(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سترې محکمې د٣م نومبر ټول گامونه غيرائيني بللي دي

[31.Jul.2009 - 22:54] ډیوه ۳۰/۷/۲۰۰۹ : د پاکستان سترې محکمې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف لخوا په ٣م نومبر ٢� � ٧ء کې اخستل شوي ټول گامونه غيرائيني او غيرقانوني گرځولي دي. دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دمحکمې ١٤ کسيزې ډلې يا بينچ دجمعې په ماښام دپرويز مشرف لخوا په ٣م نومبر دقاضيانو دگوښه کولو او گمارلو او په هيواد کې دبيړني حالت پځايې کولو دگامونو په ضد محکمې ته دورکړل شوې دوسيې په هکله پخپله لنډه پريکړه کې وويل په ٣م نومبر چې څومره گامونه اخستل شوي هغه داساسي قانون په ضد دي. دسترې محکمې په پريکړه کې ويل شوي بيړنى حالت پځايې کول ، دقاضيانو دخپلو دندو څخه پشا کول او دمشر قاضي گوښه کول داسې گامونه وؤ چې ائين او قانون سره په ضد وؤ. دسترې محکمې ددغه پريکړې بشپړ جزئيات به وروستو په ډاگه کولى شي. ددغه پريکړې څخه وروستو په ټول هيواد کې وکيلانو او دمدني ټولنې غړو دخوشحالۍ جشن وکړو او ځايې پځايې شيريني وويشل شوه. وکيلانو او دمدني ټولنې غړو دغه پريکړه دډيموکراسۍ او دازادې عدليې گټه گرځولې ده. بايد وويل شي په ٣م نومبر ٢� � ٧ء دهاغه وخت دپاکستان جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دسترې محکمې دمشر قاضي په گډون گڼ قاضيان له خپلو دندو گوښه او په هيواد کې يې بيړنى حالت پځايې کړو. جمهوررئيس په هاغه مهال دموقتي ائيني امر يا پي سي او دلاندې نوي قاضيان په ستره محکمه او ايالتي محکمو کې وگمارل او ددغه امر په اساس يې گڼ شمير قوانين رامينځته کړل. دجمهوررئيس لخوا په دغه قوانينو کې تر ټولو مهم دملي جوړجاړي يا اين ار او قانون ؤ چې له مخې يې دپاکستان داساسي قانون په معيارنيمگړو او په گڼو جرمونو کې تورنو سياست مدارانو ته په ١٨مه فرورۍ ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دبرخې اخستو موقع په لاس ورله. اوس چې سترې محکمې دپرويز مشرف هاغه ټول گامونه غير ائيني گرځولي نو وبه کتل شي چې د٣م نومبر څخه راپديخوا داين ار او په گډون څومره قوانين دپرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې رامينځته شوي وؤ ، هغه به هم له مينځه يوړل شي که نه ؟ دسترې محکمې مشرف قاضي افتخار محمدچوهدري دزيارت په ورځ ددوسيې اوريدنې په مهال په ډاگه کړې وه چې ستره محکمه به داسې کومه پريکړه نۀ کوي چې له امله يې دهيواد ټول نظام تالا ترغۍ شي. څيړونکي وايي کۀ چرې دپرويز مشرف ددريم نومبر گامونه ټول په ټوله دسترې محکمې دپريکړې په اساس له مينځه ځي نو ورسره به پاکستان کې دترسره شوؤ ټولټاکنو په اړه دپوښتنو ترڅنگ دهاغو قاضيانو په اړه هم پوښتنې راولاړيږي چې دا مهال په ستره محکمه او نورو ايالتي محکمو کې دموقتي ائيني امر دلاندې دلوړې کولو په اساس دندې ترسره کوي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته