(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ...

افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ غوره څانګپوه ډاکتر ونومول شو مرکه کونکی: سيد عبدالله ولي زی د انګلستان د کمبرېج (Cambridge) د بيوګرافي څېړنيز نړيوال مرکز، چې په نړۍ کې يو نامتو څېړنيز انستيتوت دی، هر کال د زرهاوو ډاکترانو، انجينيرانو او سياستپوهانو د ژوند ليکونو څېړنه تر سره کوي او د هغوی په اړه ټولپوښتنې تر سره کېږي، چې بيا د کال غوره څانګپوه شخصيت ټاکل کېږي، د دغه څېړنو پر بنسټ يو افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ ميلادي کال د نړۍ غوره څانګپوه شخصيت نومول شوی دی، چې د دغه پرېکړې پر بنسټ نوموړی ډاکتر د (LEADING HEALTH PROFESSIONALS OF THE WORLD) لقب ویاړ تر لاسه کړی. دغه ډاکتر سيد نصير احمد نومي، چې د نيدرلند هېواد د اوتريخت ولايت د نيوخين په ښار کې مېشت دی او د نيدرلند د نايمېخن (Nijmegen) ښار د نايمېخن د پوهنتون په روغتيايي اکادميک مرکز کې د جراح په توګه کار کوي، اوسمهال د نایمېخن په روغتون کې، چې د اروپا په کچه يو لوی روغتيايي او څېړنيز مرکز دی، د رګونو جراح او يا واسکولر سرجن (Vascular Surgeon) په توګه کار کوي (انځور ۱).
سيد نصير احمد د کابل ولايت د حبيبېې لېسې نه فارغ شوی دی، چې د کانکور آزموينې له تېرولو وروسته دوه کاله د انجينيري څانګې کې محصل ؤ، چې لومړی د کابل په پولتخنيک کې او بيا په بهر کې د بېلاروسېې هېواد د د ګورکي ښار د بيلاروسېې د زراعت په اکاډمي کې د هايدروميليارېشن په پوهنځي کې محصل ؤ، خو د خپلې خوښې سره سم يې د لوړو زده کړو مسير ته بدلون ورکړاو په ۱۹۸۷ ميلادي کال کې د بېلاروسېې د ويتبسک ښار د روغتيايي پوهنتون محصل شو، چې د ۱۹۹۳ کال د جون په مياشت کې يې روغتيايي لوړې زده کړې پای ته ورسولې، چې د سره ديپلوم (Diploma With Honours) يا (Cum Laude) په کچه يې روغتيايي پوهنې پای ته ورسولې. په ۱۹۹۳ ميلادي کال د پوهنتون لخوا ورته د څانګپوهنې امکانات جوړ شول او ډاکتر سيد نصير احمد وکولی شول، چې د جراحي په برخه کې څانګپوهنه تر لاسه کړي، چې په ۱۹۹۷ ميلادي کال کې يې د څانګپوهنې پروګرام هم پای ته ورساوه. دغه افغان ډاکتر د خپلو زده کړو او مسلکي ترېنينګ په بهير کې علمي څېړنې د (Professor Dr. V. N. Shilenok) تر لارښوونې لاندې تر سره کړې دي، چې په ۱۹۹۷ ميلادي کال کې يې د جاغور ناروغي د جراحي درملنې په اړه دوکتورا هم لېکلې ده او له ۲۰ ډېرې علمي ليکنې يې په روسي ژبه په پوهنيزو کتابونو او مجلو کې خپرې شوي دي. د علمي څېړنو په ترڅ کې ډاکتر نصير وکولی شول، چې د کلينيکي څېړنې تر څنګ دوه نوي نوښتونه د جاغور ناروغي په جراحي درملنه او تشخيص کې را منځ ته کړي، چې د دواړو نوښتونو په برخه کې يې د نوښتونو رسمي سند يا (Patent) هم تر لاسه کړی دی (انځور ۲).
ډاکتر نصير وايي: کله چې ما په نيدرلند کې په کار پيل وکړ، نو د جاغور ناروغي د جراحي درملنې په برخه کې د نيدرلند له نامتو څانګپوهانوسره، چې له هغوی څخه يو (Professor Dr. J. Kievit) دی، هم وليدل او کله چې ما د هغوی لکچر واورېد، نو د جاغور د درملنې په اړه مو نظريات سره شريک کړل، خو یوه بله ورځ په يو علمي کانګرس کې بيا سره مخامخ شو، نو د جاغور د جراحي درملنې په اړه هر اړخيز وغږېدلو، خو کله چې ما خپله د جراحي توګه ورته تشرېح کړه، نو دغه هالندي پروفیسر يې ډېر تر اغېز لاندې راغی او ورورسته بيا په يو جراحي عملي کار يا (Skills) کې مو ګډ دغه توګه په هالند کې هم وکاروله، چې نن سبا دغه هالندی پروفيسر زما د جراحي توګه په خپلو عملياتونو کې کاروي او نورو جراحانو ته يې سپارښت کوي، زه يې هم ګڼشمېر جراحانو ته ورپېژندلی يم او په وياړ وايي، چې دغه توګه يې زما څخه زده کړې ده. بايد ياده کړم چې د جاغور د جراحي درملنې د پوهنيزې څېړنې په برخه کې د بېلاروسېې هېواد په کچه د جاغور په جراحي درملنه کې له د ۱۹۹۸م کاله راپدېخوا زما سپارښتليک په ټولو جراحي کلينيکونو کې کارول کېږي، چې ما دغه سپارښتليک پښتو ته هم رااړولی دی (انځور ۳).
