(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟

مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...؟(وروستى برخه)
ليك: عبدالجباركاكړ كه څوك داخبره كوي كه نه كوي چى په پاكستان كښې ديوي مورني ژبى سره ښه چلن نه دي شوي كه هغه پنجابى ژبه سرائيكى،پښتو،بلوڅى،بروهى يا نورى ژبى چى په دي ملك كښې چى ويل كيږى ددي دمخه هم ډير څه په دې اړه ويل شوي دي خو د ژبو په اړه يو لړي روانه ده نوځكه غواړو چى ودي ناخوالي ته په ځانګړي ډول پاملرنه وشي. ۱. چى يوه ژبه دښوونځي څخه راګرځول كيږي او ماشومانو ته پخپله مورني ژبه زده كړي نه وركول كيږي په دولتي دفترونو كښې ځائى نه وركول كيږى په رسنېو كښې بشپړه برخه نه وركول كيږى چاپى خپرونى چى ددولت لخوا مرسته نه ورسره كيږى په كورو كښې د مورنيو ژبو ځائى ۲۴ ساعته انګريزي او نورو ژبو پروګرامونه په ټيلى ويژن باندي ښوول كيږي وليكوالانو شاعرانو او درڼ اندو درناوي نه كيږي چى په دهغه مورنيو ژبو چى كوم كتابونه چاپ كول كيږي دهغه درناوي او پلورلوكښې مرسته نه كيږي د مورنيو ژبو د سره څخه كتابتون نومي څه نه وي په راډيو او ټيلي ويژن چى د دولت په واك كښې دي چى كله ددهغه مورنيو ژبو پروګرام خپرول كيږى او څوك چى خبري كوي چى ددهغه ژبو ددهغه توروپه په ځائى به ځانګړي ټكى وائى ددهغه ژبو دپخوانيو او اوسني شاعرانو ليكوالانو تاريخى اشخاصو څه ذكر نه وي د بيلګي په ډول كه د يوه پښتانه زده كونكى څخه د خوشحال خان بابا رحمان بابا وارو شاعرانو پوښتنه وشې دوي به يو ډول معلومات ددهغه دواړو او نورو شاعرانو په اړه يو ډول معلومات نه لري بلكي دوي به د مرزا غالب ميرتقي مير او نورو په اړه ټول معلومات لري اودا ډول په دهغه نورو ژبو په شاعرانو ليكوالانو په وارو وارو سيمنارونه كيږي لوئى لوئى كتابونه په چاپ كيږى خود دانورو ژبو يادونه نه كيږي نوددي مطلب څه دي چى دپاكستان دولت دهغه مورني ژبى وكومي خواته وړل غواړي داخو ددهغه ژبو د شاعرانو ليكوالانو رڼ اندو او دهغه چاوياړ دي چى ددوني ناخوالو سره سره دوي دهغه ژبى ژوندي ساتلي دي كنې حكومت خو دپخوا څخه دپاكستان ددهغه مورني ژبو جنازه پورته كړي ده ځكه چى د ژبو په اړه چى په ځلاند ورځپاڼه كښې راغلو ټوكو نو كښې چى لومړى يا دويم ټوك به وي په هغه كښې دډاكټر شاهد صديقى حواله وركړي وه چى په پاكستان كښې دمورنيو ژبو سره ډير زياتوب شوي دي په كاردي چى ژر تر ژره دحكومت لخوا و ټولو مورنيو ژبو ته پاملرنه وشي ولي د نړۍ هره ژبه ځان ته ارزښت لرى چى هغه نه يواځى يوبل پوه كول دي بلكى خپل دود دستور ثفافت او تاريخ لري هر ژبه چى د منځ څخه ولاړه شې دهغه ټول ارزښتونه هم ورسره ولاړ شې او موږ ټول په دي خبريو چى هغه ژبى چى ارزښت ي نه كيږى هغه د منځ څخه ډيري په چټكى سره دمنځ څخه تلونكي دي. د بده مرغه په دي ملك كښې هميش داهڅه شوي ده چى اوبه په ډانګ بيلي كړي خوداكله