دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علامه رشتين بابا ځانګړې ویبپاڼه

له ډيرې مودې راهيسې مې دا دزړه هيله او ارمان ؤ چې د رشتين بابا د پاره يوه انترنيټي پاڼه جوړه شي . خو د ډيرو مصروفيتونو له امله دا كار پاتې ؤ.

يو څه موده د مخه ښاغلي سمسور حبيبي راته وليكل چې پښتو او پښتنو ته د پوهاند رشتين بابا د سترو خدمتونو د قدردانۍ او مننې په خاطر په نظر كښې لري چې د هغه په نامه يوه پاڼه جوړه كړي . زما وراره غزن خان هم د پاڼې د جوړلو د پاره هڅې كولې. ما خپل وراره ته وويل چې " ته هم پاڼه جوړه كړه، په دې كښې كومه خبره نشته خو زه د دې طرفدار يم چې ښاغلى سمسور حبيبي صاحب دې هم جوړه كړي، رشتين بابا څرنګه چې اجمل خټك بابا ويلي دي د يو نغري، د يوې كورنۍ ، د يوې قبيلې، د يوې سيمې نه ؤ، بلكې هغه د هرې كورنۍ، هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ .

دا چې ما د سمسور صاحب خبره ومنله چې د پاڼې د جوړولو كار پر مخ بوځي ، د دې نه زما هدف دا ؤ چې رشتين بابا يواځې په خپلې كورنۍ پورې منحصر نه دى، بلكې هغه د اجمل خټك خبره د ټولو پښتنو د سرتاج دى. رشتين بابا په ټولو پښتنو حقونه لري او ښايي چې ټول پښتانه په يو شكل او بل شكل د هغه د خدمتونو د حقونو يوه برخه ادا كړي.

زه ډير خوښ يم چې د ښاغلي سمسور حبيبي په شان يو با احساسه پښتون دغه كار ته لاس واچو او د كوم احترام له مخې چې دى يې د پښتو ژبې او ادب ستر خدمتګار رشتين بابا ته په زړه كښې لري ، په يو ستر مسؤليت كې ځان شريكوي .

زه له ټولو پوهانو، ليكوالو، شاعرانو، اديبانو، استادانو او د رشتين بابا له علاقه مندانو څخه په درنښت هيله كوم چې د رشتين بابا د پاڼې د ښګلې كولو او ښه كولو د پاره قلمي همكاري وكړي، او د رشتين بابا په باره كښې خپلې ليكنې ، مقالې او اشعار دغې پاڼې ته د نشر دپاره وليږي.

همداشان له ټولو درنو لوستونكو څخه هيله كيږي چې د پاڼې د لا ښه كولو د پاره خپل وړانديزونه راوليږي او مونږه ته مشورې راكړي.

د رشتين بابا ويب پاڼه
www.reshteen.com
اړيكې : Admin@reshteen.com
s.reshteen@gmail.com
په درناوي
- الحاج فضل الله رشتين -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||