ډاکتر نصير دخپلو نوښتونو او د جاغور د جراحي درملنې په اړه بیا داسې څرګندونې کوي: ما د (Kocher) د (Thyreoidectomy) عمليات توګه نوره هم دقيقه کړې ده. د نوې توګې پر بنسټ، وروسته د پوستکې او (Platysma) له پرېکولوڅخه لومړی د غاړې لنډ عضلات (m. sternothyroideus and m. sternohyoideus) پرې کېږي او د غاړې يوه لويه عضله، چې (m. sternocleidomastoideus) نومېږي څنګ ته کېږي او سالمه پاتې کېږي. بيا د درقيي مرغړي ښۍ او يا کيڼه برخه له نورو پردو او نسجونو بېلېږي، چې ورورسته له دې د درقېې پورتنۍ څوکه له پردو او نسجونو پاکېږي او بيا د مرغړي د پورتنۍ څوکې رګونه د (De Quervain) په توګه تړل او پرې کېږي، خو د نورو عملياتونو په توپير د درقېې مرغړي د ښکتنۍ برخې سوررګي (a. thyreoidea inferior) چې په غاړه کې د (Truncus thyreocervicalis) نه رابېلېږي او د اوږې نه پورته د غاړې د سوررګي (a. carotis communis) تر شاه د درقېې غدې ته ورننوځي او وينه ورته ورکوي، نو د درقېې دغه ښکتنی سور رګی، چې د (a.Carotiscommunis) تر څنګ موندل کېږي او له چاپېريال نسجونو نه بېلېږي، نو د نوي عمليات دغه برخه ډېره غوره ده، ځکه چې د سر لوی رګونه او عصبونه دلته په غاړه کې دي، چې د درقيې غدې شاته او د غاړې شمزۍ څنګ ته موقعيت لري، نو عمليات بايد په غاړه کې په ډېره ځيرتيا سره تر سره شي، بل دا چې د (a. Thyreoidea inferior) موندل هم څه آسانه کار نه دی، خو نا ممکن هم نه دی، ځکه نو موږ په دې وتوانېدلو، چې دغه نوې توګه رامنځ ته کړو. د دغه نوې توګې بل پړاو د (a. Thyreoidea inferior) ليګېشن یا په تار تړل دي، چې د دغه پروسيجر په ترڅ کې یو تار د درقېې مرغړي ته نيژدې او دويم تار (ligature) له غدې نه د (1cm-1.5cm) په واټن کې ترې تړل کېږي، بيا نو (a. Thyreoidea inferior) په بياتي پرې کېږي، خو هغه تار (ligature) چې د درقېې غدې ته نيژدې تړل شوی دی، نو هغه اوږد پاتې کېږي، ځکه چې د دغه اوږده تار په ورو ورو کشولو سره یو جراح کولی شي، چې د (a. Thyreoidea inferior) لښتې (څانګې) مزې کړي، چې د دغو څانګو پر سر، تر لاندې او يا په منځ کې (Nervus Laryngeus Recurens-NLR) تېرېږي او د جاغور عمليات په ترڅ کې بايد ژوبل نه شي او بشپړ سالم پاتې شي. که چېرې (NLR) ژوبل شي او يا پرې شي، نو ناروغ ته وروسته له عملياته ډېرې ستونزې رامنځ ته کېږي: - کېدلی شي، وروسته له عملياته د ناروغ ستونی بند شي او د سابندي په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، ځکه چې د (NLR) په مرسته د هنجرې عضلات خوځېږي، چې موږ کولی شو د دغه عضلاتو په نرمېدو او کلکېدو سره خبرې وکړو او سږيو ته هوا ورپرېږدو او ورنه يې وباسو. - همدا ډول د هنجرې د عضلاتو له فلجېدو سره سم د انسان غږ هم توپير مومي او يا د خبرو کولو توان له لاسه ورکوي، چې دا بيا بل عمليات ته اړتيا را منځ ته کوي، نو د جاغور په جراحي درملنه کې د دغه ساده چلند په مرسته موږ کولی شو، چې نومولشوی عصب يانې (Nervus Laryngeus Recurens) د عمليات په بهير کې ښه ووينو او د هغه د ژوبلېدو او يا پرېکېدو مخنيوی يې وکړو. - د درقېې تر شا او څنګ ته څو واړه مرغړي دي، چې (parathyroid gland) نومېږي، چې د کلسيوم (Calcium) او فاسفور(Phosphorus) کچه په وينه کې کنټرولوي، چې د بدن په استقلاب کې غوره رول لوبوي، خو د عمليات په ترڅ کې د دغه مرغړيو ژوبلېدل او يا هم ناڅاپه لېرې کول یوه بله ستونزه رامنځ ته کوي، چې په وينه کې د کلسيوم د کچې له ټيټوالي سره مله وي، چې په بدن کې د عضلاتو د کلکېدو او دردونو سره مله پېښه ده، چې کېدای شي د ګوګل د عضلاتو له انبساط سره او يا د هنجرې له بندېدو سره د ناروغ سا ودرېږي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي، چې په داسې حالت کې بايد ناروغ ته ژر تر ژره د کلسیوم درمل ورولګول شي. د درقيې په جراحي درملنه کې پورتنۍ توګه د يو شمېر نورو نوښتونو په ترڅ کې نوره هم پسې دقيقه شوه، نو موږ د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د عمليات په ترڅ کې د درقېې غدې په ښکتني سوررګي (a. Thyreoidea inferior) کې مو د (Indigocarmin) شين رنګې دوا (د پېچګاري په مرسته) وروشنله، چې د دغه پروسيجر په بهير کې د درقېې غده ټوله تکه شنه کېږي او د (parathyroid gland) مرغړي بې رنګه پاتې کېږي، چې د عمليات په بهير کې اسانه پېژندل کېږي، که چېرې دغه مرغړي ليرې هم شي، نو د (autotransplantation) امکانات يې شته او په (m. sternocleidomastoideus) کې يې اوتوترانسپلانتېشن (autotransplantation) تر سره کېږي او د کلسيوم او فاسفور کچه په وينه کې نورماله پاتې کېږي، نو ناروغان د پورته يادو شويو ستونزو سره نه مخامخ کېږي. د غدې د رنګولو په ترڅ کې د درقېې مرغړی تک شين رنګ اخلي او د رنګ شويو رګونو په منځ کې بې رنګه يا پيکه رنګه (Nervus Laryngeus Recurens) هم په ښه توګه پېژندل کېږي، چې د عمليات په ترڅ کې د دغه عصب د ژوبلېدو او پرېکېدو مخنيوی هم کېږي او دغه توګه په عمليات کې نور سهولتونه هم رامنځ ته کوي. پوښتنه: تاسو ياده کړه، چې د نوښتونو په اړه مو دوه رسمي سندونه (پاتنتونه) په بېلاروسېې کې تر لاسه کړي دي، نو دا دويم پاتنت د څه لپاره درکړل شوی دئ؟ دويم پاتنت مو د درقېې غدې د ناروغيو د توپيريز تشخيص په اړه د دويم نوښت لپاره راکړل شوی دی، چې د جاغور (struma)، د درقېې التهابي ناروغي (autoimmunthyroiditis) او د درقېې ناسور (Thyreoid carcinoma) د موندلو او توپير توګه ده. موږ وکولی شوی د درقېې غدې په انساجو کې دا جوته کړو، چې د درقېې غدې ناروغيو په بهير کې د دغه مرغړي د (proteolytic) سيستم په فعاليت کې بدلون راځي، چې د جاغور په ناروغي کې يې فعاليت کمېږي، د (autoimmunthyreoiditis) په ناروغي کې د پروتېوليتيک سيستم فعاليت دوه چنده کېږي او په ناسور (Thyroid carcinoma) کې يې د (proteolytic) سيستم نسبي پياوړتيا تر سترګو کېږي، چې دغه څېړنې د جاغور د ناسور په تشخيص او سمه درملنه کې يوه نوې پاڼه پرانيستله، نو ځکه موږ هم يو بل پاتنت تر لاس کړ (انځور۴).
پوښتنه: تاسو له ۱۲ کلونو راپدېخوا په نيدرلند يا هالند کې ژوند کوی، نو کولی شئ، په نيدرلند کې د خپل مسلکي ژوند په اړه لنډه روښنايي واچوئ؟ زه د ۱۹۹۸ ميلادي کال د می په مياشت کې نيدرلند ته راغلی يم، لومړي درې کاله مې په کمپونو کې تېر کړل، د کمپونو ژوند بيا بېله کيسه ده، چې اوس يې اړتيا نه وينم. په کمپ کې مې نيدرلندي ژبه زده کړه، لومړي دوه کاله مې د پاتې کېدو ويزه نه درلوده، ځکه نو د لوست او کار امکانات هم نه ول، خو وروسته له دوو کلونو مې په خپلو امکاناتو د هالندي ژبې دولتي آزموينه تر سره کړه او د نيدرلندي ژبې ديپلوم مې تر لاسه کړ. وروسته له دوو کلونو مې موقتي ويزه واخيسته، چې بيا مې د يو بل کال په ترڅ کې د مسلکي کار اجازه نه لرله، خو وروسته له دغه ستونزو مې د اوتريخت ښار په روغتيايي پوهنتون کې د ستاژ د پيلېدو اجازه واخيسته او د نيدرلند په بېلابېلو روغتونونو کې مې د ستاژ يوه څو مياشتينۍ موده تېره کړه، چې وروسته له ستاژه مې نېدرلندي روغتيايي ديپلوم تر لاسه کړ او د ۲۰۰۳ ميلادي کاله راپدېخوا په بېلابېلو روغتونونو کې د جراح په توګه کار کوم. لومړی مې د څلورو کلونو په اوږدو کې د زړه او سږي، چې صدري جراحي هم ورته وايي، د آمستردام په روغتيايي اکاديميک مرکز (AMC Academic Medical Center) د (Cardio-Thoracic Surgery CTS) په څانګه کې کار کړی. له خپل کاره ډېر خوښ وم، په دغه موده کې مې د ځوانو ډاکترانو لپاره يو کتاب وليکه، چې دغه کتاب د هغو ډاکترانو لپاره دی، چې غواړي د جراحي اساسات او د (bypass) بايپاس جراحي لپاره له بدنه د شين رګو او يا سوررګو د رااخيستلو په ميتودونو ځان پوه کړي. دغه کتاب د تکست تر څنګ په رنګه انځورونو او د عمليات په فلمونو هم سمبال شوی دی. دغه کتاب د (AMC) لخوا په رسمي توګه خپور شوی، چې اوسمهال د نيدرلند د زړه جراحي په مرکزونو کې د زده کړې مواد په توګه کارول کېږي (انځور۵).