كيدي شې كه څه هم دا هڅي وشوي خوكله چى نړۍ ديوشتمي پيړي ودرشل ته رانزدي شوه يولوئى بدلون په نړۍ كښې راغلى دهغه بدلون د آئى ټي (I.T) دي چى هره ورځ نوي نوي توكي رامخ ته كيږي خو تر ټولو لويه اغيزي دانټرنيټ دي چى ټوله نړۍ يې هر وګړي ته پرانستله ده خو دا بيله خبره ده چى څوك انټرنيټ د بشر په ګټه ګاروي كه د بشر په منځ كښې كركه پاشې يافعاشي او لځتوب په نړۍ كښې خپروي خو انټرنيت ګارول څوك هغه څوك ښه ګاروي شې څوك چى ښه زده كړي ولرى او بشردوست وي نه هغه څوك چى تنګ نظر وي ولي چى انټرنيټ د هر وګړي امانت دي انټرنيټ د راتلو دهغه چالاري هم وتړلي چاچي اوبه په ډانګ بيلولي. د بده مرغه په پاكستان كښې هر وګړي د خپلي ژبى سره بېګانه شوي دي يواځي سندهي يوه داسى ژبه ده چى په دي ملك كښې زياته وده كړي ده سندهيانو او ددوي سياسى مشرانو په هلو ځلو دا ژبه نه يواځي دښوونځي ژبه ده بلكي دار دوسره څنګ په څنګ دفتري ژبه ده هر وګړي خپله مورني ژبه لوستلي او ليكلي شې په ډير لوئې شمير چاپى چاري پكښې ترسره كوي ډيري ورځپاڼى مجلي او كتابونه پكښې چاپ كيږى چى تربلى هري ژبى زيات دي خپل ټيلى ويژن مركزونه لري چى د خپلو كليوالو ژبى او د خپل دود او كلتور سره سم پروګرامونه وړاندي كوي چى په دي باندي ډاډمن دي چى دوي ژبه نه يواځي د نړۍ د اغيزو څخه خوندي ده بلكي پرمختيا به هم كوي. په شمالى پښتونخوا كښې خوبيا پښتو يوڅه وده كړي ده ځكه چى د وخت دغوښتنو سره سم سياسى مشرانو او د وخت واكدارانو د خپله وسه دامبارزه كړي ده چى د ټولو منځ كښې د خان عبدالغفار خان باچا خان نوم راځى چاچى د ښوونځيو د پرانستلو په وخت و پښتو لوست ليك ته زياته پاملرنه كړي وه او ددي د څنګه ې پښتون مجله هم راايستله خونه انګريز واكدارانونه ددوي پاته شونو د پښتو په ګډون يوې ژبى ته داحق ورنه كړي چى دهغه ټولي مورني ژبى وده وكړي ځكه چى ددې ملك رښتني اوسيدونكي د خپلو ژبو د خپل دود او رواج څخه بې برخي پاته شول اوس د خپلو ژبو سره بېګانه شوي دي خو د سويلى پښتونخوا په دي اړه ډيره وروسته پاته ده جنوبىياسويلى پښتونخوا چى د بلوچستان ايالت يوه برخه ده په دي ايالت كښې درې لوئى ژبى ويل كيږى چى يوه پښتوبله بلوڅى او دريمه بروهي ژبه ده پښتو په دي ايالت كښې ترټولو زياته وګړي لري خوواك او اختيار د بلوڅو او بروهي قومونو په لاس وركول شوي دي د هغه بلوڅ او بروهي غواړي چى يو قوم جوړشې خو ددوي ژبى دومره پاته دي اوپه منځ كښې دومره توپيرلري په زياته بياپه بلوڅي ژبه كښې زياته توپيرليدل كيږى ځكه چى دوي ودي ته زړه نه ښه كوي چى دهغه ژبى دي د ښوونځي ژبه جوړي شې يادي دفتري ژبو ځائى وموندي ځكه چى دوي ځان يوقوم جوړول غواړي نوكه دوې ژبى په يوه قوم كښې وشې نوبيا ددوي ودهغه هڅي به د زيان سره مخامخ شې نو ځكه كه دوي وغواړي چى ژبى دي هم په هغه حال پاته وي نو پښتو به هم داسي بى برخي پاته وي ځكه چى ټول