئیات وړاندې کړي. نو که چېرې د یوه هېواد د ملي امنیت د شورا د مشر، ورور د هېواد امنیت ته ګواښ جوړوي پرته له شکه چې د خپل ورور له موقف څخه ګټه اخلي. که چېرې یې ورور ورسره موافق وي او که نه وي دغه کار کېږي. نو اوس هم ښاغلي وحیدي یوازې د خپل راپور د بشپړولو لپاره د ده د نامه یادونه کړې او دا یې هم نه دي ویلي چې ورور یې ترې ملاتړ کوي. نو هیڅ د اعتراض ځای نه پاتې کېږي. خو د بلې خوا د ښاغلي سپنتا د دفتر څخه یوه کس چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې ښاغلي سپنتا د یو کال راهیسې غوښتل چې د سرنوشت ورځپاڼې مسؤلین بند ته واچوي. دی زیاتوي دا چې د ده په شاوخوا کې ځینې نورکسان د بیان آزادۍ ته ژمن خلک وو نو د سپنتا سره په یوه خوله نه کېدل. خو سپنتا د خپل ورور په اړه دغه راپور بهانه کړ او هغه یې ونیو. دی وايي چې په هره امنیتي غونډه کې به سپنتا ویل: «این روزنامه یک دسیسه را به راه انداخته است تا شخصیت های افغانستان را ترور نمائید، به جا است که ایشان را به سزای اعمال شان برسانیم. » دغه کسان د سپنتا دغه عمل یو عقدوي کار ګڼي او وايي کله چې د ملي امنیت د شورا غړو د ده سره د نیولو په اړه پریکړه ونکړه نو د څارنوالۍ له لارې يې د سرنوشت ورځپاڼې مسؤل ونیو. ډېره په زړه پورې خو دا ده چې د ښاغلي کرزي په نهه کلنه دوره کې یوازینۍ کس چې ځان به یې ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ ته ژمن ګڼلو هغه اوس یو ژورنالیست بند ته اچوي. آیا دا د پوښتنې ځای نه دی؟ آیا دا د ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ یو نوی تعریف موږ ته نه را زده کوي؟ بلکل د دغه شان ډیموکراتانو چې د چا په اصطلاح هم یې له سر وهي او هم یې له بر وهي، یا هغه کسان چې دوه امتیاز اخلي هم ملي او هم قومي، خپل ځان ته قوانین لري، خپله ډیموکراسي لري او خپله د بیان آزادي لري. دوی ته دا هر څه خپل تعریف او خپل محدودیتونه لري. د دوی په اند د بیان آزادي هغه ده چې د دوی په ضد او د افغانستان په ګټه به هیڅ خبره نکېږي خو د افغانستان په ضد او د دوی په ګټه هره خبره د بیان آزادي ده. همدا شان د دوی ډیموکراسي هم د خپلو څو کسانو په شاوخوا کې ده. د دوی ملګري و دې ته ډیموکراسي وايي چې څنګه په خپلو ورځپاڼو کې سره په یوه خوله شي تر څو د افغانستان ریښتیني شخصیتونه ترور او د افغانستان ضد خبرونه او راپورونه خپاره کړي. که چېرې داسې نه وی او بند ته اچول د ده په اصطلاح په سزای اعمال ته رسېدل وي نو لومړی باید دی خپله زندان ته واچول شي ځکه هشت صبح ورځپاڼه چې د ده له خوا تمویلېږي، څه څه شیان د افغانستان دملي ګټو په ضد وايي آیا کومه ورځ یې چا یادونه وکړه؟ دا یې لا څه کوې کله چې دغه ښاغلی د بهرنیو چارو وزیر و، د ده یوه لیکنه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د بارک اوباما د بریالیتوب په اړه په هشت صبح کې راغلې وه. دې لیکلي و: «اینست ډیموکراسي واقعي، در یک کشوریکه اکثریت قاطع آن سفید پوستان است، یک سیاه پوست می آیددر مقابل سفید پوست می ایستد و برنده انتخابات میشود. آه بر حال کشور ما که غیر از قوم حاکم اقوام دیګر حتی نمیتوانند به زبان مادري خویش تکلم نمایند. نزاعی بر سر دانشګاه بسیار عصباني ام ساخت.» د ده ښاغلي دغه غونډله د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې د درېیم بند سره ښکاره مخالفت دی. دی پښتانه د دغه هېواد حاکم قوم ګڼي، خو د کرزي کاکا په تېرو نهو کلونو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې د پښتنو ژورنالیستان وژل، وهل، ډبول او زنداني کول یې هېر کړي. دی لیکي چې زموږ په هېواد کې د مورنۍ ژبې د ویلو حق نه لرو. دی دا ګمان کوي چې دا حق پښتنو له نورو لږکیو قومونو اخیستی دی، خو دی د یاده باسي چې د پښتنو ژبه نه په اداره کې شته، نه په پوهنتون کې او نه هم په ټولنه کې سره له دې چې دی یې هم حاکم او هم یې اکثریت ګڼي. ريښتیا د ده د عقیدې برعکس دي يعنې د پښتنو حقوق د لږکیو له خوا تر پښو لاندې شوي دي. او دا چې ده ښاغلي د بهرنیو چارو په وزارت کې څه ګلان وکرل هغه خو ټولو هېوادوالو ته معلوم شول، چې په لندن کې د ده سفیر یو کس د پښتو ویلو په جرم وډبولو، په چین کې د ده ښاغلي ویاند چې اوس هلته سفیر دی د ملي سرود په ځای بله سندره وغږوله. دا خو هغه څه دي چې موږ ته رسېږي کوم چې موږ پرې خبر نه یو له دې ډېر خطرناک دي. نو په پایله کې د دې ادعا کولی شم چې د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل نیول د افغانستان د حاکمو قوانین خلاف کار دی. دغه کار یوازې د هغې عقدې پر بنسټ چې سپنټا کاکا او مخدوم یې د پښتو ژبې سره لري ترسره شوی. تر څو د یو څو ګوتو په شمار ملي ژورنالیستانو خولې بندې کړي چې د هېواد یووالي او بشپړتیا ته ژمن دي. که داسې نه وي، څه شول هغه کسان چې ځانونه یې د ژورنالیستانو مدافعین ګڼل، آیا د ژورنالیست تعریف دا دی چې هر هغه څوک ژورنالیست کیدای شي خو چې پښتون نه وي. که چېرې داسې نه وي نو دغو ښاغلو مدافعانو خو ان د ژورنالیستانو په ژباړونکو هم غبرګونونه ښودل اوس ولې چپ پاتې دي؟ ښاغلي اخګر، زریاب، مبارز او توحیدي چېرته دي چې د یوه ژورنالیست د بندي کېدو په اړه یو غبرګون ښکاره کړي. ښاغلی توحیدي چې ځان د رسنیو د څارونکو د ټولنې مشر ګڼې د ولسمشر کرزي په چای څکلو هم غبرګون ښکاره کوي اوس چېرې دی. آیا پښتانه ژورنالیستان د دې هېواد نه دي او که د دوی د تعریف پر بنسټ هغوی ژورنالیست نه دي. په ډېرې سپین سترګی سره پرون سپنټا کاکا د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبرې ناسته کې وايي: «همکاري منطقه وي برای زودودن تروریزم بسیار مؤثر تمام خواهد شد، بناء ما بسیار خوشنود هستیم که هندوستان با ما در مورد تروریزم همکاري همه جانبه دارم.» دا ښاغلی د جګړې د له منځه وړلو لپاره سیمه ییز همکاري اغیزمنه بولي خو دی د یاده باسي چې هغه اورونه کوم چې ده او د ده نورو ګوډاګیو ملګرو بل کړي هغه به هیڅ کله هم د جګړې د له منځه تلو لپاره لاره هواره نه کړي. دوی بلکل د پښتنو جګړه هم تروریزم ګڼي سره له دې چې دوی پوهېږي یو ډېر شمېر پښتانه د خپلو آزادیو او حقوقو لپاره جنګېږي. په یوه هېواد کې چې د یوه ډېرګي قوم ژورنالیست ته ژورنالیست، غړي