سر بېره پر دې مې د نيدرلند له يو پروفيسر (Prof. B.J.M.A. de Mol) سره، چې يو نامتو د زړه جراح دی د (AMC) د (Cardio-Thoracic Surgery CTS) د څانګې لپاره روغتيايي پروتوکولونه جوړ کړل، چې اوسمهال د آمستردام د (AMC) روغتون د زړه او سږيو د جراحي څانګه (CTS) د دغه پروتوکولونو پر بنسټ کار کوي. په دغه پروتوکولونو کې له عملياته مخکې، دعمليات په ترڅ کې، وروسته له عملياته او بيا د پوليکلينيک د (follow up) په برخه کې، چې له ناروغ سره څه ډول چلند وشي او عمليات په څه ډول تر سره شي مالومات ورکړل شوي دي. ما د رګونو له جراحي سره ډېره مينه لرله، نو په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې زه د رګونو د جراحي د څانګپوهنې لپاره د عمومي جراحي څانګې ته ولاړم، نو وروسته له دې مې د عمومي جراحي د (vascular surgery) په څانګه کې د دوو کلونو په بهير کې په نيدرلند د (Den Haag) په مرکزي روغتون کې د (fellow) په توګه کار وکړ، چې بيا مې د عمومي جراحي د رګونو په برخه کې هم د نيدرلند راجستر تر لاسه کړ او اوسمهال د نايمېخن (Nijmegen) ښار د نايمېخن د پوهنتون د روغتيايي مرکز په روغتون (UMCN University Medical Center of Nijmegen) کې د (VascularSurgeon) په توګه کار کوم. په روغتيايي چارو کې مې، دلته په نيدرلند کې هم ګڼشمېر نوښتونه رامنځ ته کړي او يا مې نوي ميتودونه په يو او بل روغتون کې پلي کړي دي. په آمستردام کې مې د (Vaso view) مډرن تخنيک پلی کړ او يو شمېر ځوان ډاکتران مې د دغه نوي ميتود لپاره وروزل. په (Den Haag) کې مې د (elephantiasis) پیل اندامې ناروغي په برخه کې د (Charles) عمليات ته بدلون ورکړ، چې د لومړي ځل لپاره مې د دغه عمليات لپاره د لوڅو زخمونو د درملني يوه نوې توګه، چې د ( Vacuum Assisted Closer System VAC) په نوم يادېږي وکاروله او د پوستکي د (split skin graft) له ترانسپلانتېشنه مې وروسته له پنځو ورځو بیا د (VAC) سيستم د پنځو ورځو لپاره وکاراوه (انځور ۶).
وروسته له پنځو ورځو مې بيا د ليفاوي ترشحاتو د زبېښلو لپاره بيا هم د (VAC) سيستم څخه کار واخيست (انځور ۷)، چې د (elephantiasis) په جراحي کې دغه نوښت ډير ګټور و او ناروغه وروسته له ۲۶ ورځو له روغتونه کور ته لاړه او دغه مېتود د نيدرلند د جراحي په مجله کې خپور شو او په کنفرانسونو کې هم دغه نوې توګه واورول شوه.
په زړه پورې خو دا ده، چې کله زه د (Nijmegen) ښار مرکزي روغتون ته ورغلم، نو زما په لومړنۍ نوکري کې يو ډېر ستونزمن ناروغ له بل روغتونه راولېږل شو، چې دغه ناروغ لږ تر لږه ۵ ځله عمليات شوی ؤ او هر عمليات يې له انتاني اختلاطاتو سره مل عمليات ؤ. دا ځل دغه ناروغ د (infected aortabifemoral prosthesis) اوردا پروستيز انتاني التهاب او له زړو زخمونو د خونرېزي په اړه موږ ته رااستول شوی ؤ. هغه څوک چې مسلکي دي، نو د دغه حالت په پرابلم ښه پوهېږي، چې دا څه ډول يو حالت دی، کله کله خلک دغه حالت د جراحانو د وېرې پيريان هم يادوي! د روغتياپالنې سهارني کنفرانس په مهال مې له خپل جراح همکار، چې زما سره يو ځای نوکري ؤ، ښاغلي(Professor dr. A.D. van der Vliet)، چې د هالند يو ډېر نامتو جراح دی، د دغه پېښې په اړه خبرې وکړې، نو ده راغبرګه کړه، چې څه به کوو، نو موږ د بېلابېلو عملياتونو امکانات سره وسپړل، خو پايله دا شوه، چې ما ورته وويل، چې د دغه ناروغ لپاره د (A. Nevelsteen) عملیات بايد تر سره شي، خو له ځينو نويو بدلونونو سره، نو دغه پروفيسر په خندا شو، چې د دغه لوی روغتون په تاريخ کې داسې عمليات چا نه دئ تر سره کړی او وېې ويل، چې دی ۱۶ کاله کېږي، چې دلته کار کوي، نو دا ډول عمليات يې نه لیدلی او نه يې تر سره کړی، نو ما ورغبرګه کړه، چې له پېښې تېښته نه شته او دا یواځينی چانس د دغه ناروغ لپاره دی. که عمليات يې کړو، نو د عمليات په ترڅ کې ېې د مړينې چانس تر ۶۰ ٪ دی، خو که اوس بيا خونريزي ورته پيدا شوه، نو بيا يې هېڅکله هم نه شو ژغورلی. د (Nevelsteen) عمليات داسې دی، چې د پښو دوه لوی سطحي شين رګي، چې په لاتيني ورته (Vena Femoralis Superficialis-VFS) وايي، نو له دواړو پښو رااخيستل کېږي او د (bifurcation)، چې پتلانه ورته وي، په بڼه ګنډل کېږي او بيا د هغه په مرسته اوردا (aorta) د ورنونو له سوررګیو يا شيريانونو(a. femoralis) سره نښلول کېږي، چې پښو ته وينه ورسېږي. زما وړانديز دا ؤ، چې د عمليات لپاره د يوې پښې دوه شين رګي، یانې د ورانه سطحي شين رګی (Vena Femoralis Superficialis) او تر پوستکې لاندې د پښې اوږد شين رګی (Vena Saphena Magna-VSM) وکارول شي، چې د (VFS) په مرسته به لومړی اوردا (aorta) د کيڼ ورانه له سور رګي (Ateria Femoralis Communis Sinistra) سره او بيا به د (VSM) په مرسته له هغه نه ښې پښې ته رګ وروغزو یاني (Crossover) به تر سره کړو او د ښۍ پښې ښکتنې برخې ته به بيا د ښې پښې شين رګی (VSM)ورواچو (انځور ۸).
