(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلزبن د غونډى دسيمى په چارو اغيزى

په تيره اونۍ كښې دپرتګال په پلازمينه لزبن كښې د ناټو د غړو ملكو د مشرانو غونډه وشوه چې د افغانستان د ولسمشر حامد كرزئى په ګډون د روس ولسمشر ښاغلې دى ميترى د ميلمه په حيث د ناټو د مشرانو په دى غونډه كښې ګډون لرلى په دى نړۍ والى لوړ پوړى غونډه كښې د افغانستان په چارو بله مانا د افغانستان په لس كلنه جګړه باندى ټولى خبرى ګرځيدى راګرځيدى ځكه چې د افغانستان لانجه نه يواځى د افغانستان دپاره بلكې ددې ټولى سيمى او نړۍ دپاره يوه لويه شعره جوړه شوى ده په زياته بيا د ناټو د ملكو دپاره چې د دوى نزدې سوا لك پوځى ځواكونه په جګړى كښې راښكيل شوى دى او د لسو كلو د تريدو سره سره دوى څه برياليتوب نه دى ترلاسه كړى د دوى پوځى ځواكونه وژل كيږى مالى زيان ورسيږى خو ددې ټولو زيانو سره سره دوى ته هم داسې برياليتوب نه ښكاره كيږى چې د هغه څخه دا اټكل وكړى چې تر دومره وخته به دوى دا جنګ وګټې او بيا به خپل ځواكونه د افغانستان څخه وباسى ولې چې داجنګ دوى هر يو د خپل ولس د ماليو او د ټيكسو په زور مخ ته وړى اوس چې د تهره ګرى په نامه دوى كومه جګړه پيل كړى ده لسم كال ې روان دى د دهغه مشرانو څخه خپل ولسونه پوښتنه كوى چې د دومره ځانى او مالى زيانو سره سره د هغه دتهره ګرى په نامه جګړه به تر كله روانه وى اود هغه زيانونه به د ولس په ښتمنى و مخ ته وړل كيږى لويديځى نرۍ خو هم ددې كبله زموږ د مخه ده چې ولس د هرى خبرى پوښتنه ځينى كوى داسې نه دى لكه زموږ وروسته پاته ملكونه چې واكمنان ې هر څه كوى خو ولس پوښتنه نه شى ځينى كولى نه د هغه ملكونه د افغانستان او پاكستان وارو دى چې په يوه ورځ په لساو وګړى وژل كيږى خو د پوښتنې څوك ې نښته او د هغه وژنى د دهغه دواړو ملكو په يوه ځانګړى سيمه او ځانګړى خلګو باندى د تيرو دوديش كلو څخه را روانى دى خو تراوسه نه خپل نه پريدى دا پوښتنه كړى دى چې دا ټول ناورين ولې په دهغه سيمه او اولس دى..؟ د لزبن په غونډه كښې د نورو پريكړو د څنګه د افغانستان د باندنيو پوځى ځواكو ته او د افغانستان وتل چې د خپل هيواد ساتنه پخپله وكړى خو ددې سره د ناټو عمومى منشى ښاغلې راسموسن داخبره هم وكړه چې د كال ۲۰۱۴ وروسته به هم د دوى څه نه څه ځواكونه په افغانستان كښې پاته وى خوموږ به په دى خبره غور كوو چې د لزبن د هغه لوړ پوړى غونډى به په افغانستان او شاوخواڅه اغيزى وى ځكه چې د نړۍ وال ساړه جنګ ناخوالى هم تر افغانستان ختلي د ساړه جنګ د ختم كيدو د مخه چې كوم تود جنګ وشو د هغه ځانى او مالى زيان هم د افغانستان د خاورى او ولس په سرونو وشو او دا اوس چې د تهره ګرى په نامه كومه جګړه روانه ده هغه هم و هر چاته څرګنده ده چې زوړ تر استل كيږى څومره ځانى او مالى زيانونه وشول هغه دلته موږ نه په ګوته كوو خو داخبره پخپل اندارومرو كوو چې افغانستان او په زياته بيا پښتنو كه هغه هر