ته یې غړی، مشر ته یې مشر او ویاړ ته یې ویاړ ونه ویل شي نو هغه هېواد به څه د هغوی هېواد وي. د سپنتا دغه سپین سترګي چې ګورم نو په پښتنو چارواکو مې سخته غصه راشي، چې تاسو د پښتنو حقوق د مليتوب لپاره په نورو وخوړل خو ښاغلی سپنتا بیا تاسو حاکم ظالم قوم بولي. که د افغانستان حکومت په ريښتیني توګه غواړي جګړه له منځه لاړه شي نو باید دغه شان د ګوتو په شمار ګوډاګیو ته چې ځان ته له قوانینو او اصولو تعریفونه لري له دندې لرې او په اشد مجازات د یې محکوم کړي. تر څو په هېواد کې د وروڼو قومونو تر منځ د ورورۍ فضا حاکمه او د بېلتون دېوالونه ونړول شي. سره له دې چې زموږ غوښتنې هیڅ ارزښت نه لري خو بیا هم، له ولسمشر او نورو اغیزمنو شخصیتونو غواړم ترڅو د وحیدي په خوشې کېدو کې دې ژرترژره اقدام وکړي او نه دي پرېږي چې په دغه شان زموږ کادرونه له هېواده زړه توري شي. که چېرې د هغه په خوشې کېدو کې هلې ځلې ونشي دا دې هم لرې نه ګڼي چې دغه څو د ګوتو په شمار ملي ژورنالیست به هم خپل قلمونه ګوذار کړي. په درنښت لمر افغان ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه Khwakhuzhi Literary and Cultural Association د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د سرنوشت د ورځپاڼي د مسؤل مدير ښاغلي وحيدي ناقانونه نيول په کلکه غندي نيټه : ١٩/١٠/١٣٨٩ – ٩/١/٢٠١١ کابل – افغانستان په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې هڅاند ځوان، ژورنالست، د سرنوشت د ورځپاڼي مسؤل مدير ښاغلي اسدالله وحيدي نن په غيرقانوني توګه په کابل کې توقيف سو. ويل کيږي چې د سرنوشت په ورځپاڼه کې يوه هفته مخکي د ملي امنيت په چارو ګې د ولس مشر سلاکار ډاکټر دادفر سپنتا د ورور احمد وحيد طاهري په اړوند چې ويلي ېي وه "زه په هرات کې يوه وسله واله دلګي جوړوم ترڅو چې د اوبو او بريښنا د وزارت د سرپرست محمد اسماعيل او د ټاکنيز شکاياتو د کميسيون د غړي او وياند احمد ضيأ رفعت پر خلاف مبارزه وکړو". د دي خبري د خپرولو سره جوخت ډاګټرسپنتا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته شکايت کړي چې زما نوم ولي پدي خبر کې څرګند سوي دي؟ د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين د خپل تعصبي دريز څخه په کار اخستلو سره بدون لدي چې شکايت د رسنيو د څارني عالي کميسيون ته وسپاري او ځيړنه پکښي وسي موضوع ېي لوي څارنوالي ته ليږلي او ښاغلي وحيدي د لوي څارنوالي لخوا توقيف سو. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کې چې د بيان د آزادي او ولسواکي ته هوډمن دي، د ښاغلي وحيدي غيرقانوني نيول په کلکه غندي او د لوي څارنوالي د محترم مقام څخه د ښاغلي وحيدي د بند څخه خوشي کول غواړي تر څو چې په هېواد کې خداي مکړه يو واربيا د فرصت طلبو، متعصبو او د هېواد د دښمنو عناصرو د کړو له کبله د بيان آزادي، ژبني او قومي تعصباتو لړي پراختيا و نه مومي، اوسني دموکراتيک نظام د افغانستان د يوي استبدادي اداري ته تبديل نسي. په هېواد کې د قانونيت د ټنګښت په هيله په درنښت الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر ------------------------------ ------------------------------ وحيدي باید ژر ترژره خوشې شي! رفیع کلتوري او مدني ټولنه د لویې څارنوالۍ له خوا د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل مدیر ښاغلي وحيدي نیول کېدل په کلکه غندي او دا کار د رسنۍ د حاکم قانون څخه ښکاره سرغړونه ګڼي. دا چې وحیدي د ډاکټرسپنتا او سیدمخدوم رهین په امر د لویې څارنوالۍ له خوا نیول کېږي دا د بیان د آزادۍ او ډیموکراسۍ په وړاندې لوی ګذار دی. سرنوشت ورځپاڼه یوازینۍ پښتو ملي رسنۍ ده چې وخت په وخت یې د هېواد او سیمې په اړه کره او ریښتیني راپورونو خپاره کړي. د دوی د ځینو راپورونو پربنسټ هغه څېرې چې د هېواد ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او قومي ورورولۍ ته ژمن نه دي برسېرنې شوي دي. نو ځکه دوی اوس غواړي په لوی لاس د دغه رسنۍ مخه ونیسي تر څو د نورو ملي دریځه رسنیو په مخ هم یوه څپیړه وي. رفیع ټولنه په دې اند ده چې د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل مدیر نیول کېدل کوم قانون بنسټ نه لري یوازې د قومي او ژبني تعصب له مخې چې سپنتا او مخدوم یې لري هغه نیول شوی دی. نو ځکه دا خپل دین بولي چې د هغې په خوشې کېدو کې خپلې هلې ځلې وکړي تر څو د څو مشخصو څېرو د تعصب ښکار نه شي. رفیع ټولنه په حکومت غږ کوي چې ژر ترژره دې د وحیدي په خوشې کېدو اقدام وکړي، که چېرې داسې ونه شول نو موږ به د خپلو غړو او نورو همغږو ټولنو سره مدني غوښتنو ته دوام ورکړو او لاریونونو ته به راووځو. رفیع ټولنه په آزادو لیکوالو، رسنیو او ولس غږ کوي چې دوی دې هم زموږ سره په دغه مدني اعتراضونو کې برخه واخلي تر څو په راتلونکې کې هم د دغه شان غیرقانوني نیونو مخنیوی وشي. په درنښت د رفیع کلتوري او مدني ټولنې رهبري شورا ------------------------------------------ ------------------------------------------ بې پوښتنې پښتانه[/color لیک:ډاکتر محمد فرید بزګر خبر ځان ته ځانګړتياوې لري او هر څه خبر نه شي کيدای. خو هر غير معمول څه خبر دی. دا د خبر لنډ تعريف دی. مثلاً که احمد هره ورځ شيدې (پۍ) څښې خبر نه دی خو که کومه ورځ هغه دفعتاً له شيدو سره حساسيت څرګند کړي دا خبر دی. يا محمود هره ورځ له يوې لارې تيريږي خبر نه دې خو که په دغه لاره کې هغه د سپې په وسيله وداړل شي دا خبر دی. پاسني مثالونه د احمد او محمود د کورنيو او خپلوانو لپاره خبر کيدای شي خو که دغه خبره بل چا ته چې احمد او محمود ونه پيژني خبر نه شي کيدای، او له اوريدلو سره به يې هيڅ علاقه هم څرګنده نه کړي. په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ټپلو جوړول خورا عادي خبره ده، او په دې شپو ورځو کې که چا ته ووايی چې سلمان يوه وسله واله ډله جوړه کړې ده، نو کيدای شي هيڅوک در ته غوږ و نه نيسي، ځکه د افغانستان په فعلي شرايطو کې دا خبر نه شي کيدای، خو دا هغه وخت په يو مهم خبر بدليدلای شي چې سلمان دا کار د کوم مشهور سړي په وسيله کړی وي او يا سلمان له کوم مشهور چا سره خپلوي، ناسته ولاړه او يا نورې اړيکي ولري. د ښاغلي وحيد طاهري نوم ما په لومړي ځل پرون له سپوږمۍ راډيو څخه واوريد، له دغې مخکې مې هيڅ نه پيژانده او نه يې له نوم سره بلد وم، خو کله چې د هغه متعلق خبر چې په سرنوشت کې خپور شوی وو، او له کبله يې د سرنوشت ورځپاڼې مسوول چلونکې ښاغلی وحيدی بندي شو، له نوم سره يې اشنا شوم. که سرنوشت ورځپاڼې ليکلي وای چې وحيد طاهري په هرات کې وسله واله ډله جوړه کړې ده نو ايا ټولو به نه ويلای: چې په ما يې څه؟ يا به ما چی؟ خو د ښاغلي سپنتا سره د وحيد طاهري ورورۍ دغه موضوع په يو مهم خبر بدله کړه او يا ویلای شو چې د سپنتا د ورورۍ له کبله دغه موضوع خبر شوه، که نه نو خو يوه عادي پيښه وه او کوم خاص اهميت يې نه درلود، که دلته د ښاغلي سپنتا نوم نه وای ذکر شوی نو بيا به خلکو د سرنوشت ورځپاڼې پورې خندل چې څه يې چاپ کړي دي! کلونه مخکې ملکې ديانا د فرانسې په پاریس کې ټکر وکړ، چې هغه وخت د ټولو خبرونو د سرټکی وو، چې ان نن هم موږ ته په ياد دی، په دغه کال ممکن په فرانسه کې د موټرو ډير تصادمات شوي وي، او کيدای شي ډير خلک په کې مړه هم وي، خو يو يې هم خبر نه شو، خو د ملکې ديانا هغه تر اوسه ټولو ته ځکه په ياد دی چې هغه د انګلستان د شاهي کورنې ناوې وه (که څه هم ديانا د خبر جوړلو لپاره څه نورې ځانګړتياوې درلودي، خو د شهرت لويه وجهه يې د هغې د شاهي کورنۍ سره اړيکي وو)، او همدغه وجهه وه چې دغه د موټر ټکر نړيوال خبر شو. مقصد دا چې د خبر د جوړولو لپاره بايد يو څه موجود وي چې يو څه ته د خبر بڼه ورکړي. ستونزه د افغانستان او د افغانستان د حاکمانو دوه مخی سياست دی، کله بينوا بندوي چې غلط خبر يې خپور کړی، کله د سرنوشت مسوول پرته له کومه جرمه بندي کوي ځکه چې پښتون دی، دغه خبر که کومې بلې رسنۍ خپور کړای وای، اوس به خير خيریت وو. بله موضوع د جرم ده، جرم خپل يو تعريف لري، پوښتنه له لويي څارنوالۍ څخه ده چې د سرنوشت د ورځپاڼې چلونکی يې په کوم جرم بندي کړی؟ هغه څه چې په سرنوشت کې خپاره شوي هغه يو خبر دی، او دغه خبر د ښاغلي سپنتا له کبله خبر شوی دی، او دا په ټوله نړۍ کې د خبر جوړولو ډيره معمول لار ده. اوس ښاغلی سپنتا هم پوهيږي او د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير هم چې د پښتنو د پوښتنې څوک نشته، نو څه چې کوي کولای يي شي، په افغانستان کې د پښتنو لپاره هر څه جرم دی، دلته څارنوالي هم د بهانې او جرم تر منځ فرق نه کوي، پښتنو ته بې له هغې هم دنيا سرچپه شوې، د افغانستان حکومتي چارواکو سره د طالب او القاعده ټاپه په لاس کې ده، چې رنګ ته يې حاجت نشته! زما په اند خو بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي چې د خبر په تعريف نه پوهيږي او همدا راز د لويې څارنوالۍ مقامات چې ښاغلی وحيدی يې پرته له کوم جرم څخه په بند محکوم کړی، محاکمې ته راکش شي، خو افسوس چې په افغانستان کې نه حکومت شته، نه حکومتداري او منطق، د دوی ټوله دښمنې له پښتنو سره ده، چې په څه بهانه يې وزوروي، ځکه چې د پښتنو څوک د پوښتنې نشته، او که ژور فکر وکړو ګناه خپله د پښتنو هم ده، چې متحد نه دي او د سر او پوښتنې سړی يې نه دی معلوم! - بېرته شاته