(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوره قبرستان ته زما تګ

په 10 نومبر زه ناڅاپي د فرنګيانو جوړ زوړ قبرستان ته لاړم. خواهش مې د ډيرې مودې نه وو چې که يو ځل د دې قبرستان ليدلو ته سم شوم نو ورله به راځم . موقع په لاس داسې راغله چې په ډيفنس کالونئ کښې د خپل يو ذاتي کار نه وروستو زه د ملګرو نه رابيل شوم او دوئي ته مې اوئيل چې تاسو ځئ او زه تر څه حده زه نن پيدل سيل کول غواړم. هغوئي په نه زړه اجازت راکړو او چې رخصت شو نو زه د مغرب طرف ته په خيبر روډ راروان شوم .په لاره هم په دې لوئي سړک کوم چې يونيورسټئ بورډ تهکال ،جمرود لواړګئ او بيا افغانستان ته تللې دی د ټريفيک يو جم عفير روان وو. ما نه مخکښې دوه زنانه هم پيدل روانې وی يوې فيشني توره برقعه اچولې وه،او بلې سپينه شټل کاک برقعه اچولې وه. په زناناؤ پسې يو فرلانګ دوه تللو وروستو ما محسوسه کړه چې دوئي زما په ځان پسې تګ کښې ناارامې محسوسوي نو بيا د هغوئې له خاطره کړو زه د دې لوئي سړک بلې غاړې ته پورې وتم او عين د صدر ،ائيرپورټ او سوري پل نه راغلې سړکونه چې په کوم يو موړ کښې د يونيورسټئ روډ پلو ځائي کيږي په دغه ځائي زه د ګوره قبرستان طرف ته وغزيدم. قبرستان ته د رسيدو نه مخکښې د فوځ او پوليس مشترکه چيک پوسټ باندې نيغ ورغلم ،په دې چيک پوسټ هر يو قسم موټر راايساريږي او کوم ځائي نه راغلی او کوم ځائي له ځي په اردو پښتو کښې ترې پوښتنې کيږي او بيا د چا چا پکښې تلاشي هم اخيستې شي . هر کله چې زه د دوئي د پاټکونو نه په حفاظت وړاندې تير شوم نو عين د سړک په غاړه په ښي غاړه پروت د دوه دوه نيمو سوو کالو راسې موجود ګوره قبرستان ته زما پښې ورنيغې شوې په لږه شيبه کښې زه د قبرستان په ډيوډئ ورننوتم. د دې قبرستان صحيح تاريخ ما ته معلوم نه دی خو دغه صوبې ته انګريزان هم په دغه خواشا کښې راغلې وو نو ځکه ما د اندازې نه دا وخت ټاکنه وکړه. په ډيوډئ کښې د 18 -20 کالو يو ځوان هلک په څه کار بوخت وو .ما ورته سلام په غير شعوري توګه ونه کړو چې ګني دا به مسلمان نه وي خو هغه په خپله ما له سلام هم وکړو ، او روغبړ ئې راسره هم وکړل ما زړه کښې اوئيل چې دلته کيدې شي ډير کسان وي او د تدفين د رسومو ادا کولو د پاره به يوه کمره دوه هم ويي، يو کلرک يا څوکيدار او څو کسان عمله هم وي ځکه چې دا زمونږ د بادارو هديره وه خو دغه وخت هم دغه يو هلک مې په نظر راغلو ،د ډيوډئ سره متصل بيا يو برامده وه چې په هغې کښې د ډيرو زړو قبرونو رژيدلې کتبې لګيدلې وی. دې ځوان نه ما په اردو ژبه کښې اجازت وغوښتو چې زه دا قبرستان کتلې شم نو هغه اول زما طرف ته وکتل او بيا چې يقين ئې راغلو چې سړی په داسې عمر کښې دی چې دهشت ګرد ،يا د شکل صورت نه غل ډاکو هم نه ښکاري دی او څه لږ ډير غوړ هم ښکاري نو هغه سم دستي اوئيل .