(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو د اويستا پېژندونكو اوختيز پلټونكو

په رڼا کښی

په اتلسمه او نولسمه مسيحي پېړۍ كې لويديځې نړۍ د صنعتي انقلاب په نتيجه كې د اومو موادو د لاس ته راوړلو او د تجارتي بازارونو د موندلو لپاره هرې خوا ته لاسونه وغځول او لويديزوالو د نړۍ له بېلو، بېلو سيمو سره اشنا شول. سره له دې چې لويديز زواكونو خپله ټوله پاملرنه استعماري ګټو ته وقف كړې وه، خو په دې مينځ كې ځينې داسې پوهان هم وو چې په اكاډميك ډول يې د ختيځو ټولنو كلتوري غنا وڅېړله او د دوى د ژبو، ادبياتو، فولكلور او كلتوري ارزښتونو مختلف اړخونه يې رابرسېره كړل. ددغو پوهانو په لومړي كتار كې (جيمس دارمستتر) مخصوصاً د يادونې وړ دى. كېداى شي چې (دارمستتر) به د فرانسويانو او انګرېزانو ترمنځ د سيالۍ او رقابت له امله د پښتو ژبې او د پښتو د اولسي ادب هغې برخې ته په قصدي او ارادي ډول پاملرنه كړې وي، چې د غزا او جهاد پاڅون په باب ويلى شوي دي. ليكن ددې پياوړي اوېستا او ختيځ پوه اّثار كه په مجموعي ډول وكتل شي، له هغه څخه څرګندېږي، چې ده د مركزي ايشيا په كلتور باندې خپله پاملرنه متمركز كړې ده. داسې ښكاري چې (جيمس دارمستتر) به دا احساس كړى وي، چې ددې سيمې د ژبو څېړنه او مطالعه د پښتو ژبې لا زده كړې نه پرته په مطلوبه توګه پرمخ نه شي بئگولى. د پښتو ژبې د مطالعې په ترڅ كې (دارمستتر) د پښتو له ولسي ادب سره هم اشنا شوى دى. نو له دې امله يې خپل دا كتاب د پښتونخوا د شعر هار و بهار په نامه تصنيف كړى دى. ما د ډېر وخت راپه دې خوا غوښتل چې ددې نامتو ليكوال او په فرانسه كې د پښتو د ادب لوى استاد پروفيسر فقيد جيمز دارمستتر او د ده پر ژوند پېښو( بيوګرافي) څه وليكم، خو په دې منځ كې لعنتي روسانو پر افغانستان يرغل وكړ او دا د ايشيا زړه يې زخمي او په هندوكش كې يې د وينو سيلابونه او د دوو مليونو شهيدانو د سرو وينو رودونه او بارانونه وورول او وبيول. په دې وخت كې د پښتو ژبې دا متل مې په ياد شو، چې د زلمو يا خرپ دى يا يې ترپ دى. بايد بې يادونې پاتې نشي، چې په افغانستان يا د ايشيا په زړه كې د پېنځه ويشت كالو راهيسې تراوسه پورې د وينو سيلابونه روان دي.
اّسيـــــــــا يك پيكر اّب و ګل است ملت افغان در ان پيـــكر دل است از فساد او فســـــــــــــــــــــاد ايشيـــا در كشاد او كشـــــــــــــــاد ايشيـــا تــــــا دل ازاد است ازاد است تـــن ورنــــــــــــه ګاه در راه نادرست تن.
جيمز دارمستتر د 1849 كال د مارچ په 28مه نېټه په الزاس (د فرانسې ختيځ او د المان لويديز پولې ته ورڅېرمه) كې زېږېدلى دى. د پاريس د كندرسه په لېسه كې يې زده كړې كړي دي. د نوموړي لوړ استعداد او بې ساري ذكاوت او ځيركوالي يې د استادانو پام ورواړاوه او د علمي څېړنې او پلټنې داسې مزي ته يې لاس اوږد كړ، چې دپياوړو ذهنو تر درلودونكو كسانو پرته يې بل څوك نشي ترسره كولى او دا د اوېستا او ختيځ پېژندنه او ژبپوهنه وه. ويل كېږي چې دا د پښتو ژبې او ادب لوى استاد پروفيسر فقيد دارمستتر، پياوړى جسم او ښكلې څېره يې نه درلوده، بلكې شاكوپى و، خو په ځيركۍ او ذهني پياوړتيا كې دده غوندې په فرانسه كې ډېر لږ اوېستا پوه، ختيځ پېژندونكي او ژبپوه درلود. د تندي ليك يې داسې و، چې د دارمستتر په شان لوى اوېستا پېژندونكى او د ختيځ د ژبو لكه پښتو او فارسي د تاريخ پياوړى متخصص شي او په ټوله فرانسه كې مشهور شي يوازې او يوازې دا ليكوال ګڼل كېږي. په 1877ع كال كې يې په پارېس كې خپله ډوكتورا واخيسته او له هماغه وخت څخه د يو ښه پوه او د ختيز ژبو او كلتور د پلټونكي په توګه ومنل شو. د سوربن (هوت ايتود) د لوړو مطالعو په مدرسه كې د اوېستا د ژبې اسستانت شو. په 1877 كال كې يې د او (دمزد او اهريمن د دوى تاريخ او منځ ته راتګ) تر عنوان لاندې د زردشتي مذهب په باره كې يوه رساله خپره كړه. په 1883 كال كې يې يو كتاب په دوو ټوكونو كې د "اّريايي مطالعو" په نامه خپور كړ، چې لومړى ټوك يې د فارسي ژبې پخواني تاريخ، د زړې پاړسي، اوېستا او پهلوى مغوني ورپسيءگ د فارسي غږ پوهنې تاريخ او بيا د فارسي حرف تاريخ، د كلمو جوړښت يعنې د فارسي شتاق او تركيب پكې راغلى دى. د ليكوال دوهم ټوك د بېلابېلو مقالو مجموعه ده، چې په پنځو برخو يې وېشلى: يوولس مقالې يې هغه تبصرې دي، چې په هغو اثارو كې د فارسي په ادب او تاريخ په باب د نورو كسانو له خوا كښل شوى دى. پنځه مقالې يې په اندو ارياني د ژبپوهنې پلټنه، د ځينو فارسي لغاتو تاريخ، اساطير او افسانې، په فارسي او سنسكرت د كوچني اوېستا ترجمې دي. په 1885 كال يعنې 36 كلنۍ كې په فرانسه كې د تدريس ډېرې لوړې پوړې ته وخوت او په "كلژدوفرانس كې د موظف استاد په توګه وټاكل شو. په دې سربېره د اّسيايي ټولنې غړى او ډېر ژر يې منشي شو. دا برياليتوب يې په دې ځوانه ځوانۍ كې په برخه شو او دا ښه پېښه وه، ځكه چې دا وخت د ده د ژوند ډېر كلونه پاتې وو. ده دا برياليتوبونه ددې سبب شول، چې د فرانسې د اّسيايي ټولنې او نورو مقاماتو له خوا د ژبپوهنې د څېړنو لپاره هند ته واستول شي. د فرانسې حكومت د برتانيې له واكمنو مقاماتو نه وغوښتل، چې دده ته ددې كار لپاره اجازه وركړي. څرنګه چې دده علمي خپرونې د برتانوي هند پېژندونكو ته څرګنده وې، نو انګرېزي حكومت دده له دې مسافرت سره موافقه وكړه. د بېړۍ په وسيله هند ته