واك اختيار هم ددوي په لاس كښې دي خو پښتنو ددهغه دواړو ژبو په پرتله ډيرمخ په وړاندى ده كه څه هم په ټوله ييږه ډول وپښتوته څه كارنه كيږى خوځيني ځانګړي اشخاص شته چى دډيره وخته څخه دوي هلي ځلي كوي په داسي حال كښې چى نه حكومت ددوي سره مرسته كوي نه ولس ولس ددي كبله چى دوي دخپلى مورني ژبى په ځائى پريدي ژبى په ښوونځي كښې لوستي دي هغه ځائي ليكوالان شاعران دخپلى خواڅخه كتابونه چاپ كوي د اخستلو څوك نه لري نوځكه چى دوي داټول لګښت دخپلي خواڅخه كوي بياي بيرته په ځانګرو سړيو باندي پخپله ويشي اوبياكه څوك دياده ووځى هغه ګيله هم ځيني كوي چى كتاب ې نه دي وركړي دلته اوبه ځوړ خږول كيږي يو سړي به په ټولو ځان رسوي خودانه چى ټوله په يوه سړي ورسيږي په داسي حال كښې به يوه ژبه وده كولي شې ما پخپله په يوه ښونځي ياكالج كښې خپله مورني ژبه نه د ويلي داچى پښتو زما مورني ژبه ده ځكه چى لږمات ګډ ليك پكښې كوم چى څرګنده خبره ده چى دهغه كچى (STANDARD) ليك نه دي چاچى د لومړي زده كړو څخه خپله مورني ژبه د لومړيو زده كړو څخه د لوړو زده كړو پوري لوست پكښې كړي وي خوبيا هم پښتو د سندهي ژبى په چپه تر ټولو نورو ژبو څخه زياته په مخ تللي ده خو داټوله د ځانګړو اشخاصو په موټو شوي ده. ۲. تر ټولو زياته په پاكستان كښې د سياست مدارانو باندي پړه راځي په زياته بيا په پښتو سياست مدارانو چى دوي خو سياست د پښتانه او پښتو په نامه كوي دوي د ښارو او كلو ټول ديوالونه هم دي ورته ليكونو توردي خوچى كله دوي وپارليمان ته ورسيږي بيانه تاكړي نه ماكړي ځكه زموږ ژبى ډيري وروسته پاته دي او نور هم وروسته پاته خواته رواني دي ترټولو لويه بدمرغي داده چى راروان بهيردخپلو ژبو سره بيګانه شوي دي ددي بدمرغي دمخ نوي يواځى هم داده چى پښتو او نوري ژبى دښونځي ژبى وګرځول شې حكومت دهري ژبى ددوي دپاره په بوديجى كښې ځانګړي غوټه جلاكړي. ښوونكي ژر تر ژر په دي ژبو كښې وروځي په پښتو او نورو ژبو كښې چى دلوست دپاره كوم نصاب جوړيږى هغه دي دهري ژبي ژب پوهان جوړكړي نه دولتي چارواكي په كاردي چى دلراوبر د كتابو نصاب يو وي او هره هغه څه ولوستونكو ته وړاندي كړى چى په هغه كښې ددوي دود كلتور تاريخ ثقافت ورته وړاندي شې نه داچى غير ضروري توكي په سائنس او ټيكنالوجى ته زياته ځائى وركولي شې داسلام رښتنى لاري په دهغه كتابو كښې وړاندي شې نه داچى اسلام په فرقو وويشل شې د اسلام د سولي بشر دوستي او پرمختيا رښتني بڼه ولوستونكو ته وړاندي كړي نه داچى اسلام داسي وړاندي شې چى هغه د ځانګړو ګټو دپاره وي. خو دا هغه وخت كيدي شې چى سياست مداران دولس سره كړي ژمني ودريږي ليكوالان ژب پوهان او نور رڼ انده تاريخ پوهان سائنس پوهان لاس سره يوكړي او دحكومت څخه خپل دهغه بشري حق راوړي الته به موږ وكولي شوچى د خپل قام د خپلو ژبى دخپل دود سره روانه دا بيګانګى دهميش دپاره ختم كړو. (پائى) - بېرته شاته