(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نشریاتی ادارې او پښتو لیکوال

میډیا نن صبا د جنګی اسلحه ځائی نیولې دې..هر کله په جنګ کښې چه د جنګجو په لاس کښې اسلحه څومره مهینه ،روغه ،اسانه روانه او د اعتماد جوګه وی هومره ښه جنګ په کیږی. دغه شان په میډیاکښې چه ژبه څومره روغه ،پاکه، صفا روانه،.صحېح،اوفصیح وی نو داوریدونکی لیدونکی او لوستونکی توجه ځان طرف ته را کاږی. دوه درې کاله اګاهو کله چه تش په نوم د پښتو اولینئ چینل مینځ ته راغلو ،نو د هر پښتون وګړی په زړه او مخ د بی کچه خوشحالئ او سیالئ نخښې راښکاره شوې.هر چا ورته په روڼ تندی هرکلې اوئیل ،چه مونږ ایله اوس د سیالو قومونو سره سیال شو. خو د بده مرغه د هغه چینل دا شعوری کوشش وو چه پښتون قوم دسیلانو سره سیال نه کړی بلکه سیالئ نه راوغورځوی ، او زمونږ قومی غیرت ،ژبه،اخلاقیات او معاشرتی اقدار تباه کړی. که تاریخ وکتی شی نود پښتون قوم په مقابله کښې ډیر قومونه راوتل او ډیر زر د منځه لاړل.دمثال په توګه د مغلو تاریخ زمونږ د وړاندې دې. د مغل قوم چه هر کله خپله ژبه ،کلتور ،لباس او روایاتی قومی تشخص ختم شو ، نو په نورو قومونو کښې ضم شو.او ورک شو. په بر صغیر کښې که نن چرته خال خال د یو فرد په حیث په نورو قومونو کښې ضم شوې خوبه په نظر راځی ،ولی د قوم په حیث ئې نوم او نشان هم په خپل محکوم وطن پاتی نشو. حلانکه لږه موده وړاندې دغه خلق د بر صغیر حکمرانان وو. او یادګارونه او باقیات ئی له تر ننه د لاهور باد شاهی جومات ،بادشاهی قلعه ، شالیمار باغ ،د هند تاج محل ،د ډیلی لال بادشاهی مسجد د ډیلئ قلعه،د پښاور وزیر باغ او مهابت خان جماعت په شکل موجود دی. ولې بل اړخ ته پښتون من حیث قوم تر نن پورې ژوندې دې او په خپل چاپیریال کښې د اهمیت وړ ګنړلې شی. د دغه ژوندی پاتې کیدلو بنیادی وجه د پښتون قوم او وګړی خپل پښتنی مظبوط روایاتی اقدار دی. پښتون قوم په خپل قومی غیرت، پښتو، پښتونولئ ،ژبې او کلتور دومره شتمن او مئین دې چه د نورو قومونو کلتوری پنګې او طرز معاشرت ورته هډو څه د اهمیت وړ نه ښکاری. او نه ئی تر نن پورې په ځان کښې د څه بدلون فکر او سوچ کړې دې. دغه سیال فکر اومغرور طرز ژوندون د پښتون قوم نوم او حیثیت د پیاوړو او خود مختاره قومونو په صف کښې ممتاز مقام جوت ودرولی دې. او دغه مظبوط تړون د پښتون قوم د تل پاتی ژوندی پاتی کیدو سبب هم ګرځیدلې دې. د اغیارو دا کوشش دې چه د پښتون قوم نوی نسل سترګه په یو داسې ماحول کښې وغړیږی چرته چه هغه خپله ژبه،خپل کلتور،قدیم روایاتی معاشرتی اقدار د نورو اغیارو قومونو کلتورونو سره مکس ووینی، او خپل ملی غرور ترې هیر شی.په دغه لړ کښې پښتون دشمنه خلق د مختلفو وسیلو،طمعو او لالچ په شکل کښې زمونږ ملی اساسی طرز ژوندون بدلول غواړی. د کوم چینل خبره چه ما وکړه په هغه دهر چا نه اول ما تنقیدی مضمون لیکلې وو او په وحدت اخبار کښې شائع شوې وو. زما هغه پښتانه ملګری یا تش په نوم پښتانه زما نه ډیر خفه شوی وو. ما لیکلی وو چه دغه چینل ته د نوی کول بی روزګاره زلمی خوشحال دی چه په مفتو کښې ورته اکسپوژر میلاویږی، او د ښه مستقبل په لټون کښې د پښتنی چوکاټ نه په وتلو هم نه ایساریږی. ما دا هم لیکلی وو چه هغه کسان چه په کورونو او ذاتی محفلونو کښې په پښتو وئیلو ،پښتو پاللو شرمیږی خو چه د پښتو په سر د انعام او اکرام وخت راشی نو د هر چا نه وړاندی وائی چه زمونږ نه اوچت پښتانه لا نور هم څوک کیدې شی؟ حالانکه دغه پښتانه چه کله د قوم وړاندې د میډیا په شکل کښې سرګند شول ،نو هر چا ته معلوم شول چه دا څه قسم پښتانه دی ؟ځکه چه دغه طی روزګاره پریسنټرانوپه حقیقت کښې د اغیارو خوبونو ته د عملی شکل ورکولو پورا پورا ملاتړ وکړو. یوه میاشت مخکښې ما د شاهین مستانه په نوم یوبریښنا لیک د ډیوه راډیو امریکه غږ ته ولیږلو اومشوره مې ورکړه چه بائید په پښتو پوه خلق دغه نشریاتی ادارو ته وبلل شی.خو د بده مرغه هم د دغه اسلام ابادی تش په نوم پښتو نما ژبی چینل نه تښتیدونکی خلقو ته د سمې پښتو وئیلو لیکلو او تربیت یافته خلقو مخکښې راوستلو خواست ښه ون منلو. یو ځل بیا په اور بل شو او هغه الفاظ ئی په خپلو نشریاتو کښې استعمال کړل چه تش د حسد او سوزیدلو لوګی او لمبې ترې راوتلې.ما په هیڅ چرت خراب نه کړو ځکه چه د پردی وطن نشریاتی اداره به زما د ژبی او ادب فکر ولی کوی؟ زه فکر کوم چه د کوم خلق په پښتننو کښې راننوتلی دی؟ چه د پښتو او پښتون نوم خو په بد لږی، خو بیا هم د پښتو او پښتون په سر ډوډئی ماتوی. د ذاتی نوکرئی او فائدې د پاره د ملت او قومیت، ژبې او ثقافت نوغ ویسلتلو کښې هیڅ باک نه محسوسوی. زما د هغه بریښنا لیک په ځواب کښې مې نن دغه کالم تر نظره تیر شو .تاسو ئې هم ولولئ او ما هم په دغه تاثر دا څو کرخې ولیکلې. فیروز افریدې دوحه قطر ۲۰/۹/۲۰۰۷ د شپې یوه بجه Feroz Afridi Doha Qatar - بېرته شاته