ولاړ د 1886 كال له فبرورۍ نه د 1887 تر فرورۍ پورې (د افغان او انګرېز تر دوهمې جګړې شپږ كاله وروسته) په هند او پېښور كې و. لومړى يې په بمبۍ كې له پارسي پوهانو سره د اوېستا او زردشتي مذهب د څېړنو په باب علمي مركې وكړې، بيا پېښور او هزاره ضلعې ته ولاړ، د ايبټ اباد په چاوڼې كې ېي پښتو مطالعې وكړې او پښتو ژبې منشيان يې استادان شول. ويل كېږي، چې دارمستتر غوښتل چې د خپلو ژورو مطالعاتو لپاره افغانستان ته هم لاړ شي، خو هغه ته وېزه ورنكړى شوه. دا ځكه چې امير عبدالرحمن خان د ژبپوهنې په څېړنو باور نه درلود. هند او د پښتنو سيمې ته د دارمستتر مسافرت په فرانسوي ژبه څو مهم اثار رامنځ ته كړل. د افغانستان د تاريخ له نظره دده ډېر مهم كتاب د "هند په باب ليكونه" دى. دارمستتر ددې كتاب په سريزه كې كاږي، چې دا نوم يې ددې لپاره دې كتاب ته وركړى، چې ډېر لوستونكي پيدا كړي. د هند پېژندنې مينه د اروپا د هغه وخت له باسوادانو سره زياته وه. خو حقيقت دا دى، چې دا كتاب ټول يا په سلو كې اتيا د افغانستان د تاريخ خصوصاً د افغانستان او انګرېز د دوهم جنګ په باب دى او له هند سره د افغانستان د ځينې خاصو دورو اړيكې او د پېښور او د ورڅېرمه سيمو اجتماعي، كلتوري او سياسي حالات څېړي او له داسې كتابو څخه دې چې زموږ په هېواد كې بايد ژباړه او خپور شي. په كتاب كې د دارمستتر د كتنې، څېړنې او مشاهداتو هغه قدرت، چې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي مساېلو په باب يې كړى او د افغانستان د پېژندګلوۍ په برخه كې دده د زړه له كومي مينه د ډېر قدر وړ ده. بل كتاب چې ده خپور كړى او نشر ته سپارلى "په هندوستان كې د ژبپوهنې د څېړنو راپور" نومېږي، چې په 1887 كال په پاريس كې چاپ شوى دى او د پېښور او ورڅېرمه پښتنې سيمو د ژوند دودونو په باب ګټور معلومات وړاندې كوي. د نوموړي ژبپوهان بل كتاب "د پښتو ژبه" نومېږي، چې د غږ پوهنې په رڼا كې (صرف، اشتقاق، تركيب) كې ليكل شوى او د پښتو ژبې د منشا په باب نظريات لري او د حسابي او اداري غوښتنو له مخې دارمستتر مجبور شو چې دا ځانګړى كتاب له "پښتونخوا د شعر هار و بهار" يوځاى چاپ كړي. حقيقت دا دى چې ژبپوهنې دا كتاب د خلكو د ادب او د ولسي سندرو له څېړنې سره مستقيم اړيكې نه لري. په هغه كتاب كې چې بېل خپرېږي، د ژبپوهنې دا برخه په فارسي ترجمه شوې او وړاندې شوې ده. د دارمستتر بل كتاب "د پښتنو تاريخ او منشا" نومېږي، چې ده دا اثر د مجبوريت له مخې له پښتونخوا د شعر هار و بهار سره په يوه پښتۍ كې راوړى دى. په دې علمي اثر كې دارمستتر د يوناني تاريخ ليكونكو اثار ياد كړي او په ساماني، غزنوي او غوري دوره كې يې د پښتنو په باب ګټور معلومات وړاندې كوي او وايي، چې د "خلجي" او "غلجي" كليمې سره په يوه معنى او مترادفې دي. د تعلقيانو، تيموريانو، لوديانو، بابر، سوريانو، غلزايانو، درانيانو