(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپی اوبدلون

لیک: ډاکټر نجيب زاخېلوال سپی د سيمنار نه ستړې ستوړی راغلم نو په پخلنځي کې کيناستم او نور د سيمنار ګډونوال هم وو ډېر ګرم بحث روان وو نو ما په يوه بېلګه کې د غلو او جنګسالارانو تشبه د سپی سره وکړه. د شپې چې ويده شوم په خوب کې راته يو سپی راغی او زما په ښپو کې يې سر کېښود او په ژاړه شو. په سلګو سلګو کې يې راته وويل تا ولې موږ د هاغه انسانانو سره تشبه کړو چې د پرديو په خدمت بوخت دی. موږ کله پردې خپل کور ته راپرېښي او يا مو د خپل کور غړي داړلي دي. په ژاړه ژاړه يې راته کړل موږ سپي يو خو د ځينو خلکو تشبه موږ سره زموږ سپکاوی دی. چې راويښ شوم نو فکر واخيستم چې په ريشتيا هم ډېر کله يو چا ته د سپي خطاب کول د سپي سپکاوی دی. بدلون د ملګري سره په خبرو ګرم راغلی وم او ورته مې زړه خوړ چې د افغانانو حال ورځ تر بلې بتريږي او هيڅ بدلون پکې رانغلو. ملګرې مې راته کړل چې ولې بدلون ندې راغلی، ډېر غټ بدلون راغلی دی. پخوا به زموږ ليډرانو ديموکراسي کفر ګڼله او ويل به يې چې څوک د ديموکراسۍ نوم اخلي هغه مرتددی او سر غوڅول يې روا دي. او پدې ډول يې د زرګونو خلکو ژوند واخيسته او نن خپله د ديموکراسۍ د راوستو لپاره يې پر ځان شپه ورځ يوه کړې ده او هلی ځلی کوي. او په راډيو ګانو کې د وينا په سره او اخر کې وايې چې موږ د ديموکراسۍ په درشل کې يو. نور ته څه بدلون وايې.هو په ريشتيا ډېر ستر بدلون چې د پرون وژونکې او سړي خواره نن د ديموکراسۍ علمبردران دي. خو په دومره توپير چې پرون دوۍ د ديموکراسۍ د نوم په اخيستلو خلک وژل خو نن څوک نشته چې ترې پوښتنه وکړي.چې کومه ديموکراسي؟ - بېرته شاته