او جي ولي نا !!! تاسو ئې کتلې شئ . زما فکر دا وو چې دا يقينا څوک کرسټين دی خو بيا وروستو د پوښتنو نه پس دا اندازه ولګيده چې ځوان هم د غه نزدې کلي تهکال دی ،پلار ئې د دې قبرستان ګورکن دی کوم چې په دې وخت کښې نه ښکاريدو. زما په پوښتنه ځوان خبره زياته کړه زما پلار د ډيرې مودې راهسې د دې قبرستان بې تنخوا نوکر او ساتونکې دی ځوان اوئيل چې پلار مې ګورکن دی او فقط د ګور کنستو پيسې اخلي او کله کله کوم فرنګې يا بل څوک چې راشي نو پلار له مو څه امداد څرڅه هم ورکړي. ما زړه کښې اوئيل چې دا هلک هم د څه خرڅ په تمه څه جال خورول غواړي .دا داسې قسم چالبازئ نه زما کرکه کيږي خو بيا هم په داسې موقع زه څه نه څه امداد يا جيب خرڅه د جيبه راوباسم که جيب کښې مې څه وي او تاسو يقين وکړئ چې زه کال دولس مياشتې تش جيب ګرځم . خو دا وخت ما سره په جيب کښې د درې څلورو ورځو نه ايکي يو د 5000 زرو روپو نوټ وو چې هغه هم ماد دوايانو د پاره د خپلې کوروادنې نه راخيستې وو نو هلک ته مې اوئيل چې ځوانه خفه نه شی ما به درسره څه لږ ډير امداد کړې وو خو ما سره ماتې نيشته نو کهچرته بيا راغلم نو ارو مرو به زه تا سره امداد کوم. يو طرف ته په دې خبره هم ډاريدم چې دا هلک سره چرته ماتې پيسې نه وي ځکه چې يو ځل څه موده وړاندې د يو سوالګر په په څير راله نوټ مات نه کړي بيا خو که نه وي نو هم دغه زر دوه زره خو به ورکول ورکول غواړي او که دا مې ترې لرې کړې نو بيا به دوايانو وانخيستې شي او چې وانه خيستې شي نو ګني يو ځل به بيا په دوايانو پسې بيا راځم ؟ هسې هم نن سبا په پېښور کښې ګرځيدل دومره د وړيا مرګ په بيه اخيستل دي. خو الله پاک زما د زړه اواز واوريدو او هلک سره ماتې نه وی. نو ډاده شوم او په تصويرونو اخيستو بوخت شوم. هلک ښه انسان ښکاريدو ځکه چې يو خو ئې ماته د قبرستان د ننوتو اجازت راکړې وو بل خوا ئې د فوټوانو نه هم منع نه کړم حالانکه ده اوئيل چې فوټوان خو منع دي خو ته ئې اوباسه. نو په داسې صورت حال کښې به زما همدردي د دې ځوان سره زياتيدله چې په نتيجه کښې بيا نو زما له طرفه د څه امداد حقدار وو خو دا وخت مې زړه نه غوښتل او بل وخت مې ګمان نه کيږي چې بنده په دې قبرستان کښې بيا چرته حاضر شي. هسې هم زمونږ د اخيري ارام ځائي خدائي خبر چرته ليکلې شوې او ټاکلې شوې وي... الله دې معافي وکړي خير په دې قبرستان کښې چې زه لږ مخکښې لاړم نو د 1830 دقبرونو کتبې مې هم په نظر راغلې چې ډير ښائيسته بيل بوټې په جوړ شوې وو. په يو قبر خو د انګليسئ ژبې سره د پښتو ژبې هم څه ليکل شوي وو کوم چې ما د ګرد او غبار له وجې ونه لوستل شول. ځينې قبرونه پکښې نوې نوې لکه د مسلمانانو په څير د سنګ مرروجوړ وو او په ځينې باندې تش د خاورو ډيري غوندې جوړ شوي وو. ما هلک نه وپوښتل چې دا ځينې قبرونو باندې تش د خاورو ډيري دي ،دوئي کښې هم وهابيان او بريلويان شته که ؟ هغه اوئيل چې کوم دا پخواني قبرونه دي نو دا ډير زاړه دي او دا د فرنګيانو دي، دا نوې پاخه او کچه قبرونه د عيسايانو دي کوم چې اوسيږي خو دلته خو غريبانان دي او مذهب ئې عيسائي دی او دغه د صفائي وغيره کارونه کوي. ما زړه کښې اوئيل چې دوئي کښې هم لکه د وهابيانو او بريلويانو خام او پاخه قبرونه مروج دي خو ځوان راته خبره پاکه کړې وه چې دا د هغه خلکو قبرونه دي د چا چې زمونږ غوندې د ښخيدو وس نه کيږي. په قبرستان کښې دننه دوه واړه ماشومان او يوه پوخ عمر ښځه هم په جاړو بوټو شوکولو اخته وه. ما وئيل دا څوک ده؟ ځوان اوئيل چې دلته راځي او د اور د پاره دا خاشاک واښه شوکوي او دا قبرونو نه دا حس خزاله وړي . مونږ له هم کار اسان شي او د دې غريبي هم کار وشي. دغه قبرستان کښې به پخوا ډيرې لوئي لوئې ونې وی چې د سړک نه په ليدو به دغه قبرستان ډير پرسکون ښکاريدو. خو اوس پکښې هغسې ونې نه ښکاريدي بلکه په اخيري حصه کښې خو سمه ډاګه ښکاريده. ما وئيل دلته د قبرونو نوره زمکه شته؟ هغه اوئيل چې او جي زمکه ډيره ده خو دا بوټي خلک د شپې ريبي او وړي ئې. ما وئيل تاسو د شپې څوکيداري نه کوئي څه .؟ هغۀ د اوبو ټينکئ ته اشاره وکړه چې وګوره خلکو دا ټولې بمبې او ټوټنئ هم پټې کړې دي او هيڅ دلته نه پريږدي. د پوليسو چوکئ ورسره په شل ګزه کښې ده . مونږ‌دلته د ورځي نګراني کوو او د شپې کور له ځو. په دې قبرونو کښې داسې قبرونه هم وو چې دوه دوه پکښې کسان يا د هغوئي باقيات خخ شوي وو.يعني ميړه د مثال په توګه که د يوې ښځې خاوند دلته مړ شوې وو او ښځه ئې په يو کی کښې مړه وه نو بيا د هغې د وصيت مطابق د هغې خپلو خپلوانو د مړي ايرې يا خاوره راوړې وه او د خپل خاوند په قبر کښې ئې ورسره يو ځائي کړې وه. په هر قبر د مړي عمر او تاريخ وفات ليکلې شوې وو. ما زړه کښې اوئيل چې ګوره انسان که هر چرته ژوند وکړي خو اخير بيا به هم د هغه باقيات په ځمکه کښې د خاورو سره يو ځائي کيږي . اديرې او مقبرې د عبرت ځائيونه دي.او هر کس به د ې ځائی له رادرومي. کوم خلک چې په دنيا کښي خپل ژوند ډير په ان بان او شان کښې تير کړي وي په اخير کښې به د مرګي کومې په هغه ډکيږي او هم دغه د خاورو ډيري به په جوړيږي .دلته بيا امير او غريب په يو حال کښې وي. يوه ورځ به د غږ وشي علـــــــــــــــــــي خانه چې فلانکې هم لکه ګرد او غبار تير شو الله پاک چې کوم ذي روح د کومو عناصرو نه ساز کړې وي هم هغه عناصرو سره ئې بيا يو ځائي کوي.او دا هر څه د الله د قدرت نمونې او برخې دي. دا خزلې چې د بــــــــــــــــــــــــــل په قبر وينې داسې جوړې بي يوه ورځ ستا په مزار شي انا لله و انا اليه راجعون
- بېرته شاته