ځائى كښې ميشته دى داسې يو لارښود دتيرو دوو پيړيو څخه نه دى موندلى چې هغه خپله خاره او خپل ولس د دهغه ناورينو څخه راوباسى تر كله چې د كوتك او لرګى جګړه او د هغه وخت د سياست غوښتني وى پښتنو مشرتابه په ډېره پوهنه د خپلې خاورى او خپل ولس وياړوساتى او تاريخ ې ورته جوړ اوې كله كله چې به ويرندوكى او د بل لاس پوڅى د دهغه باتور قام ملت مشر شو هغه به دخپلو مشرانو وكارنامو ته شاوګرځوله د بده مرغه د تېرو دوو دوه نيمو پيړيو څخه هم د هغه ډول حكمرانان د پښتون افغان په برخه شوى دى ځكه چې په حيث د يوه غيور او ننګيالى ولس موږ د هر ناسياله تر څاپيړو لاندى يوولى چې زموږ مشرتابه نه د يوه افغان پښتون د حكمران په حيث خپله د هغه دنده تر سره كړى ده نه ې دنړۍ او سيمى د سياست په چل ول ځان خبر كړى دى نه ې خپل ولس د دهغه سياست د غوښتنو په اړه خپل ولس خبر كړى دى نه ې داسې سياسى او اقتصادى لاره خپله كړى ده چې د هغه لارې دوى دخپل ولس سباون روښانه وى نه د افغانستان واكمنان دومره واك لرى چې د تهره ګرى په نامه په روان جنګ كښې د پښتنو د راښكيل كيدو علت وښائى نه دا سوچ لرى چې ددې جګړى څخه خپل بشپړه پښتون افغان وباسى نه د پولى ودى خواته سياسى مشران چې اوس د دولتى چوكيو خاوندان دى د خپل ولس خبره تر خوله استي شى. بلې خواته دهغه وخته څخه دمخالفينو په نامه نومول شوى دى په ځائى ددې چې خپلى ولسى او مځكنې لانجه پخپله اوارى كړى دبده مرغه ې خپلې مځكنې لانجې ې د هيواد څخه د باندى د اوارلو هڅې كړى دى وسله د هر خپل او پريدى څخه ترلاسه كړى د ورانى د ناورين سره مخامخ شورى ده اودا څرګنده نهد چې تر كله مخامخ وى نه د دوى سره داسې تګ لاره شته كه داشتراكيت او د پنګه واله جګړه وه يا دا اوسنې جګړه ده دوى ې د توپك د خولى څخه اوارول غواړى د سياست څخه ې كار نه دى اخستې چې ددې پايلې نن دا شوى چې ټوله سيمه او ولس زيزمريز شوى دى په هر ډګر كښې وروسته پاته شوى دى دا ټولي جګړى چې و شوى د هغه خوار ولس دورانيو او بد مرغى په چپه بل څه نه ليدل كيږى د ثور د بدلون وروسته هم هغه وخت بلكې د شهيد داود خان په وخت كښې هم د هغه تشدد پيل شوى وو چې بيا شوروى سرى لښكرى و افغانستان ته دننه كړي چا راوغوښتې او بيا څنګه او چاواستي دوى توپك څخه كار تراوسه په لاس كښې د درې څلور پيړيو وخت راوستل غواړى كه څه هم دا دانټرنيټ مهال دى هم و دهغه سياست ته اړتياده كه روسان په افغانستان كښې وو كه بيا دوى ووتل بيا اوسنې دتهره ګرى په نامه جګړه د هغه ځانګړى خلګه او ځانګړه ولس يواځى تر ناورين لاندى دى كه باندنيان دى كا ګاونډيان دى يا كورنى دى هم په د هغه ځانګړو د بربادولو دنده ې په غاړه اخستى ده هم د هغه مخالفينو كله په خپل ګريوان كښې كتلې دى چې د خپل قام ارزښت ې كوم ځائى ته رسيدلى چې په خپل هيواد كښې بيګانه شوى دى او شاته غورځول كيږى زه دلته نور څه ويل نه غواړم خو دومره وايم چې د دوى خپل افغانيت په خطر كښې دى