(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کولن کی دکونړ سیند مشاعری خبرتیا او بـــلـــنـــه

[22.Jul.2009 - 23:23] په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی په کوربه توب د روان 2009 عیسوی کال د اګست د میاشتی په لمړۍ نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د مازیګر په شپږ بجو دکونړ سيند تر سرلیک لاندی دوییمه کلنۍ مشاعره جوړیږی.
دمشاعری جشنی برخه په تمثیلی ټوټو ښکلی شوی ده. د ټنګ ټکور په برخه کی د هیواد خوږ ژبـی نامتو سندرغاړی میرمن هما (افغان مینه)زمونږ سره مل ده.په مشاعره کی به لاټری لوبه هم ترسره شی. د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه پدې وسیله په درناوی سره ټولو ښاغلیو ادیبانو، د پښتو ادب مینه والو او پتمنو هیوادوالو ته د ګډون بلنه ورکوی.. په درناوی شعرونو او وړاندیزونو د رالیږلو لپاره د ټولنی په بریښنا لیک اړیکی ونیسئ د ټولنی بریښنا لیک:E-mail: [email protected] د کونړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی د کار ډله پته:
Bürgerhalle – Wiesdorf Hauptsr. 150 51373 Leverkusen Germany
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته