(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور سره برید کې ٤ پوليس وژل شوي دي

[20.Jul.2009 - 19:53] 20/07/2009پيښور کې وسله والو کسانو دپوليسو په يو گاډي بريد کړى چې له امله يې ٤ پوليس وژل شوي دي. دپوليسو له مخې تيره شپه ناوخته دپيښور سره نزدې په باړه روډ سربند سيمه کې پوليسو گزمه کوله چې وسله والو کسانو دپوليسو په گاډي بريد وکړو. دپيښور دپوليسو يو لوړپوړي مشر قاضي جميل خبريالانو ته ويلي دي شاوخوا ١� ؤ وسله والو په پوليسو ډزې پيل کړې چې له امله يې ٤ پوليس ووژل شول. په يوه بله پيښه کې د بنو په سيمه کې هم دعسکرو پر يو گاډي ريموټ کنټرول بمي بريد کې يو عسکر وژل شوى او شپږ نور ژوبل شوي دي. دبنو دپوليسو مشر اقبال مروت هم منلې ده چې دغه مرگ ژوبله دريموټ کنټرول بم له امله رامينځته شوې ده. دتيرو څو مياشتو راهسې دسرښار پيښور په ګډون د پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې په پوليسو ځانمرګي او بمي بريدونه سيوا شوي چې پکې په لسګونو پوليس وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دا مهال په ټوله صوبه کې دپوليس تاڼو او امنيتي پوستو مخو ته سخت امنيتي تدابير نيول شوي او دپوليسو مرکزونو ته غځيدلې لارې په ازغنو سيمانو او خنډانو تړل شوي دي. ددې ترڅنګ دصوبې ټولو لويو ښارونو ته په غځيدلو لارو هم پوليسو ځايې پځايې پاټکونه اچولي او دشکمنو ګاډو او خلکو سخت لټون کوي. بلخوايو امريکايي پوځي چې دجون په ٣� مه نيټه په ختيځ افغانستان کې دخپل مرکز څخه ورک شوى ؤ او وروسته پخلى وشو چې هغه نيول شوى دى دطالبانو لخوا جاري کړل شوې يو ويډيو کې ښودل شوى چې وايي ددې قابل نۀ دى چې بيا به کور ته لاړ شي. دوؤ دفاعي چارواکو پخلى کړى دى چې دخالي په ورځ په انټر نيټ جاري کړل شوې ويډيو کې ښودل شوى تن تښتول شوى پوځي دى خودفاعي محکمې دهغه نوم نۀ دى ښودلى. د٢٨ؤ دقيقو په دغه ويډيو کې ښودل کيږي چې تښتول شوى امريکايي پوځي خوراک کوي، په مخ يې رنگۍ رنگۍ گيره شوې او سر يې خريلى دى. دغه امريکايي پوځ په ويډيو کې غوښتنه کوي چې امريکايي اولس بايد پخپل حکومت فشار راوړي ترڅو امريکا خپل پوځيان دافغانستان څخه بيرته وغواړي. په ويډيو کې پوځي دخپل ژوند په هکله دبې باورۍ ښکار دى او وايي هغه دا نۀ گڼي چې گنې بيرته به ژوندى خپل وطن ته ستون شي. بل لوري ته په افغانستان کې دامريکايي پوځ يوې وياندې ليفټننټ کمانډر کرسټائن سډنسټرکر ويلي دي طالبان دهغوي تښتول شوى پوځي دخپلې پروپيگنډې لپاره کاروي. هغې وويل زۀ په دې خوشحاله يم چې هغه روغ جوړ دى خو بيا هم دغه دطالبانو يوه دپروپيگنډې ويډيو ده. هغې وويل طالبان دغه عسکر دنړيوالو قوانينو پامالولو سره کاروي. Source:ډیوه راډیو- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته