(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنوداصل ونسل په باب دمخزن ...

لر او بر: دا لیکنه ماهغه وخت کړې وه چي غوښتل مي "پښتني قبیلې او روایتي شجرې" کتاب دوهم وارچاپ کړم . ددغه اثرددوهم چاپ اراده مي تراوسه عملي سوې نه ده. څوورځي وړاندي چي مي پر دغه موضوع باندي دښاغلي جهاني صاحب مستدله لیکنه په پښتوویبپاڼوکي ولوستله نوله دوی سره مي ترتیلفوني خبرو وروسته داغوره وگڼله چي زمالیکنه هم دلوستونکودلاروښانتیاپه نیامت خپره سي . زمااودښاغلي جهاني صاحب دڅېړني استقامتونه سره بېل دي خودیوه هدف لوري ته غځېدلي دي . (هوتک) ------------ دپښتنوداصل ونسل په باب دمخزن افغاني روایتوته دتورات په روڼاکي یوه کتنه ليک : محمدمعصوم هوتک خواجه نعمت الله هروي په مخزن افغاني کي دپښتنوداصل ونسب په باب یوروایت داسي راوړی دئ : پښتانه بني اسرائیل دي اوپه بني اسرائیلوکي دساول (طالوت) له نسله گڼل سوي دي . ساول دحضرت یعقوب (ع) په دوولسوزامنوکي دابن یمین (بنیامین) له اولادې څخه و . وایي ساول دحضرت اسماعیل (ع) په زمانه کي دبني اسرائیلوپاچاوو. دوه زامن ئې ول چي ارمیا او برخیا نومېدل . دساول لوردحضرت داود(ع) مېرمن وه . برخیادحضرت داود(ع) وزیراوارمیائې سپه سالاروو. دارمیازوی افغنه (افغانا) نومېدئ چي دحضرت سلیمان (ع) سپه سالاروو اودبرخیازوی آصف نومېدئ چي دوزارت منصب ئې درلود. افغنه ته خدای څلوېښت زامن ورکړل اوآصف ته اتلس . دحضرت سلیمان (ع) دوفات پروخت ددې دوووروڼو(افغنه اوآصف) له اولاده دومره پیاوړې قبیله جوړه سوه چي په ټولوبني اسرائیلوکي ئې ساری نه وو. وایي چي بني اسرائیلودحضرت سلیمان (ع) تروفات وروسته دخدای نافرمانۍ ته ملاوتړله . خدای دبابل پاچابخت نصرپرمسلط کړاودبني اسرائیلوځیني قبیلې حجازته اوځیني غورته مهاجري سولې . حجازته دمهاجروبني اسرائیلووروستی مشرخالدبن ولیددئ چي دځینوپښتنو مورنی نیکه بلل سوی دئ اودغوردبني اسرائیلومتاخرسړی قیس وو چي پښتانه ددغه قیس ددروزامنو(سړه بن،بیټ اوغرغښت) اولاده ده . داروایت مادخپل کتاب " پښتني قبیلې اوروایتي شجرې" په نونسم مخ کي راوړی دئ . داروایت ډېروکورنیواوبهرنیوپوهانوته دمنلووړنه دئ ایسېدلی اومائې تفصیلي څېړنه دخپل کتاب "پښتني قبیلې اوروایتي شجرې" په دوهم څپرکي کي کړی دئ. په پښتنومحققینوکي علامه عبدالحي حبیبي مرحوم له نن څخه اووه څلوېښت کاله وړاندي دپښتنود جد امجد په توگه دقیس عبدالرشیدروایت له ځانه جوړه سوې افسانه بللې ده (وگ : دپښتوادبیاتوتاریخ ــ دوهم ټوک ــ ۱۰۳مخ). سیدبهادرشاه ظفر کاکا خېل دخپل کتاب "پښتانه دتاریخ په رڼاکښې" دروڅلوېښت مخه ددغي نظریې بیان او نقدته ورایستلي