وروسته له دې چې زه له ناروغ سره وغږېدم او دعمليات امکانات او د ۶۰ ٪ مړينې ګواښ مې ورته تشرېح کړل، نو ناروغ بيا هم موافقه وکړه. موږ پوهېدلو، چې پرته له عملياته یې د مړينې ګواښ ۱۰۰ ٪ ؤ. وروسته له دې مې ناروغ عمليات کړ او د دولسو ساعتونو په اوږدو کې ټول عمليات تر سره شو او دا دي دغه ناروغ یو کال کېږي، چې ژوندی دی او نورماله ژوند لري. همدا ډول د انتاني پرابلمونو په اړه د بېړنيز عمليات په بڼه مې د لومړي ځل لپاره د پښو اوږد شين رګی د (Inguinal Vascular Reconstruction) لپاره وکاروه. د دغه عمليات لپاره مې د پښې اوږد شين رګی (Vena Saphena Magna) د (Venous bifurcation graft) په بڼه جوړ کړ او بيا مې د (Inguinal Vascular reconstruction) تر سره کړ، چې دغه د شين رګي پرتاګه ته ورته بايپاس یا ګرافت (Venous bifurcation graft)، چې د (Arteria Iliaca Externa) او د ورانه د سوررګي (A. Femoralis communis) له دوو څانګو يانې (A. Femoralis superficialis) او (A. Femoralis profund) سره نښلول شوی او پښو ته وينه رسوي. د دغه نوښت په مرسته د انتاني زخمونو په حالت کې يو بېړنيز ښه بديل دی، چې د (Inguinal Vascular) سيمې د رګونو بيارغاونه (Vascular reconstruction) پرې تر سره شي (انځور۹).
ما په نيدرلند کې نور هم څو نوي عملياتونه تر سره کړي او نوي نوښتونه مې رامنځ ته کړي، چې په نړيوالو روغتيايي مجلو کې يا خپاره شوي او يا به په راتلونکي کې خپاره شي. څو لسيزې مخکې د هغه ناروغانو لپاره، چې د خولې له لارې به يې ډوډۍ نشوای خوړلی، نو د (Gastrostomy) په نامه به يې يو عمليات ورته کاوه، چې په ګېډه کې بيا یوه نلکۍ نصبه او پرېږدي. د دغه نلکۍ له لاري بيا خوراکي مواد ګېډې ته ولېږدوي، خو له تخنيکي پرمختګونو سره په روغتیا پالنه کې هم د نويو تخنيکونو کارول نن سبا په ټوله نړۍ کې دود شوي دي، نو اوسمهال هغه ناروغان، چې نشي کولی د خولې له لارې ډودۍ وخوري، نو د لاپراسکوپيک عمليات په مرسته په خېټه کې د دوو يا دريو وړو سورويو له له لارې دغه نلکې په ګېده کې نصبوي، نو ځيني وخت دا ډول عمليات نه وروسته د نس د پردې التهاب، چې پېرېتونيتيس (Peritonitis) هم ورته ويل کېږي رامنځ ته کېږي، چې د ناروغ ژوند د مرګ له ګواښه سره مخامخ کوي. د داسې يو بېړنيز حالت لپاره د نوي عمليات اړتيا رامنځ ته کېږي، نو په دې حالت کې د ګېډې خالي کولو، وړو کولمو ته په وخت سره خوارکي مواد رسول او که ضرورت وي، نو معدې ته هم د درمل یا مايعاتو رسول ډېر اړين برېښي، چې د دغه ټولو اړتياوو لپاره د داسې يوې نلکۍ ضرورت دی، چې پورته يادشوې ځانګړتياوې ولري، يانې لږ تر لږه درې نلکۍ په يوه سوند کې وي. ما څه موده مخکې يوه ناروغه د پېريتونيتيس په حالت کې د (Gastrotomy) د اخطلات په اړه عمليات کړه، خو په روغتون کې د پورته يادې شوې نلکۍ د نشتوالي له کبله زه دې ته اړ شوم، چې د عمليات په ترڅ کې داسې يوه نلکۍ جوړه کړم، چې ګېډې ته د خوراکي موادو د لېږد، همدا ډول د اړتيا په وخت کې د ګېډې د تشېدو او خالي ساتلو ځانګړتيا ولري او وکېدلی شي وړو کولمو ته هم د خوراکي موادو، درمل او يا اوبو د لېږدولو امکانات پکې وي، يانې یوه بله بېله نلکۍ هم ولري. دغه نلکۍ په ګېډه کې داسې پرېښودل شي، چې په اساني له ګېډې راونه لوېږي او د معدې عصاره هم له ګېډې نس ته دننه ورونه بهېږي، نو د دغه موخې لپاره ما د ميتيازو يو سوند (Urine catheter) چې دوه سوروي يې لرل، يانې يو د دې لپاره چې ميتيازې له تشي واېستل شي، بله نلکۍ د تشي د مينځلو لپاره او د نلکۍ څوکې ته نږدې يې يو بالون (پوکڼۍ) درلود، چې دغه نلکۍ د بالون په پړسولو سره په ګېډه کې په اسانۍ ځای پر ځای کېدلی شوی او له معدې نه يې د لوېدلو ګواښ نه وي، خو ما د دغه نلکې له منځه يوه بله وړه نلکۍ تېره کړه او بيا مې په وړو کولمو کې ځای پر ځای کړه، چې د دغه نلکۍ په مرسته اوبه، درمل او خوارکي مواد په اسانۍ سره وړو کولمو ته ولېږدول شي، معده تشه وساتي، د اړتيا په مهال معده ته د دوا او اوبو د لېږد امکانات ولري او د بالون په مرسته په معده کې دغه سوند يا نلکۍ سمه نصب شي. د دغه سوند په اړه له ځينو کمپنيو سره خبرې شوې دي، چې د دا ډول نلکۍ، چې څو سوروي، نلکۍ او بالون ولري جوړ شي، چې بيا په راغتونونو کې وکارول شي (انځور۱۰).