او باركزائيانو د دور په باب د تاريخي مطالبو لنډيز راوړي. د دارمستتر بله مقاله "د خلكو ادب د پښتنو په نزد" نومېگږي. په دې اثر كې وروسته له دې چې د پښتنو هغه ليكنې (تحرير) ادب، چې ده لوستى، يعنې د پېژندنې خيرالبيان، د اخوند درويزه اثار، د پښتو كلاسيك شعر او له هغه څخه د خوشال خان ديوان او په پښتو كې له نورو ژبو څخه شوې ترجمې څېړي، د خلكو ادب ته ورننوځي او د خلكو د شاعرانو د ولسي سندرو سندريز ډولونو لكه غزل، چاربېته، مصرع د خلكو د ادب د مصنوعاتوپه هكله ، په پېښور كې د هغه وخت د پښتو د منلو شاعرانو د نومونو په باب مطالب وړاندې كړي، چې دا مقاله د همدې اثر د سريزې په توګه وړاندې كېږي. دارمستتر هم دا مقاله د پښتونخوا د شعر هارر و بهار د كتاب په پيل كې راوړې ده، چې ددې كتاب يوه سريزه ګڼل كېږئ او په عين حال كې يوه ځانګړې مقاله ده. د علامه دارمستتر مهم كتاب "د پښتونخوا د شعر هار و بهار" بلل كېږي، چې د فرانسوي ترجمې سره يوځاى "شان، پوپولير، دي، ز، افغان" په نامه وړاندې شوى دى، چې پښتو متن، فرانسوي ترجمه او فرانسوي شرح پكې ده. ددې كتاب پښتو متن او د فرانسوي تشريح پښتو ژباړه ستاسو درنو لوستونكيو په لاس كې ده، چې تاريخي سندري، ديني سندري، اساطيري سندرې، عشقي سندرې، د دودونو په باب سندرې او په ملتيا يې د بېنوا پښتو لنډۍ او اشعار د فارسي يوه عاميانه سندرې، چې د افغان او انګرېز د دوهم جنګ په باب ويل شوي، حامد جان مرد ميدان اس بيا بچيم انګور بگخور، د رسم، رواج او فولكلور بيان په پيريانو، ديني كليز، كورني ژوند، د تراويحو لمونځ او نومليكونه لري. دا وه د هغو كتابونو پېژندنه، چې د پښتنو سيمې ته د علامه دارمستتر د راتلو په باب او سبب نشر او خپاره شوي او د پښتو ژبې د څېړنې د تاريخ په برخه كې د ډېرو ګټورو كتابونو څخه دي. څرنګه چې كتابونه په فرانسوي ژبه ليكل شوي و، نو تر ډېره وخته د پېښور حتى د افغانستان د پوهانو پام وروانه وښت. په تېره بيا په اماني دوره كې يوه افغاني ځوان زلمي عبدالوهاب محمود طرزي هغه وخت چې پلار يې په پاريس كې سفير و، دا مهم كتاب ترلاسه كړ او له هغو لومړنيو افغانانو څخه و، چې دا اثر يې په ډېره مينه ولوست. همدارنګه په اماني دوره كې يو بل حساس افغان استاد عبدالهادي داوي هغه وخت چې په لندن كې افغان سفير و، پاريس ته د يوه سفر په وخت كې ددې ګټور كتاب پنځه نسخې ترلاسه كړې او د يوې مركې په ترڅ كې يې په دې باب وويل:"زه چې فرانسې ته ولاړم، هلته به بازارونو كې ګرځېدم لومړى يوه كتاب پلورنځي ته وروختم. د كتاب پلورنځي څښتن د شرقي اثارو غرفه راوښوده. ما چې لومړى كتاب راپورته كړ، همدا اثر و دا چې زه څومره ورته خوښ شوم، د هغې خوښۍ اندازه اوس هم نشم بيانولى. ژر مې د كتاب پنځه نسخې رانيولي چې لندن ته تر بېرته راتللو وروسته مې يوه نسخه د لندن د افغاني سفارت په كتابتون كې كېښوده. يوه نسخه مې د اعلحضرت غازي امان الله خان، درېمه نسخه مې د كابل ملي كتابتون ته او څلورمه نسخه مې يې د خارجه چارو د وزارت كتابتون ته راواستولې. پنځمه نسخه يې له ما سره پاتې شوه چې دا ده اوس هم راسره ده. استاد داوي دا نسخه په هغه صندوقچه كې چې ترڅنګ يې ايښې وه، له ځان سره په ډېره كلكه مينه ساتلې وه. اوس د دارمستتر هغه كتابونو ته رارسېږو چې د ژوند په څو هغه وروستيو كلونو كې يې چې مرګ مهلت وركړ، چاپ كړل. دارمستتر په 1892 كال كې په فرانسوي ژبه د اوېستا د كتاب بشپړه ترجمه له لازمو پاېليكونو او نښلونو سره خپره كړه. كه څه هم له هغه وخته بيا تراوسه په الماني، فرانسوي او نورو ژبو د اوېستا څو ترجمې خپرې شوي، خو تراوسه د زردتشتي مذهب د تاريخ او ژبپوهنې په برخه كې د دارمستتر نظر او وينا چې په هغه ترجمه او شرح كې يې راغلې د پوهانو د څېړنو يو لوى اخځ او منبع ګڼل كېږي. دارمستتر د ټولو دينونو له تاريخ، سياسي او اجتماعي مساېلو سره زياته مينه درلوده. دده مقالې د هغه وخت په دوو مهمو مجلو "رويوكرتيك" او "روپودوياريس" كې ډېرې په زړه پورې دي. دده ځنې اټكل او پېشبينۍ د وروستيو كلونو پېښو رښتيا كړي دي. د علامه دارمستتر يو شمېر مقالې او رسالې د اسماني دينونو په باب نشر شوي دي. د مثال په توګه د يهودو د خلكو تاريخ په "نوول رويو" او د بني اسرائيلو پېغامبران يې په 1892 كال كې چاپ كړل. د مسلمانانو له نظره يې د مهدي د راوتلو د عقيدې په باب يو كتاب ليكلى، چې په 1316 لمريز كال كې محسن جهانسوز له فارسي ترجمې سره په تهران كې چاپ كړ. ددې ستر پوه څېړونكي ګټور ژوند چې زياته برخه يې افغانانو ته وقف كړى وو، د 1894 د اكتوبر په 19مه نېټه پاى ته ورسېد او له نړۍ څخه يې سترګې پټې كړې. تر ده وروسته يوه پوه هم دده په اندازه د ژبپوهنې او ختيز پېژندنې په باب مواد راغونډ نه كړل. يعنې تر ده وروسته ژبپوهنه او ختيز پېژندنه سره بېل شول، يوازينى سړى چې تر ده وروسته يې ژوند كاوه او دده په نزد حتى تر ده زيات يې په عربي او نورو اسلامي ژبو كې لاس درلود، لوى مانيا و، چې ده هم له افغانستان سره مينه درلوده او افغانستان ته راغلى و. علامه دارمستتر د نولسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي كې په اروپا كې د ژبپوهنې او ختيز پېژندنې يوه روښانه څېره وه، هغه وخت ډېرو لږو كسانو لكه ده غوندې په يو وخت په څو برخو كې لكه: ختيز پېژندنه، ژبپوهنه، د تاريخ او دينونو مطالعه او څېړنه، د نړېوال سياست پلټنه او څېړنه، د كلتوري مساېلو څېړنه او پلټنه، پياوړى لاس درلود. هغه علامه او ستر پوهان چې په لويديز كې يې ډېر مهم كتابونه د پښتو ژبې او د پښتو ژبپوهنې، ګړدود او تاريخ او د پښتو د ولسي سندرو په باب په نولسمه پېړۍ كې ليكلي دي، د يوه ستر نبوغ ښندونكي مغز څښتن و. - بېرته شاته