دي اوله هغوڅخه ئې داسي نتیجه راایستلې ده : " الغرض چه دپښتون دقامي خصوصیاتواودنسلي افتخاردجذبې په رڼاکښې په دې نظریه غوراوکړی شي نوداسي معلومیږي چه ددې هره کړئ دپښتون دحالاتوسره مطابق اوپه ډېرغوراوفکروضع شوې وه ... لیکن په موجوده شکل کښې ددې نظرئې هره کړئ چونکه نه خود عبراني تاریخ نه اونه داسلامي تاریخ له خوامرسته مومي ــ نوبناپه دې په موجوده شکل کښې داډېره کمزورې ده .... " (وگ : پښتانه دتاریخ په رڼاکښې ۶۱ ــ ۶۲مخونه) دتورات په باب زماڅېړني : دمخزن افغاني دتېر روایت په باب مادبایبل انگرېزي متن وکوت . دغه متن (A New Translation of THE BIBLE)نومیږي چي د (James Moffatt) په زیارخپور سوی دئ. جېمز موفاټ (۱۸۷۰ ــ ۱۹۴۴ع)دگلاسکوپوهنتون له فارغانوڅخه دئ . ده په ۱۹۱۱ع کال کي دعهدجدید(New Tesaments) مواد، دده په نظرپرتاریخي نظم باندي سره واوډل اودغه متن ئې ،چي اوس زمامخ ته پروت دئ، په ۱۹۲۶ع کال کي بشپړکړی دئ اوزه ئې دهمدې لیکني پروخت د۱۹۳۵ع کال چاپ څخه استفاده کوم . دموفاټ هدف داووچي دبایبل متن په ډېره ساده انگرېزي ژبه برابرکاندي . دده په لاس دغه برابرسوی متن په رشتیاسره هم په ډېره ساده انگرېزي ژبه ژباړل سوی دئ . ده دبایبل فصلونه هم سره لاندي باندي کړي دي چي داکارئې دډېروپوهانوداعتراض سبب گرځېدلی خوله دې اعتراضوسره سره دده ژباړي، دچاخبره"عامه قبول" گټلی دئ. دبایبل له مطالعې څخه ماته ځیني مسایل روښانه سول چي هغه به له درنولوستونکوسره شریک کړم.خومخکي له دې چي اصل موضوع ته ورننوزم ، دتورات په باب به هم څه ناڅه وږغېږم . ــ تورات تورات هغه کتاب ووچي دخدای له خواپرموسی (ع) باندي نازل سوی وو. دغه کتاب اوس دیهودومذهبي کتاب دئ چي دبایبل په سرکي د(Old Testament) په نامه راغلی دئ اوپه فارسي اواردوترجموکي ئې د(عهدعتیق) په نامه بللی دئ په اولډ ټیسټمنټ کي پنځه کتابه (Genesis, Exodus, Leviticus, Numbers, Deuteronomy) شامل دي اوله همدې خاطره ورته کله خمسه موسی یا"اسفار پنجگانه" یا(Pentateuch) هم وایي."اسفار" د"سِفر" جمع ده او سِفرد(کتاب،لیک) معنالري (وگ : غیاث). ددغوپنځوکتابوپه لومړي کتاب (Genesis) کي دکایناتودپیدایښت (تکوین) بیان راغلی دئ اوپه مصرکي دعبرانیانوترځای پرځای کېدوپوري حالات بیانوي . په دوهم کتاب (Exodus) کي دجلاوطنۍ بیان راغلی دئ ، په دریم کتاب (Leviticus) کي مذهبي احکام بیان سوي دي اودطهارت، اخلاق،مقدسوورځوپه باب دیهودانوزیاتره قوانین له همدې کتابه اخیستل سوي دي،په څلرم کتاب (Numbers) کي په دښتوکي دبني اسرائیلوداته دېرش کلني سرگردانۍ بیان راغلی دئ او پنځم کتاب (Deuteronomy) ته "تثنیه" یادیادسووکتابوبشپړوونکی ویل سوی دئ (وگ : لغتنامه دهخدا). په قرآن کریم کي دتورات یادونه اتلس ځایه سوې ده.په سوره آل عمران کي شپږځایه، په سوره المائده کي اووه ځایه، په سوره الاعراف کي یوځای، په سوره التوبه کي یوځای، په سوره الفتح کي یوځای،په سوره الصف کي یوځای، اوپه سوره الجمعه کي یوځای. ( وگ : المعجم المفهرس لالفاظ القرآن الکریم ــ انتشارات بیدارــ قم ــ ۱۳۶۶هـ ش) تورات ته په انگرېزي منابعوکي (Torah) وایي چي د(قانون) معنا لري . د(Torah) کلمه ماپه بایبل کي نه ده په سترگه سوې خود(Pentateuch) لغت دهغوکلماتوپه لیست کي ثبت دئ چي په بایبل انسایکلوپیډیاکي د(Complete Bible word list) په نامه ضبط دئ . دغه متن چي اوس دبایبل (انجیل) په سرکي راغلی دئ له هغي یونانۍ نسخې څخه رانقل سوی دئ چي ویل کیږي ددوهمي او دریمي عیسوي پېړۍ په اوږدوکي منځ ته راغلی دئ . ( وگ : " The Bible,A New Translation" د " James Moffatt" په قلم ــ دسریزي ــ xvi مخ) په پښتوآثاروکي دتورات نوم واردواره داخونددروېزه ننگرهاري په مخزن الاسلام کي راغلی دئ اوپه پښتوژبه ئې لومړۍ ترجمه دویلیام کېري په قلم سوې اوپه ۱۸۲۴ع کال په کلکته کي چاپ سوې ده(وگ:په هندکې دپښتوژبې اوادبیاتودایجاداوودې پړاوونه ــ ۴۷۴مخ). دتورات داوسني متن په باب ځیني منقدین داسي نظرلري چي دامتن دیوڅولیکوالوپه قلم لیکل سوی دئ اوهغه متن نه دئ چي حق تعالی پرموسی (ع) باندي نازل کړی دئ. دتورات برخیادمخزن افغاني له برخیاووسره سرنه خوري : دمخزن افغاني دروایت له مخي برخیادساول (طالوت) زوی وو. زماد مطالعې له مخي په تورات (Old Testament) کي دبرکیا (Berechiah)په نامه څلورتنه سته . په دې ډول : ۱ــ دغه برکیانومی دزیروبابیل (Zerubbabel) زوی واودجودا (Judah) په شاهي کورنۍ پوري ئې اړه درلوده . ددغه برکیایادونه دعهدعتیق(Old Testament) په دیارلسم کتاب 1 Chronicles ــ دریم باب شلم آیت کي راغلې ده . مادلته دباب اوآیت اصطلاحات د ظفرکاکاخېل په پیروۍ راوړي دي خونه پوهېږم چي دقیق به وي که یا؟ (وګ : انگرېزي بایبل دجېمزموفټ (James Moffat)ترجمه ــ ۴۵۶مخ ) ۲ــ ددغه برکیانوم په هغواووتنومشراانوکي راغلی دئ چي په عهدعتیق کي د(Ephraimite Chieftains) په نامه راښوول سوي دي . ددغه برکیادپلارنوم (Meshillemoth) واویادونه ئې دعهدعتیق په څورلسم کتاب اته ویشتم باب او۱۲ آیت کي راغلې ده . (وګ : انگرېزي بایبل ــ ۵۱۵مخ) دمیشلموت په نامه په تورات کي دوه تنه سته چي یوئې همدادبرخیانومي پلاروو اوبل ئې یومذهبي مشرملاوو چي پلارئې اِمر(immer) نومېدئ (وگ : ۱۳ : ۱۱ ــ Nehemiah). د(اِمِر) په نامه هم څوتنه په تورات کي سته . ۳ــ وایي