جراحي ډېر په زړه پورې مسلک دی، سړی هره ورځ له يوې نوې پېښې سره مخامخ کېږې. تېره اونۍ يانې د ۲۰۱۰ ميلادي کال د دسمبر په پای کې مې يو بل نوی نوښت رامنځ ته کړ، چې په راتلونکي کې به د دغه نوښت په اړه هم نوي جراحي سامان آلات رامنځ ته شي، چې عمليات اسانه شي. د اوردا په جراحي کې د وروستيو ۱۰ کلونو په بهير کې د (Endovascular Aneurysm Repair) تخنيک (Endovascular Aortic Repair) کارول کېږي، چې د اوردا د چاودېدو او يا هم پراخېدنې (aneurysma) په اړه په دغه لوی شارګ کې اېندوپروستېز يا د رګ داخلي پوښ د ورانه له سوررګيو له لارې ځای پر ځای کېږي، خو د دغه نوي عمليات يو له اخطلاتاتو څخه د دغه پوښ سوروې کېدل، ماتېدل او کږېدل دي، چې د خونرېزې او (endolaek) امکانات رامنځ ته کوې، چې د اوردا د چاودنې يا شړېدلو ګواښ ورسره مل وي، که ناروغ عمليات نشي، نو د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېږي، خو په داسې حالت کې د بل عمليات تر سره کول هم څه اسانه کار نه دی، ځکه چې د عمليات په ترڅ کې بايد اېندوپروستېز (endoprosthisis) له اوردا نه واېستل شي او پرځای يې د اوردا-بي فورکېشن پروستېزس (aortabifurcation prosthesis) ځای پر ځای شي، خو ګواښ دا دی، چې لومړنی اېندو پروستېز (endoprosthisis) په څه ډول له اوردا وباسل شي، ځکه چې دغه اېندوپروستېزس د وړو وسپنيزو ښکرکو په مرسته په اوردا کې بند وي. د دې لپاره، چې دغه ايندوپروستېزس په اساني سره له اوردا واېستل شي، نو ما د دغه پروسيجر لپاره د پلاستيکي پېچکاري نلکۍ وکاروله. لومړی مې د پېچکاري سر پرې کړ، بيا مې د اوردا اېندوپروستېز په بياتي پرې کړ، نو بيا مې ايندوپروستېزس د پېچکاري له نلکۍ تېر کړ او ورو ورو مې تاوولا، چې سره راټول شي او په اسانۍ د پېچکاري په نلکۍ کې ځای شي، نو د دغه ساده مانور په مرسته مې د اوردا اېندوپروستېزس پرته له ستونزو له اوردا راوايسته او لېرې مې کړ. د اوردا دغه برخه مې د اوردا-بېفورکاشېن پروستېزس په مرسته ترميم کړه، چې د عمليات پايله ډېره ښه وه. د دغه نوي مېتود په کارولو سره، د دې امکانات رامنځ ته شول، چې يو نوی سامان جوړ شي، چې له اوردا نه د ايندوپروستېزس د ايستلو پروسيجر اسانه کړي (انځور۱۱).
پرته له دې مې د (Phlebology) په برخه کې په دوو روغتونونو کې د (VNUS) راديو ابلاسيون او د (EVLT) لايزر نوي تخنيکونه هم د لومړي ځل لپاره کارولي دي، چې د (UMCN) په روغتون کې مې د (Phlebology) د جراحي څانګه پرانيسته او د نوي اېندوونوز (endoveneus) تخنيکونو په توګه ناروغان عمليات کېږي. پوښتنه: ډاکتر صيب تاسو په نيدرلند او نورو ملکونو کې د خپلو کارونو په اړه ډېر په زړه پورې مالومات وړاندې کړ، نو د افغانانو لپاره مو هم څه کړي او که نه؟ ګرانه وروره! زه ډېر وخته له افغانستانه وتلی يم، خو له خپلو خلکو، هېواد او ملي ارزښتونو سره مینه لرم. په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې مو له يو شمېر نورو افغان ډاکترانو سره په نيدرلند کې د افغان ډاکترانو ټولنه جوړه کړه، چې د افغانستان په روغتيايي چارو کې جوت ګامونه واخيستل شي او بیا ما په خپلو امکاناتو د روغتيا په نامه يوه روغتيايي پوهنيزه مجله راوايستله، چې يو شمېر ګڼې يې د طالبانو په موده کې کابل ته هم رسېدلې وې او يو شمېر مجلې ما د هغه وخت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ملامحمد عباس اخوند ته په يوه غونډه کې ډالۍ کړې وې، مګر له خواشيني سره بايد ياده شي، چې افغانان د ګډ کار حوصله او وسه نلري، نو دغه ټولنه هم وروسته له يو دوو کلونو تری تام شوه، چې زه يې د علمي برخې مسؤل وم، خو وروسته له يو دوو کلونو مې نور څه ترې وانه اورېدل، مګر سږ کال يانې د ۲۰۱۰ م کال په پای کې مې د افغانی ډاکترانو د ټولنې مشر په يوه غونډه کې ناڅاپي وليد، نو د هغه په وينا تر ننه پورې يې بيا کوم پوهنيز يا ټولنيز روغتيايي فعاليت نه دی تر سره کړی، خو وړانديز يې وکړ، چې يو څه بايد وشي، خو بيا مې ترې څه وانه اورېدل، دلته په نيدرلند کې خپرېدونکې د روغتيا مجلې انځور ته ځير شی (انځور ۱۲).
د روغتيا مجلې لګښت ډېر ؤ، د طالبانو په موده کې کابل ته هم رسېدلې وه او د اروپا او امريکا په ختيزپوهنه کې هم د درسې مواد په توګه کارول کېدله، خو له خواشيني سره بايد ياده کړم، چې وروسته له درېېمې ګڼې د مواد د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له کبله په ټپ ودرېدله. پوښتنه: تاسو د افغاني کلتوري ټولنې له مؤسسينو او اوسمهال يې مشر هم ياست، که د دغه ټولنې په اړه لږ مالومات راکړی، نو لوستونکو ته به په زړه پورې وي. د ۲۰۰۰ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ نېټه، چې له افغانستانه د روسانو د وتلو له نېټې سره سمون لري، نو له يو شمېر فرهنګي افغانانو سره مو په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېښود، چې د لسو کلونو په بهير کې د دغه ټولنې په امکاناتو لږ تر لږه لس علمي کتابونه او په لسهاوو علمي سيمينارونه او تفرېحي پروګرامونه جوړ شوي دي. افغاني کلتوري ټولنې د افغانستان د سياسي ستونزو او ټولنيز کړکېچونو په موده کې د خپلو هېوادوالو او هېواد غږ پورته کړی او تر ټولو يې رسولی دی او د افغانستان د ستونزو په اړه اوس هم پوهنيز سيمينارونه جوړوي او پوهنيز کتابونه خپروي. بايد ياده کړم، چې افغاني کلتوري ټولنه له نورو افغاني ټولنو سره په افغانستان او بهر کې ښې اړيکي ساتي او په کلتوري پروګرامونو کې ورسره يوځای فعاليت کوي او په غونډو کې يې ګډون کوي. په دې هيله چې افغانان د ګډ کار وسه وموندي او د افغانستان په اړه خپل مسؤليت تر سره کړي. بايد ياده کړم، چې د کتابونو د خپرولو، کنټرول او لېږد مسؤليت ېې زما دی او د کتابونو په لګښت کې ېې هم ما خپله بېله ونډه اخيستې ده. په يو شمېر سيمينارونو کې مې ويناوې هم کړې دي او له نورو افغانانو سره مې ګډ د سيمينارونو چارې هم سمبال کړې دي (انځور ۱۳).
پوښتنه: ډاکتر صيب تاسو ليکنې هم کوی، نو په پښتو مو هم ليکنې کړې دي او که نه؟ هو، زه نه دا چې په پښتوليکنې کوم، همدا ډول په دري، روسي، نيدرلندي او انګرېزي هم ګڼشمېر خپرې شوې ليکنې لرم او کله کله ټولنيزې ليکنې هم د افغانستان د ناخوالو په اړه کوم. د پښتو ژبې په برخه کې مې د نيدرلندي-پښتو پښوېې کتاب لیکلی دی، چې له ۲۰۰۱ کاله څو ځلې خپور شوی دی، چې افغانان او نيدرلنديان يې د ژبې د زده کړې لپاره کاروي (انځور ۱۴).
په ۲۰۰۱ م کال کې مې د افغان کډوالو لپاره د روغتيايي مرستو په برخه کې له يو شمېر نورو افغانانو سره په پښتو، دري او نيدرلندي سپارښتليکونه هم ليکلي او خپاره کړي مو دي، چې افغان کډوال مو وکولی شي د روغتيايي مرستو په اړه اړين مالومات ترې تر لاسه کړي او اوسمهال هم په يو شمېر د کډوالو په کمپونه کې له دغه سپارښتليکونو کار اخيستل کېږي (انځور ۱۵).
