(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دیرش کلنه جګړه کې د افغان ماشومانو حقوقي وضیعت

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ سریزه : د نړۍ په وروسته پاتي هیوادوکې او په تيره بيا په هغو ټولنو کې چې سياسي وسله وال کړکېچونه اوجګړې روانې دي د ماشوم حقوق تر پښو لاندې شوې او لاندې کيږي . په داسي حال کې چې ماشوم د خپل د زیږیدو له مهاله بیا ترماشومتوب د دورې تر تيرولو پورې په ټولنه کې ځينې خاص ځانګړي بڼستیزحقوق لري . دماشوم حقوقو ته بايد د کورنيو او اړوند دولتونو له خواپه ټولنه کې خاصه پاملرنه و شي . په دغو حقوقو کې دماشومانو ځاني ، روحي اودښوونې اوروزنې حقوق شامل دي، د مسوولو کسانو له خوا بايد د ښه والي او ودې لپاره شرایط برابره کړل شي . ماشومان زموږ د ټولنې یوه خورا حساسه او زیانمنیدونکې برخه ده . کورنې دي چې دسله وال کړکېچونو دروند بار په خپلو اوږو وړي .۹۰ په سلو کې د جګړې قربانیان ملکیان دي ، له دغې جملې څخه ۴۰ سلنې قربانیان ماشومان دي . ماشومان د جګړې اصلې بایلونکې دي .ماشومان نه یواځې له دې امله ځوریږي چې دوی دجګړې په حالت کې د ملکې وګړو یوه خوږمنه برخه ده، بلکې د نننیو جګړو په جوړښت او بهیر کې پر ماشومتوب باندې برید هم د جګړه مارو ډلو له خوا د جګړو په پلانونو کې پلانیږي . په وسلوالو کړکېچونوکې تل د ماشومانو په حقوقو باندې د انساني ،اسلامي ، او مدني معیارنو خلاف تیرې شوي دی . دا غیر انساني تیرې دماشوم په ژوند کې یو تور روحي داغ وي تر څوچې دی ژوندې وي . په توله نړۍ کې اټکل یو میلیارد کوچینیان په هغه هیوادو کې لویږي چې هغه کې وسله وال کړکېچونه روان دي . دا د نړۍ هر دویم ماشوم دی . په ټوله نړۍ کې د څلویښتو میلیونو څخه ډیر خلک او ماشومان دنورو هیوادو کدوالې ته مجبور شوي دي .د دوی له حقوقو څخه هلته هم سمه ساتنه نه کیږي .د دوی حقوق دجدي ګواښ سره مخامخ دي . زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې د دریو لسیزو را پدیخوا د انسان یا افغان وژني او وینی بهیدو بهیر په ډیر شدت سره روان دی . تر اوسه په زرګونه بیګناه ملکی افغانان،ماشومان،سپین ږیرې او ښځو په ګډون په دې نا پایه جګړه کې وژل شوي او وژل کیږي . د جګړې دواړې غاړې په دې روان جګړیزو بهیر کې د بیګناه ملکیانو په تیر ه بیا د ماشومانو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي . دنن ورځو جګړوپه پراخه کچه ماشومانوته جسمي ،روحي ،مادي او معنوي تاوانونه اړولې دي . موږ څنګه لارې چارې موندلې شو چې د جګړې په حالت کې د ماشومانو حقوق خوندې کړو . یونیسف د ملګروملتو م م یوه څانګه ده چې په وسله والو کړکېچونو کې د ماشونانو له حقوقو څخه غږ پورته کوي . د یونیسف یوه ستراتیجې دا هم ده چې د جګړو په حالت کې د ماشومانو د حقوقو ساتنه وکړي . دملګرو ملتو په یو منشور کې د ماشومانو په اړ ه چې د ټولې نړۍ له خوا منل شوي هم دی داسي راغلې دي، دټولنې مسوولیت په جګړه اوپه سوله کې دا دی چې لارې چارې ومومي تر څو د ماشومانو اړتیاوي پوره کړي او دحقوقو ساتنه وکړي او خوندې یې کړي . دغه چار کومه اسانه دنده هم نه ده او تل له خنډونو سره مل وي . ۱ . د ماشومانودحقوقو وډې تاریخ ته يوه لنډه کتنه له حقوقي اړخه لویدیځ کې د نونسمې پیرۍ تر پیله په کورنۍ چاپیریال کې ماشوم ته د کور یو حیوان په څیر کتل کیده. ماشوم د خپل پلار یو مطلق ملکیت وو.