كه د هغه بهير روان وو نو د پښتانه سره به هم هغه څه كيږى لكه د مغل قام سره چې وشو چې نزدې درې پيړى حكمرانان وو خپل هر څه دلاسه وركړه نن د مغل په نامه قوم نشته اوس خو دانټرنيټ او د رسېنو نړۍ ده چې دا كار تر پخوا ډېر آسانه دى د دهغه جګړو ودى ټولى سيمى ته څومره اقتصادى علمې كلتورى او نور زيان ورسيدى په دى لږ سوچ په كاردې يواځې دبج او زور څخه كار اخستل د ګټې په ځائى ورانى او زيان راوړى او بس..؟ ناټو او امريكا په لزبن كښې دا پريكړه چې د جولائى ۲۰۱۱ء څخه به د افغانستان څخه وتل پيل كوى چې تر ۲۰۱۴ء پورې د دوى په پريكړه به بشپړه كيږى چې ددې دامطلب د شوه چې دا جګړه به څلور كاله نور دوام كوى چې نه يواځى ځانګړى سيمه او خلګه به د دهغه ناورين لاندى پاته وى چې دا ويره هم ورسره تړلى ده چې و پاكستان ته راواوړى چې نور اوږده او زوروره شې چې تر پخوا به زياته ورانى وكړى چې سيمه او خلګه به ې نور د بدغيو سره مخامخ كيږى او متل دى چې يوه سړى د بل څخه پوښتنه وكړه چې پير لوئى دى كه غرسړى و بل سړى ته جواب ورنكړى يواځې دومره ورته وويل چې لوئى څښتن دى داسې بې جوابه كړه لكه زه چې دى بې جوابه كړم داوخت زموږ د مشرانو كه هغه د افغانستان په تخت ناست دى يا سياست مداران دى يا د توپك د زوره لانجې اوارول غواړى د يوه څخه ددې جواب نشته چې موږ ولې تر دى ناورين لاندى يو او تر كله به لاندى يو ولې چې يو لورې هم خپلواكى نه دى داخبره كه څوك منې كه نه..؟ كه باندنې پوځى ځواكونه نن خپلو هيوادو ته د ستنيدو پريكړه كوى هم به سيمه دورانى سره مخامخ وى يا كه دلته پاته كيږى هم به موږ د ناورين سره مخامخ يو خو يواځې د هغه چا خبرى ته به ګټه رسيږى چې هغه دا وينا لرى چې جګړه او جګړه ولې چې جګړه زموږ د برياليتوب باور راكوى كه په دهغه جګړه كښې څومره هم ځانې او مالى زيان كيږى خو بلې خواته دا خبره چې پخپله جرګه نه شو د دهغه ناورين څخه نه شو وتلې د جګړى په ځائى بايد د سياست لاره غوره كړو ولې چې د كلو كلو د سياست نه لرلو د كبله موږ يواځى وكړل شوى يو او هر يو موږ په سر سر باندى ټكوى كه د نوى مهال د سياست لاره خپله نه كړو د مينځ څخه د وړلو ويره كيدى شى ځكه چې د تهره ګر او وران كار په نامه ونړۍ ته پيژندل شوى يو ولې كه د هغه تهر ګر بل څوك وى هغه ګوتى په موږ پورې مبزل كيږى ځكه د انسانى همدردى او د زړه د خواښنې څخه ې بې برخى كړى يو ضرورت ددې چې په سپي پسى دمنډو وهلو په ځائى لومړى خپل غوږ ته لاس وروړو دلزبن د غونډى په پريكړو غور وكړو او يوه داسې لارو ليكه غوره كړو چې خپله خاوره او خپل ولس د دهغه اوږده ناورين څخه و ځغورنه كه هر لورې ځان د نورو د منګولو څخه راوباسى او په يو ټغر سره كښينې نو دا ناورين د مينځ څخه وړى شې باندنيان د هيواد څخه استي شې هيواد او ټوله سيمه د سولى او سوكالى په لور روانولى شې كنې نو ورانى او بربادى به د ټولو په برخه وى لالابه چرچى وهى او موږ...؟ - بېرته شاته