دزکریا(ع) دپلارنوم هم برکیاو. په انګرېزي بایبل ــ ۵۳۴مخ او۵۳۵ مخونوکي (د Ezra کتاب پنځم باب اول آیت اوشپږم باب ۱۴ آیت)دزکریا(ع) دپلارنوم (Iddo) راوړی دئ . محققین په دې عقیده دي چي (Iddo)دزکریا دنیکه نوم و. دزکریا(ع) دژوندزمانه ترمیلادپنځه سوه شل کاله وړاندي گڼل سوې ده اودپارس دواکمن داریوش دواکمنۍ له وخت سره سمون خوري (وګ : بایبل انسایکلوپیډیا د ـ Zechariah ـ بحث) ۴ــ څلرم برکیانو د(Shimea) زوی اودآصف (Asaph) پلارو. دده یادونه دانگرېزي بایبل په ۴۵۹ او۴۷۰ مخونوکي راغلې ده . ( وګ : ـ1 Chronicles ـ شپږم باب ۳۹ آیت اوپنځلسم باب ۱۷ آیت ) . داسړی دمخزن افغاني له روایتي برخیاسره یوڅه ورته والی لري اوپه دې سبب زه یوڅه زیات پرږغېږم . په مخزن افغاني کي چي برکیادآصف دپلارپه توگه راپېژندل سوی دئ، دساول (طالوت)په زامنوکي بلل سوی دئ . په داسي حال کي چي دتورات په روایت دغه برکیا د(Shimea) زوی و. دانگرېزي تلفظ اوعربی وعبراني تلفظونو توپیرونه زیات دي . د(Shimea)په نامه په عهدعتیق کي څلورتنه پېژنو چي عبارت دي له : ۱ــ دداود(ع) یوزوی چي یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۴۵۶مخ کي سوې ده (ـ 1 Chronicles ـ دریم باب پنځم آیت) ۲ــ د(Levite)له قبیلې څخه د(Merari) دکورنۍ چي یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۴۵۹ مخ کي سوې ده ( ـ 1 Chronicles ـ شپږم باب دېرشم آیت) ۳ــ دهمدې قبیلې د(Gershon) کورنۍ څخه و. یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۴۵۹ مخ کي سوې ده .( ـ 1 Chronicles ـ شپږم باب نهه دېرشم آیت) ۴ــ دداود(ع) یوورور و چي یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۳۲۵مخ کي سوې ده .( ـ 1 Samuelـ شپاړسم باب نهم آیت). ددغه نوم انگرېزي ثبت د(Shammah) په شکل دئ . په دې کي دوهم اودریم نمبرشخص په لېوي (Levi) قبیله پوري اړه لري اوداقبیله دیعقوب (ع) اولاده ګڼل سوې ده . خوداچي (Shimea) دي دساول (طالوت)بل نوم وي،کوم څرگندروایت ماونه موند. په عهدعتیق کي دهمدغه برکیازوی آصف (Asaph) بلل سوی دئ . خو دا چي نوموړي دي دوزارت منصب درلود،کومه صریحه اشاره نسته . دتورات دروایتوله مخي آصف میوزیشن و ( وګ : دانگرېزي بایبل ۴۵۹ مخ او۴۷۰ مخ). عبرانیانو(The Hebrews) له موزیک سره ډېره جوړه وه . دتورات له متن څخه داسي ښکاري چي دسامویل،داوداو سلیمان وختونه د موسیقۍ دزیات رواج زمانه وه . په دغه زمانه کي موسیقي په معبدونو کي په منظمه توگه تدریسېدله اودمسلکي سندرغاړویوه ډله هم په همدې زمانه کي منځ ته راغله . داود(ع) پخپله دښکلي آوازڅښتن و. پرده باندي نازل سوی کتاب زبورنومېږي