هیڅ ډول قانوني حقوق یې نه درلودل او د دولتونو له خوا پاملرنه ،ساتنه او پالنه یې هم نه کیده. کله چې په نونسمه پیړۍ کې ښوونځې جبري شو ل، دولتونه مجبور شول یتیموماشومانو لپاره د روزنتونوچارې په غاړه واخلې . اروپایې هیوادو ته دماشومانوناوړه حالات یو ټکان وو،دوی مجبوره شول د تنکې ځوانانو پالنې لپاره قوانین رامنځته کړي . په شلمه پیړۍ کې د ماشوم ټکې یو شي د ځان ساتنې لپاره ګڼل کیده ، دماشومانو حالت داسي وه چې دوی باید ځان د راتلونکې لپاره د یو بالغ انسان په څیر په خپله ورسوي . د دوهمي نړیوالې جګړې د پای څخه راورسته د ماشومتوب په اړه د نوې پوهی په رامنځته کیدو سره نوې لارې چارې خلاصي شوي .ماشومانو ته د نامکمل لویانوپه څیر نه کتل کیده، بلکې د یو انسان په څیر چې هغه د ژوندپه یو خاص او ارزښتمن پړو کې قرار لري کتل کیدل . ماشومان د خپلې ارادې او حقوقي معملاتو په سرته رسوولو کې محدود حقوق لري .دوی خاصي پالنې ته اړتیا لري ،له دې سره باید د دوی خپل شخصیت ته درناوې وشي او جدې وګنل شي . ماشومان دحقوقو خاوندان دي .دوی یواځې دلویانو د پریکړو او د مامعلاتو شیان نه دي . دا د حکومتونو دنده او مسوولیت دی چې ماشومانو ته انساني درنښت او د ښه ، سولیزه ژوندشرایط برابر کاندي . دماشومتوب په اړه دغې نوې تاریخي پوهی پر بنسټ په نړۍ کې سوکه سوکه دماشومانو لپاره نړیوال ستندردونه،معیارونه او د کوچینیانو دحقوقو کنوانسیونونه رامنڅته شول . د ماشوم د نړیوالې ورځ تاریخ د تیري پیړې له شلموکالونو څخه پیل کیږي .د اکوم اروپا یي لودیدځوال هیواد نه بلکې د ترکیې هیواد وو، چې په ۱۹۲۰ کال کې په نړۍ کې د لومړنۍ ځل لپاره د ماشوم ورځ ولمانځله . دیرش کله ورسته په ۱۹۵۴ د م م د ماشومانو نړیوال مرستندویه ورکشاب وړاندیز وکړو چې د نړۍ هر هیواد باید دماشوم نړیواله ورځ ولمانځې . دماشومانو د حقونونړیواله اعلامیه د ۱۹۵۳ کال د نوامبر په شلمه نېټه د نړیوالې ټولنې لخوا تصویب شوه . م م هر کال په رسمې توګه د ماشوم نړیواله ورځ د نوامبر په شلمه نېټه لمانځې . دا تاریخ د م م له خوا په ۱۹۵۹ کال کې د ماشومانو د حقوقو د بیان په اړه او په ۱۹۸۹ کال کې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون له خوا ټاکل شوي دی . دغه ورځ باید لویانو ته په یاد ورکړي چې ځان د ماشومانو دحقوقو او اړتیاو سره بلد کړي .د ماشومانو نړیواله ورځ د ماشومانو د ژوندانه حالت زموږ مخې ته ږدې .دغه ورځ د نړۍ پرټولو ولسونو غږ کوي چې د تاسو په هیواد کې د ماشومانو حقوق شته ؟ دماشوم حقوق څومره پلې شوي او څومره نه دی .