|
|
په انګلستان کی د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند څانګه پرانستل شوه |
د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۶ مه نیټه د خالی (شنبی ) په ورځ د هیډرس فیلډ په ښار کی د پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټي (Pashtoons Social Democratic Party -PSDP)دمشورتی غونډی وروسته د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ دماښام په اته بجو د هیډرس فیلډ په ښار کی د لری او بری پښتونخواد پښتنو په ګډون د ښاغلی محمد ایوب خان شینواری په دیره کی یو درنه غونډه جوړه شوه .
غونډه د ښاغلی حافظ محمد اسحاق خان له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسی ښاغلی حاجی فقیر کاکا ددی غونډی د مشر او ښاغلی ایډوکیټ یوسف علی خان د منشی په توګه وټاکل شول.
ورپسی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(Pashtoons Social Democratic Party - PSDP) دوییم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال دګوند پر بنسټیزي او فالیتونو رڼا واچواله ، همدا راز د ګونددمشرانو د جرګی غړی ښاغلی جلیل خان، ایډوکیټ یوسف علیخان ،ایدوکیټ محمد ذاکر خان،ښاغلی باسط شاه،ښاغلی احسان الله اپریدی،ښاغلی سلیم خان، او د غونډی یو شمیر ګډونوالو د خپلو نظریو څرګندونه وکړه او د هر اړخيزو ، څيړنيزو ، مالوما تو ، وړانديزونو ، بحثونو او غور وروسته د انګلستان مرکزی څانګه پرانستل شوه چی غړی ئی په یوه اتفاق سره په لاندی ډول وټاکل شول.
۱ ـ ایډوکیټ یوسف علی خان د انګلستان دمرکزی څانګې د مشر په توګه
۲ ـ ښاغلی اکرام الله خان د مرستیال په توګه
۳ ـ ښاغلی اسد خان د مالی چارو د مشر (خزانچی) په توګه
۴ ـ وحید احمد بابو د کولتوري چارو د سیکرټری په توګه .
ددی ترڅنګ یوه یوه سلاکاره (مشورتي) جرګه هم وټاکل شوه چی غړی ئی په لاندی ډول دی:
۱ـ حاجی صیب فقیر کاکا
۲ـ ښاغلی محمد ایوب شینواری
۳ـ ښاغلی سلیم خان
۴ـ ښاغلی محمد ایاز خان
۵ ـ ښاغلی جلیل خان
دغونډی په پای کی ښاغلی یوسف علی خان د غونډی د ګډونوالو څخه خوښنه او مننه وکړه او ژمنه ئی وکړه چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(Pashtoons Social Democratic Party -PSDP) د بنسټیزی (منشور) په رڼا کی به دمشورتی جرګئ د سلا او مشورو سره سم ګوندی چاری پر مخ بیائی. په پای ښاغلی محمد شیرین ګردیوال دوی ته د مبارکی د ویلو تر څنګ د لا بریتوب غوښتنه وکړه.
غونډه دشپی په دولسو بجو دښاغلی فقیر کا کا په دوعا سره پائی ته ورسیده.
دغه راز به نوموړی څانګه د خپل کار او فعالیت په لړ کی د انګلستان په نورو ښارونو کی خپلی څانګی پرانیزی او د نورو هم نظره ګوندونو،ټولنو، سړیتوتوبونو (شخصیتونو) سره به د ګډ کار لپاره لاره هواروی .چی پدی لړ کی د انګلستان د مرکزی څانګی د جوړیدو سره سم د
دوشنبی (ګل) په ورځ په ۲۸ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په بریډفورډ
د سه شنبی په ورځ په ۲۹ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په مانچستر
د چارشنبی په ورځ په ۳۰ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په اولډم
د پنجشنبی په ورځ په ۳۱ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په بری
د جمعی په ورځ په اول جنورئ۲۰۱۰ په بریډفورډ،
او په همدی ورځ په برلی کی د میشتو پښتنو سره لیدنی کتنی او د نظریو بدلون وکړ.
پدی لړ کی د پنجشنبی په ورځ په ۳۱ ډسمبر ۲۰۰۹ نیټه په برمنګهم کی د شپی په لسو بجو دنور تلویزیون او د ۲۰۱۰ ع کال د جنورئ په لومړئ نیټه د ورځی په دولس بجو د ډی ايم تلویزیون دپښتوخپرونو له لاری ئی د خپلو نظریو څرګندوني وکړی او د اوریدونکو او لیدونکو پوښتنو ته پکی ځوابونه وویل شول.











ایډوکیټ یوسف علیخان دپشتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ دانګلستان دمرکزی څانګې مشردویناپه حال کی





















د ویډیو د لیدلو او اوریدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://www.youtube.com/user/khoboona#p/u/4/oR_WEpIQ-RQ
http://www.youtube.com/user/khoboona#p/u/3/worVD02WR74
http://www.youtube.com/user/khoboona#p/u/2/C8f-FtCogeY
http://www.youtube.com/user/khoboona#p/u/1/WjVqp513PaI
|
| - د پښتونخوا خبریال - |
بېرته شاته |
|
|
|
|