چي په انگرېزي ئې (Psalms) بولي . (Psalms) دعهد عتیق (Old Testaments) نونسم کتاب دئ چي ټول یوسلوپنځوس سرودونه پکښې دي . دغوسرودونوته په عربي ژبه کي "مزامیر" وایي چي مفردشکل ئې "مزمار" یا "مزمور" دئ . مزمارپه لغت کي نل ، سورنا اوټولوهغولرگینوآلوته وایي چي په خوله وهل کېږي . دمزماربله معنا "دوعا" ده او"مزامیر" ددوعاووپه معناد"زبور" بل نوم دئ . شیخ سعدي (رح) فرمایلي دي : آتشی ازسوزعشق دردل داودبود تابه فلک میرود بانگ مزامیراو یا: همه گویندوسخن گفتن سعدی دگراست هــــــــــــــــــــمه دانندمزامیرنه همچون داود دشیخ سعدی اشاره هغه روایت ته ده چي موږئې په لغتنامه دهخداکي دمجمل التواریخ والقصص په حواله داسي لولو: داود(ع) چي به زبور پخپل خواږه آوازباندي لووست ،دهوا مرغانو به دده دښکلي آواز په خاطرپه هواکي سیلونه وتړل اوپرڅرخېدل به . په همدې لغتنامه کي دحمدالله مستوفي له خولې ویل سوي دي چي داود(ع) دانسانانوپه توکم کي ترټولوښه آوازلرونکی سړی و. چاچي به دده په آواززبور واورېد، نورنوځني تېرېدلای نسوای اوهرومروبه ورته درېدئ .په فارسي ادبیاتوکي د"نغمه داودی"،"الحان داودی" پر عبارتوباندي ډېرپېښېږو. په مخزن افغاني آصف دبرخیازوی اودساول لمسی بلل سوی دئ .په تېربحث کي خوخبره په اصل کي دبرکیادزوی آصف په باب وه اوبیرته به هماغي موضوع ته راغبرگ سم . دآصف (Asaph) نوم په عهدعتیق کي درې پلاراغلی دئ : ۱ــ داآصف د(Levite)قبیلې ته منسوب دئ اودداودددربارد سندر غاړوله ډلي (Choir) څخه و. دده یادونه دانگرېزي بایبل په ۴۵۹، ۶۳۶، ۶۵۱، ۶۵۹ مخونواونوروځایونو کي راغلې ده . ( وګ : ـ 1 Chroniclesـ شپږم باب ۳۹ آیت اودغه راز پنځوسم ، درواویایم اودرواتیایم اونورمزمارونه" Psalm" ) دآصف نامه ته منسوب مزمارونوئې آصفي سرودونه (Asaphite Songs) بللي دي . آصف او داود(ع) دواړه دموسیقۍ دمخکښانو(seer) په توگه معرفي سوي دي ( وګ : دانگرېزي بایبل ۵۱۸ مخ ــ 1 Chroniclesــ نهه ویشتم باب دېرشم آیت) ددغه آصف دزامنویادونه په انگرېزي بایبل ۴۸۰ ، ۵۰۶ ، ۵۳۱ مخونو کي سته (وګ : ـ 1 Chroniclesـ پنځه ویشتم باب اول آیت، ـ 2 Chroniclesـ شلم باب څورلسم آیت او ـEzra ـ دوهم باب یوڅلوېښتم آیت) خوویل کېږي چي دغه کسان دشاعرانواوسندرغاړویوه ډله وه چي آصف ئې دخپل استادپه توگه منلی و. ۲ ــ دوهم آصف نومی د(Hezekiah) په وخت کي دمحکمې دمشر( Recorder) اوپه بل روایت د(Chancellor) په توگه ثبت دئ . په انگرېزي بایبل ۴۴۳مخ کي ئې چانسلربللی دئ (وگ : ـ 2 Kings ـ اتلسم باب اتلسم اواووه دېرشم آیت). دی دغټي رتبې سړی ښکاري خوپه بایبل انسایکلوپیډیا اونورومنابعوکي نه دده دقبیلې