دغه ورځ لمانځل دماشومانو حالت ته د ټولنې او دولت پام اړول و په مانا ده . د نړۍ هرهیواد لپاره دماشوم نړیواله ورځ لمانځل په دغه پاس یاد شوي تاریخ کې حتمې نه ده . ډیرهیوادونه ځان ته یوه د ماشوم نړیواله ورځ لري . اوس د نړۍ په ۱۹۲ هیوادو او ډیرو ملتونو کې په کال کې یو وار د ماشوم نړیواله ورځ لمانځل کیږي . په افغانستان کې د د ولت له خوا دغبرګولي په یولسمه نیټه د ماشومانو نړیواله ورځ لمانځل کیږي . که څه هم دماشوم نړیواله ورځ د یو شمیر نورو ورځو په څیر نمایشي بڼه لري خو د دغې ورځ لمانځل د ماشومانو په روحیه او روزني باندې ښه اغيز درلودلې او په دې توګه ماشوم په ټولنه کې ديو شخصيت احساس كولې شي . په ټولنه کې دماشوم دنړیوالې ورځې لمانځل دبشري حقوقو په اړه د سیاسي مبارزو یوه ورځ ګڼل کیږي . ۲ . د نړۍ د ماشومانو د حقوقي حالت د ماشوم حقوق د بشر حقوق دي او ټولوماشومانو ته یوشان دي ،دا مهمه نه ده چې د ماشوم پوستکې کوم رنګ لري ، په کومه ژبه باندې خبري کوي ،کوم مذهب او کولتور پورې اړه لري، موراو پلار یې بې وزلې او که شتمن دي .ماشوم معیوب ،معلول او که روغ رمټ دي . دنړۍ ټول ماشومان مساوي حقوق لري . په ګرده نړۍ کې تر دوه میلیاردو څخه ډیر ماشومان اوسیږي چې ډیر یې په درندو کارونو بوخت دي د زده کړو څخه محرمه دي ،د روغتیایي اسانتیاوو نشتوالې ،د خوارځواکې ،تشدداو ناوړو استفادو سره مخامخ دي . موږ اوس د نړۍ په سولیزه پیر کې ژوند نه کوو،د ځمکې پر مخ اټکل ۵۰ کړکېچنې سیمې شتون لري چې په هغه کې خلک له یوبل سره وسله واله مبارزه کوي . دجګړو ډیره برخه په افریقا،اسیا او سویلې امریکا کې تر سره کیږي .ان داروپا په بالقان او پخوانې شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې وسله وال کړکېچونه شته دي . د جګړو اکثره قربانیان ملکیان دي .ماشومان په جګړو کې بالکل بې ګناه انسانان دي . په جګړو کې کوچینیان سره له دې د نورو خاصو ګواښونو سره مخامخ دي . دیرش میلیونه ماشومان په جګړیزو سیموکې ژوند کوي . دوه میلیونه ماشومان په دا ورستې یوه لسیزه کې وژل شوي اوشپږ میلیونه ماشومان ډیرسخت تپې شوي دي ، بې شماره ماشومان خپل ټول عمر د جګړو په ناوړه روحې اغیزوا و خاطرو کې ،په روحې ویره کې ژوندکوي . دوی د جګړو څخه زړوبوګنوونکې تجربې او خاطرې لري . ماشومان د جګړو پرمهال د جګړه یزو عملیاتو او بې رحمه بمباریو له ګواښ سره هم مخامخ دي . ډیري ماشومان په جګړو کې وژل شوي یا سخت تپې شوي دي او د ډیرو کوچینیانو مور او پلار او د کورنې نور غړیې وژل شوي دي . دنویو اټکلونو پر بنسټ تر ۱۵۰ میلیونه انجونې او تنکې ځوانان د ۵ څخه تر ۱۴ کالونو درانده کارونه کوي . په ۱۹۸۹ کال دنوامبر په شلمه نېټه ملګروملتو په یوه عمومي غونډه کې د ماشومانو حقوق په یوه کنوانسیون کې سره راغوند کړو. دغه کنوانسیون دولتونه مجبور کړل چې په خپلو ملي قوانینو کې د ماشومانو نړیوال منلې شوي قوانینو او حقوقو ته دروناوې وکړي . د م م له خوا دماشومانو د حقوقو ا کنوانسیون چې ۵۴ مادې لري ،د نړۍ ۱۹۲ هیوادو لپاره اټکل دوه میلیارده ماشومان په کې اوسیږي تصویب شوي . دما شوم د حقوقو کنوانسیون په خپلو ۵۴ مادو کې هڅه کړي چې د ماشوم د سیاسي مدني حقوق ،کولتور ي، اقتصادي،ټولنیزه حقوق په یوه نړیوال تړون کې سره تنظیم کړي . د ماشومانوسره مرسته او ساتنه له یوې خوا له بلې خوا حکومتونه مسوول ګڼې چې هره هڅه وکړي ترڅو ماشومنو ته یو انساني سولیزه ژوند اسانتیاوې برابري کړي . په ۱۹۸۹ کال کې اټکل د نړۍ ټول هیوادو دم م د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون لاسلیک کړي . د م م د کوچنيانو د حقوقو تړون یو له هغو تړونونو څخه و،چې ډیر ژر د نړۍ هيوادو لخوا تصويب شو . سومالیا او امریکا د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون نه دی لاسلیک کړي ،لومړۍ هیواد د کورنیو جګړو له امله او دوهم هیواد یعنی امریکا له دې امله چې ماشونانو ته د موراو پلار په کچه ډیر حقوق ورکړل شوي نه یې لاسلیک وي . د ماشومانود حقوقو کنوانسیون په لومړۍ ماده کې داسي لیکې شوي دي چې هر هیواد په خپله دا ټاکې تر کومه عمره یو انسان ماشوم دی . همدا ماده بیا لیکې چې نورمال له اتلس کلن څخه د ټیت عمر انسان ماشوم دی . اټکل ۲۵۰۰۰۰ کوچینیان په ۲۵ هیوادو کې په وسله والو ډلو او پوځونو کې دنده تر سره کوي . جنسي تیرې د ماشومانو تښتونه اوقاچاق په دغه کړکېچنو سیموکې د ورځې یوه نورمال خبره ګرځیدلې ده . دماشومانود حقوقو کنوانسیون په اته دیرشمه ماده کې لیکل شوي دي ،یو ماشوم چې جګړې ته لیږل کیږي او یا اجازه لري ، لیږ تر لیږه باید پنځه لس کلن وي . په ۲۰۰۰ کال د مې په ۲۵ نېټه د م م عمومې غونډه کې د یو بل خاص پروتوکول له لارې تصویب شول چې ماشومان د اتلس کلنې ټېته عمر څخه اجازه نه لري چې جبري پوځې خدمت جلب شي . په نویموکلونو کې ماشومان او تنکې ځوانان په جګړو کې ډیر زوریدلې دي او له دوی څخه جګړه مارو په وسله والو کړکېچونو کې د مرستندویه او یا د لویانو په جګړوکې د سرتیرو دنده ترسره کړي ده . د نویو څیړنو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې ۱۰۱ میلیونه ماشومان له ښوونځېو څخه بې برخې دي . بیا هم د دوی له دریو څخه دوه برخې ماشومان په هغه هیوادو کې چې د وسله وال کړکېچونه سره مخامخ دي اوسیږي لکه په افریقا او اسیا کې . د نویو شمیرو له مخې هر کال ۸،۸ میلیونه کمکیان دعمر په لومړۍ کال کې مرې . د ماشومانود مړینې اصلې لاملونه تداوي کیدوونکې ناروغې لکه د انتې بایتیک نشتوالې، د سینه بغل او ناست ناستې ناروغیې دي . دکتلوي معافیت پروګرامونه او واکسینونه د ډیرو نور ناروغیو په مخنیوونه کې ستره ونډه لري ،دبیلګې په ډول د ګوزڼ یاپولیو د ناروغۍ په مخنیوي کې د عامه پوهاوي له لارې ستر رول لوبولي شي . یواځې په صابون دلا سونو منیځلو سره شل په سلو کې د ناروغیو مختیونه کیدا ي شي . ۳ . د افغان ماشوم حقوق په ورستیو دریولسیزو کې د افغان ماشومانو د بشري حقونو وضعيت تر بل هر هیواده اوهرې ټولنې څخه ډیرناوړه لیدل کیږي . د افغان ماشومانو حقوقي ،ښوونې او روزنې ،ټولنیز او اقتصادي ناوړه وضعیت د هرې ورځې په تېرو سره په خرابیدو دي . په ټولیز ډول د نورو هېوادونو د ماشومانو په پر تله د افغان ماشومانو وضيعت ډېر خراب دى . ماشومانو زموږ په ټولنه کې خپل ارزښت،درناوي او حقوق چې دوی سخته ورته اړتیا لري لا تر اوسه نه دي تر لاسه کړي . زموږ په ټولنه کې ماشومانو ته درناوي ، د دوی غوښتنو او حقه حقوقو ته هېڅ ځاې نشته . د ماشومان د ژوند حق ،د روغتیا حق، د زده کړه حق ،د ناوړو استفادو او له زورزیاتي څخه په امن کې ساتني حق، دبیان ازادي حق ،دمالوماتو لاسته راوړل او په مهمو پریکړو کې دبرخي در لودلو حق یا ریښته لري . هېڅ اجازه نشته چې ماشومان جبرآ هغو کارونو ته وهڅول شي چې دوی ته جسمآ او روحآ زیان رسوي . افغان ماشومان له دغو حقوقو څخه بې برخې دي او دوی له دغو ټولو ګواښونو سره مخامخ دي . همدا غوټۍ د سبا ورځې گلان دي او زموږ راتلونکی د وی په لاس کې دی .د افغانستان راتلوونکې د یو جګړه ځپلې نسل په لاس کې لویږي ،د داسي یو جګړه ځپلې نسل پریکړې عواقب به زموږ راتلوونکې لپاره ډیر ګران تمام شي . د م م د ماشومانود ادارې یونیسف یو مامور افغانستان يې د یو ماشوم لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای وباله . دا مهال په افغانستان كې لسګونه زره ماشومان د ژوند له سختو جګړیزو شرايطو سره لاس او ګرېوان دي . دوی درنده او شاقه كارونه ترسره كوي، له زده كړوڅخه لري ساتل شوي دي او دغه راز په ځينو مواردو كې له نورو تاوتريخوالو او زور زياتي سره هم مخامخ كيږي .هغه کوچینیان چې په زده کړه بوخت دي د دوی دزده کړو کمیت او کیفیت تر پوښتنو لاندې دی . په زرهاوملکی بیګناه افغانان د ناټو ځواکونو له خوا د بې رحمه ړندو بمباریو له کبله د هیواد په مختلفو سیمو کی په شهادت رسیدلي دي چې ډیرې کوچني ماشومان او ښځې دي . په افغانستان دکومو ماشومانو حقوق دخاصې پاملرنې او ساتنې لومړیتوب لري، په خواشینې سره باید وویل شي، چې افغانستان د یتیمانو کور دی ،افغانستان یو بې شمیره لښکر دبې وزلو، معصومو یتیمانو لري . یتیم هغه څوک دی چې یو او یا دواړه مور او پلار یې مړ شوي وي . دافغان ولس شهیدانو ته په کتوسره ښایې دیتیمو ماشومانو شمیره ډیره لوړه وي تر هغې چې موږ یې اټکل کوو. دیتیم ماشومانو او د غیر یتیم ماشومانو سره چلند په ټولنه کې باید د خاصو مسلکې میتودونو له لارې ترسره شي .ټولو ماشومانوته باید په درنه سترګه وکتل شي اومساوي حقوق ورته ومنل شي ،تر څو د یتیمو کمکیانو دمایوسې پولې ړنګې شي . د افغانستان دکوڅې ماشومانوستونزې او همداسي د نالوستو او کارګرو ماشومانو او هغه ماشومان چې پر دوی د ښوونځې لارې بندې شوي دي د لومړیتوب رښته لري . په هیواد کې بیوزلي او خوندیتوب د نشتوالي له امله ماشومان له میندو سره په محبسونو کې ژوند کوي . د بندي میندو کوچینیانو له محبسه د باندې په ټولنه کې په ډیره سپکه سترګه کتل کیږي . دغه کوچینیان په محبس کې له مجرمانو او قاتلینو سره یو ځاې او د دوی په منځ کې لویږي . په افغانستان کې د کوچني عمرونوانجونو او هلکانو ودول ،درانه کارونه ،د ښوونې او روزنې څخه محروم ،د امنیت له لوري نه خوندیتوب له دغو ټولو ناوړو حالاتو څخه افغان ماشومان ډیر سخت کړیږي او ځویږي . په اروپا، استرالیا او امریکا کې د میشتو افغانانو کوچینان چې د نسبي حقوقو څخه برخمن هم دي . دوي بیا د خپلو کوچینیانو د راتلوکې په اړه اندیښنه لري . د دوی ماشومان د مورنۍ ژبې له لیک او لوست ، د افغان کولتور او تاریخ له زده کړې څخه لرې پاتې دي . ماشومان د خپلو سالمو دودونو او د افغانیت منلې شوي ارزښتو نو څخه لري پاتې شوي دي . افغان ماشومان د لودیدیځ ډیریدونکي ځایي کولتور خپلولو ته اړویستل شوي دي . افغانستان د نړۍ ترټولویو خوار هیواد دی .دلته ډیر ماشومان مجبوره دي چې د خپلې کورنیو لپاره یو ډوډې مړی او پېسې راوګتي . د دولت ظرفیتونوته په کتو سره دولت لپاره ډیره ګرانه ده چې د ماشومانو د حقوقو ساتنه وکړي . په دغه هیواد کې هڅې هم خلک بې کچې ددولت له پامه غورځیدلې دي په تیره بیا ماشومان . په افغانستان کې د بیلابیلو لاملونو له امله ګڼ شمیر ماشومان له ډیرو ستونزو سره لا س او ګریوان دي . د بشر د حقونو د دفاع ادارې په ځانګړي ډول د ماشومانو د حقونو څخه د دفاع ادارې وايي، چې په وسلوالو او ځان وژونكو حملو كې سلګونه افغان ماشومان وژل شوي او ډېر نور يې هم ټپيان شوي دي . م م وايي، تېر ميلادي کال په افغانستان کې د جګړو په بهیر کې تر١٠٠٠زيات ماشومان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي. د ماشومانو لپاره د م م د مرستو څانګه یونیسف له خولې، په افغانستان کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو او نیم میلیون میندو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی . یواځې په پاكستان او ايران كې د افغان كډوالو ۱،۵ ميليونه برخه ماشومان جوړوي . د م م دماشومانو ادارې د شمیرو له مخې ،په افغانستان کې په هرو زرو زیږیدلو ماشومان کې ۱۶۵ یې د زیږیدنې پرمهال مري او له هرو پېنځو ماشومانو څخه یو د پېنځه کلنۍ عمر ته د رسیدو څخه مخکې مري . د لندن ميشتې واچ ليسټ يا د وسلوالو پيښو او جنګ ځپلو ماشومانو د خونديتوب د څار ادارې یو رپوټ خپور كړى لیکې ، په ۲۰۰۹ كال كې ۱۰۵۰ ماشومان په جګړيزو پيښو كې وژل شوي دي او همدارنګه ۳۴۶ نور يې يوازې د بهرنيو ځواكونو د شپې او هوايي عملياتو په نتيجه كي وژل شوي دي . په دغه رپوټ كې راغلي دي، چې دوه لكه نور افغان ماشومان په جګړو كې معيوب شوي دي . رپوټ زياته وي، په جګړيزو سيمې كي په سلو كې ۴۳ ماشومان له روغتيايي او ښوونيزو اسانتياوو څخه بې برخې دي . د افغانستان په قانون كې د ماشومانو د ژوند په خونديتوب ټيګار شوى او په لاره كې په وروستيو كابو لسو كلونو كې، دولتي او غيردولتي موسسو يولړ پروګرامونه هم پيل كړي او له زرګونو بې كوره او بې وزلو ماشومانو سره يې، د زده كړى او كار په برخه كې مرستې كړې دي، خو د دولتي ارګانونو رسمي شمیرې وايي، چې په هېواد كي د وزګارو ماشومانو شمېر ميليونونو ته رسيږي او دوى په لږ وخت كې نه شي كولی، چې له ټولو سره مرستې وكړي خو هڅې يې پيل كړي دي، چې په مركز او ولايتونو كې د دوى له كورنيو سره مرستې وكړي، ترڅو ماشومانو ته د قانوني كار او زده كړې شرایط برابره شي . د افغانستان قوانينو د ماشومانو د حقونو ساتني پالني په اړه تینګار کوي ، خو په خواښینې سره دغه قوانينو يوازي د کاغذ پر مخ لیکل شوي دي . د قوانين د عملې کیدو لپاره اراده نشته . د قانون د عملې کیدو لپاره کومه پریکنده پريکړه او پیاوړې غورځنګ نشته . له درې لسيزو جګړو ورسته ډيري زموږ ماشومان اغيزمن شوي دي، نو په كار ده چې زموږ ټولنه او دولت ماشومانو ته جدې پاملرنه وكړي . ترڅود ماشومانو روح او روان نوره اغيزمن نه شي، ماشومان د هيواد راتلونكي جوړونكي دي، موږ ټول بايد په ګده هڅه وكړو، دماشومانو د حقوقي وضيعت د ښه كولو لپاره عملي ګامونه پورته كړو. دډیرو ماشومانو ته د جګړو څخه ورسته ګواښ لا هم شتون لري ،د دوی ژوند او روغتیا د پاتې شویو وسلو ،ګلولیو اوپټ خښ شویو مینونه له ګواښ سره مخامخ دی . دوی تل په ډار او ویره کې ژوند کوي ، کله چې دوی د ډوډې موندلو او اوبه راوړلو پسې وځې او یا کله چې دوی لوبې کوي او ښوونځې ته په لاره کې وي . د افغانستان په پلازمینه او د ولایتو په ښارونو کې چې هلته نسبې سوله شته ، په سلګونه داسې کوچینیان تر سترګو کیږي، چې دوی هره ورځ په درندو او سپکو کارونو بوخت دي .ځینې ماشومان سر لوڅې او تورې پښې په واټونو،لارو کوڅو کې سوالګر ي یاد سپیلنې په دودولو بوخت دي ، ځینې د کثافاتو او بې کاره او چټلو شيانو او توكيو په راټولو بوخت دي ، ځینې ماشومان د سړکونو په واټونو کې موټرو منیځې . ځینې د غالیو اوبدلو په کارخانو کې کار کوي ، له ځینوڅخه د نشه یی توکو په قاچاق کې ناوړه ګټه اخیستل کیږي، دکوچینیان قاچاق او تښتونه .داسي نورې بیګې شته چې دهیواد راتلونکې نسل هره ورځ ګواښوي . په افغانستان کې د بیلابیلو لاملونو له امله ګڼ شمیر کمکیان له ډیرو ستونزو سره لا س او ګریوان دي . ماشومان په جګړه یزو سیموکې له ټولو حقوقو څخه محرومه دي . د دوی ښوونځې سوځیدلې او یا د جګړو له امله تړلې دي . د هیواد په دننه کې د جګړو له امله کورنې له ماشومانو سره بې ځایه شوي دي . یونیسف د ۲۰۱۰ کال راپور چې د سلواغې میاشتي په شپاړسمه نېټه خپور کړي او دا شمیریې د ټول افغانستان په کچه برابر کړی دي . لیکې ، په افغانستان کې د وچکالۍ او د خوراکي موادو د کمښت له وجې شاوخوا یو میلیون او دوه لکه هغه ماشومان چی عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي او دغه راز پنځه لکه او پنځوس زره امیند وارې میندي له کم خوراکۍ او نورو بیماریو سره لاس او ګریوان دي . ۴ . لندیز : زموږ مدنې ټولنې ته په دې ورستیودریو لسیزو کې بې شمیره مادي او معنوي زیانونو د رسیدو په لړ کې ماشومانو ته تر هرچا زیات زیانونه وراوښتي دي . موږ باید دافغان بې ګناه ماشومانو د حقوقو ساتنه د جګړو په لمبو کې هم وکړو . دافغانستان خلک او د ولت باید د هیواد په کچه د بې وزلو ماشومانو حقوقو اوزده کړې ته په بیړنې توګه خاصه پاملرنه وکړي . تر څو دوی له خپلو بڼستیزو،انساني او ټولنیزوحقوقو څخه برخمن شي زموږ ماشومانو د هيواد د ننه او بهر دکډوالې ډيري ستونزې ګاللې دي، د جګړو په بهير كې ډير ماشومان د ميندو او پلارونوله مينې ، پاملرنې او دخپل پلارنې هیواد څخه بې برخې شوي دي ،دزده كړې او لوبو له حق څخه جګړييزو حالاتو بې برخې كړي دي . د دیرش کلنې جګړې په بهیر کې د پرله پسې تکرار ریدونکې جګړیزو ناورینونو ژورې اغیزې او تاوانونه زموږ د راتلونکې نسلونو لپاره سترې ستونزې ساتلې