پرته له پورته يادو شويو فعاليتونو مې ګڼشمېر نور کتابونه او لېکنې هم تر لاس لاندې دي، که خدای توفيق راکړ، نو انشا الله هغه پروګرامونه به هم سر ته ورسوم. اوسمهال مې هم يو شمېر ليکنې پای ته رسولې، چې په نيژدې راتلونکي کې به خپرې شي. په مسلکي برخه کې د (Professor A.D van der Vliet) سره ګډ د يوې بلې دوکتورا په يو څېړنيز کار بوخت يم، چې پايله به ېې څه وي، نو اوس نه پوهېږم. د افغانستان د روغتياپالنې لپاره هم يو پروګرام لرم، چې د وخت په موندلو سره به هرومر په هغه برخه کې هم کار پر مخ بوزم. پوښتنه: څنګه تاسو د ۲۰۱۰ کال د نړۍ د غوره روغتيايي شخصيت په نامه ياد شوي ياست؟ ګرانه زه هم چندانې نه پوهېږم. زه هر کال ګڼشمېر ملکونو ته سفر کوم، چې په نړيوالو علمي سيمينارونو او کنفرانسونو کې ګډون وکړم، نو سږ کال هم يو شمېر ملکونو ته تللی وم او د انګلستان لندن او د سکاتلند ايدنبورګ ته مي هم علمی سفرونه لرل، نو دا چې د کمبريج دغه نړیوالې موسسې زما په اړه مالومات له کومه کړي زه هم نه پوهېږم. داسې ويل کېږي چې په نړيواله کچه دوې موسسې دي، چې په نړۍ کې د اشخاصو په اړه څېړنه کوي، چې يوه موسسه، چې (American Biographical Institute ABI:) نومي او د امريکا په کارولآين ايالت کې فعاليت کوي او بله په انګلستان کې، چې د (International Biographical Centre: IBC) په نامه يادېږي، چې د انګلستان د (Cambridge) ښار کې د ژوندليکونو يو څېړنيزمرکز دی. دغه څېړنيز مرکز په نړۍ کې د ډاکترانو، ساينسپوهانو، سياستپوهانو او داسې نورو څانګپوهانو په اړه څېړنه تر سره کوي او هغه خلک، چې په خپل مسلک کې يې غوره کار کړی وي او فعاليت يې ټولنيز اغېز په سيمه او نړۍ کې ولري، نو په دغه برخه کې دغو اشخاصو ته يو لقب ورکول کېږي، نو د (IBC) د څېړنو پر بنسټ ېې ناڅاپه زما نوم ته هم پام شوی، چې ما ته يې د ۲۰۱۰ ميلادي کال د نړۍ غوره روغتيايي څانګپوه لقب راکړی. بايد ياده کړم، چې دا وياړ زما لپاره ډېر غوره دی، خو دا يوازې زما لپاره نه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره له وياړه ډکه پېښه ده او دغه بری د هغه دردېدلې ټولنې د زغم پايله ده، چې افغانستان نومېږي (انځور ۱۶).
ډاکتر صيب! دغه ویاړ دې تاسو ته او موږ ټولو ته مبارک وي. که په پای کې څه غواړی خپلو هېوادوالو ته ووايی، نو مهرباني به موکړې وي! ښاغلی عبدالله جانه! زه غواړم ستاسو د دغه مرکې په مرسته د افغانستان په ځوان نسل غږ وکړم، چې په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو پېښو ته يو وار بيا سم ځير شي او د افغانستان د ناخوالو په شاليد کې دې خپل اند ته بدلون ورکړي. افغانستان د تېرو بې اتفاقيو، ماجرا جوييو او د ټبرونو د جنګولو په اور سره لمبه شو. تېر نسلونه له بده مرغه، څوک په خلکيتوب، څوک په پرچميتوب او څوک په جهاد کې نښتي دي، خو وخت ډېر اساس دی، لويديزه نړۍ د افغانستان له خپلمنځيو شخړو ناوړه ګټې پورته کوي، ورور په ورور وژنې، د هېواد په خلکو بمونه اوروي او د افغانانو د مري کولو لومه يې ټولو ته اېښې ده. بايد له ياده ونه باسو، چې همدا انګرېز و، چې بېلابېل ټبرونه يې سره بېل کړل، د افغانستان په زړه يې د ډېورنډ کرښه تېره کړه او امريکا په خپل وار سره له روسانو سره ويتنام په دوو برخو ووېشه، شمالي او جنوبي کوريا يې جوړه کړه، سوسياليستي او اسلامي يمن يې يو وخت رامنځ ته کړ. نن سبا عراق په وينو کې لمبوي، چې د سوني، شيعه او کور د په نامه يې په دريو برخو وېشلی او قومي، مذهبي او ايديالوژيکي شخړې يې په هغوی کې رامنځ ته کړې دي. په افغانستان کې هم همدا ساناريو روانه ده، چې د افغانستان ځمکه بيا په شمال او جنوب ووېشي، د پښتون ټبر د طالب او القاعده په نامه وځپي، خو په شمال کې داسې خلک شته، چې ګومان کوي د افغانستان په ټوټې کېدو به ګټه وکړي، مګر له ياده مه وباسی، چې دغه واړه قومونه به د ايران، ازبکستان او يا نورو ملکونو د خولې خوراک شي، بيا به پرته له غلامي افغان ملت ته بل څه نه وي پاتي. اوسمهال افغاني ليډران د افغانستان له دغه وضيعته ګټه پورته کوي، خو د اخو ډب په وخت تر ټولو مخکې دغه ليډران يا کولاب، يا تورکيې، يا مسکو او يا هم بل ملک ته وتښتي او له افغانستانه پښې سپکې کړي، نو پکار ده چې نوی نسل له دغو پېښو سمه پايله تر لاسه کړي او دافغانستان د ژغورنې لپاره لاسونه سره ورکړي او د افغان تر نامه لاندې په سوله کې ژوند وکړي، نو ستاسو نه مننه کوم، چې ما ته مو د دې فرصت مسائد کړ، چې د خپلو کړو وړو په اړه ستاسو سره وغږېږم او له هېوادوالو سره خپل نظريات شريک کړم. وسلام ستاسو نه هم ډېره مننه، چې زما سره مو مرکه وکړه. Sayed Abdullah Walizai - بېرته شاته