یادونه سته اونه هم داخبره چي دی دبرکیازوی و. هیزیکیا(Hezekiah) د(Ahaz) زوی و چي دانگرېزي بایبل په ۴۴۳ مخ کي ئې یادونه سته . دده دپاچهۍ دوره له ۷۲۶ق م څخه تر۶۹۷ق م پوري ټوله نهه ویشت کاله ښوول سوې ده . ۳ــ دریم آصف نامی د"پاچاهي ځنگلونوساتونکی" واوویل کېږي چي (Nehemiah) دده له پاره له (Artaxerxes) څخه یو"لیک" اخیستی واوپه هغه کي له آصف څخه غوشتل سوي وه چي دیوروشلیم دمعبدله پاره الوارونه (تیران) ورکړي . دده یادونه دانگرېزي بایبل په ۵۴۳مخ کي سته . (وگ : ـ Nehemiah ـ دوهم باب اتم آیت). زماترمطالعې لاندي بایبل کي دځنگله پرځای د(پارک) کلمه راغلې ده . وایي په یوناني منابعوکي د(Artaxerxes) نوم دپارس دځینوپاچهانو له پاره استعمال سوی دئ . دبایبل په ـ Ezra ـ څلرم سورت اووم آیت او اووم سورت اول آیت کې یادوني سته . ددغوپاچهانوپه لړکي د داریوش (Darius) دلمسي یادونه هم سوې ده . (Nehemiah) د(Artaxerxes) په وختوکي دشاهي ماڼۍ شربت دار (cup-bearer) و اوله پاچااونورومنسوبینوسره ئې ښې اړیکي درلودې. وایي دی دیوروشلیم په وران حالت ډېرخواشینی واوهمدې خاطره ئې له پاچاڅخه د(Judea) دگورنرۍ منصب وغوښت اوپاچاهم له مضبوطي بدرگې اوسپارښت لیکونوسره هغه ځای ته دگورنرپه توگه د۴۴۶ ق م په پسرلي کي واستاوه (وگ : بایبل انسایکلوپیډیا). دآصف په نامه لیک ،چي وړاندي مویادونه وکړه، په همدې سپارښت لیکونوکي و . ددې دروسروآصف ناموبیان دمخزن افغاني دروایتونوله منلوسره مرسته نه کوي . دتورات ارمیااودمخزن افغاني ارمیاهم نه سره وایي : په مخزن افغاني کي ارمیادساول (طالوت) زوی اوداود(ع) سپه سالاروو. دارمیاپه باب په همدې لیکدودپه عهدعتیق کي څه نه موندل کیږي . مجبوریو دې ته ورته نومونه وپلټو. ماته چي اوس دانگرېزي بایبل کومه نسخه پرته ده ( دجېمزموفټ)، په هغې کي دارمیاذکرنسته . ژبپوهانوته معلومه ده چي دعبراني ژبي(j) زیاتره په (ی) باندي اوړي . ځکه نومادبایبل انسایکلوپیډیاد(j) ردیف هم په دې نیت وکوت چي گوندي د(ارمیاــ یرمیا) نامه ته نزدې کوم نوم پیداکړم . هورې مي د (Jeremiah) په نامه ،چي یرمیاهم تلفظ کېدای سي،څوتنه وموندل او له بده مرغه یاله ښه مرغه یوئې هم دمخزن افغاني له ارمیا بن ساول سره سرنه خوري . په دغه نامه باندي دتورات په متن کي لس تنه راغلي دي : ۱ــ ډېرمشهورجرمیا(یرمیا) وچي نوم ئې دپیغمبرانوپه لیست کي سته . دعهدعتیق څلېرویشتم کتاب هم په دغه نامه نومول سوی دئ . ۲ــ دوهم یرمیا دبن یمین له خاندانه دئ . دی مچلوغزه ویشتونکی عسکراوله داود(ع) سره ملگری و. په انگرېزي بایبل ۴۶۷مخ کې یادونه سته (وگ : ـ 1 Chrinicles ـ دوولسم باب څلرم آیت ). ۳ــ دپنځم یرمیاپه نامه هم یادېږي . دگادیت (Gadite)له قبیلې څخه واودی هم دداود(ع) ملگری و. په بایبل (انگرېزي) کي دده یادونه په ۴۶۷مخ کي سته .