دي . همداوس په افغانستان کې د وسله وال مقاومت جګړه یزه کرښې د دیرش کلنې جګړې له لومړنۍ نسل ماشومانوڅخه ډکې دي . دا اوسنې لویان جګړه یواځینې لار د افغان ولس د حقوقو او خپلواکې د بیرته لاسته راوړلو لپاره وینې . د سولې او دخبرواترې په سولیزه لار کې یو لامل یا خنډ همدا د ديرش کلنې جګړې ماشومان کیداي شي . د دوی فکرونه او کړه وړه او ټولنیزې اړیکې له ماشومتوب څخه د کلاشینکوف په کولتور کې وده کړې . د افغانستان دژغورنې اوږدمهال مخوو لپاره زده کړه یوه کونجې ده ، زده کړه یوه ښه نړۍ رامنځته کوي . په افغانستان کې په میلیونو زده کوونکې د جګړو له امله د زده کړو څخه بې برخې دي . زده کړه یواځنې توکې د لوږې اوفکرې بې وزلې په وړاندې ده . په خواښینۍ سره باید وویل شي چې هېڅ څوک نه شي کولې او د حقوقې پلوه هېڅ کومه داسي قانوني لار او توکې نشته چې دهغه حکومتونه په وړاندې حقوقې دعوا پیل شي ، دا هغه حکومتونه دي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون هر پنځه کاله لاسلیک وي او لاسلیک کوونکې دولتونه د ماشومانو د حقوقي وضیت په اړه خپل رپوټ د م م یونیسف ته هم وړاندې کوي ،سره له دی بیا هم دولتونه د ماشومانو حقوق ته پام نه کوي او پرلپسي د ماشومانو حقوقو تر پښو لاندې کوي . زما په اند دهغو حکومتونو په وړاندې چې دماشومانو حقوق څخه سرغړونه کوي او یا لږڅه تر سره کوي یواځینې د فشار توکې د خلکو فکرونه او عام ولس دی چې د ټاکنو ځواک ورسره دی . تر څو چې د ماشومانو حقوق پلې کړي او د دوی د روزنې ،پالنې او ساتنې مسوولیت په غاړه واخلې . لکه خپلواک اورګانونه ،اجیوګانې، دینې علما،د بشر د حقوقو فعالین،ډلیزه رسنۍ ،ملي او نړیوال موسسات دي چې په حکومتونه باندې فشار راوستي شي .په ټولیز ډول یوه سالمه ملکي ټولنه کولې شي په دې خورا مهم برخه کې مهم رول ولوبوې .د ماشومانو د حقوق لپاره باید ولسیز غورځنګونه رامنځته شي . تر څو دولسي جرګې له لارې د ماشومانو دحقوقو قانون تصویب شي او د ماشومانو د حقوقو څخه د فاع مستقله اداره رامنځته شي او همداسي د هیواد په اساسي قانون کې د ماشومانو حقوق نور واضع تعریف ، تصویب او څارنه یې وشي . دولت او ټولنه باید هڅه وکړې تر څو د ماشومانو حقوق په اساسي قانون کې خوندې وساتي او پلې کړي . يوازي اقتصادي پرمختګونه نه شي کولې چې هرڅه ته بدلون ورکړي، زموږ ټولنه د ماشومانو د حقونو د ساتني ،پالنې او روزنې په برخه کې بڼستیزو بدلونونو ته اړتيا لری . ماشومان له دومره ستونزو سره سره څنګه كولاى شي، چې په راتلونكې كې د جګړه ځپلي افغانستان په بيارغونه كې لكه څنګه چې تمه کیږي ګټور تمام شي افغان دولت بايد د افغان ماشومانو د ژغورنې او ساتنې لپاره جدي او اوږد مهالي پروګرامونه پيل كړي . دهیواد په ليري او جګړه يزو سيمو كي بايد د افغان كوچنيانو د ژغورنې او ملاتړ لپاره افغان دولت مخكې له دې چې ناورین خپل ورستي کچه ته ورسیږي، پر ښه مېكانيزم او پروګرامونو باندې كار پیل كړي هېڅ څوک د افغان ماشومانوګونګه چیغه نه اوري ،اجازه نشته چې دغه چیغه همداسي غلې پاتې شي . ۱۴.۱۱.۲۰۱۰ پای - بېرته شاته