(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت ګوند د مشرانو بې پروايي...

د افغان ملت ګوند د مشرانو بې پروايي او د افغان ملتيانو عکس العمل وروسته له هغې چې د افغان ملت په ګوند کې داخلي ستونزې تر حده زیاتې شوې او د افغاان ملتیانو خبرو ته د ګوند مشرتابه د توت قدرې ارزښت ورنکړ دوي یو په بل پسې د ګوند نه استعفا ګانې ورکړې. دا لړۍ دومره وغزېده چې یو شمېر ناراضه افغان ملتیان د انشعاب او ځینې یې له نورو ملي احزابو سره د پیوستون په هڅو کې دي. افغان ټولنپال ولسواک ګوند د خپل تاسیس ۱۳۴۴ کال راهیسې د پرله پسې انشعاب سره مخ شوی دی. په ۱۳۴۵ کال کې نور احمد اعتمادي د وخت صدراعظم ته په پارلمان کې د ګوند رییس خدای بخښلي انجینر غلام محمد فرهاد د اعتماد رایه ورکړه. د خدای بخښلي فدایې په مشرۍ یوه ډله په دې پلمه چې ښاغلي فرهاد ددوي مشورې ته غوږ نه دی ایښی د ملت د مترقي ګوند په نامه جلا شول. وروسته په پېښور کې د ښاغلي قدرت الله حداد، خدای بخښلي شمس الهدا شمس او د ډاکټر محمد امین واکمن په مشری دغه ګوند درې پړقه شو. ۱۳۸۲ کال کې هېواد ته د راستنېدو او د ګوند د مشر انوارالحق احدي بوختیا او ملتیا په دولتي دندو کې ددې لامل شو چې مختلفې کړۍ ددغه ګوند په ورانولو کې لاس په کار شي. د ۱۳۸۲ نه ۱۳۸۶ پورې دغه ګوند د سختو داخلي ګډوډیو سره مخامخ وو. ګمان کېږي چې ښاغلي احدي او مرستیال یې ښاغلی پوپل هم په کې ونډه لري. افغان ملتیانو ګمان کاوه چې د لویې غونډې په دایرېدو سره به دا ستونزي ډډې ته شي خو ویل کېږي د ښاغلیو احدي او پوپل تر منځ د پټې معاملې په اساس په ۱۳۸۶ کال کې یوه نمایشي، فرمایشي او تقلبي لویه غونډه دایره شوه او په پایله کې ښاغلی احدي د ګوند رییس او ښاغلی پوپل یې مرستیال اعلان شو. دغو مشرانو چې هر یو یې د یوه داخلي فرکسیون مشري کوله، د ګوند د پرمختیا، پراختیا او یووالي پر ځای خپلو رقابتونو ته ادامه ورکړه چې دغه ګوند اوس د اضمحلال د ګړنګ په ژۍ ولاړ دی. ویل کېږي چې یو ډله ناراضیان د ښاغلي واکمن په مشرۍ هڅه کوي چې ددې ګوند د نجات یوه طرحه وړاندې کړي خو د بې باورۍ فضا دومره ترینګلې شوې چې دا پیوند نور ناشونی ښکاري. اخوا د ګوند نه مستعفي شوي مشران او کدري غړي د یو بل ملي ګوند د جوړولو تابیا کوي او ځینې بیا د موجوده مشرانو ګوندي محاکمه غواړي رالیږونکی: صمیم - بېرته شاته