( وگ : ــ 1 Chroniclesــ دوولسم باب لسم آیت) ۴ــ دی هم دگادیت قبیلې سړی و. په لسم یرمیاباندي یادسوی دئ . عسکرواوله داود(ع) سره ملگری . دنامه یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۴۶۷مخ کي سوې ده .( وگ : ـ 1 Chroniclesـ دوولسم باب دیارلسم آیت) ۵ــ دغه یرمیانومی د(Libnah) قبیلې ؟څخه و. لورئې (Hamutal) نومېده اوپه (Josiah) واده وه. زوی ئې (Jehoahaz) پاچاو. دنامه یادونه ئې دانگرېزي بایبل په ۴۴۹مخ کي سته . ( وگ : ـ 2 Kingsـ درویشتم باب یودېرشم آیت) ۶ــ دغه یرمیادیوې مشهوري قبیلې (Manasseh) مشرو. داقبیله د اردن په ختیځ کي میشته وه . ددغه یرمیانوم دبایبل (انگرېزي) په ۴۵۸مخ کي راغلی دئ . ( وگ : ـ 1 Chroniclesـ پنځم باب څلېرویشتم باب) ۷ــ د(Rechabite) قبیلې څخه و. زوی ئې (Jaazanieh) نومېدئ . نوم ئې په انگرېزي بایبل ۸۶۸مخ کي راغلی دئ . ( وگ : ـ Jeremiahـ پنځه دېرشم باب دریم آیت) ۸ــ یوملا(Priest) و . یادونه ئې په بایبل ۵۵۳ مخ کي راغلې ده . (وگ : ـ Nehemiahـ لسم باب دوهم آیت ) ۹ــ دی هم ملا(Priest) و.له (Zerubbable) سره (Judah) ته له تبعیده راستون سو. یادونه ئې دبایبل په ۵۵۶مخ کي سته ( وگ : ـ Nehemiahـ دوولسم باب دوولسم آیت) ۱۰ــ یومشروچي دیورشلیم ددېوال په اهداکولوکي ئې برخه درلوده . بیان ئې دانگرېزي بایبل په ۵۵۶ مخ کي سوی دئ . ( وگ : ـ Nehemiahـ دوولسم باب څلوردېرشم آیت). پر دې ټولولسوتنوباندي پریوه لاهم دمخزن افغاني دارمیاخیال نسي راتلای . هسي خوله لویه سره دساول په اولاده کي دارمیانوم نسته . دساول (طالوت) داولادې نومونه چي ماته په انگرېزي تلفظ اولیکدود را معلوم دي ، دادي : زامن : (Jonathan)، (Ishvi)، (Melchishua) لوڼي : (Merab) ، (Michal) خودتورات په (2 Samuel) کتاب یوویشتم باب اتم اونهم آیت کي د(Rizpah) دیوه زوی یادونه سوې ده چي بایبل انسایکلوپیډیا ئې دساول زوی بولي. داشخص (Armoni) نومېدئ . (وگ : دبایبل ۳۷۳،۳۷۴مخونه).وایي ارموني دداود(ع) له خوا (Gibeonites) ته وسپارل سواوهغو غرغړه کړ. ریزپه (Rizpah) د(Aiah) لوراودساول مینځه (Concubine) وه . دې د(Mephibosheth) په نامه بل زوی هم درلود. (وگ ـ2 Samuel ـ دریم باب اووم آیت، یوویشتم باب اتم ،لسم اویوولسم آیتونه) دارموني دغرغړه کېدو(په دارولو) کیسه داسي بیان سوې ده : دداود(ع) دپاچهۍ په نیمایي کي په یوروشلیم کي یوه غمناکه کاختي (Grievous Famine)راغله . دابخوله پرداود(ع) باندي دساول له سببه نازله سوې وه ځکه چي ده جیبیونایتان (Gibeonites) وژلي ول . جیبیونایتان د(Gibeon) ښاراوسېدونکوته ویل کېدل اووایي چي ټول غښتلي اومقتدرخلک ول . داود(ع) له جیبیونایتانوڅخه وپوښتل چي دوی په څه باندي غاړه باسي اوپخلاکیږي ؟ هغوی په جواب کي دساول داووزامنووژل وغوښتل اودواد(ع) دې غوښتني ته غاړه کښېښووله اود(Rizpah) دوه زامن اود(Merab) نومي ښځي پنځه زامن ئې وروسپارل . میراب (Merab) دادرییل (Adriel) له نسه څخه دساول مشره لوروه . په ځینوځایوکي ددغي ښځي نوم (Michal) ثبت سوی دئ . په دې زامنوکي ئې (Armoni) هم وروسپاره . جیبیونایتانودغه ټول ورسپارل سوي کسان په (Gibeah) غره کي غرغړه کړل . وایي چي دارموني مورریزپاه (Rizpah) پنځه میاشتي اوپه بل روایت شپږمیاشتي په دغه غره کي دخپلوزامنومړوته تیري کړلې چي پرې نږدي حیوانات اومرغان ددې داولادوغوښي وخوري . ددوی لاښونه وروسته دداود(ع) په امر ښخ سول . زما(هوتک) دڅېړني له مخي،جیبیاه (Gibeah)دیوروشلیم دشمال په درې میلۍ کي دیوه ځای نوم دئ چي اوس ئې تل الفول بولي . دارموني په نامه شخص که هماغه دمخزن افغاني ارمیاهم وي،نودده داولادخواصلاپه تورات کي څه ذکرنسته . زمادڅېړني له مخي په تورات کي دنارینه وونومونو شمېریوزرویوسل ویواتیا(۱۱۸۱)تنه دئ . د تورات په دغوټولویوزریوسل یواتیانارینه نوموکي دافغنه په نوم کوم څوک نسته . داووزمادهغي څېړني بیان چي په تورات کي مي کړې ده اودهغې له مخي ویلای سم چي دتورات په محتویاتوباندي دپښتنوداصل ونسب په باب دمخزن افغاني دروایت ملاتړنسي کېدلای اوڅوک ویلای سي چي ددې روایت ترتاریخي اړخ افسانوي خواډېره پیاوړې ده . ++++++++++++++++++++ زه دتورات دانگرېزي ترجمې دمطالعې پروخت داشخاصودنوموپه برخه کي له ستونزوسره مخامخ سوم اوهمدې مشکل په یوه لیست کي دبایبل دانگرېزي متن دنومودعربي معادل راوړلوته وهڅولم،چي د نوروڅېړنوله پاره به هم ښایي دلوستونکوپه دردوخوري. (Elisha) = الیاسا (Andrew) = اندراوس (Job) =ایوب (Benjamin) = بنیامین (David) = داود (Ephraim) = افرایم (Aaron) = هارون (Eve) = حوا (Abraham) = ابراهیم (Elijah)=الیاس (Jesus,Joshua) = عیسی (Issac) = اسحاق (Ishmael) = اسماعیل (Israel) = اسرائیل (Gabriel) = جبرئیل (Gad) = جد (Luke) = لوقا (Mary) = مریم (Matthew)= متی (متا) (Michael,Mojad) = میکائیل (Moses) = موسی (Noah) = نوح (Psalms) = المزامیر (Sarah,Sara) =سارا (Solomon) = سلیمان (Obadiah) = عبیدالله (Jacob,James) = یعقوب (John) = یحیی،یوحنا (Jonah) = یونس (Joseph) = یوسف (Zachary,Zechariah) = زکریا Source: larawbar.comرالیږونکی . پاڅون - بېرته شاته