(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي سرود ولې و نه غږول شو؟

په نره مې قانون مات کړ! (اخبر) څو ورځې وړاندې په چین کې د آسیایي لوبو په بهیر کې د ملي سرود پر ځای بله سندره وغږول شوه، د دغې ملي ضد کړنې په وړاندې ځینو رسنیو او شخصیتونو خپل غبرګونونه ښکاره کړل، خو تر اوسه کومې قانوني مرجع په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې. خو په ډېرې سپین سترګی سره د ملي المپیک کمیټې مشر جنرال ظاهر اخبر د بي بي سي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی د لوبو په پیل د بیرقونو په وخت یې ملي سرود وغږو، خو کله چې لوبډله تېرېدله په هغه وخت کې موږ دغه سندرې وغږوله. دی وايي دا زموږ کار دی او موږ له مخه همداسې هوډ کړی و چې په دې پړاو کې به ملي سرود نه، دغه بله سندره غږوو. په داسې حال کې چې نورو هېوادونو په دواړو پړاونو کې ملي سرود وغږولو اما زموږ هېواد یوه سندره د ملي سرود په ځای د لوبغاړو د تېرېدو په حال کې وغږولو. ملي سرود ولې و نه غږول شو؟ دا چې په چین کې د افغانستان سفارت او د ملي المپیک کمیټې چارواکي د پښتو ژبې سره پلارنۍ دښمني لري، نو ځکه یې د ملي سرود غږول په دغه شان یوه پرتمینه غونډه کې ونشوی زغملای او په ځای یې بله سندره وغږوله. دوی خپله په دې اقرار کوي چې دغه کار دوی قصداْ کړی. دا یوازې د چین د لوبو مسئله نه ده له دې مخکې هم د افغان او د افغانانو د یووالي ضد څېرو د هېواد د ننه او بهر په ملي مسایلو ریشخند وهلی او د هغې پر ځای یې نور خپل سلیقوي بديلونه راوستلي. همدا شان د المپیک په ملي کمیټه کې هم دا لومړنۍ پېښه نه ده چې د ملي مسایل په ضد شوې، له دې مخکې هم ډېر داسې کارونه شوي چې ملي یووالي ته یې د پام وړ زیانونه اړولي. لکه د لوبغاړو په ټاکنه، نړیوالو لوبو ته د لوبغاړو استول، د بریالیو لوبغاړو نه لمانځنه لکه د کریکټ ملي ټیم او داسې نور... ولې د دغه شان ملي کړنو او قانون ماتولو په وړاندې عملي غبرګون نه اخیستل کېږي؟ د افغانستان اساسي قانون چې لویې جرګې تصویب کړی په څرګنده توګه بیانوي چې د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي او ملي سرود به په پښتو ژبه وي. چې په جزئیاتو کې یې نور مسایل هم راځي او زموږ اوسنی ملي سرود ټول هغه کوایف او محدودیتونه چې قانون ورته وضعه کړي هغه لري. لکه د قومونو نومونه، د الله اکبر لرل او دغه شان نور... نو اوسنی ملي سرود د اساسي قانون د ټولو موادو په پام کې نیولو سره جوړ شوی او د ولسمشر له خوا توشیح شوی سرود دی. چې باید په ملي او نړیوالو غونډو کې د افغانستان د هویت ښکارندويي وکړي. خو د بده مرغه د افغان ضد کړۍ دغه ټول قوانین او اصول له پام غورځوي او د هغې پر ضد خپل اقدامات کوي. همدا شان په قانون کې یاده شوې چې په افغانستان کې ټول قومونه مېشت دي، دوی د عدالت له مخې ټول د یو شان حقوقو څخه برخمن دي او د قانون د مخه زموږ مقدس دین اسلام هم په صریحه توګه یادونه کړې چې موږ تاسې په قبیلو او قومونو ووېشلی ستا تر منځ هغه خدای ته نژدې دی چې تقوا ولري. نو د مبارک آیت له مخې د وګړو تر منځ د لویوالي او غوره والي هیڅ بل معیار پرته له تقوا نشته. چې موږ په خپلو ورځنیو چارواکو د تقوا تر څنګ وړتیا په مسلکي مسایلو کې ورزیاتوی شو، بلکې دا زیاتونه نه ده د آیت د تفسیر یوه برخه ده. خو د بده مرغه د ملي المپیک کمیټې نه یوازې دا چې د افغانستان اساسي قانون ته ژمن نه دي پاتې شوي بلکې د اسلام له اصولو یې هم مخ اړولی. ډېر لیدل شوي چې د قومي او شخصي اړیکو پر بنسټ بهرنیو لوبو ته داسې کسان لېږل شوي چې وړتیا یې نه درلوده، بیا یې له هغه ځایه تښته کړې او هڅه یې کړ چې په کوربه یا د هغې په ګاونډي هېواد کې استوګن شي. همدا شان یې په هڅونو کې؛ ډېر داسې کسان وو چې د نړۍ په کچه یې ښې لاسته راوړنې درلودې، د هغوی لمانځنه ونشوه خو یو بل څوک چې ډېره یوه عادي لوبه یې ګټلې وي اما د المپیک د چارواکو سره قومي یا شخصي اړيکې ولري نو هغه په ډېره لوړه کچه لمانځل کېږي. دا ټول هغه بهیر دی چې د بهرنیانو له خوا یې ملاتړ کېږي تر څو د افغانانو تر منځ د یووالي ټغر ټول شي. په تاریخ کې د افغانانو بریاوې له یووالي سرچینه اخلي، خو اوس بهرنیان غواړي افغان ولس ته ماته کړي، د ماتې یوه لاره یې دا ده چې د وروڼو قومونو تر منځ د خپلو ګوډاګیانو له لارې درز او واټن رامنځ ته کړي. که چېرې داسې نه وای نو دغه د بهرنیانو لاس پوڅی حکومت چې ډېری برخه یې پښتانه جوړوي او ان مشر یې هم ځان پښتون ګڼې، د دغه شان ملي ضد چې لوی زیان یې پښتون قوم ته رسېږي مخه به یې نیولې وی او اړوند چارواکي به یې د محاکمې میز ته راکش کړې وی، په دې سره به زموږ د وروڼو قومونو ورورولي لکه د پخوا په شانې پاتې وی او هیڅ بهرني او کورني ځواک به بیا جرئت نه وی کړی چې دغه شان ملي ضد کړنې ترسره کړي. تر اوسه حکومت د ملي ضد فعالیتونو په وړاندې څه کړي؟ حکومت او هغوی ته اړوندو چارواکو یې تود هر کلی کړی او هر څوک چې په دغه تور تورن شوي، هغوی نور امتیازات هم ترلاسه کړي او لوړ موقف ته یې ترقي کړې ده. ډېرې داسې بیلګې شته چې ځینې کسان په قومي ډل وژنو او ملي ضد کړنو تورن دي او همدا شېبه یې هم دغه کړنې روانې دي خو حکومت نه یوازې دا چې هغوی یې له دندې نه دي ګوښه کړي بلکې د هغوی په خوښه یې هغوی ته ښه ټیمونه هم ورجوړ کړي چې په دغه پروسه کې نوره هم مرسته ورسره وکړي. په دې مانا چې د هغوی د کړنو لپاره یې زمینه مساعده کړې. د هېواد شمالي ولایتونه یې یوه ښه بیلګه ده. کله چې کوم زړه سواندي افغان د دغه شان کړنو په وړاندې غبرګون نه بلکې خپل مسؤلیت یې په ځای کړی نو د ټولو دخیلو ارګانونو له خوا تقبیح او مجازات شوی دی. تاسو ته به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کیسه دریاده وي چې خرم صاحب د اساسي قانون د پلي کولو په تور د ولسي جرګي له خوا صلب اعتماد شو. او دا چې حکومت څه ورسره وکړل هغه خو تاسې ګورئ. دلته مایوازې څو بیلګې راوړې خو تاسو باور وکړئ چې د افغانستان د ملي ضد څېرو کړنې له هغه څه ډېرې زیاتې دي کوم چې موږ فکر کړو. موږ افغانان په ځانګړې توګه پښتانه بیا تر اوسه هم په خپلو کې سره نښتي یو. څوک خلقی، څوک حزبی او څوک هم افغان ملتی شمېرو او دغه شان یو د بل سر خورو. که داسې نه وی همدغه یاد شوي دری تنظیمونه چې خلک یې په پښتونتوب تورنوي، یو ځل به یې د دغه شان کړنو په وړاندې یو غبرګون ښکاره کړی وو. یو مطبوعاتي کنفرانس یا اعلامیه خو به یې خپره کړې وه. خو غړي یې دا فکر کوي چې زموږ ګوند ګواکې د ټولو پښتنو او اسلام علمبردار دی او هغه بل ګوند نه دی نو ځکه یې غړي هم زموږ سره توپیر لري او په ډېره ټیټه کچه ملي مسایلو ته ګوري. څه باید وشي؟ په ځانګړې توګه د چین د پېښې په اړه باید د سفارت او المپیک چارواکي د محاکمې میز ته راکش شي. څوک به دا کار کوي؟ آیا حکومت دغه کوي؟ هیڅکله هم نه. نو ولس باید د خپلو غبرګونونو له لارې په حکومت، ملي شورا، قضائیه ارګانونو او ملګرو ملتونو فشار راوړي چې دغه کسان محاکمې ته راویستل شي. ولس کولای شي د رسنیو، لاریونونو او ډلګیو له لارې خپل دغه آواز د فشار لپاره ټولو اړوندو مراجعو ته ورسوي. د اسلام-افغان او پښتو ټیکه داران دې دا خپل مسؤلیت وګڼي او په دې اړه دې ژرترژره په خپلو غبرګونونو پیل وکړي. دا کومه تېروتنه نه ده، بلکې د ملي المپیک د کمیټې مشر وايي دغه کار یې قصدي کړی نو بیا چپ پاتې کېدل څه ته؟ په ټولیزه توګه د ولسي فشار له لارې باید د حکومت چارواکي فلتر شي، هغه کسان چې په تعصب او قومي چلند تورن دي هغه باید له دندې ګوښه شي، که هغه په هر قوم پورې تړلې وي، بیا هم د افغاني هویت ضد کسان دي او ژر تر ژره یې باید کړنې په ټپه ودرېږي. دا هیڅکله هم په دې مانا نه ده چې حکومتي چارواکي دې ټول پښتانه شي، داسې پښتانه هم شته بلکې ډېر شته، چې د ملي کړنو ضد دي هغوی دې هم له دندې لرې شي او داسې د نورو قومونو مخور او پوه کسان شته چې ښه کار د وطن لپاره کولای شي هغوی باید را وړاندې شي. هیله ده چې زموږ افغانانو یووالی به د بهرنیو او کورنیو دښمنانو دغه شان توطئې او خوبونه چې غواړي افغانستان تجزیه او وروڼه قومونه سره په نښته کې کړي، له منځه یوسي او د یو آباد او سرلوړي، متعهد افغانستان په جوړېدو کې به مرسته وکړي. په درنښت لمر افغان - بېرته شاته